د مهارتونو لوړولو لارې چارې
د مخکيني لیکنې په لړ کې یو شمیر ملګرو د مهارتونو د لوړولو لپاره عملي لارښونې غوښتې وې. مخکې له دې چې مشخصې لارښونې درته ولیکم، یوه عمومي لارښونه دا ده چې د مهارتونو لوړول دوامداره تمرین، ریاضت او هلو ځلو ته اړتیا لري. دا د یو وار چاره نه ده بلکې یو روان بهیر دی.
زما د شخصي تجربې په رڼا کې لاندې کارونه کولی شي چې د مهارتونو د لوړولو په برخه کې درسره مرسته وکړي:
کلک مهارتونه:
د کلکو مهارتونو د پیاوړي کولو په موخه خو طبعاً باید رسمي زدکړې وکړو. پوهنتون، تعلیمي مرکزونو کې زدکړې او ځانګړي تعلیمي پروګرامونه تعقیبول د کلکو مهارتونو د پیدا کولو لومړی ادرس دی. خو پوهنتون یا تعلیمي مرکز کې زدکړې کفایت نه کوي چې تاسې څخه یو پیاوړی مسلکي شخصیت جوړ کړي. بناً، د رسمي زدکړو ترڅنګ باید:
۱. په خپل مسلک کې د علمي شخصیتونو سره اړیکې وپالئ او ورسره دومداره علمي مباحثې وکړئ، پوښتنې ترې وکړئ، لارښونې وغواړئ. دغه ډول اړیکه تاسې سره مرسته کوي چې خپلې تشې پیدا کړئ او د هغوي د ډکولو دپاره له پوهانو مرسته واخلئ. دا ډیری وخت ممکن نه وي ولې چې نړۍ بوخته ده او خلک وخت نه لري چې تاسې ته پاملرنه وکړي. تاسې باید له خلکو د بیلا بیلو لارو د اړیکو په مرسته لارښونې واخلئ.
۲. د خپلو همځولو مسلکیانو سره د مسلکي مباحثې، خبرو اترو، معلوماتو او کتابونو شریکولو دپاره مجازي او حقیقي حلقې جوړې کړئ. د ټیکنالوجۍ په زمانه کې واټس آپ او فیسبوک بحثونه کولی شي په دې برخه کې مرسته وکړي. څومره چې ناسته ولاړه د مسلکي خلکو سره وي، مسلک ته به مو پام ډیر وي، او څومره چې پام ډیر وي، د وړتیاو د لوړونې هڅې به ګړندۍ وي.
۳. د خپل مسلک اړونده ژورنالونه او علمي رسالې/مقالې لولئ. په دې برخه کې نو بیا یوه اړتیا شته چې بهرنیو ژبو سره بلدتیا ولرئ. څومره زدکړه چې له علمي رسالو کیږي، زما په شخصي اند، په کتابونو کې دومره زدکړه نشته. علمي مقالو لوستولو باندې ځانونه روږدي کړئ.
۴. په خپل مسلک کې لیکل وکړئ. موضوعاتو باندې فکر وکړئ او بیا ورباندې لیکل وکړئ. فیسبوکي پوسټونه، مطبوعاتي مقالې یې لومړی ګام دی. خو اصل کار بیا ژورنالونو دپاره د علمي مقالو لیکل دي. لومړي سر کې به ډیر لیکئ خو د نشر ادرس به نه پیدا کیږي، خو لیکل مه بس کوئ. د خپلو لیکنو لومړي لوستونکي و اوسئ، یو وخت راځي چې بیا خلک نه یوازې تاسې لولي بلکې ستاسې په لیکنو لیکل کوي.
۵. د ښونځي، پوهنځي د رسمي کریکولم ترڅنګ د خپل مسلک اړونده آزاده مطالعه باید وکړئ. په دې برخه کې وړاندې مې د علمي ژورنالونو لوستل درته وویل، کتابونه ولولوئ، مجلې لوستی شئ.
۶. آنلاین فورمونه، یو ټیوب پریزنټیشنونه په مسلکي موضوعاتو اوریدلی/کتلی شئ. دغه علمي آنلاین بحثونه اوریدل په خپل مسلک کې درته د نړۍ په کچه روانو بحثونو کې د ورګډیدو ښه لاره ده.
۷. پخپله د خپل مسلک اړوند پریزنټیشنونه ورکړئ، که نور څوک نه وي، په کوټه کې تشې کوټې ته خپل علمي پریزنټیشنونه وړاندې کړئ.
۸. د مسلک په بعضو برخو کې ښايي تاسې د پوهنتوني زدکړو ترڅنګ فوق العاده زدکړو ته اړتیا احساس کړئ. سپما وکړئ او د خپل مسلک اړوند نړیوال انلاین یا مخامخ کورسونه واخلئ.
د اوس دپاره مې همدا په ذهن کې دي، هیله ده نور تکړه ملګري خپلې نورې تجربې شریکې کړي. د نرمو مهارتونو د زدکړه په دویمه برخه کې وړاندې کوم.
د نرمو مهارتونو پیاوړي کول:
۱. نرم مهارتونه په مجموع کې په عمومي او ځانګړیو مهارتونو ویشل کیږي. یو شمیر عمومي مهارتونه دي چې هر مسلکي شخص ورته اړتیا لري. د بیلګې په ډول هر مسلکي کس اړ دی چې د افهام او تفهیم مهارت یې پیاوړی وي. خو هر کس اړ نه دی چې بیا حتماً دې د کمپیوټر ایپلیکیشنونه ښه وکارولی شي. نو حتمي ده چې تاسې د نرمو مهارتونو یو لسټ ترتیب کړئ او وګورئ چې کومو عمومي او ځانګړیو مهارتونو پیاوړي کولو ته اړتیا لرئ. په اړتیاو پوهیدل د وړتیاو لوړولو دپاره د پلان جوړولو په برخه کې درسره مرسته کوي.
۲. کله مو چې لسټ ترتیب کړ، وبه ګورئ چې خورا اوږد لسټ مو ترتیب کړی او هر مهارت به درته لومړیتوب ښکاري خو تاسې ټول مهارتونه په یو وار نه شئ زده کولی. نو خپل لسټ د لومړیتوبونو له مخې ترتیب کړئ.
۳. د هر مهارت د زدکړې دپاره کتابونه شته دي. د بیلګې په ډول تنقیدي نظر پیاوړي کول، د خبرو ترتیب تنظیمول، د مجلس اداب مراعتول، د غونډو مشري کولو لارو چارې، د لیکوالۍ د مهارت د ښه کول، د پریزنټیشن وړاندې کولو مهارتونو باندې باید لوست وکړئ، د نړیوالو پوهانو لارښونې ولولئ. سره له دې چې هر انسان خپل مهارتونه د خپل شخصیت تر سیوري لاندې تمرینوي، د دغه کتابونو لیکوال هر مهارت په اړه له بې شمیره تجربو، مشاهدو او څیړنو نه وروسته عمومي او بنسټیزې لارښونې وړاندې کوي. نو سره له دې چې تاسې به خپل شخصیتي برخوردونو په رڼا کې soft skill په کار اچوئ، اساساتو زدکړه تاسې معیارونو سره سم کارکړنو ته چمتو کوي.
۴. د مهارتونو په اړه آنلاین ویډیو ګانې په بیلا بیلو ژبو کې شته. هغه بحثونه وګورئ/واورئ. لوست او مخامخ اوریدل د زدکړې دوه متفاوت خو یو بل سره تړلې طریقې دي او هر یو یې خپل اغیز لري. ښايي توپیر یې کم وي، خو هر یو یې خپل اغیز لري.
۵. د بیلا بیلو مهارتونو درلودونکو شخصیتونو مشاهده وکړئ. د یو ښه لیکوال لیکنې ورڅخه د لیکوالۍ د فن د زدکړې په موخه لوستل تاسې ماهره لیکوال ته نږدې کوي او درته د زدکړې لامل کیږي. د ښه وینا وال د ویناو په اوریدو د هغه سبک، د وجود د ښورولو (Body Language) طریقه د زدکړې زمینه درته برابروي. که دغه خلکو ته له نږدې لاسرسی لرئ، دغه خلکو سره د دوي د مهارت په اړه بحث وکړئ. هر ماهره کس یو مهال ستاسې په شان زدکونکی وو، هر شخص خپلې تجربې لري چې ښايي کتابونو کې نه وي.
۶. د مهارتونو زدکړه ریاضت او تمرین ته اړتیا لري. دیر خلک بعضې مهارتونه طبعي لري خو په هر حال کې د مهارتونو مسلکي کول په تمرین تکیه دي. کوښښ وکړئ چې هر نوی مهارت ډیر تمرین کړئ. د بیلګې په ډول د پریزنټیشن مهارت په تشه کوټه کې دیوالونو ته وړاندې کولو څخه پیل کړئ، له ټیکنالوجي ګټه واخلئ او او د خپل مبایل کمرې ته پریزینټیشن ورکړئ، د کورنۍ غړي کینوئ او ځان پرې واورئ او ورو ورو د پریزنیټیشن میدان مو پراخه کړئ. همدا راز، ستاسې لیکل حتمي نه ده چې په لومړي ځل دومره ښه وي چې هر څوک یې ولولي. د ځان لوستنکي شئ او ورو ورو مو د لوستونکو حلقه پراخه کړئ.
۷. د نرمو مهارتونو د لوړنې ملګري پیدا کړئ. یو، دوه یا درې داسې ملګري سره یو ځای شئ او د نرمو مهارتونو د زدکړو ملګري شئ. داسې یو څوک چې ستاسې پریزنټیشن ته کیني او بیا درته خپل نقد وړاندې کړي، ستاسې لیکنې ولولي او د لیکنو په اړه درسره نظر شریک کړي، دوستانه مشورې درته درکړي. Buddy System یا د ملګري درلودو سیسټم خورا اغیزناک او ګټور کار دی. دې حلقه کې بحث تل په مهارتونو متمرکزه وساتئ او یا هم دغه حلقې ته د مهارتونو په اړه بحث دپاره ټاکلی وخت ولرئ.
۸. یو لارښود یا ماهره کس ځان دپاره لارښود Coach یا استاد په توګه وټاکئ. دغه کس سره مشورې کوئ، نظر یې اخلئ، پوښتنې ترې کوئ. کوچنګ د زدکړې دپاره خورا ډیره مهمه چاره ده. حتماً باید داسې یو څوک وي چې ستاسې په کړو وړو نظر وساتي او درسره مرسته وکړي چې خپلې تشې وپیژنئ او د هغو د ډکولو په برخه کې درسره مرسته وکړي.
۹. تخصصي کورسونو کې ګډون وکړئ. د انټرنیټ نړۍ په لیکه کورسونو نه ډکه ده. بعضې یې وړیا دي او په بعضو باید پیسې ورکړئ. نړیوال پوهنتونونه په بیلا بیلو برخو کې تخصصي آنلاین کلاسونه لري. په دغه کلاسونو مصرف پانګونه ده، دا پانګونه مو له مسلکي لحاظه د پرمختګ دپاره چمتو کوي. ولټوئ، وړیا او په بیه کورسونه واخلئ.
لکه چې مخکې مې درته لیکلي وو، نرم مهارتونه د کلکو مهارتونو بشپړونکي دي او پرته له یو بل نا تکمیله دی چې له کبله یې د پرمختګ مزل ناشونی دی. دویمه خبره، مخکې مې هم لیکلي، نرم مهارتونه تمرین دی، مشق دی او ریاضت دی، او دوامداره هڅې ته ضرورت لري. دا کوم ښه ویناوال، لیکوال او شنونکي چې ګورئ، دا ټول د تمرین له یو اوږد بهیر نه وروسته خپل اوسني مقام ته رسیدلي. زه به درته خپله تجربه ووایم، زه یو مهال په ځان باور برخه کې دومره کمزوری وم چې آن یو چا سره ستړي مشي کول راته ډیر ګران کار ښکاریده
نوټ: لیکنه زما د عملي زدکړو،شخصي تجربو او د ماهره شخصیتونو سره د ملګرتیا څخه سرچینه اخلي. کیدی شي بعضې نکتې چې ما لیکلي نقد شي او وننګول شي، خو ما خپل مزل په همدې طریقو روان کړی. هیله لرم چې نور ملګري په کامنټونو کې نورې لارښونې هم زیاتې کړي.
