No-IMG

آرامتيا او سکون په څه کې ده؟

ټول پدې هڅه کې يو چې آرامه او پر سکونه ژوند ولرو. مختلف سوچونه او فکرونه کوو چې څنګه کولی شو آرام اوسکون ومومو  . کله نا کله له ډېر سوچ او فکر ستړي شو، ناهيلي شو او وايو چې اصلا آرام دې زنده ګۍ کې نشته. اما واقعيت دا ندی، ژوند دومره هم ستړی ندی څومره چې مونږ فکر کوو. ژوند د اسلام په دائره کې ښکلی او آسان دی، دا مونږ يو چې  آسان ژوند مو ځانته سخت کړی او خپله خوشالي او سوکالي له اسلامه ورهاخوا بل څه کې لټوو.

خوشحالي، سوکالي او آرام د انسان په ښو او بدو پورې تړلې ده . رسول الله ص وفرمايل: نيکي هغه ده چې په ترسره کولو يې زړه ته اطمنان او روح ته سکون وبخښل شي، بالعکس بدي بيا هغه ده چې روح او زړه دواړه نا ارامه کړي. دا حديث امام احمد روايت کړی.

ياد حديث دا ښايي چې زمونږ د زړه او عملونو تر منځ يوه قوي اړيکه موجوده ده. ښه کول مو زړه او روح ته ارام بخښي بله خوا بدي او ګناه مو زوند کې تنګي، نا آرامي، او تشويشونه زېږوي.

نيکي څه ده؟

الله متعال قرآنکريم کې فرمايي:

الْبِرَّ مَنِ اتَّقَىٰ ۗ يعنی نيکي دا ده چې له هغه څه ځان وساتو کوم چې د الله متعال بد راځي.

بل ځای کې فرمايي:

لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَىٰ حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا ۖ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ ۗ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ (۱۷۷) البقرة.

نيکي دا نده چې تاسې د مشرق او مغرب په لور مخ وګرځوئ بلکې نيکي داده چې په الله، آخرت، ملایکو، او پيغمبرانو يې ايمان ولرئ او د هغه تعالی د محبت له وجې خپلوانو، يتيمانو، مساکينو، سوالګرو،  مسافرو او د غلام په آزادولو کې خپل مال په مصرف ورسوئ، لمنځونه قائم او زکات ادا کړي، به وعده ولاړ اوسي او د مشکلاتو پر وخت له ځانه شايستګي وښايي، يقينا همدغه خلک رښتوني او پرهېزګاران دي.

په فطري لحاظ مونږ ټول له پاک زړه او عقيدې سره دنيا ته راځو اما وروسته بيا د محيط د اثر لاندې را لوېيږو، نېکۍ يا هم بدۍ په طرف مخه کوو.

بل حديث کې رسول اکرم ص فرمايي چې د يو ښه عمل په کولو سره سپين نقطه او د بدو په کولو تور نقطه د انسان په زړه لګيږي او د وخت په تېرېدو د هر يو تناسب چې زيات وو د انسان زړه هماغه رنګ غوره کوي.

لدې معلوميږي چې که چيرته مونږ په رښتيا هم د نيکبختۍ، خوشحالۍ او آرامۍ په لټه کې يو نو ځان بايد له بدو او ګناهونو وساتو او ښه او نېکيو ته مخه کړو څو هم دا جهان او هم هغه جهان کې بری ترلاسه کړو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک