څنګه کولای شو غبرګونونه شخصي وانخلو
حنان حبیبزی
د انسان مغزونه هره ورځ پنځوس زره فکرونه تولیدوي خو یوازې لس زره یې مثبت دي څلویښت زره نور یې منفي دي. زیاتره فکرونه دا انسان دې ته هڅوي چې شیان شخصي واخلي، د بیلګې په توګه که دوه نفره پخپلو کې غږیږي او دریم کس یوازې ولاړ وي نو هغه فکر کوي چې دوی ښايی په غږیږي، خو دوی ښايي د بل څه په اړه غږیږي. په دې ډول دریم کس ځانته قناعت ورکولای شي یا داچې زما د ښایسته جامو یا بوټانو په اړه به غږيږي ښايی خوښ شوي یې وي. خو دا ډول قناعت ورکول خپل مغز ته کله ناکله ډیر ستونزمن وي. ډیری خلک نشي کولای ددې خبرې منلو ته چمتو شي چې ښايی هغه دوه کسانو دې دده جامې یا بوټان خوښ کړي وي. دا له یو داسې چاسره هم پیښیدای شي چې شتمن نه دی او تل زړې یا ددوم لاس جامې اغوندي. که داسې وي نو ښايی دی ځان قرباني وګڼي او دا دده په ژوند باندې بدې اغیزې ولري. نو ددې لپاره چې موږ په دې فارموله کار وکړو چې څنګه تل خپل مغزونه دېته چمتو کړو چې د نورو خلکو غبرګون شخصي وانخلو اسانه لاره یې داده چې د هغه غبرګون د هغه نظر وبولي او تا باید خپل ځان ښه وپیژندلی وي او د خپل منفي فکر چې تا شخصي ګڼلو ته هڅوي ووايی داچې څه وايی ماپورې اړه نلري، داد هغه فکر دی. ښه بیلګه د کرکټ په اسیا کپ کې د افغان لوبغاړي غبرګون وو چې د پاکستاني لوبغاړي د اوټولو په خوښۍ کې غبرګون داسې وښود لکه برلاسی پهلوان چې خپل مقابل لوری څملوي او خپله خوښي پخپلو مټو کې د خپل ځواک په راښکاره کولو وکړي.نو پاکستاني لوبغاړي دغه غبرګون شخصي واخیست او په ځای ددې چې له ډګره ووځي په وشتنځي کې د افغان لوبغاړي خواته راغی او په هغه باندې یې په بیټ سره د ګزار کولو غبرګون وښود. خو یوازې یې بیټ پرې وچت کړ خو ګزار یې ونکړ.
که پاکستاني لوبغاړي دده د وکټ غورځیدنې په مقابل کې د افغان هغه غبرګون یو طبیعي کړون او د هڅو او هاند په مقابل کې پایله کې د لاسته راوړنې په خوښۍ کې طبیعي چاره او د افغان لوبغاړي نورمال چلند بللی وای خبره د جریمې پولې ته نه رسیده. نو لکه څرنګه چې هرکس د خپل عمل په وړاندې مسول دی ځکه چې عمل دده خپل دی، همداسې د یوچا په اړه د یوکس نظر هم د هغه خپل دی، تاسې یې شخصي مه اخلی. See lessحنان حبیبزی
دانسان مغزونه هره ورځ پنځوس زره فکرونه تولیدوي خو یوازې لس زره یې مثبت دي څلویښت زره نور یې منفي دي. زیاتره فکرونه دا انسان دې ته هڅوي چې شیان شخصي واخلي، د بیلګې په توګه که دوه نفره پخپلو کې غږیږي او دریم کس یوازې ولاړ وي نو هغه فکر کوي چې دوی ښايی په غږیږي، خو دوی ښايي د بل څه په اړه غږیږي. په دې ډول دریم کس ځانته قناعت ورکولای شي یا داچې زما د ښایسته جامو یا بوټانو په اړه به غږيږي ښايی خوښ شوي یې وي. خو دا ډول قناعت ورکول خپل مغز ته کله ناکله ډیر ستونزمن وي. ډیری خلک نشي کولای ددې خبرې منلو ته چمتو شي چې ښايی هغه دوه کسانو دې دده جامې یا بوټان خوښ کړي وي. دا له یو داسې چاسره هم پیښیدای شي چې شتمن نه دی او تل زړې یا ددوم لاس جامې اغوندي. که داسې وي نو ښايی دی ځان قرباني وګڼي او دا دده په ژوند باندې بدې اغیزې ولري. نو ددې لپاره چې موږ په دې فارموله کار وکړو چې څنګه تل خپل مغزونه دېته چمتو کړو چې د نورو خلکو غبرګون شخصي وانخلو اسانه لاره یې داده چې د هغه غبرګون د هغه نظر وبولي او تا باید خپل ځان ښه وپیژندلی وي او د خپل منفي فکر چې تا شخصي ګڼلو ته هڅوي ووايی داچې څه وايی ماپورې اړه نلري، داد هغه فکر دی. ښه بیلګه د کرکټ په اسیا کپ کې د افغان لوبغاړي غبرګون وو چې د پاکستاني لوبغاړي د اوټولو په خوښۍ کې غبرګون داسې وښود لکه برلاسی پهلوان چې خپل مقابل لوری څملوي او خپله خوښي پخپلو مټو کې د خپل ځواک په راښکاره کولو وکړي.نو پاکستاني لوبغاړي دغه غبرګون شخصي واخیست او په ځای ددې چې له ډګره ووځي په وشتنځي کې د افغان لوبغاړي خواته راغی او په هغه باندې یې په بیټ سره د ګزار کولو غبرګون وښود. خو یوازې یې بیټ پرې وچت کړ خو ګزار یې ونکړ.
که پاکستاني لوبغاړي دده د وکټ غورځیدنې په مقابل کې د افغان هغه غبرګون یو طبیعي کړون او د هڅو او هاند په مقابل کې پایله کې د لاسته راوړنې په خوښۍ کې طبیعي چاره او د افغان لوبغاړي نورمال چلند بللی وای خبره د جریمې پولې ته نه رسیده. نو لکه څرنګه چې هرکس د خپل عمل په وړاندې مسول دی ځکه چې عمل دده خپل دی، همداسې د یوچا په اړه د یوکس نظر هم د هغه خپل دی، تاسې یې شخصي مه اخلی
