د زېږېدو تر مرګه د ژوند سفر د دوه ښارونو ترمنځ د بوډۍ سفر ته ورته دی
زاهد جلالي
د اروپایانو ولسي کیسو کې راغلي:
یوې بوډۍ ښځې یو ځل خپلو لمسیانو ته وویل، زه هېڅکله ریل ګاډی کې نه يم سپره شوې. لمسیانو چې د هغې شوق و علاقه وليده، سمدستي یې ورته د ملګرې د لیدو لپاره د بل ښار ټکټ واخیست.
انا په اورګاډي کې سپره شوه، خو ويی لیدل چې د څوکۍ پوښ څېرې شوی دی، نو په غوسه يې خپل شیان پورته کړل او بلې خوا لاړه. په نوې کیبن کې يې مخامخ ځړول شوي انځورونه خوښ نه شول، نو یو ځل بیا يې کېبن بدل کړ.
انا همداسې د سفر په اوږدو کې له یوه کېبن څخه بل ته تله او هر ځای کې يې کومه ستونزه موندله او همداسې يې په نارضايتۍ او غوسې ځايونه بدلول. آخر يې وليدل چې هر ځای کې يوه ستونزه شته نو مجبوره شوه يو چېرته کېناسته.
کتل يې چې د اورګاډي له کړکيو ډېری ښايسته منظرې ښکاري. دغو منظرو د انا توجه جلب کړه او ډېر خوند يې ورکړ. خو يوه شېبه تېره نه وه چې د هغې د سټېشن د رسېدو اعلان وشو.
نيا له ځانه سره وويل، که پوهېدم چې دا سفر ډېر لنډ دی، نو دا وخت به مې په شکايتونو او نارضايتيو نه وو تېر کړی او د طبيعت له ښکلاګانو به مې خوند اخیستی وای!
د زېږېدو تر مرګه د ژوند سفر د دوه ښارونو ترمنځ د بوډۍ سفر ته ورته دی.
