زموږ نرګسي مزاجونه
یوه ورځ چرته روان وم، موټر مې پخپله چلوو، زه به چې کله په ورو روان موټر تېر شوم، له ځان سره به مې وویل: دې سست او تنبل ته ګوره، تګ داسې یي! خو که به کوم تېز موټر زما نه مخته شو، له ځان سره به مې وویل: دې چرسي او بېلارې ته وګوره، څومره خطرناک تګ کوي! موږ هر یو ځان بېلګه او نمونه ګڼو او په دې فکر یو چې ټول دې زموږ تقلید او زموږ پر پله پل ږدي.که زموږ نه زیاتی وکړي هغه افراطي بولو او که زموږ نه کم شي د هغه کړنې تفریط بولو.
که څوک زموږ په څېر لګښت کوي، هغه منځلاری او سخي بولو، که څوک زموږ نه زیات لګښت وکړي هغه مبذر او بدخرڅه بولو او که څوک زموږ نه کم لګښت کوي؛ هغه بخیل او د کنجوس زوی یادوو. څوک چې زموږ غوندې جرأت لري؛ هغه هوښیار بولو او چې زموږ نه زیات او کم شي هغه مست او لیونی او یا ډارن ګڼو.
دا چلند مو یواځې دنیوي ژوند پورې نه دی تړلی، دیني چارو ته مو هم دا انصافداري (!) غځولې ده. څوک چې زموږ په څېر عبادت کوي هغه متقي او پر سمه روان ګڼو. او څوک چې عبادت کې رانه زیات شي هغه ته د خوشک صوفي، افراطي وغیره القاب ورلیږو او که کم شي هغه ګناهګار او د جهنم سزاوار ګڼو.
څرنګه چې موږ له وختونو سره بدلیږو رابدلیږو نو دا منصفانه چلند! مو هم بدلون مومي. مثلا زموږ کوم یو یواځې فرض لمونځ کوي نور نفلونه او زیات عبادت نه کوي نو ده په هغو پسې راخیستې یي چې فرض لمونځ نه کوي او که الله پرې مهربانه شي زیات عبادتونه او نفلونه پیل کړي نو څوک چې نفلونه نه کوي هغوی په مختلفو القابو یادوي او بد و بېلارې یې ګڼي.
لنډه دا چې یواځې ځان او خپل عمل د حق معیار مه ګرځوه، ته چې د خپل ژوند سر و پای وسنجوې ډېر حالات چې ته غندې او ستایې هغه تا مخکې کول او اوس یې نور هم کوي، د ځان اصلاح ته توجه لازمي ده او دا کار زموږ هر یوه مسؤلیت دی او د نورو د عمل پوښتنه زموږ نه نه کېږي. نور خو موږ نرګسي مزاجه مخلوق یو، پر ځانونو مین یو او د عدالت او انصاف په برخه کې خو خپل فکر او کړنې پریږده، د عبد الرحمان بابا په وینا ان خپل ټټو د بل له اس سره برابروو.
