No-IMG

ژوند د ډيرو ناکامو لارو يوه مجموعه ده

ژوند د ډيرو ناکامو لارو يوه مجموعه ده ، په دې کې هغه لارې ډېرې نادرې وي چې کومې لارې ستاسې اهدافو ته تللي وي ، تاسې مجبور ياست چې د اصل لارې پيدا کولو لپاره به ډېرې ناکامه لارې تجربه کوئ خو مشکل دا دی چې بار بار ناکامي انسان ستړی کوي ، انسان تکليفوي .

موږ کله په ژوند کې ستړي کيږو ؟

د ستړيا حد زموږ حوصله او خيالات تعين کوي ،

 څومره چې موږ يو کار ته زړه تنګ کړو هغومره د هغه کار ځنډيدل موږ ته تعذيب راکوي او له وخته مخکې مو ستړي کوي .

که چېرې موږ په خپلو خيالاتو کې خپل ځان ته اطمینان ورکړو ، د ښه ائنده سوچ وکړو ، ذهن مصروف وساتو ، په مختلفو ايډياګانو کار وکړو، او الله نه اميد وساتو نو دا به موږ بې حوصله کېدلو نه خلاص کړي ، هر کله چې بې حوصله کېږئ ځان نه يوه پوښتنه کوئ چې : اخر ولې بې حوصلې شم ؟

لاخو ډېره لاره پاتې ......!!!

دا سوال به ستاسې په حوصله کې بدلون راولي او د بې حوصله کيدلو تعذيب به کم کړي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک