No-IMG

د حکمتيار صاحب پنځلسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

دوشنبه د حمل ۲۱مه؛ ۱۴۰۲ھ‌ش:

 

د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۱۵مه درسي محاضره وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل مخکني درس په دوام وويل:

له تاسو سره مي دا وعده كړې وه چي د مكې او كربلا تر منځ واټن به په نقشه كي درښيم؛ او دا د دې لپاره چي ثابته كړو امام حسين رضي الله عنه د محرم په لسمه نه دئ شهيد شوى؛ او دا ادعاء هم بې بنسټه ده چي د تاريخ ستري ستري پېښي دې ورځي ته منسوبوي او وايي: آدم عليه السلام په دغه ورځ پيدا شوى، له جنت له راكوزېدا وروسته دى او مېرمن ئې په دغه ورځ سره يو ځاى شوي، نوح عليه السلام په دغه ورځ ژغورل شوى، يونس عليه السلام په دغه ورځ د كب له گېډي سالم وتلى، ابراهيم عليه السلام په دغه ورځ له اوره روغ وتلى!!! نه په قرآن كي د دې ادعاء لپاره كوم شاهد مومو، نه د رسول الله صلى الله عليه و سلم په احاديثو كي او نه په تاريخ كي؛ دا هسي هوائي خوشې ادعاء گاني دي؛ احتمالاً يوه ادعاء څه ناڅه د منلو وي چي فرعون په دغه ورځ غرق شوى او موسى عليه السلام له بحر روغ تېر شوى؛ او دا هم د بايبل د ادعاء له مخي. دا ادعاء گاني يا د هغو يهودانو له لوري شوې چي 10 د عاشوراء د دوى سپيڅلې او د عيد ورځ ده؛ او يا د هغو له لوري چي غواړي وښيي د كربلا او د امام حسين رضي الله عنه د شهادت پېښه په دغي ستري تاريخي ورځي كي رامنځته شوې!! دا په داسي حال كي چي د واقعيتونو او محاسباتو له مخي د امام حسين رضي الله عنه د شهادت ورځ قطعاً د محرم لسمه نه شي كېدى؛ دا ځكه چي هغه د خپلي كورنۍ له غړو سره په همغه كال د حج په مراسمو كي شركت كړى؛ بيا د كوفې په لوري خوځېدلى؛ له مكې تر كربلا پوري په هوائي مستقيمي كرښي 988 كيلومتره واټن دئ؛ د زمكي پر سر؛ له كږلېچونو او لوړو ژورو سره حد اوسط 1500 تر 1700 كيلومتره پوري ښودل شوى؛ دا فاصله په پلي او د اوښانو مزل سره په دوو مياشتو كي هم نشي پلي كېدى؛ د فقهاءو له نظره د مسافر درې ورځنى سفر نژدې 80 كيلومتره ښودل شوى؛ يعني د ورځي 26 كيلومتره؛ كه يو كاروان چي مېرمني او ماشومان هم په كي وي؛ هره ورځ حد اعظمي 26 كيلومتره ووهي؛ نو 1500 كيلومتره مسافه په 57 ورځو كي وهلي شي؛ د ځينو د ادعاء له مخي امام حسين رضي الله عنه تر شهادت وړاندي لس ورځي په كربلا كي پاته شوى؛ كربلا ته له رسېدو سره سم جنگ نه دئ پيل شوى؛ لس ورځي د هيئتونو په تبادله او مذاكراتو تېري شوې او بيا جگړه پيل شوې؛ د ذي الحجې له 14 چي د حج د مناسكو وروستۍ ورځ ده؛ تر 10 د محرم پوري 26 ورځي كېږي؛ له دې چي د كربلا هغه لس ورځي منفي كړو نو 16 ورځي پاته كېږي؛ په دې موده كي شا و خوا  16x  26 = 416 كيلومتره مزل ممكن دئ؛ ځكه دمه، لمونځ، خوراك، اوښانو ته اوبه او واښه وركول... نه پرېږدي چي په ورځ كي تر 26 كيلومتره زيات مزل ووهي؛ ويل شوي چي په كاروان كي نژدې 500 كسان؛ د ماشومانو او مېرمنو په گډون شامل وو؛ په دې موده كي د امام حسين رضي الله عنه كاروان د مزل درېيمه برخه هم نه شوى وهلى؛ هغه كربلا ته د رسېدو لپاره؛ لږ تر لږه 40 نورو ورځو مزل ته ضرورت درلود؛ كوم عقل دا مني چي دا كاروان په 16 ورځو كي كربلا ته رسېدلى؛ په همغه ورځ جگړه پيل شوې او امام حسين رضي الله عنه په شهادت رسېدلى؟!! د اهل تشيع فقهاءو له نظره يو ورځنى پلى سفر (21.5 كيلومتره) ټاكل شوى؛ چي په داسي سفر كي به مسافر فرضي روژه نه نيسي او لمونځ به قصر كوي؛ چي په دې حساب به امام حسين رضي الله عنه په 16 ورځو كي 344 كيلومتره مزل كړى وي؛ او (1156= 344 - 1500) كيلومتره به لا ورته پاته وو.

متأسفانه ځيني وايي چي امام حسين رضي الله عنه مكې ته راغلى، تر اتم د ذي الحجې په مكه كي پاته شوى؛ او په داسي حال كي په اتمه او د حج مناسكو تر پيلېدو يوه ورځ وړاندي؛ د كوفې په لوري خوځېدلى چي نژدې 500 د كورنۍ غړي او پلويان ئې ورسره وو!! آيا كولى شو د امام حسين رضي الله عنه او د ده درنې مؤمني كورنۍ په اړه دا وينا ومنو چي د حج له اداء كولو پرته د كوفې په لوري روان شوي؛ د كورنۍ غړو به ئې څنگه دا ورسره منله او دومره لوى شمېر پلويان به ئې څنگه راضي كېدل چي له كوم دليل، خطر او گواښ پرته؛ د حج كولو دا فرصت او سعادت له لاسه وركړي؛ ولي او د كوم موجه دليل له مخي به ئې دومره عجله او تلوار كولو؟ څلور پنځه ورځي نور د حج اداء كولو لپاره پاته كېدا؛ نه دوى او د دوى منصوبې ته كوم تاوان رسولو او نه د دوى كوم دښمن ته د دوى په ضد د څه كولو مجال او فرصت وركولو؛ يقيناً چي مكه تر بل هر ځاى د دوى لپاره زيات او ډاډه خوندي او مصون ځاى وو. يزيد نه په مدينه كي ده ته لاس اچولى شو او نه په مكه كي؛ او هغه هم د حج په موسم كي چي په لكونو حاجيان؛ د ستر اسلامي هېواد له مختلفو برخو راغونډ شوي وو؛ او كه دا غلطي ئې كړې وى نو همدا به د ده د ظالمانه واكمنۍ د فوري نسكورېدو مقدمه وه؛ كوفه او نجف د امام حسين رضي الله عنه لپاره تر ټولو زيات ناامنه او نامناسب ځاى وو؛ پلار ئې هملته شهيد كړى شو؛ يزيد كولى شو د وژلو تور په كوفيانو واچوي او له پېښي خپل برائت اعلان كړي

دلته دوه نقشې گورئ چي يوه ئې د مكې او كربلا تر منځ زمكنۍ لار راښيي چي 1679 كيلومتره ښودل شوې؛ او بله ئې هوائي واټن راښيي چي 988 كيلومتره دئ. دا ئې د مكې او كربلا تر منځ د زمكنۍ او هوائي لارو نقشې:

(ښاغلي حکمتيار د خپلي إدعاء د ثبوت لپاره دوه نقشې د درسي حلقې گډونوالو ته وښودې)

 

د نقشو له توضيح وروسته نوموړي د عاشوراء په اړه خپل نوی درس په لاندي تفصيل پيل کړ او وئې ويل:

لسم د عاشوراء په اصل كي د يهودانو سپېڅلې ورځ ده؛ په بايبل كي د هغې يادونه شوې، "د فصح عيد" په نامه ياده شوې، دا د يهودانو ستر عيد دئ؛ بايبل د فصح عيد تر عنوان لاندي داسي كاږي: "خداى موسى او هارون ته وويل: له دې وروسته به ستاسو لپاره دا مياشت د كال لومړۍ او تر ټولو مهمه مياشت وي... هر كال به د دې مياشتي په لسمه هره كورنۍ يو ورى تياروي، كه د كورنۍ شمېر كم وي؛ نو په خپل گاونډ كي له بلي وړې كورنۍ سره دي گډ شي، دا ورى يا سېرلى به نر، بې عيبه او يو كلن وي، د همدې مياشتي د څوارلسمي په مازديگر دي ټول اسرائيليان دا وري قرباني كړي او د هغوى ويني دي د دروازو د ولاړو تيرانو او د هغو خونو د دروازو پر سر وشيندي چي د وري غوښه په كي خوړل كېږي... په همدې شپه دي دا غوښه وريته كړي او له پتيري ډوډۍ او ترخو سابه سره دې وخوري، غوښه به اومه او په اوبو كي پخه شوې نه خوري، بلكي ټوله به د سر، پښو، زړه او ينې په شمول وريته او ټوله به د همدې شپې تر سهاره خوري، كه څه پاته شوه هغه به سوزوي (ښايي د دې لپاره چي غير يهودي ته ئې تر پاته كېدو سوزول غوره دي)، د وري له خوړلو مخكي به خپلي څپلۍ په پښو كوئ، خپله عصا به په لاس كي نيسئ او د سفر لپاره به تيارېږئ...دا مراسم به د خداى فصح په نامه يادېږي، دا ځكه چي زه خداى يم او نن شپه به د مصر له سيمي تېرېږم او د مصريانو ټول مشران زامن او د دوى د څارويو لومړي پيدا شوي بچيان به وژنم او د دوى خدايانو ته به سزا وركوم، كومي ويني چي تاسو د دروازو پر تيرانو شيندلې دا به د دې نښه وي چي دا كورونه ستاسي دي، زه به ئې په همدې سره پېژنم، له هغوى به تېرېږم او يوازي مصريان به وژنم!!! هر كال به د دې ورځي په ياد جشن نيسئ، په دې جشن كي چي اوه ورځي به وي يوازي پتيره ډوډۍ خورئ، په لومړۍ ورځ به خميره له كوره بهر وړئ... ځكه كه څوك په دغو ورځو كي د خميره شوو وړو ډوډۍ وخوري له اسرائيليانو به شړل كېږي، په لومړۍ او اومه ورځ به ټول په گډه د خداى عبادت كوئ، په دغو دوو ورځو كي به د خوراك له برابرولو پرته بل هيڅ كار نه كوئ!! بايبل دلته دا خبره درې ځلي تكراروي چي په دغو اوه ورځو كي به يوازي پتيره ډوډۍ خورئ، په كور كي به خميره نه ساتئ، چا چي خميره ډوډۍ وخوړله له اسرائيليانو به طرد كېږي!!! دا به تر ابده پر تاسو واجب وي... دا د دې لپاره چي په دغي ورځي ما له مصر وژغورلئ!!!

 

نوموړي زياته کړه چي په ټول يقين سره ويلى شو چي د عاشوراء په اړه هر څه مسلمانو ته له يهودانو راانتقال شوي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم په مدينې كي يهودان داسي ليدلي چي په دې ورځ روژه نيسي؛ پوښتنه ئې كړې چي دا ولي؟ يعني چي تر دې نېټې لا خبر نه وو چي يهودان دې ورځي ته د سپېڅلي ورځ په سترگه گوري. نو د عاشوراء په اړه له راغلو متعارضو رواياتو يوازي هغه صحت ته قرين گڼلى شو چي همدا په كي ويل شوي: كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته راغى؛ يهودان ئې وليدل چي دا ورځ لمانځي؛ نو وئې پوښتل چي دا ولي؟ او ورته وويل شول: په دې ورځ موسى عليه السلام ژغورل شوى او فرعون غرق شوى.

 

د عاشوراء په اړه له تفصيلي وضاحت وروسته ښاغلي حکمتيار د بخاري په لاندينيو روايتونو هم تفصيلي بحث وکړ چي د يأجوج او مأجوج په اړه بخاري خپل د حج په کتاب کي راوړي. هلته چي فرمايي:

807 - عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ: «لَيُحَجَّنَّ الْبَيْتُ وَلَيُعْتَمَرَنَّ بَعْدَ خُرُوجِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ». (بخاري:1593)

٨٠7 – له ابو سعيد خدري رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (د يأجوج او مأجوج له راوتو وروسته به هم د بيت الله حج او عمره کېږي).

د يأجوج او مأجوج اړوند روايات په بخاري كي 11 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1593 - 3346 - 3347 - 3348 - 3598 - 4741 - 5293 - 6530 - 7059 - 7135 - 7136 او د يأجوج او مأجوج په اړه ئې دا باب ايښى: (بَابُ قِصَّةِ يَأْجُوجَ، وَمَأْجُوجَ وَقَوْلِ اللَّهِ تَعَالَى: قَالُوا {يَا ذَا القَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ، وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الأَرْضِ} [الكهف: 94]؛ او تر همدې باب او عنوان لاندي ئې د قرآن هغه آيتونه راوړي چي د ذوالقرنين او يأجوج او مأجوج يادونه په كي شوې.

په صحابه وو كي ئې راويان دا دي: أَبو سَعِيد الخُدْرِي، زَيْنَب بِنْتِ جَحْشٍ او أَبو هُرَيْرَة. د دې 11 رواياتو له مخي دا پرېكړه نه شئ كولئ چي ذوالقرنين څوك دئ، يأجوج او مأجوج څوك دي؛ دوى انسانان دي كه بېل مخلوق؛ چېري اوسېدل؛ هغه سد او بند چېري دئ چي ذوالقرنين د دوى په وړاندي جوړ كړى؛ آيا دا سد اوس هم په خپل حال پاته دئ او تر قيامته به وي او كه وران شوى؛ په بخاري كي د دې پوښتنو واضح ځواب نه شئ موندلى. حتى د دې رواياتو له مخي نه يوازي د يأجوج او مأجوج سم پېژندل گران كار دئ؛ بلكي له مزيد پوښتنو سره به مخامخ كېږئ؛ حتى گمان به كوئ چي دوى له انسانانو او پېريانو پرته كوم بېل مخلوق دئ؛ قدونه ئې لنډ، سينې ئې پلني او غوږونه ئې دومره ستر او اوږده چي د پرېوتو په وخت كي يو غوږ ورته توشك شي او بل ئې بړستنه!!

 

د نوموړي په وينا د ذوالقرنين او يأجوج او مأجوج په اړہ په امت كي د جدي اختلاف شاهد يو، په تفسيرونو كي هم بېل بېل آراء مومو او په رواياتو كي هم كافي متعارض روايات. خو كه د قرآن په رڼا كي ورته وگورو نو هغوى به د نورو انسانانو په څېر انسانان ومومو؛ راشئ وگورو چي قرآن په دې اړہ څه ويلي او په رڼا كي ئې كومه رأيه او روايت د اعتبار وړ گڼلى شو!!

د قرآن په دوو آيتونو كي د يأجوج او مأجوج يادونه شوې: يو ئې د الكهف سورې 94 آيت او بل ئې د الانبياء سورې 96 آيت دئ؛ د الكهف په سورې كي د دوى يادونه د ذوالقرنين د قصې په ضمن كي شوې او قصه داسي پيل شوې:

وَيَسۡ‍َٔلُونَكَ عَن ذِي ٱلۡقَرۡنَيۡنِۖ قُلۡ سَأَتۡلُواْ عَلَيۡكُم مِّنۡهُ ذِكۡرًا ٨٣

د ذو القرنين په اړہ تا پوښتي؛ ووايه: ژر به ئې څه يادونه درواوروم.

د الكهف په سورې كي پنځه قصې زموږ مخي ته راځي:

1- د اصحاب كهف د مؤمنو زلميانو او د دوى د مشرك او ظالم قوم تر منځ د مبارزې قصه، 2- د يوه مشرك شتمن او مؤمن نيستمن د عبرتناكي مركې او محاورې قصه.

3- د موسى عليه السلام او خضر د گډ سفر قصه.

4- د ذوالقرنين د سترو سترو فتوحاتو قصه. 5- د آدم د پيدايښت هغه قصه چي ملائكو د ده په وړاندي سجده وكړه او ابليس سرغړاوى وكړ.

 

ښاغلی حکمتيار د خپل وضاحت په دوام وايي؛ په حقيقت كي دا سوره د همدې پنځو قصو مجموعه ده، خو لنډي لنډي، ډېر ښكلې، اغېزناكي او عبرتناكي قصې، الفاظ ئې جامع، اسلوب ئې ډېر جذاب او جالب، په هري يوې كي گڼ شمېر مهم مهم درسونه او گټه وري لارښووني، دا قصې د دې سورې د محوري او اساسي موضوعاتو لپاره د تاريخي بېلگو په توگه وړاندي شوې.

 

هغه زياتوي چي دا د اهل كتاب اړوند قصې دي او د هغوى په مذهبي او تاريخي كتابونو كي ئې يادونه شوې؛ او قريشو د يوه شرارت په موخه له رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې اړه پوښتني كړې او غوښتل ئې رسول الله صلى الله عليه و سلم د دغو قصو په اړه داسي څه ووايي چي د اهل كتاب له ويناوو او تاريخي څرگندونو سره توپير ولري چي بيا ئې د يوې تبليغاتي حربې په توگه وكاروي او خلكو ته ووايي: دا دئ محمد (عليه السلام) د دغو تاريخي قصو په اړه د مخكينيو الهي كتابونو خلاف خبري كوي!! د دې سورې له 83 آيت چي وايي: وَ يَسئَلُونَك عَن ذِى الْقَرْنَينِ قُلْ سأَتْلُوا عَلَيْكُم مِّنْهُ ذِكراً* همدا خبره معلومېږي.

د الكهف د سورې په دې آيت سره؛ هغه اغېزناكه او عبرتناكه تاريخي قصه پيل كېږي چي د يوه ځواكمن او فاتح زعيم په اړہ ده؛ يو مؤمن بنده د داسي اقتدار او واكمنۍ په حالت كي ښيي چي د ملك لمن ئې د لويي وچي له ختيځ تر لوېديځ غځېدلې، د شمال او جنوب په لوري خوره شوې، هيڅوك ئې مخي ته ودرېدى نه شي او د مقابلې توان ئې نه لري، ډول ډول وسائل او امكانات ئې په واك كي دي، خو دې زور او ځواك؛ نه مغرور كړى، نه ئې له خپل رب عصيان او بغاوت ته هڅولى او نه ئې د نورو په حق كي ظلم او تېري ته تشويق كړى، د مظلوم مرسته كوي، د ظالم له شره ئې ژغوري، د مفتوحه سيمو له هستوگنو سره نېك او عادلانه چلن كوي او يوازي ظالمانو ته سزا وركوي، فتوحات ئې د دې لپاره نه دي چي د جاه طلبۍ شوق پوره كړي، نورو ته خپل زور او ځواك وښيي او د نورو سيمو په نيولو سره د خپلي واكمنۍ لمن پراخه كړي، بلكي د يوه سپېڅلي هدف لپاره دي، غواړي خلك پر الله تعالى او آخرت ايمان راوړي او د ظالمانو له منگولو وژغورل شي. د دې آيت لانديني مطالب توجه غواړي:

 

الف: دلته ويل شوي چي: (او د ذوالقرنين په اړہ له تا پوښتني كوي)؛ له دې وينا معلومېږي چي د نورو پوښتنو په ضمن كي دا هم يوه پوښتنه وه؛ او دا ښيي چي په دې سورې كي د اصحاب كهف او د موسى عليه السلام او خضر د جهادي سفر په اړہ راغلي مطالب او وضاحتونه هم د دوى د پوښتنو په ځواب كي وړاندي شوي. د آيت له دې فقرې (قُلۡ سَأَتۡلُواْ عَلَيۡكُم مِّنۡهُ ذِكۡرًا: ووايه: ژر به ئې څه يادونه درواوروم) معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې اړه د وحي له راتلو وروسته هغوى ته دغه وينا كړې؛ هغه رأيه صحيح نه برېښي چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم لومړى له هغوى سره وعده كړې او بيا څه موده وروسته دا آيتونه نازل شوي؛ ځكه دا آيت په واضح توگه ښيي چي وعده د دغه آيت په لارښوونه شوې.

 

ب: دلته د ذوالقرنين نوم راغلى؛ چي لغوي معنى ئې د دوو ښكرونو خاوند ده، نه په قرآن كي د دې مزيد وضاحت شوى چي دا څوك وو، نه په احاديثو كي او نه د تاريخ په كتابونو كي؛ ځينو ويلي چي دا يوناني سكندر اعظم وو او ځينو ويلي چي دا خورس (خسرو) د فارس ستر واكمن وو، په دې اړہ په يقين سره څه ويل گران دي. دا هم يوه بله پوښتنه ده چي ولي د ذوالقرنين په نامه ياد شوى؟ آيا دا له دې كبله چي ده او فوځيانو به ئې داسي خولونه پر سر كول چي دوه ښكرونه به ئې ول، كه د دې لپاره چي ده حقيقتاً په خپلي ككري (كوپړۍ) كي د ښكرو په څېر دوه راوتلې غوټي درلودې؟ په دې اړہ هم څه واضح ځواب نشو موندلى، خو د قرآن له وينا دومره معلومېږي چي قريش له دې نوم سره آشنا ول او د همدې ذوالقرنين په اړہ ئې له رسول الله صلى الله عليه و سلم پوښتنه كړې، د قريشو د دې معرفت مرجع يهودان ول، بايد د يهودانو په مذهبي او تاريخي كتابونو كي دا ولټول شي چي دوى د ذوالقرنين نوم چا ته وركړى وو.

 

ج: په بايبل كي د دانيال يوه جعلي او سر تر پايه بې بنسټه قصه مومو چي په ضمن كي ئې د دانيال داسي خوب ته اشاره شوې چي وايي: خوب مي ليد چي د شوش په سيمي كي (دا سيمه اوس د ايران يوه برخه ده)؛ د نهر خوا ته ولاړ يم، يو مږ گورم چي دوه جگ جگ ښكرونه ئې دي، د نهر په ژۍ كي ولاړ دئ، ناڅاپه گورم چي يو ښاخ ئې ستر او تر بل جگ شو، دي مږ د مغرب، شمال او جنوب لوري ته ښكرونه وهل، هيڅ ځناور ئې مقابله نشوى كولى او روغ نشو ترې خلاصېدى، څه چي ئې غوښتل همغسي ئې كول او سترېدو، په داسي حال كي چي لگيا وم د دې صحنې په اړہ مي فكر كولو ناڅاپه له لوېديځه يو وز راڅرگند شو، داسي تېز راروان وو چي پښې به ئې د منډي په حال كي پر زمكه نه لگېدې، دې وز چي يو ښكر ئې د دواړو سترگو تر منځ درلود په شدت سره د دوه ښكري مږ په لور ورغى، له ډېر غضب سره ئې پرې بريد وكړ، دواړہ ښكرونه ئې ورمات كړل او هغه ئې رانسكور كړ... ورپسې د جبرئيل له قوله چي گواكي دانيال ته په خوب كي راڅرگند شوى؛ دا خوب داسي تعبيروي: هغه دوه ښكرى مږ د ماد او فارس پاچايي ده، هغه وز چي د دواړو سترگو منځ كي ئې يو ښكر وو د يونان پاچايي ده، ښكر ئې د همدي ملك لومړى پاچا دئ، د ښكر ماتېدا او پر ځاى ئې د څلورو ښكرونو راپيدا كېدا په دې معنى ده چي دا پاچايي به په څلورو برخو ووېشل شي(په خوب کي ئې راغلي دي چي يو ښکر ئې په څلورو ښکرونو بدل شو) او هره برخه به يو پاچا لري خو هيڅ يو به ئې د لومړي پاچا په څېر ځواكمن نه وي.

 

نوموړي دا هم وويل چي كه تاسو د بايبل دغه برخه په دقت سره ولولئ نو يقيناً چي ډېر ژر به درته جوته شي چي (دانيال) يو جعلي نوم دئ؛ او په ده پوري تړل شوې خوبونه او خبري جعلي، له ځانه جوړ شوي او له سر تر پايه غلط او بې بنسټه دي، خو عجيبه ده چي دانيال ته منسوب دغه قصې، خوبونه او تعبيرونه ئې په مسلمانانو كي خواره شوي، دانيال د يوه معروف معبر په نامه پېژني او حتیّٰ ځينو مفسرينو په خپلو تفسيرونو كي د ده خبري نقل كړې دي، دا په داسي حال كي چي عمر رضي الله عنه يو كس د دې لپاره سخت تنبيه كړ چي دانيال ته دغه منسوب خبري ئې تبليغ كړې وې او ورته وئې ويل چي زه پيغمبر عليه السلام د اهل كتابو د آثارو له لوستلو په كلكه منع كړى وم. د دې تفصيل د (بايبل د قرآن په رڼا كي) كتاب كي وگورئ، خو يهودان د بايبل دغي جعلي برخي ته تر نورو زيات ارزښت وركوي، د همدې لپاره دا دوه ښكرى (ذوالقرنين) په دوى كي پېژندل شوى او معروف نوم وو او د فارس يو ستر واكمن ئې په همدې نامه ياداوو.

قرآن په دغو آيتونو كي د دې ستر فاتح مواصفات زموږ مخي ته ږدي او هغه د يوه مؤمن او عادل واكمن او زعيم په توگه معرفي كوي:

إِنَّا مَكَّنَّا لَهُۥ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَءَاتَيۡنَٰهُ مِن كُلِّ شَيۡءٖ سَبَبٗا ٨٤ فَأَتۡبَعَ سَبَبًا ٨٥ حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ مَغۡرِبَ ٱلشَّمۡسِ وَجَدَهَا تَغۡرُبُ فِي عَيۡنٍ حَمِئَةٖ وَوَجَدَ عِندَهَا قَوۡمٗاۖ قُلۡنَا يَٰذَا ٱلۡقَرۡنَيۡنِ إِمَّآ أَن تُعَذِّبَ وَإِمَّآ أَن تَتَّخِذَ فِيهِمۡ حُسۡنٗا ٨٦ قَالَ أَمَّا مَن ظَلَمَ فَسَوۡفَ نُعَذِّبُهُۥ ثُمَّ يُرَدُّ إِلَىٰ رَبِّهِۦ فَيُعَذِّبُهُۥ عَذَابٗا نُّكۡرٗا ٨٧ وَأَمَّا مَنۡ ءَامَنَ وَعَمِلَ صَٰلِحٗا فَلَهُۥ جَزَآءً ٱلۡحُسۡنَىٰۖ وَسَنَقُولُ لَهُۥ مِنۡ أَمۡرِنَا يُسۡرٗا ٨٨ الكهف: 84- 88

يقيناً چي موږ هغه ته په زمكي كي تمكين وركړى وو او ډول ډول اسباب مو وركړي ول، نو د يوه (اقدام اړوند) سبب پسې شو، تر هغه چي د لمر لوېدو حد ته ورسېدو، هغه ئې داسي وموند چي په تور رنگه خټينه چينې كي پرېوځي؛ او د هغې خوا ته ئې يو قوم وموند، ومو ويل: اې ذو القرنينه! يا ئې تعذيب كړہ يا د دوى په اړہ نېك چلن غوره كړہ، وئې ويل: اما هغه چي ظلم ئې كړى نو حتماً به ئې تعذيب كړو بيا به د خپل رب لوري ته گرځول كېږي او هغه به ئې په ځانگړي بد عذاب اخته كړي. او هغه چي ايمان ئې راوړى او نېك عمل ئې كړى نو هغه ته غوره بدله ده او حتماً به هغه ته د خپلي سپارښتني آسانه وينا وكړو.

په دې مباركو آيتونو كي دا لارښووني مومو:

ذوالقرنين د نړۍ يو پياوړى او مضبوط واكمن وو، الله تعالى ډول ډول اسباب او امكانات وركړي ول، له خپلو وسائلو او امكاناتو په استفادې سره ئې لومړى د لوېديځ په لوري مخه كړہ، تر هغه ځاى مخكي ولاړ او سيمي ئې يوه په بلي پسي فتح كړې چي د لمر لوېدو حد ته ورسېدو، داسي ځاى ته چي پراخه خټينه چينه ئې مخي ته حائل شوه، داسي ورته معلومېده چي لمر د همدې خټيني چينې په وروستۍ (غربي) ژۍ كي پرېوځي، د قرآن له وينا معلومېږي چي د دې چينې شرقي ژۍ خټينه ده، د غرب په امتداد دومره اوږده پرته ده چي آخوا ته ئې هيڅ لوړہ نه تر سترگو كېږي، د لمر د پرېوتو پر مهال داسي معلومېږي لكه چي لمر په همدې چينې كي پرېوځي. د قرآن له وينا دا هم معلومېږي چي دا كوم ستر بحر او سمندر نه وو بلكي چينې ته ورته بحيره وه؛ دغو لارښوونو ته په پام سره ويلى شو چي دا فاتح زعيم د يونان كوم پاچا نه شي كېدى، ځكه د يونان په غرب كي داسي بحيره نه تر سترگو كېږي، د كوچنۍ آسيا په غربي ساحل كي پرتې جزيرې او مديترانه داسي دي چي د قرآن د الفاظو مصداق گڼل كېدى شي؛ نو د دې فاتح زعيم پلازمېنه به د دې سيمي ختيځ كي پرته وه؛ او دا د خورس په اړہ تر سكندر اعظم زيات صدق كوي.

 

د حزب اسلامي افغانستان د محترم أمير په وينا؛ دې فاتح زعيم د دغي چينې خوا ته يو قوم وموند، داسي چي الله تعالى ده ته هم د دې قوم د تعذيب قدرت او توان وركړى وو او هم له دوى سره د نېك چلن توان؛ خو ده دا پرېكړہ وكړہ: چا چي ظلم كړى يا له دې وروسته ظلم وكړي مناسبه سزا وركوم، بيا به د خپل رب لوري ته درومي او الله تعالى به سخته سزا وركوي او هغه چي ايمان ئې راوړى او نېك عمل ئې كړى يا له دې وروسته ايمان راوړي او نېك عمل وكړي نو هغه ته به په دنيا او آخرت كي غوره بدله وركول كېږي او موږ به نه له هغه سره سختي كوو او نه به ئې پر سختو كارونو گمارو.

 

ښاغلي حکمتيار زياتوي چي له دې وينا په ډېر صراحت سره معلومېږي چي دا يو مؤمن او عادل زعيم وو، د مفتوحه سيمو له هستوگنو سره ئې عادلانه چلن كولو، ظالمانو ته ئې سزا وركوله، له مؤمنانو او نېكانو سره ئې نېك چلن كاوو، هدف ئې د زمكو لاندي كول او د نورو شتمني لوټل نه وو، د تاريخي شواهدو له مخي سكندر دا مواصفات نه درلودل، سكندر؛ چنگيز ته ورته فاتح وو، له تاريخي شواهدو دا معلومېږي چي خورس تر ډېره حده د همدې مواصفاتو خاوند وو.

ثُمَّ أَتۡبَعَ سَبَبًا ٨٩ حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ مَطۡلِعَ ٱلشَّمۡسِ وَجَدَهَا تَطۡلُعُ عَلَىٰ قَوۡمٖ لَّمۡ نَجۡعَل لَّهُم مِّن دُونِهَا سِتۡرٗا ٩٠ كَذَٰلِكَۖ وَقَدۡ أَحَطۡنَا بِمَا لَدَيۡهِ خُبۡرٗا ٩١ الكهف: 89- 91

بيا (د بل كار لپاره) په اسبابو پسې شو؛ تر هغه چي د لمر ختو حد ته ورسېد؛ هغه ئې داسي وموند چي پر يوه داسي قوم راخېژي چي له هغه مو هيڅ حجاب او پرده نه ده ورته جوړہ كړې؛ همداسي وو؛ او موږ يقيناً په هغه څه د خبرېدو له پلوه احاطه كړې چي له ده سره ول.

 

قدرمن مشر د خپل وضاحت په دوام وايي چي؛ دا مبارك آيتونه د دې زعيم بل فاتحانه اقدام څېړي او وايي:

بيا ئې د بل اقدام لپاره تيارى ونيو، د ختيځ په لور وخوځېدو، داسي سيمي ته ورسېدو چي د هستوگنو او لمر تر منځ نه چت حائل كېدو، نه كېږدۍ او نه جامې، نه ئې خوني او سمڅي درلودې، نه ئې كېږدۍ او نه جامې؛ د حيواناتو په څېر بربنډ ول.

له الفاظو داسي معلومېږي چي دا سيمه هم د كوم بحر په غربي ژۍ كي پرته وه، لمر به له راڅرگندېدو سره سم تر سترگو كېدو او وړانگي به ئې مخامخ او له كومي مانع پرته پر سيمي او هستوگنو ئې لگېدې. داسي معلومېږي چي دا به د هند هغه شرقي سيمه وي چي له بحر سره متصل پرته ده.

 

د ښاغلي حکمتيار په وينا دا آيتونه مسلمانانو ته اطمئنان وركوي چي د ذوالقرنين په اړہ د قرآن دا وينا د هغه جامع او كامل علم له مخي ده چي الله تعالى ئې د ده او د ده د امكاناتو او وسائلو په اړہ لري.

ثُمَّ أَتۡبَعَ سَبَبًا ٩٢ حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ بَيۡنَ ٱلسَّدَّيۡنِ وَجَدَ مِن دُونِهِمَا قَوۡمٗا لَّا يَكَادُونَ يَفۡقَهُونَ قَوۡلٗا ٩٣ الكهف: 92- 93

بيا (د بل كار لپاره) په اسبابو پسې شو، تر هغه چي د دوو غرونو منځ ته ورسېد، تر هغوى وړاندي ئې داسي قوم وموند چي دې ته نژدې نه وو چي په كومي وينا وپوهېږي.

دلته د ذوالقرنين بل سفر ته اشاره شوې خو لورى ئې نه دئ په گوته شوى، دومره ويل شوي چي د دوو غرونو منځ ته ورسېد، د دغو غرونو خوا ته ئې داسي قوم موندلى چي په خبري د پوهېدا وړتيا ئې دومره كمزورې وه چي په هيڅ وينا نه پوهېدو ته نژدې وو. په وروستيو آيتونو كي داسي اشارې مومو چي په مرسته ئې دا سيمه او ولس ئې پېژندى شو.

 

قَالُواْ يَٰذَا ٱلۡقَرۡنَيۡنِ إِنَّ يَأۡجُوجَ وَمَأۡجُوجَ مُفۡسِدُونَ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَهَلۡ نَجۡعَلُ لَكَ خَرۡجًا عَلَىٰٓ أَن تَجۡعَلَ بَيۡنَنَا وَبَيۡنَهُمۡ سَدّٗا ٩٤ الكهف: 94

وئې ويل: اې ذوالقرنين! يقيناً چي يأجوج او مأجوج په دې زمكي كي فساد خوروونكي دي، آيا كېدى شي چي تا ته څه خراج (ماليه) د دې لپاره دركړو چي زموږ او دوى تر منځ كوم سد او مانع جوړ كړې.

 

نوموړي دا هم وويل چي له دې مبارك آيت څو خبري معلومېږي:

1- دا سيمه د يأجوج او مأجوج قوم ته نژدې پرته وه. دوى به د دوو غرونو له منځه راتېرېدل او د سيمي پر خلكو به ئې بريدونه كول، فساد او بې امني به ئې خوروله.

د يأجوج او مأجوج تر بريدونو او گواښونو لاندي خلكو له ذوالقرنين غوښتي چي دا ناو بند كړي او د دې دواړو لوړو غرونو تر منځ داسي سد جوړ كړي چي د دغو بريدونو مخنيوى وكړي.

2- دا ئې هم ورته ويلي چي د دې په بدل كي به موږ تا ته ماليه دركوو.

د يأجوج او مأجوج نومونه هم بايد د يهودو په مذهبي كتابونو او تاريخي اسنادو كي ولټوو؛ ځكه دا نومونه د ذوالقرنين د قصې په ارتباط راغلي، د دوى په مذهبي كتابونو كي د دې يادونه شوې، دوى هغه قومونه د يأجوج او مأجوج په نامه ياد كړي چي د آسيا په شمال ختيځي برخو كي مېشت ول، بايبل وايي چي يأجوج او مأجوج د نوح عليه السلام د زوى يافث اولاد او هستوگنځى ئې د آسيا شمال ختيځه سيمه ده، (دې ته مو پام وي چي د قومونو د شجرو په اړہ د بايبل وينا او ادعاء خوشې او بې بنسټه ادعاء ده او قرآن ئې ردوي؛ (خو دا د دې مانع نه گرځي چي وگورو دوی په دې اړه څه وايي) له دې خبري معلومېږي چي د ذوالقرنين دا سفر د شمال په لوري وو، له تاريخي اسنادو دا هم جوتېږي چي د قفقاز په جنوب كي د دربند او داريال په نامه دوه سدونه تر سترگو كېږي چي ويل كېږي د تاتاري، منگولي، هن او سيتهين قومونو د يرغلونو د مخنيوي لپاره جوړ شوي وو. د بندونو موقعيتونه دا دي:

 

(دلته د شوې إدعاء د اثبات لپاره د بندونو موقعيتونه په نقشه کي وښودل شول.)

 

قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيۡرٞ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجۡعَلۡ بَيۡنَكُمۡ وَبَيۡنَهُمۡ رَدۡمًا ٩٥ ءَاتُونِي زُبَرَ ٱلۡحَدِيدِۖ حَتَّىٰٓ إِذَا سَاوَىٰ بَيۡنَ ٱلصَّدَفَيۡنِ قَالَ ٱنفُخُواْۖ حَتَّىٰٓ إِذَا جَعَلَهُۥ نَارٗا قَالَ ءَاتُونِيٓ أُفۡرِغۡ عَلَيۡهِ قِطۡرٗا ٩٦ فَمَا ٱسۡطَٰعُوٓاْ أَن يَظۡهَرُوهُ وَمَا ٱسۡتَطَٰعُواْ لَهُۥ نَقۡبٗا ٩٧ قَالَ هَٰذَا رَحۡمَةٞ مِّن رَّبِّيۖ فَإِذَا جَآءَ وَعۡدُ رَبِّي جَعَلَهُۥ دَكَّآءَۖ وَكَانَ وَعۡدُ رَبِّي حَقّٗا ٩٨ وَتَرَكۡنَا بَعۡضَهُمۡ يَوۡمَئِذٖ يَمُوجُ فِي بَعۡضٖۖ وَنُفِخَ فِي ٱلصُّورِ فَجَمَعۡنَٰهُمۡ جَمۡعٗا ٩٩ الكهف: 95- 99

وئې ويل: زما رب چي څه زما په واك كي راكړي هغه (ډېر او) غوره دي، نو په افرادي قوت سره زما ملتيا وكړئ چي ستاسو او دوى تر منځ بند جوړ كړم، د اوسپني ټوټې راته راوړئ، تر دې چي د دواړو لوړو څوكي ئې سره (وصل او برابري كړې)؛ وئې ويل: (اور) پو كړئ، تر دې چي هغه ئې اور (ته ورته سرې) وگرځولې، وئې ويل: ما ته ويلي شوي زېړ (مس) راوړئ چي پرې توى ئې كړم، نو نه په دې توانېدل چي پرې وخېژي او نه ئې په سوري كولو توانېدل. وئې ويل: دا زما د رب له لوري يوه پېرزوينه ده؛ نو كله چي زما د رب وعده راورسي له خاورو سره به ئې برابر كړي؛ او زما د رب وعده رښتينې ده؛ او په دې ورځ به پرېږدو چي ځيني ئې د ځينو نورو ( په ليكو) كي د څپو په څېر ننوځي او په شپېلۍ كي به پو شي نو ټول به يو ځاى راغونډ كړو.

 

نوموړي همداراز د موضوع په دوام د دې مباركو آيتونو مهمو لارښوونو ته په لاندي توگه اشاره وکړه:

1- ذوالقرنين په ځواب كي ورته وويل: ستاسو ماليه نه غواړم، تر دې ماليې هغه څه ډېر غوره دي چي زما رب راكړي، همدا راته كافي دي. او دا ښيي چي د ذوالقرنين فتوحات د يوه سپېڅلي مقصد لپاره وو نه د مفتوحه سيمو او قومونو د غارت او لوټلو لپاره.

2- له ما سره د دې كار په بشپړولو او ترسره كولو كي د خپل وس مطابق مرسته وكړئ، چي ستاسو او د دوى تر منځ بند جوړ كړم؛ د اوسپني ټوټې او دړي راته راوړئ.

دا د اوسپني ټوټې او دړي ئې د دواړو غرونو تر منځ داسي سر په سر ودرولې چي د دواړو له څوكو سره برابري شوې.

3- بيا ئې د اوسپني خوا ته سكاره كېښودل او اور ئې پرې بل كړ، خلكو ته ئې وويل چي اوس سكروټو ته د اړوند وسائلو په مرسته پو كړئ، تر هغه چي اوسپنه دومره سره شوه چي د اور په څېر شوه؛ نو خلكو ته ئې وويل: ما ته ويلي شوي زېړ (مس) راوړئ چي پرې توى ئې كړم، په دې توگه د اوسپني داسي مضبوط دېوال جوړ شو چي يأجوج او مأجوج نه پرې رااوښتى شو او نه ئې سورى كولى شو.

4- په دې وخت كي ذوالقرنين د خپل رب شكر اداء كړ او وئې ويل: دا زما د رب له لوري يوه پېرزوينه ده، الله تعالى موږ ته د دې توفيق راكړ چي دا كار ترسره كړو، دا سد به تر هغه ولاړ وي چي الله تعالى ئې غواړي؛ خو كله چي زما د رب وعده راورسي مات مات او له خاورو سره به ئې برابر كړي؛ او زما د رب وعده رښتينې ده؛ هرومرو ترسره كېږي. دلته د الهي وعدې معنى يا د هغه سد د نسكورېدو نېټه ده او يا هغه نېټه ده چي الله تعالى د هر څه د مرگ او فناء كېدو لپاره ټاكلې.

 

د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک