د هېواد او نړۍ خبرونه
ورور حکمتيار د ټيليفون له لارې د جماعت اسلامي أمير ښاغلي سراج الحق ته تسليت ووايه
شنبه د ثور ۳۰مه؛ ۱۴۰۲:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن د يوې ټيليفوني اړيکې له لارې د جماعت اسلامي أمير ښاغلي سراج الحق صاحب ته تسليت ووايه او پر هغه يې وروستی ځانمرګی بريد پر کلکو ټکو وغانده او په پېښه کې ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه.
په دغو ټيليفوني خبرو کې دواړو لوريو د اسلامپالو په يووالي او اتحاد ټينګار وکړ او دا وړ عمليات او غلچكي بريدونه يې يوازې د هغو بېننګو مفسدينو او شريرو عناصرو كار کار وباله چې دشمني يې يوازې له اغېزمنو اسلام ته ژمنو شخصيتونو او ګوندونو سره ده؛ په جوماتونو كې چاودنې، د امامانو، خطيبانو، مدرسينو، مؤمنو دعوتګرانو او مجاهدو شخصيتونو ترور يې ماموريت دی....
نور ولوله
د حکمتيار صاحب نهه ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د ثور ۲۰مه؛ ۱۴۰۲:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۲۹مه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
ښاغلي حکمتيار د خپل مخکيني درس په دوام وويل:
راشئ وگورو چي د روژې او قرآن تر منځ څه تړاو دئ؟ ولي به د قرآن د نزول په مياشت كي روژه نيسو؟
نوموړی پورتنيو پوښتنو په پام سره زياتوي چي؛ قرآن د الله تعالى له لوري د انسان د ژغورني او هدايت لپاره رالېږل شوى كتاب دئ؛ د انسان د فردي او اجتماعي ژوند د ټولو برخو د ښه تنظيم او له هر راز ظلم او فساد پاكي ټولني د جوړولو په موخه؛ د...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب اته ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د ثور ۱۷مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۲۸مه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام وويل:
دوهم آيت چي ځيني ئې په ناسمه توگه داسي تعبيروي چي گواكي په دې كي دجال ته اشاره شوې؛ دا دئ:
وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِلسَّاعَةِ فَلا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ61 الزخرف 61
او هغه (عيسى عليه السلام) خو د قيامت لپاره يوه علامه او نښه...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب اوه ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د ثور ۱۳مه؛ ۱۴۰۲:
د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله اوه ويشتمه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د ننني درس تر پيل وړاندي وويل: اجازه راكړئ د مخكيني درس د هغي ضمني موضوع او د هغو په اړه څه عرائض او وضاحتونه ولرم چي په جوماتونو كي د چاودني عاملين دي؛ مسئوليت ئې علناً مني او دې ته د استشهادي عملياتو نوم وركوي؛ تاسو او ټول ئې پېژني؛ د إيمان جومات كي د چاودني ناكامه منصوبه هم د دغي ډلي له لوري وه؛ دا تصميم ئې په داسي حال كي نيولى وو چي موږ د دې ډلي په شمول له هيڅ افغان ډلي سره په جن...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب شپږ ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د ثور ۱۰مه؛ ۱۴۰۲:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي نن يکشنبه د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله شپږ ويشتمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام وويل: علي رضي الله عنه ته منسوب دغه روايت چي وايي: له موږ سره له قرآن پرته بل څه نشته؛ كه وي نو يوازي دا پاڼه ده؛ چي هغه ئې د خپلي توري په لاستي يا تېكي كه ساتلې وه؛ دوه درې مختصري كرښي وې؛ دا روايت لږ تأمل او غور غواړي؛ له دې معلومېږي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په وخت كي احاديث نه ليكل كېدل؛ د علي رضي الله عنه په څېر شخصيت هم له يوه حديث پرته...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب پنځه ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
پنجشنبه د ثور ۷مه؛ ۱۴۰۲:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۲۵مه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکيني درس او د حج کتاب د وروستۍ او پاتې برخې په دوام وويل:
په هغه چا چي د إفراد حج نيت ئې كړى؛ هدي نشته مگر په هغه صورت كي چي كوم واجب ترك كړي يا كوم ممنوعه كار وكړي.
د هدي بل ډول هغه مستحب هدي ده چي تطوعاً؛ په خپله خوښه او محض د الله تعالى رضاء تر لاسه كولو لپاره وي؛ حاجي، عمره كوونكى او هر...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب څلور ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
سهشنبه د ثور ۵مه؛ ۱۴۰۲:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۲۴مه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي (د حج احكام او اركان) تر عنوان لاندي د خپل مخکيني درس په دوام وويل:
حج د اسلام پنځم ركن دئ، لغوي معنى ئې (قصد او اراده ده)؛ يعني د خپل رب كور ته د سفر هوډ؛ حاج، الحاج، حجي او حاجي؛ هغه چا ته وبل كېږي چي د الله تعالى كور (بيت الله) ته د تگ اراده ئې كړې؛ او هغه ته هم چي د حج مناسك ئې تر سره كړې؛ يعني چي حاجي له حج وروسته هم هوډمن او متعهد پاته كېږي چي تل به د ال...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب دوه ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
سهشنبه د حمل ۲۹مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د بریا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۲۲مه علمي محاضره وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي خپله نننۍ علمي محاضره د بخاري د حج کتاب په ٥م باب پيل کړه چي عنوان ئې وو (هغه شيان چي مُحْرِم ئې په حرم کي وژلى شي.) لکه په لاندينيو روايتونو کي چي وايي:
888 ـ عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «خَمْسٌ مِنَ الدَّوَابِّ كُلُّهُنَّ فَاسِقٌ يَقْتُلُنَّ فِي الْ...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب يو ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
دوشنبه د حمل ۲۹مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۲۱مه درسي حلقه د بریا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د بخاري د حج كتاب ٩م باب او د (حاجيانو هر کلى) تر عنوان لاندي د خپل مخکيني درس په دوام وويل:
874 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: لَمَّا قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَكَّةَ اسْتَقْبَلَتْهُ أُغَيْلِمَةُ بَنِي عَبْدِالْمُطَّلِبِ فَحَمَلَ وَاحِدًا بَيْنَ يَدَيْهِ وَآخَرَ خَلْف...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب نوولسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
شنبه د حمل ۲۶مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د بریا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د بخاري درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۱۹مه درسي او علمي محاضره وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخكني درس په دوام وويل:
په تېر باب کي مو بحث تر دې عنوان رارسېدلی وو چي:
(د مزدلفې په شپه کمزوري کسان تر نورو وړاندي لېږل.) لکه چي فرمايي:
835 - عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْها قَالَتْ: نَزَلْنَا الْمُزْدَلِفَةَ، فَاسْتَأْذَنَتِ النَّب...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب اتلسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
پنجشنبه د حمل ۲۵مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي نن پنجشنبه د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله ۱۸مه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د ننني درس تر پيل وړاندي؛ د پروني درس په ارتباط په لاندي توگه څو مختصر عرائض وړاندي کړل او زياته ئې کړه:
پرون مو په نعلينو كي د لمانځه په اړه عائشې رضي الله عنها ته منسوب روايت درلود چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم مي ليدلى چي لوڅي پښې او په كپيو (پڼو) كي ئې لمونځ كولو، په ولاړه او ناسته ئې څښلي، له...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب اوولسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د حمل ۲۳مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۱۷مه درسي محاضره وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي خپل نوی درس د بخاري د حج کتاب
په ۳۵م باب پيل کړ چي عنوان ئې وو؛ (په حج او عمره کي رمل) هلته چي فرمايي:
813 - عَنْ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رضي الله عنه: أَنَّهُ قَالَ: فَمَا لَنَا وَلِلرَّمَلِ، إِنَّمَا كُنَّا رَاءَيْنَا بِهِ الْمُشْرِكِينَ، وَقَدْ أَهْلَكَهُمُ اللَّهُ ثُمَّ قَالَ: شَيْءٌ صَنَعَهُ النَّبِي...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب شپاړسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
سهشنبه د حمل ۲۲مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۱۶مه درسي حلقه د بریا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د يأجوج او مأجوج په اړه د خپل مخکني درس په دوام وويل:
د الانبياء په سورې كي د يأجوج او مأجوج په اړہ داسي راغلي:
وَحَرَٰمٌ عَلَىٰ قَرۡيَةٍ أَهۡلَكۡنَٰهَآ أَنَّهُمۡ لَا يَرۡجِعُونَ ٩٥ حَتَّىٰٓ إِذَا فُتِحَتۡ يَأۡجُوجُ وَمَأۡجُوجُ وَهُم مِّن كُلِّ حَدَبٖ يَنسِلُونَ ٩٦ وَٱقۡتَرَبَ ٱلۡوَعۡدُ ٱلۡ...
نور ولوله
مهم ترين های امروز يکشنبه
✒️: محترم انجينير حکمتيار أمير عاليقدر ح.ا.ا: جوبايدن گفت: من آدمى بالغ ام و با طفل شش ساله رقابت مىكنم! در پاسخ وى: جناب! آدم بالغ با طفل خرد رقابت نمىكند اما تو در هفت ماه گذشته با اطفال معصوم غزه مصروف رقابت خونين هستى؛ بيش از 15000 را كُشتى، سرباز، كشتى جنگى، آخرين مادل سلاح كشنده و مخرب به بدترين تروريست تاريخ فرستادى آخرين بسته سلاح مخرب ات به اين تروريست وحشى و جانى به ارزش 14 مليارد بود؛ از تناقضات در گفتار و كردارت، از سيما و حركاتت نمايان است كه تو نه بر زبانت كنترول دارى، نه بر دست و پايت و نه بر حواس و احساساتت؛ در سينه ات دلى از سنگ است و در كله ات مغزى از زهر.
✒️...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب پنځلسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
دوشنبه د حمل ۲۱مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۱۵مه درسي محاضره وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکني درس په دوام وويل:
له تاسو سره مي دا وعده كړې وه چي د مكې او كربلا تر منځ واټن به په نقشه كي درښيم؛ او دا د دې لپاره چي ثابته كړو امام حسين رضي الله عنه د محرم په لسمه نه دئ شهيد شوى؛ او دا ادعاء هم بې بنسټه ده چي د تاريخ ستري ستري پېښي دې ورځي ته منسوبوي او وايي: آدم عليه السلام په دغه ورځ پيدا شوى، له جنت له راكوزېدا وروسته دى او م...
نور ولوله
