No-IMG

د وحدت بحران او د پرديو اغيزي يا سېکپڅه

د وحدت بحران او د پرديو اغيزي يا سېکپڅه Σκέψη

کله چې په کوم ملت کي د خاصو موضوعاتو ديني او ملي مصالحو په اړوند ګډوډ وډ مختلف متعصب عقدمن نظريات ځاى ونيسي  او دَ رغؤولو چاري ئې چارواکي يا پوهان نکوي يا ئې د رغولو تر عنوان لاندي لانور پسي خرابوي خپل نظريات اجباري پر نورو تپي دې حالت ته سېکپڅه Σκέψη  وايي

دسېکپڅې نظريه د لومړي ځل لپاره سوفسطايانو دَ فکري بحران د ډېرولو پخاطر او واک ته د رسيدلو پخاطر  ايجاد کړه او ددغي ډلي نامتو ليکوال تراسي ماکش چي د فن اشتهار فن اخبار فن سانسور فن تقرير او فن تحرير ستر استاد (شيطان) منل کيږي ددي شيطاني فن بنياد پوخ کړ

د سېکپڅې په پلان کي لومړى له ولسه دَ پرېکړې يا تصميم سېک (ځواک پوهه درک سوچ) په رنګارنګو تبلیغاتو  اخيست کيږي ،دويم ګام کي د مطلوب ملت سوچ پڅولو پخاطر رنګارنګ رښتيا دروغ خبريږي تر څو د خلکو سوڅ او د سهي قؤي تصميم قوه پڅه شي او اختلافات ډير شي او مغرض کسان خلق شوى اختلاف په اسانه پخپله ګټه وکاروي

همدغه دَ سېکپڅې پلان پر موږ شيطان ايران انګلستان هند روس د غرب دلال پاکستان امریکا عربو او نورو هيوادونو په وار وار سره پر موږ تطبق کړى دى

همدا وجه ده چي اوس زموږ اکثر خلک د واقعاتو او حقايقو پر ځاى خپلو عقدو او نظرياتو ته اهميت ورکوي، دمقابل هره دخير سهي علمي اسلامي حقيقي خبره ردؤل خپله قهرماني احساسوي حال دا چې دا ستر احمقتوب دى چې زموږ پريکړي د بنسټيزو مقياسونو او تعریفاتو له مخي نه بلکه د تبلیغاتو تعصباتو ايګو او عقدو له مخي وي

موږ پوره 50 کاله له پوهني، فکري وحدت او اسلامي او ملي مصالحو په اړوند له واحد موقف او تعریف څخه په قصدي داسي سانسور عيار شؤي يو چې د ملي او اسلامي مصالحو په اړوند هر هيواد تر خپله وسه زموږ د ولس په فکر کې هغه تعریف او موقف ور ځاى کړى دى چې ددوى هدف وه او دى،

موږ ټول که په هر ګؤند هر قوم پوره تړاو لرو خو حتمي او لازمي ده چې ټول دَ اسلامي او ملي مصالحو په اړوند ګډ واحد دريځ او نظر ولرو، دا خودبخود نه را منځته کيږي بلکه لؤړو ټولنپوهانو، دين پوهانو، حقوقپوهانو او روانپوهانو نا پيلې ټولۍ ته اړتیا ده چې داسي اغيزمن هر اړخيز پلان جوړ او دَ تطبق لپاره ئې هم خورا چټک اغيزمن پلان جوړ او په حکمت سره پلى شي تر څو موږ د اختلافاتو تعصباتو او خصوصا دَ اخيستو ژورو عقدو له تورو تاريکو روڼ سبا ته را ووزو يو بل ووينو يو بل درک کړو يو بل ته احترام وروګلوۍ ورکړو يو بل سره په ټولو ستونزو کي مل شو

فرعي اختلافات د سالم علمي بحث يه چوکاټ کي حل کړو له فرعي معمولي فضولي اختلافاتو د ايګو مسله جوړه نکړو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک