سوشل میډیا سره احتیاط پکار دی
مطيع الله عابد
هر سهولت سره یو مصیبت مل وي. هر کثرت خپل تاوان لري.
دا فیسبوک، میسنجر ، وټس اپ او یوټیوب که یو خوا د ځان خبرولو، خبر رسولو، ساعت تیرولو او تفریح وسیلې دي نو ورسره خپل منفي اړخونه او تاوانونه هم لري
دا شیان ټول بل چا جوړ کړي او د نورو په اختیار کې دي. پرایوسي او محرمیت په نوم هیڅ هم نشته
هرڅوک هر وخت زما او ستا اکاونټ هېک کولی شي. رازونه پټولی شي او شخصي حریم ته داخلیدلی شي
خبرونو کې به مو اوریدلي وي چې د ډیرو خلکو کورنۍ ژوند تریخ شوی، طلاقونه شوي او خلکو ځانونه وژلي. فقط په دې چې سوشل میډیا ېې شخصي ژوند ته راننوتې ده او یا ېې شخصي ژوند سوشل میډیا ته رسیدلی
اول ځان او بیا ټولو ته مشوره ده چې انتهايی کوشش کوئ خپل شخصي ژوند مصروفیات ساعتیري او کورنۍ ژوند سوشل میډیا ته مه راوباسئ
هره ویډیو خپل تاوان لري. غریبان د کمترۍ احساس کوي،حاسدان دې حسد کوي او نور ورنه بله استفاده
څومره چې کیدی شي بې ضرورته ویډیو کال نه دی پکار،چې خبر د فیسبوک لایو وړ نه وي. تېر شئ ترې.
تاسو به ېې په یو ګمان کوئ. نور ورنه بله ګټه اخلي
دفوټو او ویډیو شاپ مضر استعمال عام دی. مخ او ویډیو به ستا وي او غږونه او منظره به بدله وي
بیا به چا چا ته سپیناوی کوو چې دا زه نه یم
نو بهتره دا چې هرمیډیا وساتئ خو ځان به پرې نه ژبلوو
خصوصا د مخالف جنس سره رابطو کې ډیر احتیاط پکار دی. انسان ډیر کمزوری دی. په لږ ساعت کې ېې پښه ښویه شي او عزت او شهرت بایلي.
الله دې د ټولو پرده کوي
الله دې په نورو د پردې اچولو توفیق راکړي او د وخت او سهولت د سم استعمال تدبیر دې راکړي
الله مو خپل امان کې ساته
آمین.
