خلک لکه اوښان
حدیث کې راغلي، رسول الله ﷺ فرمایي: خلک لکه سل اوښان، چې د بار اوښ په اساني سره نه شې په کې موندلی. عن ابن عمر رضي الله عنهما مرفوعاً: إنما الناس كالإبل المئة لا تكاد تجد فيها راحلةً. رواه البخاري ومسلم
امام القرطبي رحمه الله وایي: دا یو ډول تمثیل دی، خلکو کې سخي سړی، هغه چې د خلکو پېټي ورسره وړي، غمونو او ستونزو کې مرستې ورسره کوي؛ دومره کم او نادر پیدا کېږي لکه ډېرو اوښانو کې چې د بار اوښ کم پیدا کېږي. [فتح الباري 335/11]
د رسول الله ﷺ د دې قیمتي لارښوونې موخه دا ده چې خلکو سره په تعامل او چلند کې باید انسان ډېر محتاط واوسي، ځکه خلکو کې ګڼ شمېر کمزورۍ دي. د دې بر عکس ځینې صوفیان او په پوهه غاره یاران دې دا فکر نه کوي چې ګواکې خلکو کې کمزورۍ ډېرې دي، نو ده ته ځان کامل ښکاري او پایله کې خلکو ته په سپکه ګوري، دا شیطاني چلند دی، نبوي چلند دا دی چې د خلکو کمزورۍ درک کړل شي او د بښنې او مخ اړونې (تسامح او اعراض) لاره ونیول شي.
