هر اورېدونکی او هر غوږ نیونکی ستاسو د پټو رازونو ساتندوی نه دی
خالد حيدري
په شپېتمه لسیزه کې د آلمان هېواد په یوه جېل کې ټولو بندیانو د جېل د ساتوونکیو له ناوړه او نادوده چلند څخه ډېر زیات شکایت کولو او تل به بې د هغوئ له رویې څخه سر ټکولو .
اما د دې ټولو بندیانو ترمینځ د شمیدت په نوم باندې یو بندي و چې د محکمې له لوري په خورا ډېره موده بند باندې محکوم شوی و، اما له دې بندي سره بیا د جېل ساتوونکیو خورا نېک او نرم چار چلند کولو، او هغه له یو لړ لوړو خوړنیزو امتیازاتو څخه هم برخمن و. اما دې نورو بندیانو بیا داسې فکر کولو چې ګواکي شمیدت کاکو د حکومت یو لوی جاسوس دی ، او د همدې لپاره یې د بندیانو مینځ ته راوستلی ترڅو له هغوئ څخه د حکومت په ګټه اړین مالومات راټول کړي، اما دا خبره به چې کله دا نورو بندیانو شیمدت ته وکړه. هغه به سوګندونه کول چې دی هم د نورو بندیانو په څېر یو بندي دی او له حکومت او همدا رنګه د جېل له امنیتي ادارې سره هېڅ راز تړاو نه لري او د بندیتوب موده یې هم په جېل کې له نورو بندیانو څخه زیاته ده.
اما د هغه په دې سوګندمله خبرو باندې هېڅ یوه بندي هم باور نه کولو، او شیمدت ته به یې ویل: موږ باید له تاسره د جېل د ساتونکیو د ښه او درنښتیز چارچلند په لامل باندې هرو مرو پوه شوو.
نو کله چې بندیانو ښاغلی شمیدت ډېر اړ کړو نو یې دا نورو بندیانو ته داسې وویل: ښه چې داسې ده لومړی تاسې ما له هغو موضوعاتو او خبرو څخه خبر کړئ کوم چې تاسې په اونیزه توګه د لیکونو له لارې تر خپلو کورنیو پورې ورسوئ.؟؟؟
تولو بندیانو وویل: موږ په لیکونو کې خپلو کورنیو ته هره اونۍ د جېل د دې لعنتي ساتونکیو له ناوړه او نادوده چارچلند او ظلم څخه یادونه کوو کوم چې هغوئ له موږ سره هره ورځ ترسره کوي.
شمیدت بندیانو ته وویل: اما زه چې کله هره اونۍ خپلې مېرمنې ته لیک استوم او هغه د خپل حال او احوال څخه خبروم، نو د لیک په وروستیو کرښو کې د جېل د ساتونکیو له نېک او درنښتیز چارچلند څخه یادونه کوم آن تر دې حده چې کله ناکله د هغوئ د لاهڅونې په پار د ځینو ساتونکیو نومونه هم په دې لیک کې په نېکۍ سره لیکم او له هغوئ څخه خپلې مېرمنې ته د درناوي ښکارندويي کوم.
نو د شمیدت دې خبرو ته ځيني بندیانو د غبرګون په توګه داسې وویل: نو ستا لیک او د جېل له ساتونکیو څخه په ښه توګه باندې یادونه تاته کومه ګټه کوي؟؟
شمیدت بندیانو ته داسې وویل: اې غبي مخلوقه !! زموږ او ستاسې هغه لیکونه چې په اونیزه توګه باندې یې خپلو کورنیو ته لېږو نو له جېل څخه له وتلو څخه مخکې د جېل د ساتونکیو له لوري په تمامه مانا باندې لوستل کېږي. او ساتونکي په لیک کې له هرې وړې او لویې خبرې ځانونه خبروي. نو اوس تاسو ته اړینه ده چې له دې وروسته مو کله خپلو کورنیو ته لیکونه لېږل باید د لیکولو بڼه یې بدله کړئ. او د جېل له ساتونکیو څخه د شکایت پر ځای د هغوئ د چار چلند صفت وکړئ.
د یوې اونۍ په تېرېدلو سره په ناڅاپه توګه له بندیانو سره د جېل د ساتونکیو په چارچلند کې بشپړ مثبت بدلون راغئ. او په خورا درنښت یې د هفوئ سره چارچلند پیل کړو. خو په راتونکې اونۍ کې له شمیدت سره د جېل د ساتونکیو چارچلند یو ناڅاپه دومره ناوړه شو چې هغه یې هک پک کړو .
د یو څو ورځو په تېرېدلو سره ښاغلي شمیدت له دې نورو بندیانو څخه وپوښتل: تاسو په تېره اونۍ کې خپلو کورنیو ته په اونیزو لیکونو کې څه لیکلي ول ؟؟
ټولو بندیانو په یوه غږ سره وویل: موږ په خپلو لیکونو کې لیکلي ول چې ښاغلي شمیدت موږ ته د جېل د لعنتي ساتونکیو د تېر اېستلو او د هغوئ د رضامندۍ د ترلاسه کولو نوې لارې چارې را وه ښودلې.
نو په دې وخت کې شمیدت د لیوني په شان په خپل ورمېږ مښلو باندې پیل وکړو. او په خورا ستره پېښمانتیا کې غرق او لولپه شو.
د دې کیسې پند:
دا ښه خبره ده چې تاسو وکولائ شئ له نورو خلکو سره مرسته وکرئ. اما دا بیا ډېره غوره او ښه ده چې تاسو په دې باندې هم پوه شې چې تاسو له چا او څه وړ شخصیت سره مرسته کوې.
دا ځکه چې هر اورېدونکی او هر غوږ نیونکی ستاسو د پټو رازونو ساتندوی نه دی. ستاسو چارچاپېر ډېری داسې خلک شته چې ستاسو پټ رازونه او ستاسو کسمارې ځواکمنتیاوې د خپل موفق د ښه کولو او لوړولو لپاره قرباني کوي.
نو ښه خبره دا ده چې د ژوندانه هېڅ پټ راز هرچا ته مه وایاست، دا ځکه چې تاسو په دې باندې نه پوهېږئ چې ستاسو د پټو رازونو اورېدونکي له تاسو سره څه وخت او څه وړ خیانت کوي. او خپل پټ رازونه په دې خاطر هر چاته مه وایاست چې کېدای چې د ژوند په کومه مسله کې همدا ستاسو د رازونو اورېدونکی درسره په تقابل او سیالۍ کې واقع شي او بیا همدا ستاسو پټ رازونه ستاسو د ناکامۍ لپاره د یوې کارنده وسیلې په توګه باندې وکاروي. نو دې پایلې ته رسېږو چې که تاسو په دې باندې بارو نه لرئ چې څوک به ستاسو پټ رازونه خوندي وساتي هغه په هېڅ صورت باندې چاته مه وایاست.... او په دغه خبره باندې خپلو ځانونو ته ډاډ ورکړئ. چې ((نور خلک ستاسو د پټو رازونو لپاره په خپلو سینو کې کافي ځای نه لري. ))
د لنډو ژباړو لړۍ
مینه او مننه
