ټولنيزې ليکنې

په ژوند کې د ځینو فرصتونو او مکفیتونو په وړاندي نباید ناغیړي وشي

څه موده وړاندي د واټساپ په یو ټولنیز ګروپ کې چا اډ کړی وم، د ګروپ نورو غړو ته یې ورپيژندلی وم او هغوی هم د معمول مطابق ښه راغلاست ویلی وو. ما په ګروپ کې د غړیتوب او د ملګرو د ښه راغلاست مننه وکړه، خبرې لږ زیاتې شوې او لږ تر ډیره مو صوتی پیغامونه سره ادل بدل کړل. په دې منځ کې د عمر، تجربې، پوهې او مسلک له لحاظه یو مشر او وزین کس ډیر په مینه ښه راغلاست ووایه او په بحث کې یې تائید کړم. له هغه وروسته هغه مشر کس چې ما تر اوسه لیدلی نه وو او نه مې په اړه کوم مخکینی معلومات لرل دوه ځله یې واټساپ ته زنګ وهلی وو، زه نه وم متوجه شوی اما تصمیم مې درلود چې په یوه مناسب فرصت کې به ورته زنګ وهم او احترام به یې کوم، په دې منځ کې تقریباً دوې، درې میاشتې تیرې شوې، هغه به ...
نور ولوله

د دوو بنو خوندوره کیسه

   یوه مېرمن وایي: بن مې له مېړه راباندې ګرانه وه! سره له دې چې هغه پر ما بن راغلې وه او په راتګ یې سخته خپه او غوسه شوې وم، خو بیا هم هغه زما نږدې ملګرې او لکه خور  داسې شوه، ډېر ځله ما د هغې په حق کې غلطۍ کړې وې، هغه مې زورولې او کړولې وه، خو هغې هر ځل زه بښلې وم او زما پر تېروتنو یې سترګې پتې کړې وې؛ ځکه هغې غوښتل ژوند وکړي. اخیر زه هم راضي شوم، مال له یوې بلې مو خلاصون نشته، نو جوړه مې ورسره وکړه او سره ملګرې شوو.     مګر متاسفانه ما له هغې سره لا هیڅ ښېګڼه ونه کړه چې د سرطان کرغېړني ناروغۍ ونیولم (الله مو وساته) ، وزن مې ډېر کم شو او وېښتان مې ټول تویه شول! د مېړه مې نفرت رانه کیده، سخت بد چلند یې راسره شرو کړ، ان خبره دېته ورسیده چې د طلاق اراده یې وکړه...
نور ولوله

تېرو 300 کالو کې د اخلاقو او معنویاتو پرته پرمختګ، د انسانانو په ټولنو کې ویجاړونکی انحطاط رامنځته کړی

یو عالم ویلي وو چې مسلمانان په ساینس او ټیکنالوژۍ کې د وروسته پاتي والي له امله او د پیسو د اسانه پیدا کولو لپاره طبیعي علومو ته مخه کوي. تکړه او ذهین مغزونو طب، انجینرۍ او ټیکنالوژۍ ته مخه کړي. ښې زده کړي پکې وکړي، لویو غربي نړیوالو شرکتونو کې دنده واخلي او هلته بیا تر تقاعده ونښلي. د دوي وړتیا او خواري د هغو نړیوالو شرکتونو په خدمت کې منحصره شي. د دغه عالم استدلال دا وو چې د مسلمانو هیوادونو وروسته پاتي والی اصلاً دې پورې تړلی چې مسلمانان خپل تکړه او عبقري مغزونه میټافزیکي او ټولنیزو علومو ته نه تشویقوي. لکه فلسفه، تاریخ، جامعه شناسي، سیاست، اقتصاد، روان شناسي، انتروپولوژي، ادبیات او داسې نور. بیا هم که چیرې تکړه څوک پیدا شي چې پورته علومو کې زده کړي وک...
نور ولوله

د مور مینه د اظهار قوي ژبه لري خو د پلار خاموشه مینه هر څوک نسي درک کولی

په ویډیو کي یو خُسر خپل زوم ته وايي: "که دي کله هم زما له لور سره اړیکې خرابي سي؛ تر منځ مو دا مینه پاته نسي... نو لُطفاً هغې ته آزار مه ورکوه؛ تر ما پوري ئې را ورسوه؛ ماته ئې راوله...!! “ (ویډیو په کمنټ کي) همدا لامل دئ چی پلار د لور لپاره د یوه اتل په څېر وي؛ د هغې د ژوند داسي اتل چي هغه ئې حتیٰ نیمگړتیاوي نسي لیدلی؛ له اولادونو سره بالخصوص لوڼو سره مو چلند ډېر نرم ساتئ! تل هڅه وکړئ چي د هغوی عزت نفس درڅخه مجروح نسي... ځیني وروڼه یا خوېندې وايي زموږ په ټولنه کي اوس هم د نجلۍ پر زېږېدلو د والدینو شونډې وځړېږي؛ دا ولي؟! د نجلۍ او هلک تر منځ څه فرق سته؛ خو دواړه اولاد وي او د والدینو مینه باید دواړو ته يو ډول وي... موږ په داسي یوه جاهلي ټولنه کي ...
نور ولوله

د نورو قومونو په عیبونو تر نیوکې مخکې د خپل قوم په عیبونو نیوکه وکړئ

د انسانانو لپاره د اسلام د مبارک دين ستر پيغام همدا دی چې لومړی به د خپل ځان، خپلې کورنۍ، خپل قوم، د خپل ګوند او د خپلې ډلې تېروتنې، ناسم افکار او ظالمانه دودونه نقد کوې، مقابله به يې کوې، د دې کارونو د مثبت بدلون او اصلاح لپاره به معقوله او د تطبیق وړ مبارزه کوې، ګنې د خپل ځان، کورنۍ، قوم، ګوند او ډلې پرېښودل او يوازې د بل او نورو په عيبونو مصروفېدل؛ خپله د هوس او شيطان غوښتنو ته لبيک ويل دي او دا داسې يو ناسم او غير عادلانه عمل دی چې هر پيغمبر يې پر وړاندې کلکه مبارزه کړې ده. په دې ارتباط د دکتور علي الوردي رحمه الله دا وينا ډېره په زړه پورې او پر واقعيت ولاړه ده چې ليکلي يې دي: رسول الله عليه الصلاة والسلام خپل ستر پیغام (رسالت)د دې لپاره نه و راوړی چې ...
نور ولوله

تال کاران

نوشته: نویسندهء مصری د/ احمد خالد توفیق ترجمه: عمک ذکرالدین   برای شخصی مانند من که ممکن است از شدتِ نگرانی وعصبانیت خودش را تا گوشهایش بخورد شناختن این چنین مردم یک زهر قاتل است. کدام مردم؟ همین های که در هر چیز تأخیر می کنند، تال می دهند، اشخاصی که ارجی به وقت نمی گذارند واحترامی به وعده نمی ورزند، ولی با وصف این در کمالِ آرامش درونی بسر می برند، و چنان از کنار این جنایت خود نرم می گذرند که گویا آب از آب تکان نخورده است. نویسنده وادیب انگلیسی روالد دال یک قصه دارد، از خانمی می گوید که همیشه در اضطراب و وسواس بسر می برد، همیشه به این فکر بود که مبادا وقت قطار یا وقت پرواز را از دست دهد، شوهرش که عادت...
نور ولوله

هیڅکله د یو سړي سره د هغه د ماشومانو په مخ کي شخړه مکوئ!

څو ورځي وړاندي بازار ته روان وم؛ پر لار دوه موټرسیکلان نږدې سره ورغلل او کوچنی ټکر ئې وکړ؛ د یوه سره ئې شاته ماشوم بچی ناست وو او خپله په عمر زیات وو؛ بل موټر سیکل والا ښه هډور ځوان وو؛ ډېري سپکي سپوري ئې ورته وویلې؛ زما د ماشوم سترگو ته پام وو؛ په سترگو کي ئې وېره او اوښکه ځلېدله؛ کیسه هملته تر یو څه لفظي شخړي وروسته خلاصه سوه خو باور وکړئ تر اوسه مي هغه ماشوم نه هېرېږي... څومره د کمزورۍ احساس به ئې کړی وي؟ د خپل مشر په اړه به څومره د کمترۍ احساس ورته سوی وي او څومره به ئې نازک زړه دردېدلی وي؟! موږ کله کله په احساساتو کي شاوخوا ماحول هېر کړو! په دې باوري یم چي که د ښکنځلمار ځوان ماشوم ته پام سوی وای نو نه یوازي دا چي نرمي به ئې کوله بلکي ممکن بخښنه به ئې هم غوښتې وه؛ غصه یو فطري شی دئ خو...
نور ولوله

له بده مرغه، په ټولنیزو رسنیو کې د مبارزې سنګرونه په شخصي خبرو، ټوکو او بنډارونو بدل شوي

له بده مرغه، په ټولنیزو رسنیو کې د مبارزې سنګرونه په شخصي خبرو، ټوکو او بنډارونو بدل شوي. موږ یوازې دې مرحلې ته رسیدلي یو چې موږ په خپل ځان وویاړو او نورو ته سپکاوی وکړو او متأسفانه موږ د مبارزې اصلي موخې، اصول او قوانین تر پښو لاندې کړي دي. موږ نه پوهیږو چې څنګه خپل مسلمان ملت له دې فکري، رواني، مذهبي، سیاسي، سمتي او قومي جګړو او فتنو څخه وژغورو. زه فکر کوم چې پاکه او سپېڅلې مبارزه قوي ایمان ته اړتیا لري.   “هوښیارانو ته یوازې اشاره کافي ده” ...
نور ولوله

د مجازي نړۍ؛ فيسبوک او د ټويټر په څېر ډېرو شيانو اوس زمونږ په ژوند کې د يو واقعيت بڼه اختيار کړې

د مجازي نړۍ؛ فيسبوک او د ټويټر په څېر ډېرو شيانو اوس زمونږ په ژوند کې د يو واقعيت بڼه اختيار کړې، نو مونږ به حتماً د الله تعالی پر وړاندې په دغو شبکو کې د خپل هر کمنټ، پوسټ، شېير او لايک حتمي حساب ورکوو، او دا هم يو ستر واقعیت دی چې په دې برخه کې هره ورځ زمونږ مخې ته ډېرې خبرې او مختلف موضوعات ښکته او پورته کېږي، نو هغه خبرې چې خرافاتي بڼه لري، د يو چا ناحقه ملاتړ او د يو چا غير عادلانه مخالفت په کې کېږي، يا سمتي، مذهبي او قومي تعصباتو ته په کې لمن وهل کېږي، نو دا ټول کارونه د (لغو) او (زُور) په زُمره کې راځي او الله تعالی په قرآن کريم کې خپل ځانګړي بنده ګان داسې ياد کړي دي چې له دغسې کارونو ځان ژغوري. ﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا﴾ [سُ...
نور ولوله

که د يو ويښ ملت په توګه ترقي کول غواړو نو د ژوند په ټولو ابعادو کې به موازي پرمختګ کوو

که د يو ويښ ملت په توګه ترقي کول غواړو نو حتمي ده چې د ژوند په ټولو ابعادو کې به موازي پرمختګ کوو، يوازې د ژوند په يو بُعد کې پرمختګ نيمګړی پرمختګ وي. په اوسني عصر کې د ژوند په ټولو برخو کې پرمختګ په بې سوادۍ سره بيخي ناممکن دی، که دا د صنعت برخه وي، د ټيکنالوژۍ برخه وي، د زراعت برخه وي، د بازار برخه وي او که د کور برخه وي، د کور برخه مې ځکه وويل چې کور يا کورنۍ د ژوند تر ټولو مهمه برخه ده او د ژوند دا مهمه برخه په ښځينه طبقې (ميندو، خويندو، مېرمنو او لوڼو) اباده ده، نو دا به څنګه ممکن وي چې د ژوند دا مهمه برخه به په بې سوادو مېرمنو ترقي کوي؟ او که د ژوند دا مهمه برخه مو د بې سوادۍ په سبب ترقي ونه شي کړی نو څنګه به ممکنه وي چې د ژوند د نورو برخو نسبي پرمختګ ته د کامل پرمختګ نوم ورکړو؟...
نور ولوله

د ژوند ۵۰ رازونه!

ژباړن: حسیب الرحمن نورمل   ۱- هر ورځ قران کریم، هر شنبه یوه ورځپاڼه، هره اونۍ یو کتاب او هر میاشت یوه مجله ولولئ. ۲- هیلې او موخې مو له هغو کسانو سره شریکې کړئ چې تل مو هڅوي. ۳- ګډ ژوند د اعتماد او باور پرستنو ولاړ وي که دا ستنې ونړیږي نو ګډ ژوند په یوازېتوب بدلیږي. ۴- خلکو ته هغه کتابونه امانت ورکړئ کوم چې په نشتون کې یې نه ناراحته کیږئ. ۵- د هر ډول وسلو له ګرځولو په ډډه وکړئ ځکه ساتونکی مو خدای(ج) دی نه وسلې....
نور ولوله

د نن سبا د خفګان بې باورۍ خرابو اړیکو زړه تنګون او ټولنیز بیلتون اساسی عوامل څه دي؟

جلال جبارخيل   ځینې خلک خپلې شخصي ستونزې ټولنیزې کړي بیا پر ځای ددې چې خلک یې درک کړي هغه نفر ریشخندوي کله چې د یو چا احساسات ریشخند شول هغه انسان لداسې خلکو سره اړیکه کې خپله دلچسپي ختموي ترې تښتي احساسات د انسان لویه سرمایه وي او توهین یې نه زغمونکی وي بل دا چې زیات واده کړي انسانان خپلې وړې ستونزې هم د کورنۍ د غړو یا ملګرو سره شریکوي ممکن هغه ستونزه یو یا دوه ورځو کې خپله اتومات حل شي خو د کورنۍ غړي یا ملګري هغه ستونزه سبا د پیغور پشکل د انسان د کمزوري کولو لپاره پکاروي کله چې انسان د خپلې ستونزې د شریکولو د بدو پایلو خبر شي پوهیږي چې اشتباه یې کړې بیا نو تصمیم نیسي چې د راز کیسې به چاته نکوي کله چې دوه انسانان د یوې ستونزې پر سر بحث کوي د حضوري او مخامخ لی...
نور ولوله

دېرش، څلويښت، پنځوس کلنو ته 10 نصیحتونه

▪لومړی نصیحت: په دې عمر کې باید صحي خواړه وخوړل شي، لکه سبزي، مېوې، شیدې، ماهیان، د مارغانو غوښه. او له خوږو او زیاتو غوړو باید ځان وساتل شي. ▪دویم نصیحت: اوبه باید ډېرې وڅښل شي، ان که سړی تږی نه یي هم، ځکه بدن کې د اوبو له کمښته خورا زیاتې ناروغۍ رامنځته کیږي. ▪دریم نصیحت : هره ورځ باید خاما ورزش وکړل شي، که هر څومره زیات او مهم کارونه سړی ولري، بیا هم ورزش لازمي دی، ورزش یعني بدن تحریکول، که په تګ یا لامبو سره یي او یا په نورو معلومو طریقو. ‏▪څلورم نصیحت :...
نور ولوله

انسان له خپل ځان سره دښمني پيل کړې او د تباهۍ خوا ته روان دی!

د هارورډ پوهنتون يوه نوې طبي څېړنه وايي، هغو کسانو کې په سرطان د اخته کېدو پېښې په حيرانوونکې بڼه زیاتې شوي چې عمرونه يې تر 50 کالو کم دي او په وروستيو لسيزو کې زېږېدلي. څېړنه د مثال په توګه وايي، هغه کسان چې تر 1960 کلونو وروسته زېږېدلي، د هغو کسانو په نسبت پکې د سرطان پېښې زياتې دي چې تر 1950 وروسته زېږېدلي. څېړنه وايي، شراب څښل، چاغښت او سګريټ څکول په اوسنيو انسانانو کې د سرطان ناروغۍ تر ټولو لوی لاملونه دي. غوړ، سره کړي او خواږه خواړه او سره غوښه هم د سرطان لاملونه بلل شوي. څېړنه وايي، اوس وخت کې د سرطان په 14 ډولونو کې 8 يې د معدې يا هاضمې سيسټم سرطانونه دي. د څېړنې بيخي مهمه نکته دا ده چې وايي، په اوسنيو انسانانو کې د خوب کمښت هم د دې لامل شوی چې ډېر...
نور ولوله

د ژوند ۵۰ رازونه!

۱- هر ورځ قران کریم، هر شنبه یوه ورځپاڼه، هره اونۍ یو کتاب او هر میاشت یوه مجله ولولئ. ۲- هیلې او موخې مو له هغو کسانو سره شریکې کړئ چې تل مو هڅوي. ۳- ګډ ژوند د اعتماد او باور پرستنو ولاړ وي که دا ستنې ونړیږي نو ګډ ژوند په یوازېتوب بدلیږي. ۴- خلکو ته هغه کتابونه امانت ورکړئ کوم چې په نشتون کې یې نه ناراحته کیږئ. ۵- د هر ډول وسلو له ګرځولو په ډډه وکړئ ځکه ساتونکی مو خدای(ج) دی نه وسلې. ۶- د هېواد د ځینو قوانینو لوستل اړین دي...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک