No-IMG

د خلکو د شخصيت پيژندنې درسونه

* لومړی درس: ١

۱. غټ خلک له نورو وړاندي سلام کوي.

۲. میانه خلک په سلام کولو کې تلوار نه لري.

۳. واړه خلک تمه لري نور خلک سلام ورته وکړي.

 

* دویم درس: ٢

۱.غټ خلک لومړی سوچ کوي، بیا خبرې کوي.

۲. میانه خلک لومړی خبرې کوي، بیا سوچ کوي.

۳. واړه خلک هیڅکله سوچ نه کوي.

 

* دریم درس: ٣

۱. غټ خلک د نورو خلکو بدۍ هیروي.

۲. میانه خلک دا نه مني چې کوم شی هیروي.

۳. واړه خلک د نورو خلکو نیکۍ هیروي.

 

* څلرم درس: ۴

۱. غټ خلک نیوکه منلای شي.

۲. میانه خلک له نیوکې تیښته کوي.

۳. واړه خلک د نیوکې سره دښمني کوي.

 

* پنځم درس: ۵

۱. غټ خلک خپلې تیروتنې جبرانوي.

۲. میانه خلک خپلې تیروتنې بیا تکراروي.

۳. واړه خلک له سره خپلې تیروتنې نه مني.

 

* شپږم درس: ۶

۱. غټ خلک د نورو خلکو د موقف ساتلو فکر کې دي.

۲. میانه خلک یواځي خپل موقف ساتلو فکر کې دي.

۳. واړه خلک د نورو د موقف لمنځه وړولو فکر کې دي.

 

* اووم درس: ٧

۱. غټ خلک د الله ج د رضا کولو سوچ کوي.

۲. میانه خلک د مخلوق د رضا کولو سوچ کوي.

۳. واړه خلک یوازي د ځان رضا کولو سوچ کوي.

 

* اتم درس: ٨

۱. غټ خلک د نورو غوښتنې ور پوره کوي.

۲. میانه خلک له نورو تمه لري.

۳. واړه خلک خپلې غوښتنې په نورو مني.

 

* نهم درس: ٩

۱. غټ خلک د نورو د حقونو ترلاسه کولو هڅه کوي.

۲. میانه خلک یوازې د خپلو حقونو ترلاسه کولو هڅه کوي.

۳. واړه خلک د نورو خلکو د حقونو د ضیاع هڅه کوي.

 

* لسم درس: ١٠

۱. غټ خلک خپلې چارې سمې ترسره کوي، ان که هڅونه هم نه وي.

۲. میانه خلک د هڅونې په شرط چارې سمې ترسره کوي.

۳. واړه خلک ترڅو تنبیه نشي، چارې سمې نه ترسره کوي.

 

* یوولسم درس:

۱. غټ خلک تاسو ته ډیره مثبته انرژې درکوي.

۲. میانه خلک، نه مثبته انرژې درکوي او نه منفي.

۳. واړه خلک تاسو ته یوازې منفی انرژی درکوی

کاپی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک