څه شی ښارونه ورانوي؟
دلچسپه تمثیلي کیسه
د طوطیانو یوه جوړه پر یوه وران او کنډواله ښار تېریدله، د ځان دمه کولو لپاره هلته یوه ونه کې کېناستل، طوطۍ طوطي ته وویل: دا ښار به ولې دومره سخت وران شوی یي؟ طوطي ورته وویل: چرته به کونګ دلته تېر شوی یې، د هغه سپېره له سپېرتوبه به دا ښار وران شوی یي! طوطۍ حیرانه پاتې شوه چې کونګ دومره سپېره دی!
د طوطیانو جوړه چې الوتله هلته یوه کونګ پرې ناره کړه چې تلی نه شئ، نن زما مېلمانه یئ، تاسې مسافر یئ، بې مېلمستیا مو کله پرېږدم، لنډه به یې کوو، کونګ مسافر طوطیان مېلمانه کړل، په ډېره مینه او احترام یې د هغو مېلمه پالنه وکړه، سهار یې چې هغوی رخصتول کونګ طوطۍ له لاسه ونیوله، ورته کړه یې: خیرت دی ته چرته ځې؟!
طوطۍ په تعجب ورته وکتل! ول زه له خپل مېړه سره ځم، تا ته خیر دی؟! کونګ ورته وویل: ته تلی نه شې، مېړه دې زه یم، طوطیان دواړه حیران او غوسې هم وپړسول، له کونګ سره یې جنجال زیات سو، خبره چې "پرېږده پرېږده" ته رسیده کونګ ورته وویل: په شخړو او جګړو که ستونزې ختمیدلی اوس به افغانان د نړۍ مرکچیان وو، راځئ دا جنجال قاضي ته ورسوو، په دې ټول موافق شول او خبره قاضي ته ولاړه.
قاضي ته طوطیانو خپله کیسه وکړه، چالاک کونګ سل خبرې وکړې، لنډه به یې کوو، د محکمې له اوږده جر و بحث وروسته فیصله د کونګ په حق کې وشوه او کونګ طوطۍ وګټله، طوطي غریب شور او غوغا ګډه کړه، خو چا یې غږ وانورید، په ژړا او انګولا له محکمې یواځې روان شو او طوطۍ له کونګ سره پاتې شوه.
په دې وخت کې کونګ پر طوطي ناره کړه چې یارو! یواځې چرته روان یې، راشه مېرمن دې هم درسره بوځه! طوطي یو ځل بیا حیران دریان شو او کونګ ته یې وویل: هغه په محکمه کې تا رانه وګټله او رسماً ستا ښځه شوه؟! کونګ ورته وویل: هی هی ساده ګله! دا ستا ښځه ده، راشه درسره وله یې. پرون تا ویلي و چې دا ښار د کونګ سپېره توب وران کړی! ما دا شخړه او محکمه ځکه درسره اوږده کړه چې تا ته وښیم، د کونګانو سپېره توب ښارونه نه ورانوي، بلکې ښارونه هغه مهال ورانیږي چې عدل او انصاف ختم شي او د دې سیمې عدل دې ولید چې ته یې تش لاسونه او دووس غوږونه رخصت کړې!!
رښتیا هم د عدالت تشه ښارونه ورانوي او پرېمانه ستونزې او مصیبتونه رامنځته کوي. لطفا د لایک او شیر تر څنګ "پوره ولوستل شوه" هم کمنټ کړئ.
