ټولنيزې ليکنې
پر ملا امام د غلا تور
د مقتدیانو یوې کورنۍ یوه روژه مات ته د خپل جومات ملا امام دعوت کړ او ملا صاحب یې دعوت ومانه، د کاله مېرمنې چې د روژه مات دسترخان تیاروه څه پیسې یې د دسترخان خواته هېرې شوې، کله چې ملا صاحب روژه ماته کړه او ولاړی، ښځه ورغله چې پاتې خواړه او لوښې ټول کړي خو پیسې نادرکه شوې وې! څرنګه چې د دوی کور کې هیڅ ماشوم نه و او نه په دې وخت کې له ملا صاحب پرته بل څوک هلته ورغلی و؛ نو هغه پر ملا صاحب شکمنه شوه!
ماخوستن ښځې خپل خاوند ته کیسه وکړه او په ټینګار سره یې ورته وویل چې ملا صاحب ته خبره وریاده کړه، مېړه یې ورته وویل چې دا بده او د شرم خبره ده، خو دومره به وکړو چې له ملا صاحب سره له دې وروسته اړیکې ختمې کړو، سړي همداسې وکړل، جومات یې پرېښود، ملا صاحب او...
نور ولوله
فقر فرهنگی چیست؟؟؟
ﻓﻘﺮ فرهنگی ﺍﯾﻨست ﮐﻪ ﻣﻮﺑﺎﯾل تان آیفون جدید ﺑﺎﺷد ﻭ ﺳﻪ عدد از ﺩﻧﺪان هایی تان ﺧﺮﺍﺏ ﺑﺎﺷد!!!
ﻓﻘﺮ فرهنگی ﺍﯾﻨست ﮐﻪ ﻫﺰﺍﺭ و یک فکاهی پشتو، فارسی، و... را یاد داشته ﺑﺎشید، ﺍﻣﺎ از احکام دین و ﺗﺎﺭﯾﺦ ﮐﺸﻮﺭ ﺧﻮﺩتان چیزی ﺭا ﻧﺪانید!!!
ﻓﻘﺮ فرهنگی ﺍﯾﻨست ﮐﻪ ﻭﻗﺘﯽ ﮐﺴﯽ ﺍﺯ شما می پرﺳد ﺩﺭ ۳ ﻣﺎﻩ ﺍﺧﯿﺮ ﭼﻨﺪ جلد ﮐﺘﺎﺏ ﺧﻮاﻧﺪه اید، و ﺟﻮﺍب شما ﯾک ﮐﻠﻤﻪ ﺑﺎﺷد وآن هم «هیــــــــچ»!!!
ﻓﻘﺮ فرهنگی ﺍﯾﻨست ﮐﻪ در سرك و کوچه ها كثافت ﺑﺮﯾﺰید ﻭ ﺍﺯ ﺗﻤﺪﻥ و پاکی و صفایی کوچه ها و جاده هایی ﺍﺭﻭﭘﺎ و امریکا ﺗﻌﺮﯾﻒ ﮐﻨﯽ!!!
ﻓﻘﺮ فرهنگی ﺍﯾﻨست ﮐﻪ موتر چند هزار دالری ﺳﻮﺍﺭ باشید ﻭ ﻗﻮﺍﻧﯿﻦ ترافیک ﻭ ﺣﻘﻮﻕ شهرﻭﻧﺪﺍﻥ ﺭا رﻋﺎﯾﺖ نکنید...
نور ولوله
د خوراک مهم ادب
د خوراک له ادابو دا هم ده چې سترګې به لاندې لرې او پر دسترخان درسره ناستو خلکو ته به نه ګورې. غَضّ الطَرْف عن الجليس. الروض المربع شرح زاد المستنقع لمنصور بن یونس البهوتي (1051/1000هـ) رحمه الله
د خوراک دا ادب خورا پر ذوق برابر او ښایسته ادب دی، تاسې دا ځیني خلکو ته ګورئ، چې پر دسترخان خلک څاري؛ څومره بد ښکاري او څومره د نفرت وړ ګرځي! دوی دې پوه شي چې دا بد اخلاقي یې خلکو ته ضرر ده، شاید د دوی له امله ځیني خلک ځانونه ښه ماړه نه کړي او یا بېخي خوراک پریږدي.
لکه ویل کیږي د اموي خلیفه هشام بن عبدالملك دسترخان ته یو کوچي ورغی، هغه د خوراک په جریان کې ورته وویل: کوچیه! په ګوله کې دې وېښته دی! کوچي په تعجب ورته وویل: ته مې دومره...
نور ولوله
ماديات هر څه نه دي، ختميږي خو معنويات ژوند ته معنا او سکون وربخښي او تلپاتې وي
دا بهترین مضمون خپله هم ولولئ او له نورو سره يې هم شريک کړئ. ماديات هر څه نه دي، ختميږي خو معنويات ژوند ته معنا او سکون وربخښي او تلپاتې وي.
سټیو جابز ۷ مېلیارده ډالر شتمني درلودله، او د ۵۶ کالو په عمر د تریخي د سرطان له امله ومړ. د ژوند په وروستیو شېبو کې یې لاندې جملې د پند په توګه پرېښي:
د نورو په آند زه ډېر بریالی او خوشاله ژوند لرم، خو زه له کار پرته په ژوند کې ډېره لږه خوښي لرم. د نشه یي توکو د یوه روږدي په څېر د شتمنۍ راټولول زما عادت ګرځېدلی.
دا شېبه چې زه په بستر ناروغ پروت یم، خپل تېر ژوند رایادم، دې پایلې ته ورسېدم، چې زما ټولې اړیکې، زما سوداګري او سرمایه زما د مرګ پر وړاندې بې معنی دي. تاسو خلک پر دندو ګمارلی ش...
نور ولوله
سبا زه جومات ته نه راځم
یوه سړي د خپل جومات امام ته وویل: مولانا صاحب سبا زه جومات ته نه راځم، امام ورته وویل: څه وجه ده ولې نه راځې؟! سړي ورته وویل: ځکه نه راځم چې کله زه جومات ته راشم نو ګوروم څوک موبایلونو کې لګیا یي، څوک د دعا وخت کې هم په خواله رسنیو او میسنجر وغیره کې اخته یې، څوک غیبتونه کوي او داسې نور...
ملا امام صاحب ورته وویل: جومات ته د نه راتګ له پرېکړې مخکې زه یو کار درته ښیم هغه به وکړې، له هغه وروسته دې خوښه خپله. سړي ورته وویل سمه ده صیب، امام د جومات څنګ ته خپلې کوټې ته ننوت، له اوبو ډک ګیلاس یې راوړ او سړي ته یې ورکړ، ورته ویې ویل: دا ګیلاس واخله، جومات کې دننه دوه دری چکرونه ووهه، خو ګوره چې څاڅکی اوبه درنه تویه نه شي....
نور ولوله
د انځور کیسه
ویل کیږي دا انځور دې وروستیو لسو کلونو کې تر ټولو دردوونکی انځور دی او انځورګر یې هم د سخت درد او غم له حالت سره مخامخ کړ. کیسه داسې ده چې دې دواړو پړانګانو پر دې هوسۍ په داسې حالت کې برید کړی چې هغې له خپلو بچیانو سره لوبې کولې! هوسۍ کولی شوی ځان له پړانګانو خلاص کړي او خپل ژوند وژغوري، خو هغې داسې ونه کړل او ځان یې پړانګانو ته وسپاره، دا ولې؟!
دا ځکه چې په دې توګه یې خپلو بچیانو ته د ځان خلاصولو فرصت ورکړ! ځکه که په پیل کې دې د ځان خلاصولو کوښښ کړی وی، نو د بچیانو د تېښتې لپاره به یې وخت نه و پیدا شوی. دا انځور د هغې تر غاړې د پړانګانو د داړو رسیدلو وروستۍ شېبې دي، دا مهال هغه باوري شوې وه چې بچیانو یې ځانونه وژغورل! #مور نړۍ کې ی...
نور ولوله
د هر مسلمان خیر غوښتنه
جرير بن عبد الله رضي الله عنه وایي: ما له رسول الله ﷺ سره پر لمانځه کولو، زکات پرېکولو او د هر مسلمان خیر غوښتلو؛ بیعت وکړ . عن جرير بن عبد الله رضي الله عنه قال: بايَعتُ رسولَ اللهِ ﷺ على إقامِ الصلاةِ، وإيتاءِ الزكاةِ، والنصحِ لكلِّ مسلمٍ. رواه البخاري 57
یوه بل مشهور حدیث کې راغلي دي چې دین نصیحت او خیر غوښتل دي، (الدین النصیحة) چې هغه کې د مسلمانو لپاره ښه او خیر غوښتل هم راغلي دي. دلته دا خبره په زیات ټینګار سره راغلې ده، (والنصحِ لكلِّ مسلمٍ) ځکه دلته (لكلِّ) لفظ ورسره راغلی، یعني د هر مسلمان لپاره خیر غوښتل. که هغه دې سیال او تربور وي، یا هغه ستا له ګوند پرته د بل ګوند او بلې ډلې سړی وي، د مسلماني غوښتنه دا ده چې ته به یې خیر غوښتونکی اوسې.
...
نور ولوله
لطفاً به جت ها، جولا ها، قوال ها، و كلال ها افغانستان توهين و الفاظ حقارت آميز را بكار نبريد
لطفاً به "جت ها " ، " جولا ها " ، " قوال ها " و " كلال ها " افغانستان توهين و الفاظ حقارت آميز را بكار نبريد اين مؤلفه ها و پديده هاى اجتماعى انكار ناپذير از كشور و جغرافياى ما هستند ؛ باور بخدا كنيد اخلاق ، شرافت ، انسان دوستى را كه " عمه زينب جت" در جغرافياى كابل و كوهدامن زمين داشت؛ كه در خوبترين معاونين اول رياست جمهورى ، سياست مداران و جنگ سالاران شما همان اخلاق ، شرافت و وطن دوستى " عمه زينب " نبوده و نيست ؛ اقلاً "عمه زينب" بيچاره با همان كسب و رزق حلال كه داشت به كدام كشور خارجى و استخبارات بيگانه قلدرى و جاسوسى نكرده بود ؛ باور كنيد با وجوديكه بزرگان خانواده ما فوت و همه خانواده ها در كابل زندگى داشتند اين "عمه زينب " بيچ...
نور ولوله
د یوه هوښیار 20 خبرې
(1) تر ټولو ښه پناه ځای "الله" دی
(2) نورو ته خیر رسول لویه نېکمرغي ده
(3) دروغژن د نړۍ خطرناک انسان دی
(4) ژوند کې تر ټولو ستره ډالۍ بښنه ده
(5) ځان غوښتنه د هر شر جرړه ده
6) ژوند کې تر ټولو مهم خلک مو کورنۍ ده
7) د ژوند ښکلا "مینه" ده
8) کار د ژوند "روح" ده
9) ژوند کې ټول منلی حقیقت مرګ دی
10) داخلي سوله لوړه عاطفه ده
11) "ماشومان" ښ...
نور ولوله
د لوړ همتي په زړه پورې بېلګه
امام الكسائي (119 - 189هـ) رحمه الله د عراق د کوفې مشهور امام و، په عربي ادب او قرائت کې د هغه امامت منل شوی دی. دی په ځواني کې شپون و او ټکی علم یې هم نه و ترلاسه کړی، ان تر (۴۰ کلنۍ) پورې شپون پاتې شو. دی کیسه کوي چې یو وخت مې رمه روانه کړې وه، یوه مور مې ولیدله ، خپل زوی یې د (حفظ القران) حلقې ته بېوی، هغه سستي کوله نه تلی ، مور یې د هغه د هڅونې په نیت ورته وویل: زویه ! علم زده کړه ، که یې زده نه کړې او لوی شې بیا به د هغه شپانه په څېر مېږې پیايې.
امام الکسائي وايي: هغه مهال زما جهالت #متل و، هغې مور خپل زوی ته زه په مثال کې یاد کړم. امام الکسائي په هغه ورځ اراده بدله کړه، مېږې یې خرڅې کړې او په علم يې پیل وکړ، اخیر عالم شو، داسې عالم ...
نور ولوله
د انځور انځور
یوه انځور ته ګورم، د پښتون وطن کوم دنګ غره ډبرینه پښتۍ ده، ستومانه بوډۍ ملا په څادره تړلې روانه ده، د ژوند (عمر خوړلی) ملګری یې لا ستومانه او بد حاله د هغې تر شا روان دی، هغه تر دې بې سېکه دی، بوډۍ د ملا د څادره یوه پېڅکه هغه ته وراوږده کړې ده او هغه په لږځواکه ګوتو تم کړې ده، په دې توګه دا پښتنه او درنه بوډۍ د خپل ژوند ملګري مرسته کوي.
دا مرسته یې ما ته د پښتنو مېرمنو د ستومانه ژوند د وفا او مینې درنه بېلګه ولیده شوه، چا راته کړه په دې انځور څه ولیکه.. مال دا انځور نه دی دا خو د مینې اوږد او سپړلی کتاب دی! مینه او د مینې اغېز ته ګورئ د دې اسمانڅکو غرونو کروړ وګړي یې په دې ډبرينو غونډيو کې د مینې په څومره ښایسته او ...
نور ولوله
یو بل زغمل
عبد القاهر الجرجاني اشعري و، خو د (معتزلي) جاحظ علم یې پوره ترلاسه کړ، د جاحظ علم به د عبد القاهر په څېر هیچا نه یې لوستی. وروسته سخت متعصب معتزلي الزمخشري راغی، هغه د اشعري عبد القاهر علم ترلاسه کړ، د عبد القاهر علم به هیچا د الزمخشري په څېر نه یې لوستی. د اعتزال او اشعريتوب توپیرونو هیڅکله له یوه بله علمي ګټې ترلاسه کول حرام نه ګرځول. ځکه کله چې د خلکو پوهه او ثقافت لوړ شي نو خپلو کې یو بل مني، خو زموږ زمانه کې د یوه بل زغمل نشته، ځکه د خلکو د پوهې او ثقافت کچه ټیټه ده. شيخ البلاغيين #محمد_أبوموسى
زموږ زمانه کې د یوه بل زغملو خبره خو پریږده له محرابونو ، منبرونو او د قران او حدیثو له درسونو د ښکنځلو، یو بل ترټلو، تکفیرولو او تفسیق باړونه چلوي! دا خلک مسلمان امت کې د تفرق ...
نور ولوله
قران څښل!
رسول الله ﷺ فرمایي: ژر به زما له امته داسې خلک راووځي چې قران به د شیدو په څېر څښي. قال النبي ﷺ : سيَخرُج أقوامٌ من أمّتي يشربون القرآن كشُربهم اللبَن. رواه الطبراني
علامة عبد الرؤف المناوي رحمه الله د دې حدیث مطلب داسې بیانوي: یعنی دوی به د قران معناګانو ته فکر نه کوي او نه به یې د احکامو په کیسه کې یي، بلکي یواځې د قران الفاظ به یې په ژبه داسې تېز تېریږي لکه د څښلو پر مهال چې شیدې تېریږي. فيض القدير 118/4
الله دې زموږ پر حال ورحمیږي، موږ اکثره قران فقط څښو، د حفظ، ترجمو او تفسیر دورې هر ځای روانې دي خو په قران کې د تدبر او په قران د عمل کار ډېر کمزوری ده، د قران حفظ او زده کړه پخپل ځای ستر مطلوب او مهم کار ده، خو د قران ...
نور ولوله
پټه صدقه
رسول الله ﷺ فرمایي: کله چې الله ځمکه پیدا کړه ؛ ځنګیدله، غرونه یې پیدا او پر ځمکه یې ټک وهل، نو ځمکه ارام شوه. ملایکې د غرونو قوت ته په تعجب کې شوې! نو ویې ویل: یا ربه! ستا مخلوقاتو کې له غرونو قوي مخلوق شته؟ هغه وفرمایل: هو، اوسپنه ده، ملایکو وویل: یا ربه! ستا مخلوقاتو کې له اوسپنې قوي شی شته؟ هغه وفرمایل: هو، اور دی، ملایکو وویل: یا ربه! ستا مخلوقاتو کې له اوره قوي شی شته؟ هغه وفرمایل: هو، باد دی، ملایکو وویل: یا ربه! ستا مخلوقاتو کې له باده قوي شی شته؟ هغه وفرمایل: هو، بنیادم چې په ښي لاس داسې خیرات او صدقه وکړي چې له چپ لاسه پټه وي.
عن أنس بن مالك، عن النبي ﷺ قال: لما خلق الله الأرض جعلت تميد، فخلق الجبال فألقاها عليها، فاستقرت، فتعجبت الملائكة من خلق ...
نور ولوله
شرفاء په درې ډوله دي
۱: يو هغه دي چې د بې شرفي دليل پرې نشته ، که چېرې پيدا هم شي نو د خپلې ځيرکتيا لامله يې ژر ختموي ، يعنې خپله بې شرفي يې په هوښيارۍ پټه کړې ، ( په دې طبقه کې اکثره تاجران ، سياستوال او مخور خلک دي )
۲: دويم ډول هغه دي چې شرف او بې شرفي تعريفونه يې بدل کړي ، بې شرفي ته عين شرف ، مقام ، عزت او مرتبه وايې ، يعنې دوئ هرې بې غيرتئ ته يو نوی خودساخته تعريف او معنی ورکړې ، ( په دې طبقه کې اکثره ډمان ، فلمي ستوري ، غاصبين او غلامان خلک دي )
۳: دريم ډول شرفاء هغه دي چې په حقیقي معنا شرف لري ، په خپل قدر او د بل په قدر پوهه دي ، د سپکو او درنو تفکيک کوي ، خاطر او سترګې پيژني ، عزت نفس پيژني (په دې طبقه کې چې کوم خلک دي په چاپيريال کې د بې شرفو شتون لامله اکثره خاموش وي ، نو ځکه يې پيژندل لګ ستونزمن وي ، ال...
نور ولوله
