No-IMG

اختلاف

زاهد جلالي

 

دا دنيا له اختلافه ډکه ده. هېڅ دوه انسانان، که څومره نږدې وي، د وينې اړيکه ولري، ډېر خواږه وي... هېڅ امکان نه لري چې هر څه کې دې يو وي. يا به د رنګ اختلاف وي، يا د فکر اختلاف، يا مذهب، يا لږ تر لږه د ذوق.

بې له اختلافه ژوند ممکن نه دی. آن دوه کسه چې له يوه و بل پرته ژوند نه شي کولای، که خپلو اختلافاتو پسې راواخلي، کتابچې به يې په ليکلو ډکې شي. که د رنګ و فکر و مذهب اختلاف نه وي، دا اختلاف خو ضرور شته چې د يوه به پياوه خوښه وي او د بل نه، د يوه به سور رنګ خوښ وي د بل ژېړ، د چا به يو ډول عطر خوښ وي چې پر بل به همدا بد لګېږي او همداسې...

معنا دا چې هر انسان يوه دنيا ده او له نورو ټولو انسانانو سره فرق او اختلاف لري. خو پوښتنه دا ده چې آيا دغه اختلافات بايد د جګړې، کرکې او جدايۍ لامل شي؟

اختلاف حتمي دی، خو د اختلاف مديريت تر ټولو مهم کار دی. اختلافات شته، وي به، تر څو چې دوه انسانان وي اختلاف به وي، خو هوښيار سړی اختلاف مديريت کولای شي. د هر انسان شخصيت او انسانيت ته بايد احترام وشي او دغه اختلاف بايد مديريت شي.

د اختلاف ښه مديريت ته زغم وايي، او تر څو چې زغم ونه لرو، دغه دنيا کې راحت ژوند نه شو کولای.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک