No-IMG

د حکمتيار صاحب شپاړسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

سه‌شنبه د حمل ۲۲مه؛ ۱۴۰۲ھ‌ش:

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۱۶مه درسي حلقه د بریا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

 

نوموړي د يأجوج او مأجوج په اړه د خپل مخکني درس په دوام وويل:

د الانبياء په سورې كي د يأجوج او مأجوج په اړہ داسي راغلي

وَحَرَٰمٌ عَلَىٰ قَرۡيَةٍ أَهۡلَكۡنَٰهَآ أَنَّهُمۡ لَا يَرۡجِعُونَ ٩٥ حَتَّىٰٓ إِذَا فُتِحَتۡ يَأۡجُوجُ وَمَأۡجُوجُ وَهُم مِّن كُلِّ حَدَبٖ يَنسِلُونَ ٩٦ وَٱقۡتَرَبَ ٱلۡوَعۡدُ ٱلۡحَقُّ فَإِذَا هِيَ شَٰخِصَةٌ أَبۡصَٰرُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يَٰوَيۡلَنَا قَدۡ كُنَّا فِي غَفۡلَةٖ مِّنۡ هَٰذَا بَلۡ كُنَّا ظَٰلِمِينَ ٩٧ الانبياء: 95- ‏‏97 

او پر يوه داسي كلي چي موږ هلاك كړى؛ حرامه ده چي بېرته به نه راگرځي، تر هغه چي يأجوج او مأجوج پرانيستل شي او دوى به له هري لوړي راكوزېږي. او هغه رښتيني وعده رانژدې شوې ده، نو ناڅاپه به د هغو وگړو سترگي رډي رډي پاته شي چي كفر ئې كړى (وايي به) افسوس زموږ په حال؛ يقيناً چي موږ له دې غافل وو؛ بلكي ظالمان وو.

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي د دې آيتونو معنى دا ده چي هغه خلك به هم د الله تعالى په لور درومي چي په الهي عذاب اخته او هلاك شوي، دوى به هم د قيامت په ورځ بيا راژوندي كېږي، په دنيايي عذاب ئې اكتفاء نه كېږي، د الله تعالى په لوري نه گرځېدا پرې حرامه ده. دا ثابته او نه بدلېدونكې الهي پرېكړہ ده، دوى به هغه مهال له نورو سره يو ځاى د الله تعالى په وړاندي ودرېږي چي قيامت راشي، د قيامت تر راتلو وړاندي به د يأجوج او مأجوج هغه ستره فتنه راڅرگنده شي چي د فساد او تباهي خورولو لپاره به له هري لوړي راكوزېږي. تر هغه به دوى په خپلو قبرونو كي پراته وي چي يأجوج او مأجوج بيا د فساد خورولو مجال تر لاسه كړي، دا لار يو ځل بيا ورته پرانيستل شي، هغه مهال به بيا پر نورو سيمو د دوى يرغل پيل شي، يرغل به ئې داسي وي چي له هري لوړي به راكوزېږي او بريدونه به كوي، خو دا به هغه مهال وي چي قيامت به ډېر رانژدې شوى وي او د الله تعالى په وړاندي د دوى ودرېدا به ډېر ژر ترسره شي.

 

د نوموړي په وينا ځينو له دغي فقرې (حَتَّىٰٓ إِذَا فُتِحَتۡ يَأۡجُوجُ وَمَأۡجُوجُ: تر هغه چي يأجوج او مأجوج پرانيستل شي)؛ دا انتباه اخيستې ده چي ښايي د ذوالقرنين هغه سد به د قيامت تر رانژدې كېدو پوري همداسي روغ پاته وي او د يأجوج او مأجوج د راتېرېدو مخه به نيسي، خو هغه مهال به نسكور شي او دوى ته به د تېرېدو او پر نورو د يرغلونو مجال په لاس ورشي. خو دا انگېرنه له يوې خوا د آيت له الفاظو سره اړخ نه لگوي؛ ځكه آيت وايي چي هغه مهال به دوى له هري لوړي راكوزېږي، يوازي د هغه يوه بند له لوړي د راكوزېدو خبره نه كوي، بلكي وايي چي هيڅ لوړه او بند به د دوى مخنيوى نه شي كولى. له بلي خوا دا جوته ده چي دلته د دوى د شمېر زياتوالي ته اشاره شوې او د دومره زياتو خلكو مخنيوى په يوه واړه بند؛ هغه هم د يوې وړې سيمي په يوه ناو او خوړ كي نه ممكن دئ او نه ئې عقل مني؛ له بلي خوا دا انگېرنه له الهي سننو سره اړخ نه لگوي، قومونه مري، ستر ستر او مضبوط مضبوط بندونه د وخت په تېرېدو سره شړېږي او نسكورېږي، د انسان وسائل او امكانات وده كوي، يو وخت په اوبو كي تگ، له غرونو اوښتل، په هوا كي الوتل ورته محال وو، خو اوس په لويو لويو بحرونو كي اوږده اوږده سفرونه كولى شي، له غرونو او بندونو تېرېدا څه چي له يوې وچي بلي ته د هوا له لاري درومي، فضاء ته سفرونه كوي او پر سپوږمۍ كوزېږي. د قرآن د يوه آيت داسي تعبير چي له واقعيتونو سره اړخ نه لگوي نه يوازي صحيح تعبير نه دئ بلكي د دې ستر او عظيم الشأن الهي كتاب په اړہ بې ځايه شكونه راولاړوي. قرآن د هغه الله تعالى كتاب دئ چي دا ټول عالم ئې پيدا كړى او له ټولو اسرارو ئې خبر دئ، په دې كتاب كي يوه كلمه داسي نشته چي د واقعيتونو خلاف وي او د انسان عقل ئې نه شي منلى. يأجوج او مأجوج د نورو انسانانو په څېر انسانان دي، ژوند او مرگ لري، د دوى په اړہ به همغه څه وايو چي په بل هر انسان ئې اطلاق كېدى شي، د قرآن له نظره دا يو مفسد قوم وو، په زمكي كي ئې فساد او تباهي خوروله، د دوى خوا ته پراته خلك ترې تنگ ول، تل به ئې پر دوى غلچكي بريدونه كول او بېرته به تښتېدل، دوى ذو القرنين ته شكايت وكړ، هغه د دغو بريدونو د مخنيوي لپاره په يوه ناو كي داسي اوسپنيز بند او سد جوړ كړ چي د هغوى بريدونه ئې تم كړل. دا د هغه مهال يو مؤثر تدبير وو، د دې معنى دا نه ده چي همدا سد به تر قيامته پوري د دوى مخنيوى كوي

د قرآن له وينا معلومېږي چي دا سد د يوه غره په خوړ كي جوړ شوى، د دې غره يوې خوا ته مېشت قوم نسبتاً متمدن قوم وو، ذوالقرنين ته د دوى دا وړانديز چي د بند جوړولو په بدل كي ماليه (خراج) دركوو همدا مفهوم افاده كوي، يأجوج او مأجوج د دې غره په شمال كي اوسېدل، خو وحشي قوم وو، د دې خوړ له لاري راتېرېدل او پر دغو قومونو ئې غلچكي بريدونه كول او له تالان وروسته بېرته تښتېدل، د سد له جوړېدو وروسته د دوى دا غلچكي بريدونه متوقف شوي، له دې وروسته بريد، تالان او بېرته تښتېدا ورته گرانه شوې، دا رأيه دقيقه نه ده چي گواكي دوى ستر ستر بريدونه كول او دا سد د دوى د داسي بريدونو مخنيوى كړى. داسي بند د لويو پلي بريدونو مخه نه شي نيولى، لوى پلى فوځ په غرونو رااوښتى شي، كه د دوى بريدونه ستر ستر وى نو دا نسبتاً متمدن قومونه به هلته نه پاتي كېدل او لا دمخه به نورو سيمو ته كډہ شوي وو، هغو چي دا رأيه ئې وړاندي كړې ښايي د دې سورې د (99) آيت په اړہ ئې دا گمان كړى وي چي دا د يأجوج او مأجوج په اړہ دئ، حال دا چي دا آيت د قيامت د ورځي په اړہ دئ، له (يومئذٍ) مراد د بند د ماتېدو ورځ نه ده، دا د قيامت ورځ ده، په دې ورځ به ټول خلك د بحر د څپو په څېر د محشر په لوري درومي، دا ځكه چي په (100) آيت كي همدغه د (يومئذٍ) كلمه بيا تكرار شوې او ويل شوي چي په دې ورځ به په صور كي پو شي او دوزخ به كافرانو ته وښودل شي.

 

نوموړي دا هم وويل چي د دې احتمال هم شته چي د شمال له لوري د چنگيزيانو هغه ستر ستر او ورانوونكي بريدونه د همدې آيت مصداق وي چي له چين پيل او تر مديترانې او هند پوري وغځېدل، په دې ټولي پراخي سيمي كي ئې دومره ويني توى كړې، دومره انسانان ئې ووژل او دومره ښارونه ئې وسوزول چي په بشري تاريخ كي ئې نظير نه مومو. اسلامي خلافت ئې نسكور كړ، په بلخ او بغداد كي ئې دومره تباهي وكړہ چي جبران ئې محال وو. ښايي د الانبياء سورې په 95- ‏‏96 آيتونو كي دغه حالت ته اشاره شوې وي او دا د قرآن يوه دقيقه وړاندوينه وي چي ترسره شوه؛ او ښايي دا وړاندوينه به تر قيامت وړاندي ترسره شي؛ هغه مهال به دا قوم يو ځل بيا په همداسي ستر شرارت لاس پوري كړي. هلته چي فرمايي:

(وَحَرَامٌ عَلَى قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَنَّهُمْ لا يَرْجِعُونَ) (حَتَّى إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُمْ مِنْ كُلِّ حَدَبٍ يَنْسِلُونَ) الأنبياء: 95- 96.

 

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير د موضوع په دوام وايي چي؛ دا مطلب هم په يادولو ارزي چي ولي د ذوالقرنين د سفرونو په لړ كي د جنوب يادونه نه ده شوې؟ ما ته داسي معلومېږي چي د ذوالقرنين د پلازمېني په جنوب كي بل هېواد نه وو، د ده هېواد په جنوب كي له سمندر سره نښتى وو او له دې معلومېږي چي پلازمېنه به ئې په خراسان كي وه او هېواد به ئې په جنوب كي تر سمندر پوري غځېدلى وو.

 

ښاغلي حکمتيار د موضوع د لا وضاحت په اړه وايي؛ چي په رواياتو كي د يأجوج و مأجوج په اړہ څه راغلي:

د بخاري په دولسو رواياتو كي د دوى يادونه شوې، په يوه روايت كي دا هم راغلي چي يوه سړي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وويل: ما د يأجوج او مأجوج سد وليد، د سد مواصفات ئې ورته بيان كړل، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: هغه دي (په خپلو سترگو) وليد؟ كه دا روايت صحيح وي نو څو خبري ترې معلومېږي:

1- د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر زمانې دا سد په مكمله توگه موجود وو يا ئې ځيني برخي موجودي وې.

2- دا كوم خارق العاده سد نه وو، لكه هغسي چي ځيني گمان كوي

3- له عربو ډېر لري پروت نه دئ بلكي دومره نژدې دئ چي يو كس توانېدلى هلته ولاړ شي او په خپلو سترگو ئې وگوري.

 

هغه زياتوي چي په آثارو كي دا هم راغلي چي د عمر رضي الله عنه په خلافت كي او په 22 هجري قمري كال؛ د آذربايجان له فتحي وروسته؛ عبد الرحمن بن ربيعة د سيمي امير يو څوك د دې سد د ليدو لپاره لېږلى وو؛ هغه دا بند ليدلى وو او عمر رضي الله عنه ته ئې په اړه معلومات وركړى وو

همدا راز عباسي خليفة هارون الواثق چي له 227 تر232 هجري قمري پوري خليفه وو؛ يو كس ئې د سلام ترجمان په نامه له 50 تنو سره موظف كړ چي ولاړ شي او دا بند وگوري؛ ولاړل او بند ئې له نژدې وليدو او تفصيلي راپور ئې خليفه ته وړاندي كړ؛ ويلي وو چي عرض ئې نژدې 200 ذراع (تقريباً 120 متره) وو. د همدې بند په اړه د بخاري يو روايت دا دئ

عَنْ زَيْنَبَ ابْنَةِ جَحْشٍ رضي الله عنها أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه و سلم دَخَلَ عَلَيْهَا فَزِعًا يَقُولُ « لَا إِلَهَ إلَّا اللَّهُ وَيْلٌ لِلْعَرَبِ مِنْ شَرٍّ قَدِ اقْتَرَبَ فُتِحَ الْيَوْمَ مِنْ رَدْمِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مِثْلُ هَذِهِ ». وَحَلَّقَ بِإِصْبَعِهِ الإِبْهَامِ وَالَّتِى تَلِيهَا. قَالَتْ زَيْنَبُ ابْنَةُ جَحْشٍ فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللهِ أَنَهْلِكُ وَفِينَا الصَّالِحُونَ قَالَ « نَعَمْ إِذَا كَثُرَ الْخُبْثُ ». 

له زينب بنت جحش رضي الله عنها روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم زموږ ځاى ته په داسي حال كي راننوت چي وېري اخيستى وو؛ وئې ويل: لا إله إلا الله، افسوس د عربو په حال له هغه شر چي يقيناً رانژدې شوى، نن د يأجوج او مأجوج په بند كي دومره سورى جوړ شو، بټه گوته او ورپسې ئې سره وصل كړې، زينب وايي: ما ورته وويل: يا رسول الله! آيا په داسي حال كي به هم هلاك كېږو چي په موږ كي صالحان وي؟ وئې فرمايل: هو؛ كله چي پليتي (پليتان) زيات شي.

 

قدرمن مشر زياتوي چي دا روايت چي په بخاري كي درې ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 3598، 7059، 7135، د سند له مخي غريب دئ، په دريو طبقو كي يو يو راوي لري. د متن له پلوه په خپلو منځونو كي څو توپيرونه لري:

په يوه كي راغلي: أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه و سلم دَخَلَ عَلَيْهَا فَزِعًا په بل كي د دې خلاف راغلي اسْتَيْقَظَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم مِنَ النَّوْمِ مُحْمَرًّا وَجْهُهُ په يوه كي وَحَلَّقَ بِإِصْبَعِهِ وَبِالَّتِى تَلِيهَا په بل كي وَحَلَّقَ بِإِصْبَعَيْهِ الإِبْهَامِ وَالَّتِى تَلِيهَا او په بل كي وَعَقَدَ تِسْعِينَ. همداراز بل روايت بيا وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له خوبه راويښ شو، مخ ئې سور اوښتى وو او وئې ويل: لا إله إلا الله، افسوس د عربو په حال له هغه شر چي يقيناً رانژدې شوى، نن د يأجوج او مأجوج په بند كي دومره سورى جوړ شو، بټه گوته او ورپسې ئې سره وصل كړې، بل ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په داسي حال كي زموږ ځاى ته راننوت چي وېري اخيستى وو او همدا خبره ئې وكړہ خو په پاى كي د ابهام گوتي يادونه نه كوي او وايي يوه او ورپسې گوته ئې سره وصل كړې. په يوه بل روايت كي د دې ټولو خلاف ويل شوي: « يُفْتَحُ الرَّدْمُ رَدْمُ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مِثْلَ هَذِهِ». وَعَقَدَ وُهَيْبٌ تِسْعِينَ، دلته د فتحت پر ځاى يفتح راغلي چي له مخكيني سره جدي تعارض لري او ښيي چي دا سد به له دې وروسته سورى شي. او په بل كي داسي راغلي « فَتَحَ اللهُ مِنْ رَدْمِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مِثْلَ هَذَا ». وَعَقَدَ بِيَدِهِ تِسْعِينَ.

 

د ښاغلي حکمتيار په وينا كه سره له دې ټولو تعارضاتو دا روايت صحيح وگڼو چي په سد كي سورى راپيدا شوى نو د دې معنى همغه ده چي ځينو درنو شارحينو كړې او دا ئې د دې فتنې د قرب او نژدېوالي په معنى اخيستې، نه په حقيقي معنى او په سد كي د سوري په معنى.

 

نوموړي همداراز د يأجوج او مأجوج په اړه د بخاري لانديني روايت ته هم په تفصيلي توگه اشاره وکړه؛ لکه چي وايي:

عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ رضي الله عنه عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ « لَيُحَجَّنَّ الْبَيْتُ وَلَيُعْتَمَرَنَّ بَعْدَ خُرُوجِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ ». تَابَعَهُ أَبَانُ وَعِمْرَانُ عَنْ قَتَادَةَ. وَقَالَ عَبْدُ الرَّحْمَنِ عَنْ شُعْبَةَ قَالَ « لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى لَا يُحَجَّ الْبَيْتُ ». وَالأَوَّلُ أَكْثَرُ سَمِعَ قَتَادَةُ عَبْدَ اللهِ وَعَبْدُ اللهِ أَبَا سَعِيدٍ

له ابو سعيد خدري رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د يأجوج او مأجوج له راوتلو وروسته به هم حج او عمره اداء كېږي. په بل روايت كي دا پرې اضافه شوي چي قيامت تر هغه نه راځي چي د بيت الله حج كول بند شي.

 

ښاغلی حکمتيار وايي چي د بخاري څلور نور روايات داسي دي چي د مؤمنانو په پرتله د يأجوج او مأجوج شمېر داسي ښيي لكه يو په زرو كي، دا روايات هم د سند له مخي مطلق غريب دي، په دريو طبقو كي يو يو راوي لري او په څلورمي كي دوه. او زياتوي چي:

د ذوالقرنين د قصې په پاى كي د ده داسي خبري راوړل شوې چي د ده دا قصه او ټوله سوره د هغوى پر محور څرخي؛ او په دې سره قريشو ته ويل شوي: ستاسو مغرور مشران په خپلي داسي مشرۍ او زور ځواك مغرور شوي چي د ذوالقرنين د پراخ ملك په پرتله د يوه واړہ كلي ملكانو ته ورته دي، هغه پر خداى او آخرت ايمان درلود، د مظلومانو مرسته ئې كوله، د نېكانو مل او ملاتړى وو، شرق، غرب او شمال ته له داسي سترو سترو فوځونو سره ولاړ چي هيڅوك ئې مخي ته نشو تم كېدى، پرديو قومونو ته ئې له بدل او اجورې پرته لوى لوى كارونه كول، خو د قريشو دا مغرور مشران بتان لمانځي، آخرت نه مني، د الله تعالى پر آيتونو ملنډي وهي، د الله پر پيغمبر استهزاء كوي، د خپل قوم پر مظلومو او بې وزلو مؤمنانو ظلمونه كوي، عملونه ئې گنده، په فساد كي تر ستوني غرق، ټول هم او غم ئې دا چي بې وزلي او مظلومان ولوټي، وېره ئې له دې چي دې ذليل او قليل اقتدار ته ئې گواښ متوجه نه شي!! 

د دې بحث په ترڅ كي به تاسو ته واضح شوې وي چي يأجوج او مأجوج د انسانانو د يوه قوم نوم دئ، وحشي قوم وو، په غرونو كي اوسېدل، كوم ښار او مركزي حكومت ئې نه درلود، كه نه نو ذوالقرنين به حتماً هغه فتح كړى وو، پر نورو قومونو ئې غلچكي بريدونه كول، د يوه سد له امله ئې دا غلچكي بريدونه متوقف شول؛ اوس كه تاسو داسي وينا، رأيه او روايت واورئ چي وايي: دا كوم ځانگړى مخلوق وو، له نورو انسانانو سره ئې ډېر ژور توپيرونه ول، دومره ستر ستر او پلن پلن غوږونه ئې ول چي يو به توشك او نيالۍ شو او بل بړستن، نو ستا قضاوت به د دې وينا په وړاندي يا دا وي چي دا خبره په بشپړہ توگه غلطه، بې بنسټه او د قرآن خلاف ده او يا دا چي ووايې: د يوه غوږ توشك او بل غوږ بړستن معنى دا نه ده چي پلن پلن غوږونه ئې ول بلكي معنى ئې دا ده چي نه ئې توشك وو او نه بړستن، پر زمكه به داسي پرېوتل چي نه به ترې لاندي له خپل غوږ پرته بل څه وو او نه ئې له پاسه له خپل غوږ پرته كوم څادر او بړستن.

 

د ‌حزب اسلامي افغانستان د أمير په وينا چي د دې قصې په پاى كي د يوې داسي ښكلې او جامع تتمې شاهد يو چي دغه مطالب په كي ځلېږي؛ الله تعالى فرمايي:

هغه ورځ راتلونكې ده چي خلك به له قبرونو راپاڅوو، ټول به د محشر په لوري داسي روان وي چي ځيني به د ځينو نورو په ليكو كي د څپو په څېر ننوځي، په شپېلۍ كي به پو شي نو ټول به يو ځاى راغونډ كړو. په همدې سره د ذوالقرنين دا روزونكې او لارښوونكې ښكلې قصه پاى ته رسوي او ورپسې د قيامت په ورځ د كافرانو حال بيانوي.

 

د ذوالقرنين او يأجوج او مأجوج د قصي له تشريح وروسته نوموړي د بخاري د حج کتاب

په ٢٩م باب کي (د کعبې ورانېدل) په عنوان هم تفصيلي بحث وکړ؛ هلته چي فرمايي:

 805 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ: «كَأَنِّي بِهِ أَسْوَدَ أَفْحَجَ، يَقْلَعُهَا حَجَرًا حَجَرًا». (بخاري: 1595)

٨٠5له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (لکه چي زه همدا اوس يو توربخون، ارت لينگى (هغه چي دواړه لينگي ئې يو له بل لري وي) گورم چي (کعبه ورانوي) او يوه يوه تيږه ئې راباسي).

د دې روايت په اړه دوه يادوني ضروري برېښي:

1- په روايت كي د كعبې نوم نه دئ اخيستل شوى.

2- له فحوى ئې داسي معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د كعبې ورانېدا او ورانوونكى ئې په خوب كي ليدلي.

 

له پورتنيو توضیحاتو وروسته ښاغلي حکمتيار په پرله‌پسي او لاندي توگه د بخاري د حج کتاب په ٣٠، ۳۱، ۳۲، ۳۳ او ۳۴م بابونو هم تفصيلي بحث وکړ:

۳۰م باب: (الحجر الاسود)

808 - عَنْ عُمَرَ رضي الله عنه: أَنَّهُ جَاءَ إِلَى الْحَجَرِ الأَسْوَدِ فَقَبَّلَهُ، فَقَالَ: إِنِّي أَعْلَمُ أَنَّكَ حَجَرٌ، لا تَضُرُّ وَلا تَنْفَعُ، وَلَوْلا أَنِّي رَأَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم يُقَبِّلُكَ مَا قَبَّلْتُكَ. (بخاري: 1597)

٨٠8له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي عمر رضي الله عنه حجر اسود ته راغى او ښكول (كوښل) ئې کړه؛ بيا ئې وويل: زه پوهېږم چي ته تيږه يې، نه زيان رسولی شې او نه گټه؛ که رسول الله صلى الله عليه و سلم مي نه وى ليدلى چي تا ښكولوي؛ نو هيڅكله به مي نه وې ښكول کړې.

 

نوموړي زياته کړه چي دا ډېره مهمه موضوع ده؛ د بيان لپاره ئې د عمر رضي الله عنه په څېر د مضبوط او قوي ايمان او د پراخي پوهي او درايت خاوند ته ضرورت وو؛ كعبه ټوله د دې زمكي له ډبرو جوړه شوې؛ د ابراهيم او اسمعيل عليهما السلام په لاسونو ئې بنسټ ايښودل شوى؛ په وار وار ورانه شوې او بيا رغول شوې؛ نه ئې دا حيثيت كموي چي د زمكي له ډبرو جوړه شوې او نه دا چي د سيلابونو، طوفانونو، جگړو په ترڅ كي او د اشرارو او د دښمنان په لاس ورته صدمه رسېدلې؛ همدا چي د الله تعالى په إذن او امر او د يوه ستر پيغمبر او د تاريخ ستر موحد او بت ماتوونكي په لاس او د دې لپاره جوړه شوې چي موږ د قصرونو او قبرونو له طواف او ښكولولو مستغني كړي او انسانانو ته وښيي چي ستاسو طواف به يوازي د الله تعالى د كور طواف وي؛ نه له الله تعالى پرته د بل كور، قصر او يا د كوم مړي قبر؛ همدغه ورته سپېڅلتيا او ارزښت وركړى؛ حجر الاسود چي د كعبې جزء او يوه ډبره ده او د دې لپاره د كعبې په يوې ژۍ او د انسان د قد په اندازه له زمكي لوړه نصب شوې؛ حاجيان له همدې ځاى خپل طواف پيلوي، لاس پرې ږدي او ښكولوي ئې؛ له دې احساس سره چي الله تعالى ته د اطاعت او بيعت لاس وركوي.

په دې روايت كي دوه اساسي خبري مومو:

1- عمر رضي الله عنه ځكه حجر الأسود ښكل كړې چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې همداسي ليدلى.

2- د حجر الأسود د نورو تيږو په څېر يوه تيږه گڼي؛ چي نه ذاتاً چا ته ضرر رسولى شي او نه گټه؛ لكه چي بيت الله يوه استعاره ده؛ د مجاز په توگه كارول شوې؛ الله تعالى له دې ډېر ډېر لوړ دئ چي د زمكي پر سر او له ډبرو جوړه شوې وړه خونه ئې كور او د اوسېدو مكان وي؛ الله تعالى نه د زمان تابع دئ او نه په مكان محدود؛ مكان او زمان د مخلوق ځانگړتيا ده او الله تعالى په هيڅ څه كي مخلوق ته ورته نه دئ؛ نه ئې بيت الله مكان دئ او نه عرش؛ حجر الأسود او پر هغې لاس ايښودل او ښكولول ئې همداسي استعاره ده؛ د بيعت او اطاعت تمثيلولو لپاره؛ پر حجر الأسود لاس ايښودل داسي دي لكه له الله تعالى سره مصافحه او بيعت؛ لاندي روايات چي گڼ شمېر كتابونو راوړى؛ همدا مطلب افاده كوي:

... قد ذُكرت علتان في تقبيل الحجر ولمسه: إحداهما: أنّه قد رُوي في الحديث: "الحجرُ الأسودُ يمينُ اللَّهِ في الأرض". وكان ذلك في ضرب المثل كمصافحة الملوك للبيعة، وتقبيل المملوك يد المالك. ثمّ روى بسنده عن ابن عبّاس - رضي اللَّه عنهما- : أنّه قال: الحجرُ الأسودُ يمينُ اللَّه في الأرض، فمن لم يدركْ بيعةَ رسولِ اللَّه، فمسحَ الحجرَ، فقد بايعَ اللَّهَ ورسولَه.

وروي عن ابن عبّاس في لفظ آخر، قال: الرُّكْنُ الأسودُ يمينُ اللَّه يصافحُ بها عباده، كما يصافح أحدُكم أخاه. كشف اللثام شرح عمدة الأحكام، تحفة الأحوذي، فتح القدير

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ: " الْحَجَرُ يَمِينُ اللهِ فِي الْأَرْضِ، فَمَنْ لَمْ يُدْرِكْ بَيْعَةَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثُمَّ اسْتَلَمَ الْحَجَرَ فَقَدْ بَايَعَ اللهَ وَرَسُولَهُ

عن ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا يَقُولُ: " هَذَا الرُّكْنُ يَمِينُ اللهِ فِي الْأَرْضِ، يُصَافِحُ بِهِ عِبَادَهُ مُصَافَحَةَ الرَّجُلِ أَخَاهُ " اخبار مكه للفاكهي

وَرُوِيَ فِي بَعْضِ الْحَدِيثِ «أَنَّ الْحَجَرَ يَمِينُ اللَّهِ فِي الْأَرْضِ»، وَالْمَعْنَى: أَنَّ مَنْ صَافَحَهُ فِي الْأَرْضِ، كَانَ لَهُ عِنْدَ اللَّهِ عَهْدٌ، فَكَانَ كَالْعَهْدِ تَعْقِدُهُ الْمُلُوكُ بِالْمُصَافَحَةِ لِمَنْ يُرِيدُ مُوَالاتَهُ، وَكَمَا يُصْفَقُ عَلَى أَيْدِي الْمُلُوكِ لِلْبَيْعَةِ. شرح السنة للبغوي

عن ابْنِ عَبَّاسٍ يَقُولُ: «الرُّكْنُ - يَعْنِي الْحَجَرَ - يَمِينُ اللَّهِ فِي الْأَرْضِ يُصَافِحُ بِهَا خَلْقَهُ مُصَافَحَةَ الرَّجُلِ أَخَاهُ، يَشْهَدُ لِمَنِ اسْتَلَمَهُ بِالْبِرِّ وِالْوَفَاءِ، وَالَّذِي نَفْسُ ابْنِ عَبَّاسٍ بِيَدِهِ، مَا حَاذَى بِهِ عَبْدٌ مُسْلِمٌ يَسْأَلُ اللَّهَ تَعَالَى خَيْرًا إِلَّا أَعْطَاهُ إِيَّاهُ» مصنف عبدالرزاق الصنعاني

 

د ښاغلي حکمتيار په وينا دغو رواياتو خلاصه دا ده: حجر الاسود او پر هغه لاس ايښودل او ښكولول ئې داسي دي لكه چي څوك الله تعالى ته د بيعت لاس وركړي او د هغه لاس ښكول كړي.

 

٣١ باب: (کعبې ته نه داخلېدل)

809 - عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ أَبِي أَوْفَى رضي الله عنه قَالَ: اعْتَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم فَطَافَ بِالْبَيْتِ، وَصَلَّى خَلْفَ الْمَقَامِ رَكْعَتَيْنِ، وَمَعَهُ مَنْ يَسْتُرُهُ مِنَ النَّاسِ، فَقَالَ لَهُ رَجُلٌ: أَدَخَلَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم الْكَعْبَةَ؟ قَالَ: لا. (بخاري:1600)

٨٠٩- له عبدالله بن ابي اوفى رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم عمره کوله، د بيت الله طواف ئې وکړ او د مقام ابراهيم شا ته ئې په داسي حال کي دوه رکعته لمونځ وکړ چي ملگرو ئې د خلکو له ازدحام ساتلو، چا له راوي (عبدالله) پوښتنه وړه: آيا رسول الله! کعبې ته ننوت؟ هغه ورته وويل: نه.

 

نوموړی د پورتني روايت په اړه وايي چي دا روايت په بخاري كي 11 ځلي په دغو شمېرو 395 - 1545 - 1600 - 1623 - 1627 - 1645 - 1647 - 1691 - 1708 - 1762 - 1793 راغلی او تر منځ ئې لاندي توپيرونه موجود دي

په هيڅ روايت كي دا نه دي راغلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم كعبې ته داخل شو؛ د ټولو گډ مطلب دا دئ چي اوه ځله ئې د كعبې طواف وكړ، بيا ئې مقام ابراهيم كي دوه ركعته لمونځ وكړ او بيا ئې اوه ځلي د صفا او مروه تر منځ سعي وكړه؛ په ځينو كي دا هم ويل شوي چي تر دې وروسته له احرام نه دئ وتلى او دا ځكه چي د حج نيت ئې كړى وو او هدي (د قربانۍ هغه څاروى چي په غاړكۍ سره په نښه كېږي) ورسره وه؛ په ځينو كي د قرآن دا آيت (لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ إِسْوَةٌ حَسَنَةٌ) راوړل شوى؛ د دې لپاره چي وښيي په حج كي به همغه څه كوو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم كړي

باب او ترې لاندي روايت راوړل شوى به په هغه صورت كي مطابقت درلود چي د عمرې يا حج يادونه هم شوې وى؛ دا ځكه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د مكې له فتحي وروسته؛ كعبې ته داخل شوى، بتان ئې نسكور كړي؛ خو باب كعبې ته د نه داخلېدو خبره كوي؛ او ترې لاندي هغه روايت راغلى چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په عمرې كي كعبې ته نه دئ داخل شوى. د عمرې عدم ذكر التباس رامنځته كړى.

 

۳۲م باب: (د کعبې په منځ کي تکبير)

811- عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ: إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم لَمَّا قَدِمَ أَبَى أَنْ يَدْخُلَ الْبَيْتَ، وَفِيهِ الآلِهَةُ، فَأَمَرَ بِهَا فَأُخْرِجَتْ، فَأَخْرَجُوا صُورَةَ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ فِي أَيْدِيهِمَا الأَزْلامُ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم: «قَاتَلَهُمُ اللَّهُ، أَمَا وَاللَّهِ لَقَدْ عَلِمُوا أَنَّهُمَا لَمْ يَسْتَقْسِمَا بِهَا قَطُّ». فَدَخَلَ الْبَيْتَ، فَكَبَّرَ فِي نَوَاحِيهِ وَلَمْ يُصَلِّ فِيهِ». (بخاري:1601)

811 - له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم چي كله مکې ته ورسېد؛ نو په کعبه کي د بتانو د شتون له امله ئې کعبې ته له داخلېدو ډډه وکړه؛ د هغوى په اړه ئې امر وكړ؛ نو وايستل شول؛ د ابراهيم او اسماعيل (عليهما السلام) عکسونه ئې هم وايستل؛ په داسي حال كي چي د دواړو په لاسونو کي د فال غشي وو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (الله تعالى دي (مشرکين) هلاك کړي؛ قسم په خداى چي دوى يقيناً په دې پوهېدل چي (ابراهيم او اسماعيل عليهما السلام) هيڅكله په غشو فال نه دئ نيولى)؛ ورپسې بيت الله ته داخل شو، په ټولو خواوو کي ئې تکبير ووايو؛ خو لمونځ ئې په كي ونه کړ.

 

۳۳م باب: (د طواف په وخت کي د رمل مشروعيت)

811- عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَصْحَابُهُ، فَقَالَ المُشْرِكُونَ: إِنَّهُ يَقْدَمُ عَلَيْكُمْ وَقَدْ وَهَنَهُمْ حُمَّى يَثْرِبَ، فَأَمَرَهُمُ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «أَنْ يَرْمُلُوا الأَشْوَاطَ الثَّلاَثَةَ، وَأَنْ يَمْشُوا مَا بَيْنَ الرُّكْنَيْنِ، وَلَمْ يَمْنَعْهُ أَنْ يَأْمُرَهُمْ أَنْ يَرْمُلُوا الأَشْوَاطَ كُلَّهَا إِلَّا الإِبْقَاءُ عَلَيْهِمْ» (بخاري: 1602)

٨١١- له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم او اصحاب ئې مکې ته ورسېدل؛ نو مشرکينو وويل: دوى (مسلمانان) به په داسي حال کي تاسو ته راځي چي د مدينې تبو به ښه سست کړي وي؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ (اصحابو) ته امر وکړ چي د طواف په دريو لومړيو دورو کي رمل وکړي (د پهلوانانو په شان؛ لنډ لنډ او تېز تېز گامونه واخلي او اوږې وخوځوي)؛ خو د دوو رکنونو (رکن يماني او رکن حجر الأسود) تر منځ دي په كراره درومي. په ټولو دورو کي ئې د رمل امر؛ پر دوى د مهربانۍ له مخي ونه كړ (نه ئې غوښتل هغوى په تکليف شي).

 

نوموړی وايي چي دا روايت هم په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو 1602 - 4256 او لانديني توپير سره راغلی:

په دوى كي يوازي يو توپير ليدل كېږي او هغه دا چي په 4256 روايت كي دا مطالب اضافي راغلي: لَمَّا قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِعَامِهِ الَّذِي اسْتَأْمَنَ، قَالَ: «ارْمُلُوا» لِيَرَى المُشْرِكُونَ قُوَّتَهُمْ، وَالمُشْرِكُونَ مِنْ قِبَلِ قُعَيْقِعَانَ: كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په هغه كال عمرې ته راغى چي قريشو د حديبيې معاهدې له مخي هغه ته د امن ډاډ وركړى وو؛ وئې فرمايل: رمل او هروله وكړئ چي مشركين ستاسو قوت وگوري؛ او مشركين د قُعَيْقِعَانَ د لوړي له لوري پر دوى بر او مُشْرِف او د هغوى تر نظر لاندي وو.

 

٣٤م باب: (مکې ته په رسېدو سره د حجر اسود استلام)

812 - عَنِ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنه قَالَ: رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم حِينَ يَقْدَمُ مَكَّةَ، إِذَا اسْتَلَمَ الرُّكْنَ الأَسْوَدَ؛ اولَ مَا يَطُوفُ يَخُبُّ ثَلاثَةَ أَطْوَافٍ مِنَ السَّبْعِ. (بخاري: 1603)

٨١2له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم مي هغه مهال وليدو چي مکې ته داخلېدو؛ د طواف په پيل کي ئې حجر اسود ښكول کړ؛ او د طواف له اوو دورو ئې په دريو لومړنيو دورو کي رمل کولو (گړندى تلو).

 

 

ناويلي دې پاته نه وي چي د درس په پای کي قدرمن مشر دعاء وکړه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک