No-IMG

د حکمتيار صاحب څلور ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

سه‌شنبه د ثور ۵مه؛ ۱۴۰۲:

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۲۴مه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

 

نوموړي (د حج احكام او اركان) تر عنوان لاندي د خپل مخکيني درس په دوام وويل:

حج د اسلام پنځم ركن دئ، لغوي معنى ئې (قصد او اراده ده)؛ يعني د خپل رب كور ته د سفر هوډ؛ حاج، الحاج، حجي او حاجي؛ هغه چا ته وبل كېږي چي د الله تعالى كور (بيت الله) ته د تگ اراده ئې كړې؛ او هغه ته هم چي د حج مناسك ئې تر سره كړې؛ يعني چي حاجي له حج وروسته هم هوډمن او متعهد پاته كېږي چي تل به د الله تعالى د كور طواف كوونكى وي؛ او د دې معنى دا ده چي ته په حج سره يو داسي سفر پيلوې چي له تا دائمي تگ غواړي؛ دا ستا ټول ژوند احتواء كوي او په دې سپېڅلي سفر او مناسكو كي ئې ټول اسلام تمثيل شوى؛ هر آزاد، عاقل، بالغ، روغ او غني مسلمان په ژوند كي يو ځل د دې فريضې په اداء كولو مكلف دئ؛ غني او توانمن يعني هغه چي (د ژوند ټول لومړني ضرورتونه لكه كور، ضروري سامان، ورځني لگښتونه ئې تأمين وي؛) پر دې سربېره د سفر د مصارفو له عهدې وتلى شي او له امنيتي پلوه له كوم خنډ او گواښ سره مخامخ نه وي؛ تر بېرته راستنېدو پورى د خپلي كورنۍ نفقه ولري، له ښځي سره د محرم شتون ضروري دئ؛ كه محرم ونه لري كه څه هم حج پرې فرض شوى وي؛ له اداء كولو ئې معاف ده؛ خو كه سره دې ئې له محرم پرته حج وكړ؛ نو حج ئې صحيح دئ خو داسى كول مكروه دي. كه د كور او مكې تر منځ د سفر واټن او موده تر دريو شپو ورځو كمه وي نو د محرم شتون ضروري نه دئ.

 

ښاغلي حکمتيار د موضوع په دوام زياته کړه چي؛ د بيت الله شاوخوا يوه ساحه د حرم په نامه ټاكل شوې؛ پنځو لوريو ته ئې داسي پنځه ځايونه ټاكل شوي چي حاجيان او عمره كوونكي به له دې ځايونو احرام سره داخلېږي؛ د مدينې لوري ته (ذو الحليفه)، د عراق لوري ته (ذات عرق) چي د يوه واړه غـره نوم دئ، د شام لوري ته (جُحفه)، د نجد لوري ته د (قرن) په نامه يو غر او د يمن لوري ته (يلملم) دي؛ هغه چي كور ئې د ميقاتونو او مكې تر منځ وي؛ ميقات ئې د (حل: هغه ساحه ده چي د دوى د كور او مكې تر منځ وي)؛ او هغو خلكو ته چي په مكه كي اوسي؛ د احرام تړلو ځاى ئې د مكې حرم او د عمرې لپاره ئې د (حل) ساحه ده؛ هغه خلك چي د حج او عمرې لپاره په الوتكو كي درومي نو يا به د سپرېدو وخت كي احرامونه تړي او يا به د الوتكو له عمله پوښتنه كوي چي كله به اړوند ميقات ته رسي چي احرام وتړي.

 

نوموړي همداراز وویل: ښه دا ده چي تر احرام تړلو وړاندي غسل وشي؛ خو كه دا كار گران وي نو اودس ورته كفايت كوي؛ بيا دي خپلي مخكينۍ جامې په يوه څادر او لونگ بدلي كړي؛ د احرام دوه ركعته لمونځ دي اداء كړي، د حج يا عمرې نيت دي وكړي؛ او د تلبيې دا جملات دي ووايي: «لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لاَ شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالمُلْكَ، لاَ شَرِيكَ لَكَ»: حاضر او تيار يم ستا امر منلو ته اې زما مولا! چمتو يم منلو ته! چمتو يم؛ هيڅ شريك دي نشته؛ چمتو يم؛ يقيناً چي ستايني او نعمتونه تا ته مختص دي؛ او واكمني هم؛ هيڅ شريك دي نشته. كه كولى شي او زړه ئې غواړي نور دې ته ورته كلمات دي پرې علاوه كړي؛ په همدې سره په احرام كي داخل شو؛ د خپلي خوښي اوږده دعاء دي وكړي؛ كه مأثوره دعاءگاني ئې زده وي؛ او كه نه نو په خپلي مورنۍ ژبي دي دعاء وكړي؛ احرام ته له داخلېدو وروسته به له هغو كارونو ډډه كوي چي په احرام كي ئې له كولو ممانعت شوى؛ د ټولو حرام ويناوو او كارونو په شمول له ځينو جائز او حلال ويناوو او كارونو هم؛ لكه جنسي اړيكي او اړوند خبري ئې؛ ناوړه خبري، شخړي او جدل، د نوكانو او وېښتانو پرې كول، لنډول او خرېيل، د خزنده وژنه، ښكار او له بل سره په ښكار كي مرسته، گنډلې جامې، كوټ او چپنه اغوستل، سر او پښې پټول، داسي څه په پښو كول چي د پښو بېډۍ په كي پټي شي، په ځان او جامه عطر وهل، هغه جامه دي نه اغوندى چي د (ورس)، زعفران يا (عصفر) په څېر بوټو رنگ او معطر شوې وي، مُحْرِم كولى شي چي د جنابت يا تودوخي له كبله غسل وكړي؛ خو نه به صابون كاروي، نه بل داسي څه چي د عطر بوى لري؛ په نوكانو يا ځيږ شي به ځان نه موښي، كولى شي د چترۍ يا بل شي سيوري ته شي، له هر لمانځه وروسته، په هر لوړ او ځوړ او د حاجيانو له هري ډلي سره مخامخ كېدو په وخت كي دي تلبيه وايي.

 

هغه زياتوي چي كله چي محرم د مكې ښار ته داخل شي نو د كعبې په ليدو سره دي دا تكبيرونه ووايى: اللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ وَلِلَّهِ الْحَمْدُ؛ او كه كولى شي دا دعاء دي وكړي: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبُوابَ رَحْمَتِكَ، اللَّهُمَّ زِدْ بَيْتَكَ هَذَا تَشْرِيفًا وَتَعْظِيمًا وَتَكْرِيمًا، وَبِرًّا وَمَهَابَةً، وَزِدْ مِنْ شَرَّفَهُ وَعَظَّمَهُ مِمَّنْ حَجَّهُ وَاعْتَمَرَهُ تَعْظِيمًا وَتَشْرِيفًا وَبِرًّا وَمَهَابَةً؛ كه ئې نه شي كولى او په معنى ئې نه پوهېږي نو ښه به دا وي چي په خپلي مورنۍ ژبي ئې ووايي: الهي! د رحمت دړي دي زما مخي ته پرانيزه؛ الهي! د دې خپل كور شرف، عظمت، كرامت، ښېگڼه او هيبت زيات كړه؛ او د هغه چا شرف، عظمت، كرامت، ښېگڼه او هيبت هم زيات كړه چي هغه ئې په شرافت او عظمت سره وستايو. خپل طواف دي له حجر الاسود پيل كړي؛ كه ورته ممكنه وه نو په حجر الاسود دي لاس كښېږدي او هغه دي ښكل كړي؛ كه نه نو خپل لاسونه دي داسي د هغې لوري ته لوړ كړي لكه چي پر هغې لاس راكاږي؛ حجر الاسود ته مخامخ دي لاسونه تر اوږو لوړ كړي؛ داسي چي رغوي ئې د هغې په لوري وي؛ تكبيرونه دي ووايي؛ د حجر الاسود مسح كول او ښكلول سنت دي؛ سمه نه ده چي د دې سنت لپاره خلك أذيت كړى شي؛ د هغوى ځورول او تنگول ناروا دي؛ له همدې ځاى او په ښي لوري دي خپل طوافونه پيل كړي، په طواف كي دي خپل څادر داسي پر ځان واچوي چي يوه خوا ئې پر كيڼي اوږې وي او بله خوا ئې له ښي تخرگ راوباسي او پر كيڼي اوږې ئې واچوي؛ او ښۍ اوږه لوڅه پرېږدي؛ اوه ځلي به د كعبې طواف وكړي (پرې راوبه گرځي) په لومړيو دريو ځلو كي به ئې تگ په رمل سره وي (په لنډو لنډو گامونو سره گړندى تگ او اوږې خوځول)؛ په پاته څلورو كي به ئې تگ عادي وي، هر ځل چي حجر الاسود ته رسېږي كه ورته ممكنه او آسانه وه هغه دي مسح كړي؛ خپل طوافونه دي په حجر الاسود پاى ته ورسوي، بيا دي په هغه ځاى كي دوه ركعته واجب لمونځ وكړي چي د مقام ابراهيم (د ابراهيم عليه السلام د ودرېدو ځاى) په نامه يادېږي، د مسجد الحرام په هري برخي كي دا دوه ركعته لمونځ كولى شي، په قرآن كي د مقام ابراهيم يادونه شوې خو د هغو دلائلو په ضمن كي چي ښيي كعبه هغه لومړنى كور دئ چي د الله تعالى له لوري وضع شوى او د ابراهيم عليه السلام په لاس په مكه كي جوړ شوى؛ په مكه كي د ابراهيم عليه السلام د اولاد؛ بنو اسمعيل شتون ثابتوي چي دا كور د ده په لاس جوړ شوى؛ اوس د كعبې شرقي لوري ته، په څو متره واټن كي او د هنداري يوې غرفه كي داسي تيږه اېښودل شوې چي د دوو پښو پلونو نښي په كي ليدل كېږي. د حاجي دا لومړى طواف؛ د طواف قدوم په نامه يادېږي چي سنت دئ؛ موخه ئې د كعبې درناوى او احترام دئ؛ د مكې پر اوسېدونكو نشته؛ بيا به د صفا غونډي ته ځي؛ افضل دا ده چي د صفا له اړوند دروازې ورشي؛ خو له بلي لاري ورتگ كي هيڅ حرج نشته؛ دومره دي غونډۍ ته لوړ شي چي كعبه وليدى شي، بيت الله ته دي مخامخ ودرېږي، همغه تكبيرونه دي ووايي، د خپلي خوښي اوږده او له دې احساس او هيلي سره دعاء وكړه چي الله تعالى به ئې قبلوي، د صفا او مروه پر غونډيو هاجر عليها السلام دعاء كړې او الله تعالى ئې دعاء قبوله كړې؛ نو دا د دعاء گانو د قبلېدو ځاى دئ؛ له صفا به په عادي گامونو كوزېږې او د مروه په لوري به خوځېږې، كله چي د شېلې منځ ته ورسېږې؛ د لاري يوې برخي كي به په منډه ځې؛ دا برخه اوس داسي په نښه شوې چي په پيل او پاى كي ئې؛ د لاري دواړو اړخونو ته؛ رنگ شوې ستني او شنه گروپونه تر سترگو كېږي؛ او تا ته ښيي چي د منډي برخه دغه ده؛ هاجر عليها السلام همدلته منډه كړې او د حاجي دا منډه د هغي خاطرې يادول دي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم هم دلته منډه كړې ده؛ كله چي له دې برخي تېر شې نو بيا به په عادي گامونو تر مروه پوري درومې؛ هلته به همغه څه كوې چي په صفا كي دي كړي؛ په دې سره د صفا او مروه تر منځ ستا له اوو وارونو تگ يو وار بشپړ كېږي؛ شپږ نور به هم تر سره كوې؛ له صفا دي پيل كړي وو او په مروه به ئې پاى ته رسوې؛ له دې وروسته دي حاجي تر هغه په مكه كي پاته شي چي منٰى ته به درومي؛ د مخكي په څېر دي طوافونه او له هر ځل اوو طوافونو وروسته دوه ركعتونه لمونځ كوي

 

ښاغلي حکمتيار دا هم وويل؛ سنت دا دئ چي د مسجد الحرام امام به د ذي الحجې په اومه او د ماسپښين له لمانځه وروسته؛ خلكو ته دوه خطبې اوروي او په دې خطبو كي به هغوى ته د حج د مناسكو په اړه ضروري لارښووني كوي؛ په اتمه به د سهار له لمانځه وروسته؛ له حاجيانو سره له ښار وځي او د منٰى په لوري به درومي؛ د ذي الحجې تر نهمي به په منٰى كي پاته كېږي؛ په نهمه ورځ او سهار له لمانځه وروسته به د عرفات په لوري روانېږي؛ دا هم سنت دئ چي عرفات ته تر روانېدو وړاندي غسل وكړي؛ په عرفات كي به د ماسپښين او مازديگر لمونځونه يو په بل پسي، په يوه اذان او دوو اقامتو او د ماسپښين لمانځه په وخت كي اداء كېږي؛ امام به تر لمانځه وړاندي دوې خطبې وايي؛ په خطبو كي به د حج په اړه د ضروري لارښوونو په شمول د ټول اسلامي امت د مهمو قضاياوو په اړه داسي څه وايي چي دا ستر او سپېڅلى محل او مهال ئې ايجابوي؛ دا په حقيقت كي د ټول اسلامي امت ستره كلنۍ غونډه ده؛ دلته بايد د امت ټولي ستونزي او هغه گواښونه چي ورسره مخامخ دي، هغه مسئوليتونه چي دوى ته متوجه دي؛ په گوته شي؛ دا د اسلامي امت د يووالي لپاره مهم او اغېزمن فرصت دئ؛ له كورنيو او بهرنيو گواښونو سره د گډي مقابلې لپاره د واحد تصميم نيولو فرصت؛ د امام خطبه بايد همغسي وي لكه د رسول الله صلى الله عليه و سلم خطبه؛ كه څوك د كوم عذر له كبله ونه توانېدو چي دا دواړه لمونځونه د امام په اقتداء كي اداء كړي؛ نو له بل جماعت پرته به ئې يوازي او يو په بل پسي اداء كوي

 

نوموړی د موضوع د لا وضاحت په دوام وايي؛ د عرفات ميدان كي او د جبل الرحمة خوا ته؛ د دعاء ښه فرصت او وخت دئ؛ غوره ده چي دا دعاء مو په گډه وي او ټول حاجيان په كي برخه واخلي؛ داسي چي امام دعاء كوي او خلك آمين وايي؛ كه چا دا فرصت له لاسه وركړ؛ كېدى شي په بېلو بېلو ټوليو كي په گډه دعاء وكړي؛ له لمر لوېدو وروسته به حاجيان له عرفات راكوزېږي او آرام آرام به د مزدلفې په لوري روانېږي، دې سيمي ته له دې كبله د مزدلفې نوم وركړى شوى چي د دريو جمراتو خوا ته نژدې پرته ده؛ (إزلاف) نژدې كېدو ته وايي؛ حاجيان دلته د شپې په تياره كي او ماخستن رسېږي؛ او دا كټ مټ داسي ده لكه مجاهدين چي د شپې په تياره كي ځان دښمن ته رسوي؛ شپه هملته تېروي او سبا په مناسب وخت كي او په داسي حال كي چي دښمن غافل دئ او دفاع ورته گرانه؛ بريد پرې كوي؛ ځيني داسي انگېري چي گواكي دلته آدم او حواء عليهما السلام نژدې شوي او په عرفات كي ئې سره پېژندلي؛ دا ادعاءگاني هيڅ بنسټ نه لري؛ نه په دې كي د مفسرينو او علماءو اجماع ده چي آدم او حواء عليهما السلام په په آسمان او آسماني جنت كي پيدا شوي او نه په دې كي چي زمكي ته بېل راكوز كړى شوي؛ او نه په دې كي چي چېري ئې سره ليدلي؛ او نه په دې صحيح او معتبر روايت لرو؛ آدم زموږ جد دئ؛ هر څه ئې موږ ته ورته دي؛ زمكنى مخلوق دئ، په زمكي كي پيدا شوى، وفات شوى او له همدې زمكي به له خپلو ټولو اولادونو سره يو ځاى د قيامت په ورځ له خاوري راپاڅي؛ جنت او دوزخ به ئې هم په همدې زمكي كي وي. په همدې مزدلفه كي د مشعر الحرام په نامه يو غر دئ؛ امام به سره له حاجيانو همدلته ودرېږي او په گډه به دعاء كوي؛ همدلته به د ماښام او ماخستن لمونځونه؛ د ماخستن په وخت، په يوه اذان او يوه اقامت سره اداء كېږي. د مشعر الحرام تحت اللفظي معنى؛ د دروند او محترم شعور وخت او ځاى دئ؛ دلته به حاجيان د سبا ورځي مقابلې لپاره 49 وړې ډبري راټولوي؛ د غټ نخود په اندازه؛ يا د كارتوس د مردكي په اندازه؛ له دې سره د مشعر الحرام نوم هم خاص مناسبت لري؛ ډېر ظريف مناسبت؛ له دښمن سره د مقابلې لپاره تر وسلې او تجهيزاتو وړاندي؛ د الله د لاري مؤمن مجاهد لوړ، سپيڅلي او دروند شعور، فكر او آرمان ته ضرورت لري؛ بې فرهنگ، بې هدف او بې مفكورې جنگيالي د الله په لار كي د جنگېدو وړتيا نه لري؛ مزدلفه، مشعر الحرام، دلته د تيږو راغونډول او جمراتو ته ځان چمتو كول؛ موږ ته همدا پيغام له ځان سره لري.

 

هغه دا هم وويل چي له عرفات تر مزدلفې پوري د لاري په اوږدو كي د ماښام لمونځ اداء كول روا نه دي؛ كه څه هم ماخستن داخل شوى وي؛ دا دواړه لمونځونه بايد په مزدلفه كي او د ماخستن له لمانځه سره يو ځاى اداء شي؛ د عرفات او مزدلفې جمع صلاتين؛ ښيي چي په سفر كي داسي لمونځ جائز دئ؛ د مزدلفې وضعيت ته په پام سره ځينو علماءو دا فتوى وركړې چي لمونځونه په وړو وړو جماعتونو كي اداء كېدى شي؛ د امام ابو حنيفه رأى دا ده چي "دلته د لمانځه لپاره جماعت شرط نه دئ"؛ همغسي لكه د جنگ ميدان ته څېرمه او د محارب دښمن خوا ته سيمي كي چي په جماعت سره لمونځ ښه دئ؛ خو د كافي او ضروري امنيتي تدابيرو په شرط او له جماعت پرته لمونځ هم جائز دئ؛ دلته به د سهار لمونځ هم په لومړي وخت كي اداء كېږي؛ تر لمر ختو وړاندي به له دې ځاى د منٰى په لوري وځي او كله چي منٰى ته ورسېږي نو لومړى كار به ئې جمراتو ته ځان رسول او وروستنى څلي ويشتل وي؛ له لومړي او منځني څلي به تېرېږي او وروستنى به په اوو تيږو داسي ولي چي په يوه يوه ئې په نښه كړي او له هرې يوې سره به بسم الله الله اكبر وايي؛ له ويشتلو وروسته دي هلته توقف نه كوي؛ او ترې تېر دي شي؛ په كومو تيږو چي څلي ويشتل شوي؛ بيا ئې كارول مكروه گڼل شوي؛ د ويشتلو وخت په اړه ځيني له لمر خاته تر لمر لوېدو او ځيني له لمر ختو تر زوال پوري گڼي؛ مريض، ضعيف او سپين ږيرو ته دا رخصت وركړى شوى چي د څلو ويشتلو لپاره وكيل ونيسي. چا چي د تمتع حج كړى؛ يعني عمره ئې كړې، بيا له احرام وتلي او بيا ئې منٰى ته د تگ په ورځ د حج لپاره احرام تړلى او چا چي حج او عمره په يوه احرام اداء كړي؛ پر دوى د يوه پسه او هغه ته ورته، يا په اوو تنو يو اوښ يا غويى ذبح كول واجب دي، همدې ته د هدي نوم وركړى شوى؛ دا به په ايام النحر كي ذبح كوي؛ غوښه به ئې فقراءو ته وركوي؛ كه څوك ئې توان نه لري نو لس ورځي به روژه نيسي؛ درې ورځي تر عرفې وړاندي په حج كي او اوه ورځي كله چي كور ته ستون شي؛ قرآن په دې اړه فرمايي

... فَمَنْ تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ... البقرة:196 

... نو كه څوك تر حج پوري له عمرې گټه واخلي نو بيا د قربانۍ هغه څاروى دئ چي ميسر وي...

 

د درس په پای کي نوموړي دعاء وکړه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک