تعليم د ژوند ښکلا ده، با سواده مېرمن د کور ښکلا ده
سمه ده چې مونږ په ټولنه کې ښځينه ډاکټرانو ته اړتيا لرو، دا د ژوند يو مهم اړخ دی. مګر تر دې وړاندې بايد هر ماشوم داسې باسواده مور ولري چې اقلاً د درس په ارزښت پوهه وي، د خپلو ماشومانو د ښې تربيې په اړه مطالعه وکړی شي، د خپل کور د ښه تنظيم لپاره کتابونه ولولي، د خپل ګډ ژوند د ښه راتلونکي لپاره خپل خاوند ته ښې مشورې ورکړي، دا د نن سبا زمانه کې د هر کور، د هر ماشوم او د هر خاوند حق دی. مېرمن دې د سواد وروسته هيڅ وظيفه نه اخلي، هيڅ دفتر ته دې نه ځي، مګر دا کارونه چې ذکر شول؛ يوه بې سواده مېرمن يې نه شي کولای، اقلاً تر دولسم يا له يوې ديني مدرسې تر فراغته زده کړې ورته شرط دی.
تعليم د ژوند ښکلا ده، با سواده مېرمن د کور ښکلا ده، الله تعالی ښکلی ذات دی، ښکلا خوښوي، ان الله جميل يحب الجمال.
مونږ نه پوهېږم ولې دې اړخ ته توجه نه کوو؟
