No-IMG

د خلاصون کښتۍ

ډاکټر یوسف القرضاوي

 

انسانیت نن د خالص مادي تمدن په تیاره کي د نوح د سېلاب په څېر د یوه ستر توپان له گواښ سره مخ دئ، دا توپان انسانیت له ریښو او بنسټونو څخه تباه کوي او د نوح د کښتۍ په څېر یوه کښتۍ اړینه ده ترڅو خدای تعالیٰ د هغې په وسیله انسانیت له هلاکت او تباهۍ وژغوري.

د اسلام دنده د نجات کښتۍ غوندي ده؛ الله تعالیٰ دا د نړئوالو لپاره رحمت او د گمراهانو لپاره لارښود ګرځولی او د ټولو لارښوونکو پیغمبرانو میراثونه ئې په هغه کي را غونډ کړي دي؛ چي له اضافي ستونزو، له شکوکو او نواقصو څخه پاک دئ.

خو دا رسالت داسي ملت ته اړتيا لري چي د هغه ممثلین واوسي او په خپل عملي ژوند کې د اسلام سمبول وي او د انسانيت لپاره واقعي نمونه وي، لکه اسلامي امت چي په لومړنیو پېړيو کي اسلام عملي کړی وو او خلک په ډلو ډلو اسلام ته داخلېدل.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک