کمزورو ته ټيټېدل کمزوري نه ده
ماشوم د بانک کړکۍ ته ودرېده، ویل یې بیل تحویلوم.
د بانک کارمند ورته وویل: نن نه کېږي، سبا راشه.
هلک ورته وویل: ته ما نه پېژنې چې د چا زوی یم؟ که پلار مې درپسې راوست پخپله به یې تحویل کړې.
کارمند ورته بیا په ټینګار وویل: هر څوک چې یې، رسمیات ختم دي...!
هلک بهر ووت، له هغه خوا ورسره سپین ږیری سړی را روان و، جامې یې خېرنې او زړې وې، ګوتې یی چاودلې او نوکان یې له خاورو ډک وو.
د بانک کارمند چې سړی ولید، زر ور پاڅېده، له هلک یې پیسې تحویل کړې او رسید یې ورکړ.
هلک چې روانېده، د بانک کارمند ته یې وویل: ما درته ونه ویل چې پلار مې درپسې راوست بیا به یې تحویلوې.
هلک روان شو، بوډا سړی د بانک کارمند ته نږدې شو، ورته یې وویل: مننه چې خپل زوی ته دې کم را نه وړم.
کارمند موسکی شو.
"کمزورو ته ټيټېدل کمزوري نه ده."
