No-IMG

د ټولني زیات محتاج قشر

    ابو بكر الوراق رحمه الله وایي: لس کلنه معیوبه لور مې وه، ما به یې د مرګ هیله لرله، نو مړه سوه! نو په خوب مې ولیدله، هغه داسې  چې قیامت یي، ماشومان خپل پلرونه له لاسونو نیسي او جنت ته یې داخلوي! ما خپلي لور ته وویل: زویه ته مې هم له لاسه ونیسه! جنت ته مې درسره بوځه، هغې راته وویل: نه، تا زما مرګ غوښت! تاريخ بغداد 212/6

    دا کیسه که څه هم د خوب خبره ده، خو د الوراق لپاره د معیوبي لور په اړه ښه زېری نه دی، هر ډول معیوب اولاد ان هغه بدرنګه هم باید ونازول شي او ښه خدمت یې وکړل شي، دا د دواړو لوریو (مور و پلار او معیوبینو) لپاره د الله ازموینه ده. هر ډول معیوبین د ټولني زیات محتاج قشر ده، یواځې مور و پلار نه، بلکې د هر چا چې له وسه کیږي؛ معیوبینو سره دې مرستندویه او همکار اوسي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک