له پرېکړنپوهه د انديال څو ويناوي
1-ما ډیری وختونه فکر کاوه چې هیڅ "زه" نشته؛ دا چې موږ په ساده ډول د بل څه د بیان وسیله یو؛ دا چې کله موږ فکر کوو چې موږ پخپله یو، موږ یوازې د فریب قرباني یو. ځکه چې ددې په مانا ډېر لږ خلک پوهه دي.
2-هیچا ته شیطان مه وایه، ځکه چې په تاسو کې د شیطان او دوزخ دواړه تجربه کولی شئ، عين ممکين دا تجربه مو څه کرته کړي هم وي، شیطان هیڅ شی نه دی مګر زموږ ايغو!
3- توراندپاله د آنديالۍ يو داسي ابتکاري جوړښت له لارې د تن بدلون پروسه ده ، چې په تن کې ورک دغه تياره ځواک د پټ سد (حکمت) په وسيله ، په آنديالۍ سره د هغه حقیقت رامینځته کول، ليدل خپلوآ دي چې تاسو یې غواړئ او پاله هغه پروسه ده چې موندل شؤي ځان ، د لؤړي روح يا ژاڼ لپاره د لؤړ يون وسيله او له ټولو خلکو يو بيل حالت، ليد، پوهه او لوړتابه تجربه کړئ.
4- په ياد لرم، تر هغو د دين په اځرو (اسرارو)، انعامونو (انيامو) او بيانونو نه پوهېدم يوازې مي هسې بيانونه زدکول او يادول تر څو چې مې د سکوت په کوڅه تن د نړۍ له الويځې (ايلوژنه) د ځان او ژان پکتونو (حقايقو) ته نه وه رسؤلى،
5- هغه وخت چې تن پال وم دين، عبادت، اذکار مي هم تن پال او څرګنده بڼه لرله، خو کله چې تر تن شاته هېڅ ته او له هېڅ شاته ليد غزوني وکړي هله مي پخپل ايګويې دۍن،ايګويي عبادت ايګويي اذکارو او خپل څرګند يا ظاهري حماقت پسي تبسم وکړ، ځکه چې دين څه دى او پر ما د دين تر نوم لاندي څه عملي کيدل?
له پرېکړنپوهه
د آنديال له ويناو څخه
