ټولنيزې ليکنې

سوشل میډیا سره احتیاط پکار دی

مطيع الله عابد   هر سهولت سره یو مصیبت مل وي. هر کثرت خپل تاوان لري. دا فیسبوک، میسنجر ، وټس اپ او  یوټیوب که یو خوا د ځان خبرولو، خبر رسولو، ساعت تیرولو او  تفریح وسیلې دي نو ورسره خپل منفي اړخونه او تاوانونه هم لري دا شیان ټول بل چا جوړ کړي او د نورو په اختیار کې دي. پرایوسي او محرمیت په نوم هیڅ هم نشته هرڅوک هر وخت زما او ستا اکاونټ هېک کولی شي. رازونه پټولی شي او شخصي حریم ته داخلیدلی شي خبرونو کې به مو اوریدلي وي چې د ډیرو خلکو کورنۍ ژوند تریخ شوی، طلاقونه شوي او خلکو ځانونه وژلي. فقط په دې چې سوشل میډیا ېې شخصي ژوند ته راننوتې ده او یا ېې شخصي ژوند سوشل میډیا ته رسیدلی اول ځان او بیا ټولو ته...
نور ولوله

د وحدت بحران او د پرديو اغيزي يا سېکپڅه

د وحدت بحران او د پرديو اغيزي يا سېکپڅه Σκέψη کله چې په کوم ملت کي د خاصو موضوعاتو ديني او ملي مصالحو په اړوند ګډوډ وډ مختلف متعصب عقدمن نظريات ځاى ونيسي  او دَ رغؤولو چاري ئې چارواکي يا پوهان نکوي يا ئې د رغولو تر عنوان لاندي لانور پسي خرابوي خپل نظريات اجباري پر نورو تپي دې حالت ته سېکپڅه Σκέψη  وايي دسېکپڅې نظريه د لومړي ځل لپاره سوفسطايانو دَ فکري بحران د ډېرولو پخاطر او واک ته د رسيدلو پخاطر  ايجاد کړه او ددغي ډلي نامتو ليکوال تراسي ماکش چي د فن اشتهار فن اخبار فن سانسور فن تقرير او فن تحرير ستر استاد (شيطان) منل کيږي ددي شيطاني فن بنياد پوخ کړ د سېکپڅې په پلان کي لومړى له ولسه دَ پرېکړې...
نور ولوله

د زېږېدو تر مرګه د ژوند سفر د دوه ښارونو ترمنځ د بوډۍ سفر ته ورته دی

زاهد جلالي   د اروپایانو ولسي کیسو کې راغلي:  یوې بوډۍ ښځې یو ځل خپلو لمسیانو ته وویل، زه هېڅکله ریل ګاډی کې نه يم سپره شوې. لمسیانو چې د ‌هغې شوق و علاقه وليده، سمدستي یې ورته د ملګرې د لیدو لپاره د‌ بل ښار ټکټ واخیست.  انا په اورګاډي کې سپره شوه، خو و‌يی‌ لیدل چې د څوکۍ پوښ څېرې شوی دی، نو په غوسه‌ يې خپل شیان پورته کړل او بلې خوا لاړه. په نوې کیبن کې يې مخامخ ځړول شوي انځورونه خوښ نه شول، نو یو ځل بیا يې کېبن بدل کړ.  انا همداسې د سفر په اوږدو کې له یوه کېبن څخه بل ته تله او هر ځای کې يې کومه ستونزه موندله او همداسې يې په نارضايتۍ او غوسې ځ...
نور ولوله

درس زندگی

ابو العاص پیش از بعثت نزد پیامبر گرامی اسلام رفته و می‌گوید: می‌خواهم با دختر بزرگ ات زینب ازدواج نمایم!  (ادب و بی‌تکلّفی) پیامبر در پاسخ‌ اش می‌گوید: باید با دخترم مشوره کنم، و این‌ کار را بدون اجازه‌ی دخترم نخواهم کرد!  (شرع) پیامبر نزد زینب می‌رود و به او روی کرده می‌گوید: پسر خاله ات نزدم آمده بود و اراده‌ی ازدواج با تو را دارد؛ آیا راضی هستی با او ازدواج کنی!؟ زینب در حالی‌که از شدت حیاء رنگ اش سرخ گشته، تبسّم بر لب دارد...
نور ولوله

د ټولني زیات محتاج قشر

    ابو بكر الوراق رحمه الله وایي: لس کلنه معیوبه لور مې وه، ما به یې د مرګ هیله لرله، نو مړه سوه! نو په خوب مې ولیدله، هغه داسې  چې قیامت یي، ماشومان خپل پلرونه له لاسونو نیسي او جنت ته یې داخلوي! ما خپلي لور ته وویل: زویه ته مې هم له لاسه ونیسه! جنت ته مې درسره بوځه، هغې راته وویل: نه، تا زما مرګ غوښت! تاريخ بغداد 212/6     دا کیسه که څه هم د خوب خبره ده، خو د الوراق لپاره د معیوبي لور په اړه ښه زېری نه دی، هر ډول معیوب اولاد ان هغه بدرنګه هم باید ونازول شي او ښه خدمت یې وکړل شي، دا د دواړو لوریو (مور و پلار او معیوبینو) لپاره د الله ازموینه ده. هر ډول معیوبین د ټولني زیات محتاج قشر ده، یواځې مور و پلار نه، بلکې د هر چا چې له وسه کیږي؛ معیوبینو سره دې مرستندویه او همکار اوسي...
نور ولوله

ژوند د ډيرو ناکامو لارو يوه مجموعه ده

ژوند د ډيرو ناکامو لارو يوه مجموعه ده ، په دې کې هغه لارې ډېرې نادرې وي چې کومې لارې ستاسې اهدافو ته تللي وي ، تاسې مجبور ياست چې د اصل لارې پيدا کولو لپاره به ډېرې ناکامه لارې تجربه کوئ خو مشکل دا دی چې بار بار ناکامي انسان ستړی کوي ، انسان تکليفوي . موږ کله په ژوند کې ستړي کيږو ؟ د ستړيا حد زموږ حوصله او خيالات تعين کوي ،  څومره چې موږ يو کار ته زړه تنګ کړو هغومره د هغه کار ځنډيدل موږ ته تعذيب راکوي او له وخته مخکې مو ستړي کوي . که چېرې موږ په خپلو خيالاتو کې خپل ځان ته اطمینان ورکړو ، د ښه ائنده سوچ وکړو ، ذهن مصروف وساتو ، په مختلفو ايډياګانو کار وکړو، او الله نه اميد وساتو نو دا به موږ بې حوصله کېدلو نه خلاص کړي ، هر کله چې بې...
نور ولوله

له پرېکړنپوهه د انديال څو ويناوي

1-ما ډیری وختونه فکر کاوه چې هیڅ "زه" نشته؛ دا چې موږ په ساده ډول د بل څه د بیان وسیله یو؛ دا چې کله موږ فکر کوو چې موږ پخپله یو، موږ یوازې د فریب قرباني یو. ځکه چې ددې په مانا ډېر لږ خلک پوهه دي. 2-هیچا ته شیطان مه وایه، ځکه چې په تاسو کې د شیطان او دوزخ دواړه  تجربه کولی شئ، عين ممکين دا تجربه مو څه کرته کړي هم وي، شیطان هیڅ شی نه دی مګر زموږ  ايغو! 3- توراندپاله  د آنديالۍ يو داسي  ابتکاري  جوړښت له لارې د تن  بدلون پروسه ده ، چې په تن کې ورک  دغه تياره ځواک  د پټ سد (حکمت) په وسيله ، په آنديالۍ سره  د هغه حقیقت رامینځته کول، ليدل ...
نور ولوله

طبع های سقیم وسؤالهای عقیم

فائده. طبع های سقیم وسؤالهای عقیم یکی از سؤالهای که بسیار در جامهء معنی آراسته شده تقدیم میشود ولی اصلاً معنایی ندارد همین سؤال است که میگوید: پیامبر اگر در زمان ما میبود چه میکرد؟ سائل با طرح چنین سؤال چه میخواهد بگوید؟ میخواهد بگوید که پیامبر حتما تابعِ محیط وزمانهء خود میبود، و این تبعیت از محیط وزمانه از نظر سائل این است که پیامبر هر لهو ولعب را آفرین میگفت وهر فساد را تحسین میکرد، و همه شعائر و اوامر  را که بعد از بعثتِ خود آورده بود نمی آورد. این نوع سؤال معنای ندارد چونکه یک افتراضی است که هیچ حکمی بران بنا نمیشود، حتی از تصور خارج است،کسی که دیروز بود امروز نیست و نیز بر عکس، یعنی تفاوت زمان ومکان و عناصر است...
نور ولوله

وسوسه

وسوسې ته له یوه نه زیات معاني او تعریفونه شوي، خو څومره معاني او اصطلاحات چې ورته خطاب کې راغلي دټولو معانیو مراد په یو څه توپير یو تعبیردی. وسوسه په شرعي اصطلاح وسواس: کرار، نرم، ارام او پټ غږ ته وايي. وسوسه په شرعي اصطلاح: هر هغه شی چې زړه دالله سبحانه وتعالی له یاده غافلوي، شک او ګناه لورته ئې تشويقوي وسوسه دی، په همدې اساس ویلی شو، وسوسه پټه مکارانه هڅه دی چې دطمعې سره د بنده په زړه، ذهن او فکر کې بد خیالات دعمل لپاره اچول کیږي. وسوسه په بیلا بیلو معانیوو شیطان د خپلې منني لورته د یوې ناڅرګندې خبرې په مټ جلب او بلل دي، چې د انسان زړه ته پرته له کوم اوازاوریدو، مفهوم او مطلب واچول شي.(امام قرطبي...
نور ولوله

کمزورو ته ټيټېدل کمزوري نه ده

ماشوم د بانک کړکۍ ته ودرېده، ویل یې بیل تحویلوم. د بانک کارمند ورته وویل: نن نه کېږي، سبا راشه. هلک ورته وویل: ته ما نه پېژنې چې د چا زوی یم؟ که پلار مې درپسې راوست پخپله به یې تحویل کړې. کارمند ورته بیا په ټینګار وویل: هر څوک چې یې، رسمیات ختم دي...! هلک بهر ووت، له هغه خوا ورسره سپین ږیری سړی را روان و، جامې یې خېرنې او زړې وې، ګوتې یی چاودلې او نوکان یې له خاورو ډک وو. د بانک کارمند چې سړی ولید، زر ور پاڅېده، له هلک یې پیسې تحویل کړې او رسید یې ورکړ. هلک چې روانېده، د بانک کارمند ته یې وویل: ما درته ونه ویل چې پلار مې درپسې...
نور ولوله

د خلاصون کښتۍ

ډاکټر یوسف القرضاوي   انسانیت نن د خالص مادي تمدن په تیاره کي د نوح د سېلاب په څېر د یوه ستر توپان له گواښ سره مخ دئ، دا توپان انسانیت له ریښو او بنسټونو څخه تباه کوي او د نوح د کښتۍ په څېر یوه کښتۍ اړینه ده ترڅو خدای تعالیٰ د هغې په وسیله انسانیت له هلاکت او تباهۍ وژغوري. د اسلام دنده د نجات کښتۍ غوندي ده؛ الله تعالیٰ دا د نړئوالو لپاره رحمت او د گمراهانو لپاره لارښود ګرځولی او د ټولو لارښوونکو پیغمبرانو میراثونه ئې په هغه کي را غونډ کړي دي؛ چي له اضافي ستونزو، له شکوکو او نواقصو څخه پاک دئ. خو دا رسالت داسي ملت ته اړتيا لري چي د هغه ممثلین واوسي او په خپل عملي ژوند کې د اسلام سمبول وي او د انسانيت لپاره واقعي نم...
نور ولوله

څنګه کولای شو غبرګونونه شخصي وانخلو

حنان حبیبزی   د انسان مغزونه هره ورځ پنځوس زره فکرونه تولیدوي خو یوازې لس زره یې مثبت دي څلویښت زره نور یې منفي دي. زیاتره فکرونه دا انسان دې ته هڅوي چې شیان شخصي واخلي، د بیلګې په توګه که دوه نفره پخپلو کې غږیږي او دریم کس یوازې ولاړ وي نو هغه فکر کوي چې دوی ښايی په غږیږي، خو دوی ښايي د بل څه په اړه غږیږي. په دې ډول دریم کس ځانته قناعت ورکولای شي یا داچې زما د ښایسته جامو یا بوټانو په اړه به غږيږي ښايی خوښ شوي یې وي. خو دا ډول قناعت ورکول خپل مغز ته کله ناکله ډیر ستونزمن وي. ډیری خلک نشي کولای ددې خبرې منلو ته چمتو شي چې ښايی هغه دوه کسانو دې دده جامې یا بوټان خوښ کړي وي. دا له یو داسې چاسره هم پیښیدای شي چې شتمن نه دی او تل زړې یا ددوم لاس جامې اغوندي. که داسې وي نو ښايی دی ځان...
نور ولوله

تعليم د ژوند ښکلا ده، با سواده مېرمن د کور ښکلا ده

سمه ده چې مونږ په ټولنه کې ښځينه ډاکټرانو ته اړتيا لرو، دا د ژوند يو مهم اړخ دی. مګر تر دې وړاندې بايد هر ماشوم داسې باسواده مور ولري چې اقلاً د درس په ارزښت پوهه وي، د خپلو ماشومانو د ښې تربيې په اړه مطالعه وکړی شي، د خپل کور د ښه تنظيم لپاره کتابونه ولولي، د خپل ګډ ژوند د ښه راتلونکي لپاره خپل خاوند ته ښې مشورې ورکړي، دا د نن سبا زمانه کې د هر کور، د هر ماشوم او د هر خاوند حق دی. مېرمن دې د سواد وروسته هيڅ وظيفه نه اخلي، هيڅ دفتر ته دې نه ځي، مګر دا کارونه چې ذکر شول؛ يوه بې سواده مېرمن يې نه شي کولای، اقلاً تر دولسم يا له يوې ديني مدرسې تر فراغته زده کړې ورته شرط دی. تعليم د ژوند ښکلا ده، با سواده مېرمن د کور ښکلا ده، الله تعالی ښکلی ذات دی، ښکلا خوښوي، ان الله جميل يحب الجمال...
نور ولوله

د خلکو د شخصيت پيژندنې درسونه

* لومړی درس: ١ ۱. غټ خلک له نورو وړاندي سلام کوي. ۲. میانه خلک په سلام کولو کې تلوار نه لري. ۳. واړه خلک تمه لري نور خلک سلام ورته وکړي.   * دویم درس: ٢ ۱.غټ خلک لومړی سوچ کوي، بیا خبرې کوي. ۲. میانه خلک لومړی خبرې کوي، بیا سوچ کوي. ۳. واړه خلک هیڅکله سوچ نه کوي.   * دریم ...
نور ولوله

په دې لسو دلايلو بايد خپل دفتر يا کارځای کې تور چای وڅښئ

د زړه روغتيا تضمينوي، د بدن دفاعي سيسټم تقويه کوي، د خوراک په هضمولو کې مرسته کوي، ذهني فشار کموي، د درملنې خواص لري، وزن کموي، اعصاب آراموي، د وينې فشار کموي، د خوښۍ او سکون احساس ورکوي، د بدن د ميټابوليزم سيسټم ښه کوي. ژباړه نوټ: دا د تور چای عمومي ګټې دي خو د هر چا له پاره صدق نه کوي. هغه کسان چې د وينې فشار يې معمولاً ښکته وي، بايد تور چای ډېر ونه څښي ځکه تور چای د ډېر مقدار کيفين موادو درلودو په وجه فشار نور هم ښکته کوي. د دې ترڅنګ د ځينو نورو کسانو له پاره هم ښايي ډېر تور چای څښل ګټور نه وي نو احتياط دې وکړي. ...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک