په کاري ژوند کې د بریا اړین مهارتونه
پوهان وايي چې په عملي/مسلکي ژوند کې د بري دپاره مهارتونه په دوو برخو - نرم (Soft Skills) او کلک (Hard Skills) - ویشل کیږي او یو د بل بشپړونکی دی. که دغه بشپړونه وي نو بیا په ژوند کې د بریالي کیدو چانس خورا ډیر دی.
کلک مهارتونه:
کلک مهارتونه چې مسلکي مهارتونه هم ورته ویل کیږي په خپل مسلک کې تخنیکي پوهې ته وايي. د بیلګې په ډول که یو څوک حقوق پوه دی نو د قوانینو په اړه پوره پوه وي او معلومات ولري، که یو څوک مستري دی هغه د موټرو د ترمیم د خپلې برخې کار کې ماهر وي. مسلکي مهارت چې څومره ډیر وي، همدومره یو شخصي له مسلکي اړخه اعتبار ګټي او دغه اعتبار په مسلکي ژوند کې د بري لومړی ګام دی.
نرم مهارتونه:
خو یوازې مسلکي مهارت او په خپل مسلک کې ډیره پوهه د بري دپاره کفایت نه کوي. د بري دپاره د نرم مهارتونو درلودل هم حتمي او اړین دي. د یادونې وړ ده چې یو شمیر نرم مهارتونه عمومي دي، او بعضې یې مسلک ته ځانګړي دي. زه یو شمیر عمومي دلته لیکم:
۱. په مجلس کې د خبرو کولو وړتیا
۲. نورو ته د خپل مسلکي وړتیا ورپریژندلو وړتیا
۳. د پریزینټیشن وړاندې کولو وړتیا
۴. خلکو سره د اړیکو جوړولو وړتیا
۵. لیکلو وړتیا
۶. په کاري فضا کې د خپل شتون او اهمیت اثباتولو وړتیا
۷. د تحلیل وړتیا
۸. په مجلس کې د ګډون او نظر ورکولو وړتیا
۹. د نورو د احساساتو درک کولو وړتیا (emotional intelligence)
۱۰. د بحران پر مهال آرام پاتې کیدو وړتیا
ما دا لس د بیلګې په توګه وړاندې کړل، خو دا نوملړ خورا اوږدیدی شي.
زمونږ په وطن کې ډیری وخت خلک په یو ډول مهارتونو ډیر تمرکز کوي او بل ورته چندان مهم نه ښکاري. د بیلګې په ډول ډیر به مو لیدلي وي چې مسلکي اړخ نه خورا ډیر تکړه وي خو بیا اجتماعي خواص یې دومره کمزوري وي چې څوک ورسره مسلکي اړیکه هم پالل نه غواړي. نور خلک بیا په اړیکو جوړولو او یا په وطني اصطلاح چالاکۍ کې ساری نه لري خو مسلکي وړتیا یې کمه وي. په دواړه حالتونو کې افراد د خپلې وړتیا او پوټینشل سره سم پرمختګ نه شي کولی. خو نور به مو لیدلي وي چې د مهارتونو په دواړه خواو کې کڼده برابره ساتي او په همدې دلیل د یو پیاوړي تخنیکي شخص یا د نرمو مهارتونو درلودونکي کس سره په پرتله ډیر بریالی/بریالۍ وي.
مشوره مې دا ده چې خپل، د لاس لاندې ځوانانو او د کور کشرانو د تربیت په لړ کې د مهارتونو دواړو ډولونو د ترویج او پیاوړتیا دپاره کار وکړئ ترڅو بریالي کادرونه ټولنې ته وړاندې شي.
نوټ: په اردو ژبه مې یوه ویډیو ولیده، د هغې نه په الهام مې دا څو کرښې ولیکلې.
