No-IMG

شخصي نظم/ډسپلین (Self Discipline)

(د مهارتونو د لوړولو په دوام)

مهارتونه، وړتیاوې، مسلکي شخصیت پیاوړي کول او دې ورته مسایلو باندې لوست او اوریدل سخت خوند کوي. د لوست/اوریدو پر مهال سړی فکر کوي چې بس له سبا به زما د ژوند کیسه بدله وي. خو چې لیکنه/وینا خلاصه شي نو له لومړیو څو ساعتونو وروسته بیا هغه په ګرمه کې سړی دا هیر کړي چې ما یو څه اوریدلي وو چې که عملي یې کړم نو ډیرې ورانې کیسې به جوړې شي.

 زه په دې موضوع ملګرو او ځوانانو ته د خبرو کولو شوقي یم نو د مقابل لوري د برخورد خورا ډیره تجربه لرم. مونږ ټول غواړو چې د احمد او محمود په شان خپل مسلک کې ستر شخصیتونه شو، د مهارتونو نوملړ چې لولو نو هر هغه مهارت چې یاد شوی وي ترلاسه کولو هوډ کوو، یوازینی شی چې نه کوو، هغه عمل دی.

د عمل نه کولو اساسي دلیل د شخصي نظم یا ډسپلین نه شتون دی. شخصي نظم د ژوند په چارو کې ځان ته اهداف ټاکل، او په موافقو او ناموافقو حالاتو کې پیاوړي هوډ او دومداره ژمنتیا سره عملي کار کول دي. یوازې هوډ ارمانونه زیږوي، خو دوامداره عمل ارمانونه په حقیقت بدلوي. ډیر خلک پیژنم چې لس کاله پخوا یې رانه پوښتنه کړې وه چې غواړم مطالعه وکړم، خو نه شم کولی، لس سمې او ناسمې مشورې مې ورکړي. پس له لسو کلونو هم د هغه شخص سوال لا په ځای دی. سړی غواړي د مطالعې خاوند شي خو ډسپلن او شخصي نظم ورته نه لري نو ارمان او ارزو شته خو پرمختګ نشته!

شخصي نظم څنګه جوړولی شو؟

۱. د شخصي پرمختګ دپاره اهداف وټاکئ (کیدی شي د یو مهارت پیاوړي کول د اوس دپاره ستر هدف په توګه وټاکئ). ډیرو سترو، ارماني اهدافو په ځای واړه، لنډ مهاله او اسانه موخې ځان ته لومړئ کړئ.

۲. د موخې د ترلاسه کولو دپاره اړینو چارو لسټ مو چمتو کړئ، په هغې کې لومړیتوبونه وټاکئ او لومړیتوبونو کې هم هغه چې تر ټولو اسانه وي د لسټ سر ته راوړئ.

۳. د لومړیتوبونو د ترلاسه کولو تګلاره مو جوړه کړئ (د مهارتونو د حوړولو په برخه کې مې درته د عملي لارو چارو بیلګې وړاندې کړې وې).

۴. عمل پیل کړئ، یوه ډایري/د یاداشت کتابچه د ځان سره ولرئ او د ورځې په پای کې د موخې په لور د عملي کار راپور ولیکئ. د اونۍ په پای کې خپل راپور مرور کړئ.

۵. د پرمختګ د معلومولو دپاره کنډه (Indicators) وټاکئ او د هغې په رڼا کې د پرمختګ ارزونه مو وکړئ. د بیلګې په ډول یو څوک په غونډو کې د پوښتنه کولو جرات نه لري. رسمي فورمونو په ځای غیر رسمي فورمونو کې پوښتنې کول پیل کړئ. دبیلګې په ډول د خوشال بابا فکري بهیر، فکري دریځ، د سبا فکر په شان ادرسونو ته لاړ شئ او هلته له ویناوالو پوښتنې وکړئ. د تلې کنډه indicator مو باید دا وي چې په هره غونډه کې کم تر کم یوه پوښتنه کوم.

۶. د لارې مل ملګري/ملګرو په اړه مې درته ویلي وو. ښه به وي چې ‌Buddy System ولرئ او خپل پرمختګ یو بل سره شریک کړئ، په یو بل د څار ژمنه ولرئ، او یو بل نقد کړئ. ما د یو ملګري سره د پلي ګرځیدو ملګرتیا جوړه کړې، که نه هم ګرځم، د هغه د ورځې د پای راپور مې اړ باسي چې هره ورځ کم تر کمه له اتو تر لسو کیلومیټرو پلي وګرځم.

زمونږ وطن کې ستره ستونزه دا ده (چې زما شخصي اساسي ستونزه هم ده) چې مونږ شخصي نظم نه لرو. نه د خوب دقیق ټایم مو معلوم دی، نه د کیسو او د میلو. ترڅو چې شخصي نظم پیدا نه کړئ، او د هغې په رڼا کې کار ونکړئ نو کلونه کلونه به زما په شان د عربي او زما  د یو ملګري د انګریزي د زدکړې قوي ارمان به په زړه کې لرئ خو ارمان به مو کله هم حقیقت نه شي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک