No-IMG

د حکمتيار صاحب دوه ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

سه‌شنبه د حمل ۲۹مه؛ ۱۴۰۲ھ‌ش:

 

د ‌حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د بریا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۲۲مه علمي محاضره وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

نوموړي خپله نننۍ علمي محاضره د بخاري د حج کتاب په ٥م باب پيل کړه چي عنوان ئې وو (هغه شيان چي مُحْرِم ئې په حرم کي وژلى شي.) لکه په لاندينيو روايتونو کي چي وايي:

888 ـ عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «خَمْسٌ مِنَ الدَّوَابِّ كُلُّهُنَّ فَاسِقٌ يَقْتُلُنَّ فِي الْحَرَمِ الْغُرَابُ، وَالْحِدَأَةُ، وَالْعَقْرَبُ، وَالْفَأْرَةُ، وَالْكَلْبُ الْعَقُورُ». (بخاري: 1829)

٨٨٨له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (پنځه ژوي داسي دي چي ټول ضرري او ناكاره دي او په حرم کي هم وژل كېدى شي: کارغه، باښه، لړم، موږک او داړونكى سپى).

889 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: بَيْنَمَا نَحْنُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي غَارٍ بِمِنًى إِذْ نَزَلَ عَلَيْهِوَالْمُرْسَلاتِوَإِنَّهُ لَيَتْلُوهَا وَإِنِّي لأَتَلَقَّاهَا مِنْ فِيهِ، وَإِنَّ فَاهُ لَرَطْبٌ بِهَا، إِذْ وَثَبَتْ عَلَيْنَا حَيَّةٌ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «اقْتُلُوهَا» فَابْتَدَرْنَاهَا فَذَهَبَتْ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «وُقِيَتْ شَرَّكُمْ كَمَا وُقِيتُمْ شَرَّهَا». (بخاري: 1830)

٨٨٩له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: په داسي حال کي چي موږ له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره د (منٰى) په يوه غار کي وو چي (والمرسلات) سوره پرې نازله شوه؛ او هغه لوستله او ما ئې له خولې تر لاسه كوله (زده کوله)؛ او لا ئې خوله په هغې لمده (لنده) وه چي يوه مار پر موږ حمله وکړه؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (مړ ئې کړئ)؛ موږ ورپسي ورغلو؛ خو مار ولاړ؛ بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (هغه ستاسو له شر او ضرر داسي وژغورل شو لکه چي تاسو ئې له شر وژغورل شوئ).

890 ـ عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لِلْوَزَغِ: «فُوَيْسِقٌ» وَلَمْ أَسْمَعْهُ أَمَرَ بِقَتْلِهِ.(بخاري: 1831)

٨٩٠د رسول الله صلى الله عليه و سلم له مېرمني عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم څرمښكۍ د (فُوَيسِق: وړه زيان رسوونکې) په نامه ياده کړې ده؛ خو دا مي نه دي ترې اورېدلي چي د وژلو امر ئې کړى وي.

 

ښاغلي حکمتيار زياته کړه؛ د څرمښكۍ په اړه بخاري كي دوه نور روايات هم په دغو شمېرو 3306 - 3359 او لاندينيو توپيرو سره راغلي:

په دواړو كي ويل شوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې د وژلو امر كړى (أَمَرَ بِقَتْلِهِ) او (أَمَرَ بِقَتْلِ الوَزَغِ)؛ دا هم پرې علاوه شوي: كَانَ يَنْفُخُ عَلَى إِبْرَاهِيمَ عَلَيْهِ السَّلاَمُ: يعني څرمښكۍ به د ابراهيم عليه السلام د سوزولو هغه اور ته پو كول چي نمرود د ده د سوزولو لپاره بل كړى وو؛ په دې موخه چي اور لا تېز كړي.

 

نوموړي دا هم وويل چي امام بخاري نه دي ويلي چي په دغو متعارضو راوياتو كي كوم يو صحيح دئ:

1- هغه چي يوازي د پنځو نورو مضرو ژوو نوم په كي اخيستل شوى او د څرمښكۍ نه. 2- د عائشې رضي الله عنها روايت چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي د هغې د وژلو خبره نه ده اورېدلې.

3- هغه روايات چي وايي په كورونو كي له تاسو سره اوسېدونكي ژوي؛ د يوه ډول كورني مارانو په شمول مه وژنئ؛ او معلومه ده چي څرمښكۍ په دوى كي شامله ده.

4- او د بخاري دغه روايت چي وايي: وئې وژنئ؟! امام بخاري د دې وضاحت نه دئ كړى. د داسي متعارضو رواياتو له منځ د يوه انتخاب فقيه ته ضرورت لري؛ په قرآن او حديث پوه فقيه ته؛ فقهاءو او د مذاهبو ائمه وو همدا كار كړى؛ په امت كي د موضوعي، جعلي، ضعيفو او متعارضو رواياتو له كبله شديد اختلافات رامنځته شوى وو؛ شمېر ئې لكونو ته رسېدلى، فقهاءو د فتنې د ختمولو لپاره ملا وتړله؛ روايات ئې وچڼل، كره او ناكره؛ صحيح او ناصحيح ئې سره بېل كړل؛ د امت پوښتنو او غوښتنو ته ئې ځوابونه وويل؛ مخكني پراخ او بې مهاره اختلافات ئې مهار كړل؛ هر يوه ئې په مليونونو مسلمانان په يوه صف كي ودرول؛ يقيناً چي د دوى په صادقانه هڅو سره د يوې ډېري خطر ناكي فتنې مخنيوى وشو؛ ډېره عجيبه ده چي نن ناپوه او غرضي كړۍ د دغو درنو فقهاءو د رغنده هڅو په خلاف تبليغات كوي او د مذهبي اختلافاتو عامل ئې گڼي.

 

د ښاغلي حکمتيار په وينا؛ دا منو چي په امت كي د مذهبي اختلافاتو له كبله د ډېرو مؤمنانو ويني توى شوې؛ دومره چي له اصلي دښمنانو سره د نښتو په ترڅ كي نه دي توى شوې؛ دا نن موږ افغانان له همدې فتنې سره مخامخ يو؛ خو دا ائمه وو ته منسوبول هم جفا او ظلم دئ او هم كذب او افتراء؛ اختلافات د دښمن بړېڅو او جاهلانو رامنځته كړى؛ د امت د كورنيو جگړو تر شا تل د دښمنانو لاس وو او دئ؛ پرون هم او نن هم؛ د فقهاءو راپاڅېدل د هغه مهال يو شديد ضرورت وو؛ كه دوى نه وى خداى خبر چي امت به له څومره بدو او تورو ورځو سره مخامخ شوى وو؛ متأسفانه نن داسي افراد هم راټوكېدلي چي په كوم امام او مذهب پسي اقتداء محكوموي او حتى دې ته د شرك په سترگه گوري؛ ډېرى ئې هغه دي چي ځان ته اهل حديث او سلفي وايي؛ خو په حقيقت كي هغوى اهل حديث نه بلكي اهل بخاري دي؛ اما بخاري رحمه الله ئې امام او بخاري ئې مذهبي كتاب دئ؛ له بخاري پرته د حديث ټول كتابونه نه مني؛ او له بخاري ئې فهم او پوهه دومره كچه او كمزورې چي د هيڅ موضوع او مبحث او په هيڅ باب كي د دوو متعارضو رواياتو له منځه نه يوازي نشي كولى ارجح او اصح ئې تفكيك كړي او غوره ئې وپېژني؛ بلكي هر يو د خپلي خوښي او سليقې روايت ترې غوره كوي؛ د همدې څرمښكۍ د وژلو او نه وژلو په اړه د پورتنيو پوښتنو ځوابولو وړتيا او ظرفيت نه لري!! يقيناً چي د مذهبي اختلافاتو ستر عامل همدا متعارض روايات دي. محدث بايد غوره او اصح روايت له دليل سره ئې وښيي او دا پوښتنه د هري موضوع په ارتباط ځواب كړي چي د بخاري له متعارضو رواياتو به په كوم يوه عمل كوو؟

د بخاري له 1829 روايت معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د مضرو مرغانو او خزندو د وژلو خبره كړې (پنځه ژوي داسي دي چي ټول ضرري او ناكاره دي او په حرم کي هم وژل كېدى شي: کارغه، باښه، لړم، موږک او داړونكى سپى). له دغو ژوو لړم چيچل كوي چي مار او بمبري (غومبسي) هم پرې قياس كېدى شي، سپى داړل كوي، باښه واړه چرگان تښتوي، كارغه غوښه او خوراكي توكى چي بهر پاته شي تښتوي، سپى داړل كوي؛ موږك غله، مېوه او جامې خوري او په خونو كي سوري جوړوي؛ په دغو پنځو كي نه د څرمښكۍ يادونه شوې او نه ئې پر كوم يوه قياسولى شو؛ ځكه نه يوازي كوم ضرر نه لري بلكه مضر حشرات خوري.

 

نوموړی وايي چي ما داسي عربان هم ليدلي چي د څرمښكۍ وژل ئې ستره غزا او وژونكى ئې ستر غازي گڼلو! په داسي رواياتو استناد كوي چي وايي: چا چي په اول گوزار سره ووژله سل، پنځه سوه او... نيكي ورته ليكل كېږي؛ او داسي روايات هم لرو چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې د وژلو امر نه دئ كړى!! امام بخاري هم نه دي ويلي چي كوم روايت تر نورو زيات معتبر او د متابعت وړ دئ؛ آيا د څرمښكۍ په اړه به مو باور دا وي چي هغې د نمرود هغه اور ته پو كول چي د ابراهيم عليه السلام د سوزولو لپاره ئې بل كړى وو؛ په دغو رواياتو كي خو د دغو ژوو د وژلو وجه د هغوى ضرر ښودل شوى؛ نه بل څه؛ كه څوك وغواړي څرمښكۍ په دغو پنځو قياس كړي نو بايد د هغوى د ضرر په څېر كوم ضرر ورته ثابت كړي؛ او كه د ابراهيم عليه السلام اور ته پوه كول ئې د وژلو سبب او دليل وي نو د دغو پنځو ضرري ژوو لپاره هم بايد دې ته ورته سبب ولټوو؛ تحقيقات ښيي چي څرمښكۍ نه مضر ده او نه زهرجنه؛ خوراك ئې د ماشو او مچانو په څېر حشرې دي؛ په غرب كي ئې ځيني خلك پالي او چينايان ئې خوري؛ اور ته څرمښكۍ پو كول داسي دي لكه چي بايبل ويلي: آدم او حواء مار وغولول او له جنت ئې وايستل؛ مار تر ټولو حيواناتو ډېر ځيرك دئ؛ هغه جنت ته داخل شو او حواء ته ئې وويل: آيا په رښتيا تاسو ته ويل شوي چي دا مېوه مه خورئ؟ هغې وويل هو؛ كه ئې وخورو نو مرو؛ هغه ورته وويل: نه مرئ بلكي تلپاته ژوند مو په برخه كېږي؛... هغه ئې وغولوله؛... او الله هغه ته دا سزا واوروله: خاوري دي خوراك شه؛ او تگ دي په سينه؛ ستا او د آدم د مېرمن تر منځ به د تل لپاره دښمني وي؛ ته به ئې چيچې او هغه به ستا سر ځپي.

 

هغه زياتوي چي؛ آيا داسي روايات منلى شو چي د إسنادو له پلوه غريب او د متن له پلوه د عقل او واقع خلاف وي؛ په څرمښكۍ كي د پو كولو توان او ظرفيت نشته او په مار كي نه تر نورو حيواناتو زياته ځېركتيا شته، نه د خبرو او د انسان د غولولو توان؛ د څرمښكۍ په اړه به كومه خبره منو: هغه چي د نمرود اور ته ئې پو كول او كه هغه چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د پلونو آثار ئې هغه مهال ختمول چي غار ثور ته ئې پناه وړې وه او قريش د هغه د وژلو لپاره د همدې غار خولې ته ورسېدل؟!!

 

نوموړي همداراز د موضوع د وضاحت په دوام وويل:

ما په بخاري كي د تحقيق په پيل كي د يوه پاكستاني بريلوي تلويزيوني وينا اورېدله؛ مشهور شخص دئ؛ گوند او تلويزيون لري؛ اوس په غرب كي مېشت دئ؛ بريلويان د صوفيانو يوه ډله ده؛ پيغمبر عليه السلام په هر ځاى كي حاضر و ناظر گڼي؛ پر اهل حديث او سلفيانو ئې كلكي نيوكي كولې او ويل ئې: سلفيون كو بخاري نهي آتى؛ بخار آتى هي: سلفيان په بخاري نه پوهېږي؛ تبي او خارش نيولي؛ يعني چي دى او بريلوي پلويان ئې تر سلفيانو زيات او ښه په بخاري پوهېږي او باور پرې لري! يعني چي په بخاري كي داسي څه هم شته چي حتى بريلويان كولى شي د خپلو عقائدو او باورونو لپاره ترې سند او مستمسك جوړ كړي او داسي څه هم چي سلفيان د خپل مسلك په گټه پرې استناد كوي؛ او همدا ئې يوازينى مذهبي كتاب دئ؛ او دا دواړه ځكه پرې إستناد كوي چي په ډېرو مواردو كي بخاري متعارض او تكراري روايات راوړي؛ داسي چي د بريلويانو او سلفيانو په شمول؛ هر څوك كولى شي د خپلي خوښي روايت ترې غوره كړي. امام بخاري رحمه الله د رواياتو د صحت په اړه يوازي د سند صحت او د راويانو ثقه والي ته كتلي؛ د تكراري او متعارضو رواياتو راوړلو اصلي وجه ئې همدا ده؛ دا ئې د بخاري لوستونكو ته پرېښې چي يو ترې انتخاب كړي. موږ او تاسو د دې درسونو په دوران كي په لسگونو همداسي روايات وليدل.

 

له پورتنيو توضیحاتو وروسته نوموړي په ٦م باب کي بيا په دې موضوع تفصيلي بحث وکړ چي (په مکه کي جنگ جواز نه لري.) هلته چي فرمايي:

891 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمَ افْتَتَحَ مَكَّةَ: «لا هِجْرَةَ وَلَكِنْ جِهَادٌ وَنِيَّةٌ وَإِذَا اسْتُنْفِرْتُمْ فَانْفِرُوا».(بخاري: 1834)

٨٩١له ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د مکې د فتح په ورځ وفرمايل: (نور هجرت نشته، خو جهاد او نيت ئې شته که د جهاد بلنه درکړل شوه؛ نو جهاد ته ووځئ).

د باب عنوان داسي دئ (په مکه کي جنگ جواز نه لري)؛ خو په روايت كي دې موضوع ته هيڅ لري او نژدې اشاره نه مومو؛ بلكي د مكې له فتحي وروسته هجرت منتفي گڼل شوى او دا هم يوازي هغه هجرت دئ چي تر فتحي وړاندي مؤمنان مكلف وو چي له مكې به مدينې ته هجرت كوي؛ مگر هغه چي توان ئې نه لري؛ واضح ده چي له فتحي وروسته هغه هجرت پاى ته رسېدلى؛ اما په دې سره د هجرت الهي حكم منسوخ شوى نه دئ؛ هجرت په عامه توگه تر قيامت پوري د جهاد تر څنگ دوام لري؛ او هر هغه مسلمان پرې مكلف دئ چي د ده پر سيمي او هېواد ظالمان او كافران مسلط شوي او د دوى تر سلطې لاندي نه شي كولى د اسلام له غوښتنو سره سم ژوند وكړي؛ دا هم بايد په پام كي ولرو چي كه كافران له مسلمانانو سره په مكه كي جنگ كوي نو الله تعالى هغوى ته اجازه وركړې چي په مكه كي د كافرانو مقابله وكړي. قرآن فرمايي:

(...وَلا تُقَاتِلُوهُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّى يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ فَإِنْ قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ كَذَلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ 191 البقرة 191

... په مسجد الحرام كي تر هغه له هغوى سره مه جنگېږئ چي دوى له تاسو سره په كي وجنگېږي؛ كه درسره وجنگېدل نو تاسو هم ورسره وجنگېږئ؛ همدا د دغو كافرانو سزا ده.

دا وضاحتونه ډېر زيات ضروري دي؛ له دې پرته او يوازي د روايت همدا اوسنۍ بڼه ناقصه ده او لوستونكي په مغالطه كي اچوي.

 

همداراز په ٧م باب کي ئې بيا (د مُحرِم لپاره ښکر لگول) موضوع ته تفصيلاً اشاره وکړه، لکه چي وايي:

892 ـ عَنِ ابْنِ بُحَيْنَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: احْتَجَمَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم وَهُوَ مُحْرِمٌ بِلَحْيِ جَمَلٍ فِي وَسَطِ رَأْسِهِ. (بخاري: 1836)

٨٩٢له ابن بُحَيْنَه رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم په داسي حال کي چي په احرام کي وو؛ په (لَحْيِ جمل: چي د مکې او مدينې تر منځ د يوه ځای نوم دئ) د خپل سر په منځنۍ برخي کي ښکر ولگاوو.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه؛ چي دا روايت په بخاري كي 21 ځلي په دغو شمېرو 1835 - 1836 - 1938 - 1939 - 2103 - 2086 - 2278 - 2279 - 5680 - 5694 - 5695 - 5696 - 5700 - 5701 - 5691 - 5694 - 5695 - 5696 - 5698 - 5700 - 5701 او لاندينيو توپيرو سره راغلی:

توپيرونه: په صحابه وو كي د دې رواياتو راويان درې دي: عبد الله بْنِ عَبَّاسٍ، أَنَسٍ بن مالك او عَبْدَ اللَّهِ ابْنَ بُحَيْنَةَ رضي الله عنهم؛ يعني چي دا روايت د بخاري په (مشهورو) رواياتو كي راځي؛ د بخاري اكثر روايات غريب دي چي په صحابه وو كي يو يو راوي لري، لږ ئې عزيز او ډېر لږ ئې مشهور دي؛ دا روايت له دغو مشهورو دئ.

 

د نوموړي په وينا په دغو 21 روایاتو کي د بحث اصلي موضوع حجامت: د رگ وهل او وينه ايستل دي؛ (الحجامة هي شق العرق ومص الدم منه)؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه كي د علاج څو معروفي او مروجي طريقې وې: حجامت، په اور سره شوي سيخ داغل، په گوتي او ټوټې سره د ستوني هغي برخي باندي زور كول چي په درد اخته شوې او په دې توگه له هغه وينه ايستل، د عسل شربت، د قُسْطُ البَحْرِي په نامه هغه نبات او جرړي ئې چي په هند او خاصتاً كشمير كي موندل كېږي او د بحر له لاري به عرب هېوادو ته انتقالېدل او د ستوني درد لپاره كارول كېدل. رسول الله صلى الله عليه و سلم د داغلو په اړه ويلي چي نه مي خوښېږي او ممانعت ئې كړى او په ستوني كي په گوتي يا ټوټې سره زور كول او وينه ترې ايستل ئې نه دي خوښ شوي او فرمايلي ئې دي چي په دې سره ماشومان مه ځوروئ او په ځاى ئې قُسط البحري وكاروئ. د رواياتو له فحوى او الفاظو په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي دا نه يوازي د هغه وخت معمول او معروف علاجونه وو بلكي ځيني ئې په نورو هېوادو او ولسونو كي هم كارېدل. په سور شوي سيخ سره د زخمونو او ټپونو داغل خو په ټولي نړۍ كي عام وو؛ دومره چي له دې پرته به زخمونه گنده شول او د زخمي په مرگ به منتج شول. رسول الله صلى الله عليه و سلم چي د دغو معمول علاجونو په اړه څه ويلي دا نه د رسالت برخه او نه د وحي له مخي دي؛ او نه هم د داسي سنت په ضمن كي راځي چي مسلمان پرې مكلف وي او ثواب پرې مرتب كېږي؛ هغه چي په خپله ممانعت ترې كړى؛ فقط په همدې مكلف يو؛ له دغو رواياتو همدا مطلب اخيستل كېږي:

5696 - عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّهُ سُئِلَ عَنْ أَجْرِ الحَجَّامِ، فَقَالَ: احْتَجَمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، حَجَمَهُ أَبُو طَيْبَةَ، وَأَعْطَاهُ صَاعَيْنِ مِنْ طَعَامٍ، وَكَلَّمَ مَوَالِيَهُ فَخَفَّفُوا عَنْهُ، وَقَالَ: «إِنَّ أَمْثَلَ مَا تَدَاوَيْتُمْ بِهِ الحِجَامَةُ، وَالقُسْطُ البَحْرِيُّ» وَقَالَ: «لاَ تُعَذِّبُوا صِبْيَانَكُمْ بِالْغَمْزِ مِنَ العُذْرَةِ، وَعَلَيْكُمْ بِالقُسْطِ»

له انس رضي الله عنه روايت دئ چي د حجام (ښكر لگوونكي يا وينه ايستونكي) د بدلې او اجورې په اړه وپوښتل شو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم حِجامت كړى؛ ابو طيبه ئې حِجامت وكړ؛ د خوړو دوه صاع (پيمانې) ئې وركړې؛ او د ده له مالكانو سره ئې خبري وكړې نو د ده (خراج ) ئې راكم كړ؛ او وئې فرمايل: ستاسو غوره چي پرې تداوي كوئ حِجامت او قُسْطُ البحري دي؛ او وئې فرمايل: د خپلو ماشومانو په ستوني كي د درد معالجې لپاره گوتي مه وهئ؛ له قُسط كار واخلئ.

5680 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما، قَالَ: " الشِّفَاءُ فِي ثَلاَثَةٍ: شَرْبَةِ عَسَلٍ وَشَرْطَةِ مِحْجَمٍ، وَكَيَّةِ نَارٍ، وَأَنْهَى أُمَّتِي عَنِ الكَيِّ "

 له ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما روايت دئ چي وايي: شفاء په دريو كي ده: د شاتو شربت، د مِحْجَم وهل (هغه آله او چاړه چي له رگونو د وينو ايستلو لپاره پر غوښي وهل كېږي؛ او هغه آله او ښكر هم چي وينه پرې راايستل كېږي) او كَيَّةَ نار (په اور سور شوى اوسپنيز سيخ چي د داغلو لپاره كارول كېږي)؛ او خپل امت له داغلو منع كوم.

5702 - عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «إِنْ كَانَ فِي شَيْءٍ مِنْ أَدْوِيَتِكُمْ خَيْرٌ، فَفِي شَرْبَةِ عَسَلٍ؛ او شَرْطَةِ مِحْجَمٍ؛ او لَذْعَةٍ مِنْ نَارٍ، وَمَا أُحِبُّ أَنْ أَكْتَوِيَ»

له جابر بن عبد الله رضي الله عنه روايت دئ چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي واورېدل چي فرمايل ئې: كه ستاسو د علاج او دواگانو په كوم څه كي خير او گټه وي نو د شاتو شربت، د مِحْجَم وهل (ښكر لگول) او په اور سره لږ سوزول؛ او دا نه خوښوم چي په سره سيخ داغل وكړم.

له جابر رضي الله عنه دا روايت هم راغلى:

5683 - عن جابِرِ بنِ عبْدِ الله رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: سَمِعْتُ النبيَّ، صلى الله عَلَيْهِ وَسلم، يَقُولُ: إنْ كانَ فِي شَيءٍ مِنْ أدْوِيَتِكُمْ أوْ: يَكُونُ فِي شيءٍ مِنْ أدْوِيَتِكُمْ خَيْرٌ فَفي شَرْطَةِ مِحْجَمٍ أوْ شَرْبَةِ عَسَلٍ أوْ لَذْعَةٍ بِنار تُوافِقُ الدَّاءَ، وَمَا أُحِبُّ أنْ أكْتَوِيَ. عمدة القاري

له جابر بن عبد الله رضي الله عنه روايت دئ چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي واورېدل چي فرمايل ئې: كه ستاسو د علاجونو او دواگانو په كوم څه كي خير او گټه وي او يا وي به؛ نو د مِحْجَم وهل (ښكر لگول)، د شاتو شربت؛ او په اور سره داسي لږ سوزول چي له مرض سره مطابقت ولري؛ او دا نه خوښوم چي په سره سيخ داغل وكړم.

 

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير زياتوي چي په دغو رواياتو كي دا هم راغلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په داسي حال كي حجامت كړى چي يا په احرام كي وو او يا روژه وو؛ يعني په دې سره نه روژه ماتېږي او نه حجامت د احرام منافي دئ. په دغو دوو روايتونو كي همدا مطالب راغلي:

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما، قَالَ: «احْتَجَمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ صَائِمٌ». بخاري: 1939

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ: «احْتَجَمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ مُحْرِمٌ» بخاري: 5695

په ځينو روايتونو كي دا هم راغلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم حجامت كوونكي ته مزد او بدله وركړې؛ كه اجوره وركول حرام وى نو نه به ئې وركوله؛ د بخاري دغه روايت همدا خبره كوي.

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما، قَالَ: «احْتَجَمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، وَأَعْطَى الَّذِي حَجَمَهُ» وَلَوْ كَانَ حَرَامًا لَمْ يُعْطِهِ. بخاري: 2103

 

ورته مهال ښاغلي حکمتيار په ٨م باب کي (د مُحْرِم نکاح) په موضوع هم تفصيلي بحث وکړ، لکه چي وايي:

893 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما، «أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ تَزَوَّجَ مَيْمُونَةَ وَهُوَ مُحْرِمٌ» (بخاري: 1837)

٨٩٣- ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د احرام په حال کي له ميمونه رضي الله عنها سره واده وکړ.

 

د يادې موضوع د لا وضاحت په اړه نوموړی وايي؛ چي داسي روايات هم مومو چي محرم ته نكاح كول جائز نه بولي؛ لكه دا روايت چي په صحيح مسلم كي درې ځلي په دغو شمېرو راغلى: 3431- 3429- 3433-

3431- عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : لاَ يَنْكِحُ الْمُحْرِمُ، وَلاَ يُنْكَحُ، وَلاَ يَخْطُبُ. مسلم

له عثمان بن عفان رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: محرم دي نه څوك په نكاح كوي او نه دي په نكاح وركول كېږي او نه دي چا ته د نكاح پيغام لېږي.

 

قدرمن مشر زياتوي چي د دغو دواړو متعارضو آراء او رواياتو په اړه بايد ووايو:

د بخاري دا روايت (1837)؛ مُسلم، نسَائِيّ، ابْن مَاجَه، ترْمِذِيّ، ابْن حبَان، بيهقي؛ او طَحاوِيّ راوړى. أبو هُرَيْرَة رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ هم روايت كړى، إِبْرَاهِيم النَّخعِيّ، الثَّوْري، عَطَاء بن أبي رَبَاح، الحَكَم بنُ عُتَيْبَةَ، حَمَّاد بن أبي سُلَيْمَان، عِكْرِمَة، مَسْرُوق، أَبُو حنيفَة، أَبُو يُوسُف، مُحَمّد، رحمهم الله په همدې روايت استناد كړى او ويلي ئې دي: محرم ته په نكاح كولو كي هيڅ مانع او حرج نشته؛ خو تر هغه به نژدېكت ورسره نه كوي چي له احرام ووځي؛ او همدا د ابْن عَبَّاس او ابْن مَسْعُود رضي الله عنهما وينا هم ده؛ پر دې ټولو علاوه؛ د دې رأيي د صحت لپاره دا مضبوط دلائل لرو:

د رسول الله صلى الله عليه و سلم مېرمن ميمونه رضي الله عنها وايي چي هغه په داسي حال كي نكاح شوې چي رسول الله صلى الله عليه و سلم محرم وو.

أبو هُرَيْرَة، ابْن عَبَّاس او ابْن مَسْعُود رضي الله عنهم هم د ميمونې رضي الله عنها په څنگ كي شاهدان دي.

 

نوموړي دا هم وويل چي نكاح داسي ده لكه هره بله انساني معامله او معاهده؛ كه په حج او د احرام حالت كي تجارت او پېر پلور جائز وي؛ نكاح به ولي جائز نه وي؟!

قرآن د احرام په حالت كي د مجامعت نهي كړې؛ د نكاح ممانعت لپاره په قرآن كي كوم شاهد نه مومو.

 

محترم حکمتيار صاحب همداراز په ٩م باب کي (د محرم غسل) تر عنوان لاندي پر يوه بله مهمه موضوع هم تفصيلي بحث درلود او د لاندينيو روایاتو په استناد ئې وويل:

894 ـ عَنْ أَبِي أَيُّوبَ الأَنْصَارِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ قِيلَ لَهُ: كَيْفَ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَغْسِلُ رَأْسَهُ وَهُوَ مُحْرِمٌ؟ فَوَضَعَ أَبُو أَيُّوبَ يَدَهُ عَلَى الثَّوْبِ فَطَأْطَأَهُ حَتَّى بَدَا لِي رَأْسُهُ، ثُمَّ قَالَ لإِنْسَانٍ يَصُبُّ عَلَيْهِ: اصْبُبْ، فَصَبَّ عَلَى رَأْسِهِ، ثُمَّ حَرَّكَ رَأْسَهُ بِيَدَيْهِ، فَأَقْبَلَ بِهِمَا وَأَدْبَرَ وَقَالَ: هَكَذَا رَأَيْتُهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَفْعَلُ. (بخاري: 1840)

٨٩٤له ابو ايوب انصاري رضي الله عنه روايت دئ چي ده ته وويل شول: رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ به د احرام په حالت کي خپل سر څنگه مينځلو؟ ابو ايوب پر هغي ټوټې لاس کښېښود (چي ځان ته ئې پرده كړې وه) را کوزه ئې کړه؛ سر ئې ترې ښکاره شو؛ بيا ئې هغه سړي ته چي اوبه ئې پرې اچولې وويل: اوبه راباندي واچوه؛ هغه ئې پر سر اوبه واچولې؛ بيا ئې د خپل سر وېښتان په دواړو لاسونو وخوځول؛ نو مخكي او شا ته ئې كړل او وئې ويل: رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مي (د احرام حالت كي) ليدلى چي همداسي ئې کول.

 

همداراز په ١٠م باب کي ئې (مکې او حرم ته له احرام پرته ننوتل) موضوع د لاندينيو روایاتو په استناد وڅېړله؛ لکه چي وايي:

895 ـ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَخَلَ عَامَ الْفَتْحِ وَعَلَى رَأْسِهِ الْمِغْفَرُ فَلَمَّا نَزَعَهُ جَاءَ رَجُلٌ فَقَالَ: إِنَّ ابْنَ خَطَلٍ مُتَعَلِّقٌ بِأَسْتَارِ الْكَعْبَةِ فَقَالَ: «اقْتُلُوهُ». (بخاري: 1846)

٨٩٥له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د مکې د فتح په کال په داسي حال کي داخل شو چي پر سر ئې خول (اوسپنيزه خولۍ يا داسي زغره چي سر او مخ؛ له سترگو پرته؛ پوښي)، کله چي ئې هغه ايسته كړ؛ يو سړى راغى او وئې ويل: ابن خطل د کعبې له پردې يا غلاف سره جوخت پټ شوى؛ وئې فرمايل: (وې وژنئ).

ابن خطل چي اصلي نوم ئې عبدالله بن هلال وو؛ مسلمان شوى وو؛ يو مسلمان ئې ووژلو؛ (وتښتېدو) او مرتد شو. هم د ارتداد له كبله او هم د يوه مسلمان د وژلو په جرم د وژلو وړ وو.

نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي څلور ځلي په دغو شمېرو 1846 - 3044 - 4286 - 5808 او دغو توپيرو سره راغلی:

توپيرونه: لومړي دوه (1846 - 3044) يوازي د څلورمي طبقې راويانو كي توپير لري، درېيم روايت (4286) له مخكينيو دواړو سره دا توپير لري چي دغه مطلب په كي اضافه شوى (قَالَ مَالِكٌ: «وَلَمْ يَكُنِ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيمَا نُرَى وَاللَّهُ أَعْلَمُ يَوْمَئِذٍ مُحْرِمًا»: مالك وويل: موږ ته داسي برېښي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به دغه ورځ محرم نه وو؛ الله تعالى ښه پوهېږي. په څلورم كي د ابن خطل د وژلو خبره هم نه ده راغلې.

 

د نوموړي په خبره د روايت يوازي دا برخه له باب سره تړاو او همغږي لري چي رسول الله صلى الله عليه و سلم مكې ته داسي داخل شوى چي خُول ئې پر سر وو او دا د دې نښه ده چي هغه احرام نه وو تړلى؛ ځكه په احرام كي بايد سر لوڅ وي؛ خو دې موضوع ته په روايت كي په واضح توگه اشاره نه ده شوې او تر روايت وروسته هم نه دي ويل شوي؛ د بخاري لوستونكى له ډېر دقت او غور وروسته پرې پوهېدى شي؛ هغه هم د نورو رواياتو په مرسته.

 

قدرمن حکمتيار صاحب همداراز په ١١م باب کي دا عنوان چي (د مړي لپاره حج او نذر) هم په تفصيلي بڼه تشريح کړ، لکه چي وايي:

896 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما أَنَّ امْرَأَةً مِنْ جُهَيْنَةَ جَاءَتْ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَتْ: إِنَّ أُمِّي نَذَرَتْ أَنْ تَحُجَّ فَلَمْ تَحُجَّ حَتَّى مَاتَتْ، أَفَأَحُجُّ عَنْهَا؟ قَالَ: «نَعَمْ حُجِّي عَنْهَا أَرَأَيْتِ لَوْ كَانَ عَلَى أُمِّكِ دَيْنٌ أَكُنْتِ قَاضِيَةً؟ اقْضُوا اللَّهَ فَاللَّهُ أَحَقُّ بِالْوَفَاءِ». (بخاري: 1852)

٨٩٦له ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما روايت دئ چي د جُهَينَه قبيلې يوه ښځه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغله او وئې ويل: مور مي نذر ايښى وو چي حج به کوي؛ خو تر هغه ئې حج ونه كړ چي مړه شوه، نو آيا زه د هغې لپاره حج وکړم؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (هو؛ د هغې لپاره حج وکړه؛ وگوره که دي پر مور کوم قرض وی؛ نو تا به اداء کولو؟! د الله تعالى قرض (حق) اداء کړئ؛ هغه تر هر چا زيات د وفاء حقدار دئ)

 

ناويلي دې پاته نه وي چي د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک