No-IMG

د ایران خلکو ته وایو! زموږ اوبه خپل قیمت لري؛ افغانان د خپل حق غوښتونکي دي

افغانستان او د ایران دولتونو د هلمند د اوبو د ویش پر سر د ۱۳۵۱ کال په وروستیو کې د پخواني صدراعظم شهید موسی شفیق په وخت کې یوه معاهده لاسلیک کړې وه چې له مخې یې افغانستان باید هرکال ۸۱۷ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي. اوس مهال ایران وایي چې ا ا ا د ۱۳۵۱م کال معاهدی ته ژمن دی او ډیر ژر به ایران ته د خپلو اوبو حق وسپاري!

موږ د ایران خلکو ته وایو!

حقیقت دا دی چې تاسو له افغانانو سره غدر او خیانت کړی دی، تاسو له موږ سره نه په اوبو کې حق لرئ او نه د ګاونډيتوب حقوقو مستحق یاست؛  زموږ اوبه خپل قیمت لري او د دې هیواد غرامت پر تاسو فرض دی افغانان د خپل حق غوښتونکي دي.

حال دا چې د تیر شوي حکومتونو ۱۳۵۱ م کال د ایران او د افغانستان تر مینځ د اوبو پر سر معاهده اوس مهال افغانانو ته هیڅ مشروعیت نه لري. او د ملګرو ملتونو د اوبو په اړه هغه (convention ) کنوینشن چې په 1997م کال کې د نړېوالو اوبو په اړه یو تړون رامینځ ته شوی و چې یوازې یو څو هیوادونو په کې ګډونوال وو. غوڅ اکثریت اروپايي هیوادونه، عربي هیوادونه، همدا راز د اسیا منځني هیوادونو ګډون نه وو کړی؛ نو دا په دې مانا چې د ملګرو ملتونو د نړۍ اوبو په اړه چې کوم قانون او طرزالعمل جوړ کړی وو هغه convention کنوینشن هم هیڅ اهمیت او ارزښت نه درلود دا ځکه چې اکثریت هیوادونو په کې ګډون نه وو کړی.

ایران د افغانستان په اشغال کې لکه څنګه چې د روسانو همکار او ملاتړی و همداسې له امریکا او ناټو سره په هره برخه کې همکار او کلک ولاړ و. ایران نن ډیر په سپین سترګۍ سره د هلمند اوبو په سر افغانانو ته اخطارونه ورکوي.

ایران تر اوسه په دې نه پوهیږي چې افغانان له اخطارونو سره عادت سوي دي؛ روسان، امریکا او ناټو له خپلو ګواښونو او اخطارونو سره سم سرټیټي په تیښته بريالي شول؛ او  ستاسو په څير پرديپاله غلامان يې همداسې بې سرنوشته په میدان یوازې پريښودل چې نن له هر ډول بحران سره لاس او ګریوان یاست.

تاسو د اسلام او د مسلمانانو په جامه کې هغه منافقین او شيطان پرسته هیوادونه یاست چې د ستاسو په لاس په زرګونه مسلمانان وژل شوي دي؛ الله به تاسو حتماً له ذلالت سره مخ کوي؛ تاسو ټول هیوادونه یاد ساتئ داسې وخت به راشي چې تاسو به ټول افغانستان ته احتیاج او محتاج اوسئ، دا به له تاسو سره د تاريخ عادلانه قضاوت وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک