ټولنيزې ليکنې

هيڅوک مه پرېږدئ چې ستاسې اندروني غير مادي مجسمې مسخ کړي

د انسان په اندرون کې غير مادي مجسمې وي لکه د اخلاقو مجسمه ، د عزت نفس مجسمه، د‌غيرت مجسمه ، د عقل مجسمه ......! هيڅوک مه پرېږدئ چې ستاسې دا مجسمې مسخ کړي ، روزانه د‌ دې کتنه کوئ چې چا خو به پرې وار نه وي کړی ، بد دوستان روزانه په دې مجسمه وار کوي بالاخر دا مجسمه مسخه شي . که يو څوک مسلسل ستاسې بې احترامي کوي په اصل کې دغه مجسمه باندې وار کوي او مسخه کوي يي ، يو وخت دسې راځې چې تاسې دې بې احترامي سره عادي کېږئ او بيا تاسې د بې شخصيته انسان په نامه ياديږئ .   په اوايلو کې دا مجسمه د خټې په څېر نرمه وي لهذا اسانه وي چې يوه ښه انداز کې مجسم شي . ځينې خلک ترې ډېره ښه مجسم...
نور ولوله

راځئ مینه‌ناک واوسو، نورو ته مینه ورکړو او له نورو د کرکې پر ځای مینه طلب کړو

هغوی چې له خپل ژونده ناهیلي دي، که نور هېڅ مرسته ورسره نه‌شو کولای، نو یوه خوږه او له مینې ډکه مُسکا خو مو حتماً له توانه پوره ده، چې باید همدا وړ ناهیلو وګړیو ته یې وکړو. تجربه شرط ده؛ ډېری داسې انسانان چې فکر کوي، ژوند کول یې د ټولنې پر اوږو بار او عار دی او له همدې وجې د کمترۍ احساس پرې غالب شوی، خو کله چې په خبرو کې ورسره له مینې، عاطفې او له مُسکا ډک تعامل وشي، فکر کوي چې د نړۍ تر ټولو نېک‌مرغه، ښکلی او غوره موجود همدی دی. د خوښۍ او نېک‌مرغۍ کرښې یې بیا له ورایه په ټنډه او اننګو کې داسې برېښي؛ چې ته به فکر کوې، چې د نړۍ تر ټولو آسوده او مرفه ژوند به د هغه برخه وي. کله چې زموږ پر یوه خوږه خبره او مُسکا یو خوږمن او ویرجن انسان ته دومره خو...
نور ولوله

مېندې عموماً د اولادونو په حق کې د اخلاص په لحاظ فرشتې وي

مېندې عموماً د اولادونو په حق کې د اخلاص په لحاظ فرشتې وي، بيا زمونږ د افغانانو مېندې خو بيخي مهربانې وي. زما مور جانه هم لکه د نورو افغانو مېندو يوه دينداره مېرمن ده، لمونځونه، نفلي روژې، تلاوت او تسبيح يې بيخي عادت ګرځېدلي دي، اکثر وخت يې په کور کې په مصلیٰ وينو. الله تعالی دې زمونږ د مېندو عبادتونه او دعاګانې قبولې کړي. مازيګر نه تر ماښامه مې مورکۍ د مسنونو دعاګانو يو کتاب دی؛ هره ورځ هغه لولي، په زوره زوره يې لولي، ځينې وخت د عربي يو ټکی ورته سخت شي نو تلفظ يې او کله ناکله يې د معنی پوښتنه هم رانه کوي. زه ورته وايم: مور جانې! نظر دې هم کمزوری دی، رنځوره هم يې، دا کتاب هم ډېر نری ليکل شوی دی، ته يې په لوستلو تکليفېږې، ست...
نور ولوله

په تجارت کې درس!

    د هیندواڼو بوډا پلورونکي پر یوه تخته لیکلي: یوه هیندوانه 3$ او درۍ هیندواڼې په 10$ دي! یو ځوان پرې ورغی، تختې ته یې چې وکتل ودریدی، ځان سره یې وویل: راځه دې ساده بوډا ته د اقتصاد برخه کې یو درس ورکړم. ځوان یوه هیندواڼه واخیستله، هغه یې چرته کېښودله، ورغی بله یې واخیستله، هغه یې هم چرته کېښودله، بیا ورغی دریمه یې واخیستله.     دریمه یې چې واخیستله بوډا ته یې وویل: درۍ هیندواڼې مې په 9$ درنه واخیستلې، نه په 10$، فکر کوم تجارت کې مهارت نه لرې؟! بوډا موسکی شو او له ځان سره یې وویل: خلک عجیبه دی! خامخا د یوې پر ځای درۍ هیندواڼې اخلي او بیا ما ته په تجارت کې درسونه هم راکوي ... !! ...
نور ولوله

دا ژوند دی او همدا د ژوند ټوله قصه

د ګوګل په سرچ خونه کې د 1922 کال د انځورونو البوم وګورئ؛ عجيب خلک به په کې پيدا کړئ، د اروپا، امريکا او آسیا خلک دي، ژوند دی، څوک چکرې وهي او ميلې کوي، څوک ملاقاتونه کوي، دفترونه دي، بنډارونه دي، بازارونه له خلکو ډک دي، ډېر يې په يو لوی ميدان کې راټول دي، جلسې کوي، ځينې ميندې خپل ماشومان مکتبونو ته لېږي، څوک په فصلونو او باغونو کې مصروف دي، بس ټول د ژوند د هيلو پوره کولو په خاطر خواري او زحمت کوي، مګر نن 2022 چې پوره سل کاله پرې تېر شوي دي، څه فکر کوئ؛ څومره به ترې ژوندي وي؟! يقيناً چې ټول مړه دي، که يو نيم څوک په استثنائي ډول ژوندی وي، دومره به زوړ وي چې خپله به د مرګ ارمان کوي! لږ مخکې مې يو چېرې ولوستل چې کوم انګريز په 1922 کې د خاطرو په کتابچه کې ليکلي...
نور ولوله

ستونزې ډیرې دي؛ بيخي ډېرې

خو زمونږ د ټولنې تر ټولو ستره او جدي ستونزه دا ده چې واقعيتونه په اسانۍ نه منو، که چا ته ووايو مخکې مه ځه ديوال دی، سر دې ورسره لګېږي؛ نو درته وايي: ته خو منفي ګران يې، تل منفي خبرې کوې، زما پرمختګ دې نه خوښېږي، تا کله زما په خير خبره کړې؟! خو چې همداسې د ديوال په لور ورشي او سر يې په ديوال ولګېږي، نو پر ځای د دې چې خپله تېروتنه ومني، له تا معذرت وغواړي چې خير يوسې، تا متوجه کړی وم، خو ما دې خبره ونه منله؛ درته وايي: دا ديوال حتماً تا دلته درولی و چې زه ورسره ټکر شم، زه خو پوهېدم چې ته زما خيرخواه نه يې! ...
نور ولوله

د نستوه نادري له سرګذشت نه څو درسونه او عبرتونه

اکرام واحدي   زه د نستوه د ستونزو او کړاوونو په اړه نه غږیږم، زه غواړم د نستوه له سرګذشت نه څو درسونه او عبرتونه را واخلم او بیا حاکمانو ته یو څو سپارښتې وکړم: ـ اول دا چې باید تل متوجه و اوسو چې کله مونږ پرمختګ کوو په هماغه کچه به د حاسدینو قطار را پسې اوږدیږي او تل به هڅه کوي چې مونږ د پرمختګ له لوړو پوړونو ښکته را وغورځوي. ـ یواځې عصري او دنیوي پوهه او مهارت انسان له هر مصیبته نشي ژغورلی، بلکه ځیني افتونه په معنوي قوت دفع کیږي او انسان ترې ژغورل کیږي.. مثلاً دعا، اذکار، خپل رب سره اړیکه جوړول او ساتل، نیکانو سره ناسته ولاړه او...... ـ  د ځینو شریرو انسانانو له شر نه د خلاصون لپاره باید له تدبیر ا...
نور ولوله

په ژوند کې د بدبخته کېدو ۸ تضمين شوې لارې

۱- د ژوند له پاره مشخص اهداف نه درلودل؛ ۲- فردي بې‌نظمي او کارونه ځنډول؛ ۳- په سطحي او بې‌معنا بحثونو وخت ضايع کول؛ ۴- هره ورځ له تيارو بازاري خوړو (فاسټ فوډ) استفاده کول؛ ۵- هر چا سره په آسانۍ دوست کېدل؛ ۶- د هر مهم کار په اړه له ځان سره ويل "له شنبې ورځې به یې پيل کړم!"؛ ۷- د نويو څيزونو د زده کړې او شخصيتي ودې پروا نه کول؛ ۸- زهري عادتونه خپلول او پالل. ژباړه عرض دا دی چې زه له ډېرې مودې د بدبخته کېدو پر لو...
نور ولوله

انساني قوانينو سره د تعامل اصول

مولانا عبد الصبور عباسی   قران کښې د احکامو یا قوانینو سره تړلي آیاتونه غالبا درې سوه دي. هغه احادیث چې له احکامو سره تړل شوي غالبا درې زره دي نور ټول فقهي قوانین یا د اصحاب کرامو اجتهادي آراء او یا فتواوي دي یا د نورو مجتهدینو اجتهادات آراء او فتواوې  دي؛ لکه أبو حنیفة،مالک،شافعي،احمدبن حنبل،سفیان  ثوري،حسن بصري،سعیدبن المسیب ،طاؤس،ابراهیم نخعي،علقمة،حماد،اسحاق بن راهویه، ابن شبرمه،ابن ابي لیلي  محمدبن حسن شیباني،ابو یوسف القاضي،زفر الهذلي،حسن بن زیاد ،شریح، لیث بن سعد،ابن حزم، بخاری،ترمذي، ابن تیمیة، شاه ولي الله دا ټول زرګونه قوانین انسانانو وضع کړيدي خو دومره ویلی شو چې...
نور ولوله

د دکانداري اخلاق

   یو مصری لیکوال لیکي: پخوا زمانه کې د مصر بازارانو کې رواج و چې کله به سهار مهال دکاندار خپل دکان خلاصوه نو له خلاصولو وروسته به یې د دکان مخته یوه چوکۍ کېښودله، کله به چې د سودا لپاره څوک ورته راغی، هغه ته به یې سودا ورکړه؛ نو چوکۍ به یې راواخیستله او دکان کې دننه به یې کېښودله! یعني په دې طریقه به یې د ورځي کاروبار پیل کړ.     له دې وروسته به چې دویم کس د سودا لپاره ورغی او څه شی به یې وغوښتل، دکاندار به بهر ووت او بازار کې به یې یو بل لور ته وکتل، چې د کوم دکان مخته به یې چوکۍ ولیدله پیرودونکي ته به یې وویل: هغه وړاندې چوکۍ چې مخته ورته ایښې ده، هغه دکاندار ته ورشه، هغه سره دا شی شته، هغه نه یې واخله، مطلب به یې دا و چې د هغه دکاندار لا سودا نه ده شوې، چې د ه...
نور ولوله

110 پند و اندرز منسوب به لقمان حکیم رح به فرزندش

(110) پند واندرز منسوب به لقمان حکیم ( رح ) به فرزندش که اکثراً در قُرآن عظیم الشان واحادیث پیامبرمان ( صلی الله علیه وسلم ) نیز منقول است : ************************************************ 1- فرزندم هیچکس و هیچ چیز را با خُداوند شریک مکن ! 2- با پدر و مادرت بهترین رفتار را داشته باش! 3- بدان که هیچ چیز از خُداوند پنهان نمی ماند! 4- نماز را آنگونه که شایسته است بپا دار! 5- اندرز و نصیحت دیگر...
نور ولوله

هوښياران وايي د اولاد تربيه داسې وکړئ

   کله داسې وکړه چې اولادونه دې درسره روان کړه، د شتمنو خلکو په کورونو یې وروله او هغه پرې ووینه، بیا یې د غریبانو کلي/کوڅې ته بوځه او د هغو کورونو او ژوند ته یې متوجه کړه، بیا د ښایسته موټرو سپاره ورته وښیه او له دې سره غریب او زیارکښ خلک هم ورته وښیه.     بیا یې بازار کې روغتون ته بوځه، هغه پرې ووینه، داراز زندان او دارالایتام هم پرې ووینه او له دې سره د هدیرې خواته هم یو چکر ورکړه. بیا ورته ووایه: چې الله تعالی انسانان مختلف پیدا کړي دي، د هغوی په رزق او برخو کې یې هم زیات توپیر راوستی او د الله تعالی عدالت زموږ له حساب او کتابه او سوچ و فکره ډېر لوړ دی، زموږ هر یوه ته به خپله برخه رسیږي او زموږ هر به پخپل قبر کې غځیږي. ...
نور ولوله

د يو شرابي انسان خبرو په فکر کې کړم، زړه مې نری شو

ژباړه: اسد الله شهاب   محمد الغزالي رحمه الله ليکي: يوه ورځ مې يو شرابي وليد، ورته مې وويل: له خدایه نه ډاریږې چې شراب څکې؟ ولې توبه نه کوې؟! شرابي په عاجزۍ او خجالتۍ راوکتل، سترګې يې ډنډ شوې، په ژړغوني اواز يې فقط همدومره وويل: دعاء راته وکړه...! دې خبرې يې په فکر کې کړم، زړه مې نری شو... ځکه چې ژړا يې د اللّٰه تعالی په حق کې د خپل کمي له احساسه وه، خفګان يې د الله د امر په مخالفت و، د دعا غوښتنه يې له اصلاح سره د مينې ترجماني وه؛ دی يقيني مؤمن و، خو په ازمېښت کې راګیر و، غوښتل يې چې له دغه حالته وژغورل شي؛ ځکه يې له ما مرسته غوښتله...
نور ولوله

هغه اووه (۷) روحيه جوړوونکې جملې چې په سختو حالاتو کې يې بايد ځان ته تلقين کړو

۱- هېڅ شی دايمي نه دی: هره شپه تياره وي خو هر راتلونکی سهار روښانه لمر راخېژي. ۲- دردونه د ضعف نقطه نه ده، د قوت نقطه ده: اکثريت خلک فکر کوي دردونه او بدې تجربې ورته زیان رسوي خو حقيقت دا دی چې نور يې هم قوي کوي. ۳- کله چې نور خلک منفي فکر کوي، تاسې کولای شئ مثبت پاتې شئ: کله کله په ژوند کې ځينې خلک کوښښ کوي تاسې خپلې کچې ته راټيټ کړي خو تاسې يې هېڅ پروا مه کوئ. ۴- له سختۍ تېرېدل مو هوښياروي: هره سختي يو...
نور ولوله

د القابو نشه

د القابو نشه معلومېږي نه، خو ډېره خرابه نشه ده، يو چا ته چې ډېر وخت د نامه په مقابل کې د هغه د موقف او رتبې القاب يا عُرفي او ذوقي تخلصونه وکارول شي نو هغه شخص ورسره روږدی کېږي، مثلاً يو څوک چې په يو ځای کې تر يوه وخته مولوي صاحب، ډاکټر صاحب، انجينر صاحب، رئيس صاحب، حاجي صاحب، ملک صاحب، جنرال صاحب، وزير صاحب، معين صاحب، والي صاحب او بله کوم صاحب پاتې شوی وي، له همدې نومونو څخه په يو نوم ورته خطاب شوی وي، نو که يوه موده وروسته ورته څوک يوازې په خپل اصلي نوم غږ وکړي، د ده په حواسو دغه غږ هيڅ ښه نه لګېږي، ممکن غوسه شي او مستقيم يا غير مستقيم عکس العمل وښيي او يا غوسه کنټرول کړي خو عرائض يې پر مخ او حواسو بيا هم ښکاره شي. زه ليرې نه ځم، د ځان مثال درکوم، دا يو څه وخت کېږي ما ته مې ملګري د است...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک