پاچا او ګیدړان
پخوا میراتي پاچایانو کې به یو نیم سخت کم عقل راوخوت، نو کیسې خو د عامو کم عقلانو هم نادرې یې بیا چې پاچا کم عقل شي نو کیسې یې لا نادرې او پسې مشهورې هم شي، له دې جملې یو هم دا زموږ د ګیدړانو د پاچا نادره کیسه ده، چې هم دلچسپه او خوږه ده او هم د هر واکمن او مشر لپاره طنزیه ټونګره او پټاخه ده.
کیسه کا پخوا زمانه یو پاچا و، یو ماخوستن یې چټي د ګیدړانو شور او انګولا ته پام واوښت؛ سمدستې یې وزیر باتدبیر راوغوښت او پوښتنه یې ورنه وکړه چې دا ګیدړان ولې دومره سختې نارې سورې وهي! د دې څه وجه ده؟ چالاک وزیر ورته وویل: پاچا صیب دا خواران سخت وږي دي، د خوراک او څښاک څه نه لري او دا نارې سورې له لوږې او تندې وهي.
پاچا دستې امر وکړ او ګیدړانو ته يې برېمانه خوراکي توکي منظور کړل، وزیر له خزانې شکه هغه سامان ترلاسه کړ، څه یې خپل کور ته ولیږل او نور یې خپلوانو او اشنایانو ته ولیږل. سبا ماښام بیا د ګیدړانو شور او کوکارې پورته شوې! پاچا سلامت متوجه و، حیران پاتې شو چې دا ماړه ګیدړان ولې نارې وهي! سمدستې یې وزیر راوغوښت.
پاچا په قهرجنه لهجه وزیر ته وویل: ګیدړانو ته مو بېګا پرېمانه خوراکي توکي ورولیږل، خو هغوی بیا هم نارې سورې وهي! دا څه چل دی؟! خوراکي مواد نه دې ورته رسیدلي که ولې؟ وزیر ورته وویل پاچا صاحب هغه مواد ټول ورته رسیدلي دي، خو اوس یو بل مشکل لا پاتې دی او هغه دا چې ته وینې سخت ژمی دی، ګیدړان خواران له یخه نارې وهي!
د پاچا زړه ته خبره ولویده، دستې یې امر وکړ چې ګیدړانو ته ګرمې بسترې تیارې کړئ او دستې یې ورولیږئ. وزیر او د هغه ګروپ بسترې تیارې کړې او له خپل عادت سره سم یې څه خپل کور ته ولیږلې، څه یې خپلوانو او د ګروپ ملګرو ته ولیږلې. ماښام بیا له عادت سره سم په زړه طریقه د ګیدړانو کړیکې واوریدل شوې، پاچا دا ځل زیات غوسه شو او دستې یې وزیر وروغوښت.
پاچا وزیر ته وویل: ګیدړان خو لا هم نارې سورې وهي، بسترې نه دې ورته رسیدلې که څه غضب دی؟ وزیر ورته وویل: پاچا صاحب هر څه ورته رسیدلي، بې فکره اوسه، پاچا وویل: نو بیا ولې شور کوي؟! وزیر ته په کار و چې پاچا ته قناعت ورکړي او د موادو د توزیع په اړه ریپورټ هم وړاندې کړي. نو پاچا ته یې وویل: زه لیږ بهر وځم، حال معلوموم، بېرته دستې راځم، وزیر ووت او لیږ وروسته له موسکا ډکه خوله بېرته راغی.
پاچا ته یې اداب وړاندې کړل او زیاته یې کړه: پاچا صاحب د ګیدړانو دا نارې سورې له بد حالۍ او د شکایت نه دې، بلکې دا ستا نه د مننې او شکریې نارې او کړیکې دي! او پاچا صاحب دا هم واوره چې ګیدړان ډېر احسان پېژاند او وفادار قوم ده، دوی به ټول عمر او هر ماښام په دوامداره توګه همداسې د مننې او تشکر نارې او سورې وهي! پاچا صاحب ډېر خوشاله شو او وزیر صاحب یې په انعامونه هم ونازوه.
د ختیځ اسلامي نړۍ اکثره واکمن او د واکمنۍ په تمه ناست ګوندي مشران، خپلو ولسونو ته د ګیدړانو او شغالانو په نظر ګوري، د دوی وزیران او پر دوی راتاو حاشیه او غوړه مالان د همدې وزیر په څېر مشورې ورکوي او په دې توګه د خپل ولس نارې سورې او ټول شکایتونه ورته تعبیروي او ژباړي ...
