د حکمتيار صاحب يو ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
دوشنبه د حمل ۲۹مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۲۱مه درسي حلقه د بریا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د بخاري د حج كتاب ٩م باب او د (حاجيانو هر کلى) تر عنوان لاندي د خپل مخکيني درس په دوام وويل:
874 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: لَمَّا قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَكَّةَ اسْتَقْبَلَتْهُ أُغَيْلِمَةُ بَنِي عَبْدِالْمُطَّلِبِ فَحَمَلَ وَاحِدًا بَيْنَ يَدَيْهِ وَآخَرَ خَلْفَهُ. (بخاري: 1798)
٨٧٤ – له ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم چي مکې ته ورسېد؛ د بني عبدالمطلب تنكيو ځوانانو ئې هرکلى وکړ او رسول الله صلى الله عليه و سلم يو هلک خپلي مخي او بل ئې خپلي شا ته ورسره سپور کړ.
ورپسي ئې په ١٠م باب کي د (ماښام له سفره راگرځېدل) عنوان د لانديني روايت په استناد سره توضیح کړ؛ لکه چي وايي:
875 ـ عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: «كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لاَ يَطْرُقُ أَهْلَهُ، كَانَ لاَ يَدْخُلُ إِلَّا غُدْوَةً أَوْ عَشِيَّةً» (بخاري: 1800)
٨٧٥ – له انس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم به د شپې له لوري د كور دړه نه ټكوله (له سفر راگرځېدا او كور ته ننوتل به ئې داسي نه وو چي له ماښام وروسته او په ناڅاپي توگه د کور دړه وټكوي او داخل شي؛ بلکي سهار او يا له ماسپښين وروسته به کور ته ننوت).
ښاغلي حکمتيار زياته کړه؛ دا چي ولي ئې دا كار كولو؟ د دې پوښتني په ځواب كي بېل بېل وجوهات په گوته شوي او دلائل او موخي ئې ښودل شوې؛ د ځينو كمزورو او نامناسبو توجيهاتو په شمول؛ ښايي مناسبه توجيه ئې فقط دا وي چي له اوږده سفر وروسته؛ په ناڅاپي توگه او د كورنۍ له خبرولو پرته؛ په شپه كي كور ته ننوتل؛ هم د مېرمني د خفگان، اذيت او بد گمانۍ باعث كېږي؛ چي ولي ئې له وړاندي احوال نه دئ لېږلى چي لازم تيارى ونيسي؛ هم كور او خونه صفا كړي او هم ځان او جامه داسي جوړ كړي چي له خپل مېړه سره د مخامخ كېدو په وخت كي ئې خوښوي؛ نه ئې ځان تيار كړى او نه ئې كور او خونه صفا كړې؛ كېدى شي دا د دواړو د لږ او ډېر خفگان باعث شي او د دوى تر منځ ميني، درناوي، احترام او حتى اعتماد او باور ته صدمه ورسوي؛ او له مېرمني سره دا انديښنه راولاړه كړي او گمان وكړي چي داسي پټ او بې خبره راتگ به ئې ښايي د دې لپاره وي چي زما په اړه بې اعتماد او شكمن شوى. مناسب صورت دا دئ چي يا خو د ورځي له لوري كور ته ستون شي او يا ئې مېرمن د راتگ له نېټې خبره وي او دا مجال وركړى شوى وي چي بشپړ او د خپل زړه مطابق تيارى ئې نيولى وي. كه په مخكي زمانه كي دا كار گران وو اوس خو ډېر آسان شوى؛ د ټيلفون له لاري كولى شي كورنۍ ته اطلاع وركړي؛ نه خبرول ئې يقيناً يو ډول بد اخلاقي، بې ادبي او د خپلي كورنۍ په نسبت بې اعتنائي ده او تر ټولو بده ئې دا چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د سنت او لارښووني خلاف عمل دئ.
نوموړي د يادې موضوع د لا وضاحت په اړه لانديني روايت ته هم تفصيلاً اشاره وکړه او وئې ويل:
876 ـ عَنْ جَابِرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: نَهَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يَطْرُقَ أَهْلَهُ لَيْلاً. (بخاري: 1801)
٨٧٦ – له جابر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له دې نهي كړې چي څوك د شپې له لوري د خپل كور دړه په داسي حال كي وټكوي (چي له اوږده سفر راستون شوى او په ناڅاپي توگه او د كورنۍ له خبرولو پرته كور ته ننوتل غواړي).
همداراز نوموړي په ١١م باب کي بيا (مدينې ته له نژدې کېدو وروسته د بيړې) په موضوع بحث وکړ؛ لکه چي فرمايي:
877 ـ عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، يَقُولُ: «كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا قَدِمَ مِنْ سَفَرٍ، فَأَبْصَرَ دَرَجَاتِ المَدِينَةِ، أَوْضَعَ نَاقَتَهُ وَإِنْ كَانَتْ دَابَّةً حَرَّكَهَا»، وزاد في رواية مِنْ حُبِّهَا. (بخاري: 1802)
٨٧٧ – له انس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم به چي له سفره راستون شو؛ او د مدينې لوړي (د ونو او ودانيو سرونه) به ئې وليدل؛ نو خپله اوښه به ئې تېزه کړه او که به بل څاروی وو نو هغه به ئې وخوځولو؛ او په بل روايت کي (دا هم ويل شوي چي) دا ئې له مدينې سره د محبت له امله وو.
په ١٢م باب کي بيا په دې عنوان چي (سفر يو ډول عذاب دئ) مفصل بحث وشو او د موضوع د روښانتيا لپاره لانديني روايات په پرلهپسي توگه تشريح شول؛ هلته چي فرمايي:
878 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «السَّفَرُ قِطْعَةٌ مِنَ الْعَذَابِ يَمْنَعُ أَحَدَكُمْ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ وَنَوْمَهُ فَإِذَا قَضَى نَهْمَتَهُ فَلْيُعَجِّلْ إِلَى أَهْلِهِ». (بخاري: 1804)
٨٧٨ – ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (سفر يو ډول عذاب دئ چي انسان له خوړو، څښاک او خوب منع كوي؛ نو كله چي څوك خپل حاجت تر سره کړي؛ د خپلي کورنۍ په لوري دي بيړه وکړي).
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو 1804 - 5429 او لاندينيو توپيرو سره راغلی:
د دواړو راويان په څلورو طبقو كي سره ورته خو په پنځمه طبقه كي د يوه عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ او د بل أَبُو نُعَيْمٍ دئ؛ د متن له پلوه ئې توپير يوازي دومره دئ چي په يوه كي دا راغلي (فَإذَا قَضَى نَهْمَتُهُ مِنْ وَجْهِهِ: كله چي هغه څه تر سره شي چي هڅه ئې د هغه لپاره وه؛ نو د خپلي كورنۍ لوري ته دي تلوار وكړي)؛ او په بل كي يوازي نَهْمَتَهُ راغلي.
له پورتنيو توضیحاتو وروسته د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير د ( کتاب المُحْصَرِ...له عمرې ایسار كړى شوى) په نوم د بخاري په ۲۸م نمبر کتاب هم تفصيلي بحث وکړ؛ لکه چي وايي:
١ باب: (که عمره کوونکى له مانع سره مخ شي).
879 ـ عن ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قال: قَدْ أُحْصِرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَحَلَقَ رَأْسَهُ وَجَامَعَ نِسَاءَهُ وَنَحَرَ هَدْيَهُ حَتَّى اعْتَمَرَ عَامًا قَابِلاً. (بخاري: 1809)
٨٧٩ – له ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د عمرې له اداء كولو ايسار كړى شو (په حديبيه كي)؛ نو له احرام ووتلو؛ د سر وېښتان خرېيل، جامې بدلول، له مېرمنو سره نژدېكت ورته جائز شو او هدي ئې ذبح كړ؛ تر هغه چي عمره ئې په راتلونكي كال كي اداء كړه.
نوموړي همداراز د ياد کتاب په ٢م باب کي بيا (په حج کي احصار (ايسارېدا) موضوع ته هم د لانديني روايت په استناد تفصيلاً اشاره وکړه؛ لکه چي وايي:
880 ـ عن ابْن عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما يَقُولُ: أَلَيْسَ حَسْبُكُمْ سُنَّةَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنْ حُبِسَ أَحَدُكُمْ عَنِ الْحَجِّ طَافَ بِالْبَيْتِ وَبِالصَّفَا وَالْمَرْوَةِ ثُمَّ حَلَّ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّى يَحُجَّ عَامًا قَابِلاً فَيُهْدِي أَوْ يَصُومُ إِنْ لَمْ يَجِدْ هَدْيًا. (بخاري: 1810)
٨٨٠ – له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي ويل ئې: آيا د رسول الله صلى الله عليه و سلم سنت درته کافي نه دئ؟ که له تاسو کوم يو له حج ايسار كړى شو؛ نو د بيت الله طواف او د صفا او مروه تر منځ دي سعي وکړي او بيا دي له احرام ووځي (هر هغه څه دي ځان ته حلال وگڼي چي د حج له وجهي ورته حرام وو)؛ او په راتلونکي کال كي دي حج وکړي؛ نو له دې كبله دي يا قرباني وکړي او که ئې وس نه لري نو روژه دي ونيسي.
په دې روايت كي جدي ستونزه تر سترگو كېږي؛ او هغه دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم او ياران ئې په حديبيه كي مكې ته له ننوتو او د عمرې له اداء كولو منع شول؛ نه ئې طواف كړى او نه د صفا او مروه سعي؛ په دې اړه امت متفق دئ؛ اما له دې روايت داسي معلومېږي چي گواكي رسول الله صلى الله عليه و سلم طواف او سعي كړې او له احرام وتلى؛ او گواكي د احصار په صورت كي همداسي كول د رسول الله صلى الله عليه و سلم سنت دئ!! همدا خبره ابن حزم كوي او وايي:
ولا خلاف بين أحد من الأمة كلها أن النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إذ صد عن البيت لم يطف به ولا بالصفا والمروة بل أحل حيث كان بالحديبية ولا مزيد وهذا الذي ذكره ابن عمر لم يقع قط لرسوله صلى الله عليه و سلم
په ټول امت كي هيڅوك له دې سره اختلاف نه لري چي كله بيت الله ته له رسېدو د رسول الله صلى الله عليه و سلم مخنيوى وشو؛ نو نه ئې د بيت الله طواف كړى او نه د صفا او مروه سعي؛ بلكي په همغه د حديبيې په كوم ځاى كي چي وو له احرام وتلى؛ نه تر دې زيات بل څه؛ او دا څه چي ابن عمر ذكر كړي؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ارتباط قطعاً نه دي واقع شوي.
د ښاغلي حکمتيار په وينا: هر څوك پوهېږي چي دا روايت له هغه څه سره هيڅ اړخ نه لگوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم او يارانو ئې په حديبيه كي او د احصار په حالت كي كړي.
همداراز د ياد کتاب په ٣م باب کي بيا پر دې عنوان (د احصار په صورت کي بايد قرباني د سر وېښتانو له خرېيلو وړاندي وي) هم مفصل بحث وشو؛ لکه چي وايي:
881 ـ عَنِ الْمِسْوَرِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَحَرَ قَبْلَ أَنْ يَحْلِقَ وَأَمَرَ أَصْحَابَهُ بِذَلِكَ. (بخاري: 1811)
٨٨١ – له مسور رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د وېښتانو تر خرېيلو وړاندي هدي ذبح کړه او خپلو يارانو ته ئې د همدې امر وکړ.
په دې روايت كي د حديبيې صلحي اړوند حالت ته اشاره شوې چي قريشو د رسول الله صلى الله عليه و سلم او يارانو ئې مخنيوى وكړ او دې ته ئې پرېنښودل چي مکې ته داخل شي او عمره اداء كړي؛ همدې ته احصار ويل کېږي.
قدرمن مشر همداراز د ياد کتاب په ٤م باب کي دا آيت «أَوْ صَدَقَةٍ» چي د ۴باب د عنوان په توگه راوړل شوی؛ د لاندينيو روايتونو په استناد سره توضیح کړ؛ لکه چي وايي:
882 ـ عن كَعْب بْنَ عُجْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: وَقَفَ عَلَيَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِالْحُدَيْبِيَةِ وَرَأْسِي يَتَهَافَتُ قَمْلاً فَقَالَ: «يُؤْذِيكَ هَوَامُّكَ؟» قُلْتُ: نَعَمْ، قَالَ: «فَاحْلِقْ رَأْسَكَ ـ أَوْ قَالَ: احْلِقْ» قَالَ: فِيَّ نَزَلَتْ هَذِهِ الآيَة: فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِنْ رَأْسِهِ إِلَى آخِرِهَا فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «صُمْ ثَلاثَةَ أَيَّامٍ؛ او تَصَدَّقْ بِفَرَقٍ بَيْنَ سِتَّةٍ؛ او انْسُكْ بِمَا تَيَسَّرَ». (بخاري: 1815)
٨٨٢ – له کعب بن عُجره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: په حديبيه کي رسول الله صلى الله عليه و سلم په داسي حال کي راته ودرېد چي زما له سر سپږي تويېدې؛ نو وئې فرمايل: (سپږي دي ځوروي؟)؛ عرض مي وکړ: هو؛ وئې فرمايل: (وېښتان دي وخرېيه) او يا ئې وفرمايل: «وئې خرېيه»؛ کعب رضي الله عنه وايي: دا آيت زما په اړه نازل شوى دئ: ((فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِنْ رَأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِّن صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ... نو كه له تاسو څوك بېمار وي او يا د سر له پلوه ځورېږي؛ نو (كولى شي وېښتان وخرېيي)؛ بيا د روژې يا صدقې يا قربانۍ فديه پرې لازمه ده...))؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (يا درې ورځي روژه ونيسه يا د يوه فَرَق پيمانه خواړه شپږو نفرو ته صدقه کړه او يا هغه څه قرباني كړه چي درته آسانه وي)
نوموړي زياته کړه؛ دا روايت په بخاري كي 5 ځلي په دغو شمېرو 1815 - 1816 - 4190 - 4517 - 5703 او لاندينيو توپيرو سره راغلی:
په يوه كي وَرَأْسِي يَتَهَافَتُ قَمْلًا په بل كي وَالقَمْلُ يَتَنَاثَرُ عَلَى وَجْهِي، په يوه كي فَقَالَ: «يُؤْذِيكَ هَوَامُّكَ؟»، په بل كي«أَيُؤْذِيكَ هَوَامُّ رَأْسِكَ؟» په يوه كي فَقَالَ: ««مَا كُنْتُ أُرَى الوَجَعَ بَلَغَ بِكَ مَا أَرَى؛ أَوْ مَا كُنْتُ أُرَى الجَهْدَ بَلَغَ بِكَ مَا أَرَى؛ تَجِدُ شَاةً؟» په بل كي «مَا كُنْتُ أُرَى أَنَّ الْجَهْدَ قَدْ بَلَغَ بِكَ هَذَا، أَمَا تَجِدُ شَاةً؟» په يوه كي «صُمْ ثَلاَثَةَ أَيَّامٍ؛ او تَصَدَّقْ بِفَرَقٍ بَيْنَ سِتَّةٍ؛ او انْسُكْ بِمَا تَيَسَّرَ» په بل كي وَصُمْ ثَلاَثَةَ أَيَّامٍ؛ او أَطْعِمْ سِتَّةَ مَسَاكِينَ؛ او انْسُكْ نَسِيكَةً» او په بل كي أَمَا تَجِدُ شَاةً». قُلْتُ: لاَ، قَالَ: «صُمْ ثَلاَثَةَ أَيَّامٍ؛ او أَطْعِمْ سِتَّةَ مَسَاكِينَ لِكُلِّ مِسْكِينٍ نِصْفُ صَاعٍ مِنْ طَعَامٍ، وَاحْلِقْ رَأْسَكَ» په يوه كي قَالَ أَيُّوبُ: «لاَ أَدْرِي بِأَيِّ هَذَا بَدَأَ» په بل كي قَالَ أَيُّوبُ: لاَ أَدْرِي بِأَيَّتِهِنَّ بَدَأَ؛ په يوه كي قَالَ: فِيَّ نَزَلَتْ هَذِهِ الآيَةُ {فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِنْ رَأْسِهِ} [البقرة: 196] إِلَى آخِرِهَا، په بل كي فَنَزَلَتْ فِيَّ خَاصَّةً وَهْيَ لَكُمْ عَامَّةً راغلي.
د ښاغلي حکمتيار په وينا؛ له دې رواياتو داسي معلومېږي چي (فَرَق) د مدينې د خلكو هغه پيمانه وه چي له درې صاع سره برابره وه؛ د دومره خوراكي توكيو د وزن معادل چي د شپږو تنو د يوې ورځي لپاره كفايت كوي؛ هر يوه ته نيم صاع.
هغه زياتوي چي په روايت كي راغلي چي كعب بن عجره رضي الله عنه وويل: دا آيت خاص زما په اړه نازل شوى؛ آيا دا خبره صحيح ده؟ ځواب څرگند دئ؛ چي دا آيت تر دې پېښي ډېر وړاندي نازل شوى؛ دا د بقرې سورې آيت دئ چي د حديبيې تر پېښې ډېر وړاندي نازله شوې ده؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم د همدې آيت له مخي ده ته ويلي: (يا درې ورځي روژه ونيسه يا د يوه فَرَق پيمانه خواړه شپږو نفرو ته صدقه کړه او يا هغه څه قرباني كړه چي درته آسانه وي).
نوموړي همداراز په ٥م باب کي بيا تر دې عنوان لاندي (د فديې اندازه نيمه پيمانه ده) د فديې په اندازه بحث وکړ او د موضوع د لا وضاحت په اړه ئې لاندينی روايت په تفصيلي توگه تشريح کړ، لکه چي وايي:
883 ـ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَعْقِلٍ، قَالَ: جَلَسْتُ إِلَى كَعْبِ بْنِ عُجْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، فَسَأَلْتُهُ عَنِ الفِدْيَةِ، فَقَالَ: نَزَلَتْ فِيَّ خَاصَّةً، وَهِيَ لَكُمْ عَامَّةً، حُمِلْتُ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَالقَمْلُ يَتَنَاثَرُ عَلَى وَجْهِي، فَقَالَ: «مَا كُنْتُ أُرَى الوَجَعَ بَلَغَ بِكَ مَا أَرَى - أَوْ مَا كُنْتُ أُرَى الجَهْدَ بَلَغَ بِكَ مَا أَرَى - تَجِدُ شَاةً؟» فَقُلْتُ: لاَ، فَقَالَ: «فَصُمْ ثَلاَثَةَ أَيَّامٍ؛ او أَطْعِمْ سِتَّةَ مَسَاكِينَ، لِكُلِّ مِسْكِينٍ نِصْفَ صَاعٍ» بخاري: 1816
٨٨٣ – له عبدالله بن مَعْقِل روايت دئ چي وايي: له کعب بن عُجْرَه رضي الله عنه سره کښېناستم او د فديې په اړه مي وپوښتلو؛ نو وئې ويل: دا آيت زما په اړه خاص نازل شوى؛ او ستاسو لپاره په عامه توگه؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم لوري ته بېول شوم؛ په داسي حال كي چي سپږي مي پر مخ خورېدې؛ وئې فرمايل: (داسي مي نه انگېرل چي درد به دي هغه حد ته رسېدلى وي چي اوس ئې وينم)؛ او يا دا چي (نه مي انگېرل چي كړاو به دي هغه حد ته رسېدلى وي چي اوس ئې وينم): (آيا کوم پسه لرې؟) ومي ويل: نه؛ نو وئې فرمايل: نو درې ورځي روژه ونيسه يا شپږو مسکينانو ته خواړه وركړه؛ هر يوه ته نيمه صاع (پيمانه).
د بخاري د ۲۸م کتاب له توضيح وروسته نوموړي د بخاري ٢٩م نمبر کتاب کي بيا (د ښکار فديه (کفاره) په موضوع هم تفصيلاً رڼا واچوله او وئې ويل:
١ باب: (محرم هغه ښکار خوړلی شي چي غير محرم ئې ورته اهداء کړي).
884 ـ عَنْ أَبِي قَتَادَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: انْطَلَقْنَا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَامَ الْحُدَيْبِيَةِ فَأَحْرَمَ أَصْحَابُهُ وَلَمْ أُحْرِمْ، فَأُنْبِئْنَا بِعَدُوٍّ بِغَيْقَةَ فَتَوَجَّهْنَا نَحْوَهُمْ، فَبَصُرَ أَصْحَابِي بِحِمَارِ وَحْشٍ فَجَعَلَ بَعْضُهُمْ يَضْحَكُ إِلَى بَعْضٍ فَنَظَرْتُ فَرَأَيْتُهُ فَحَمَلْتُ عَلَيْهِ الْفَرَسَ فَطَعَنْتُهُ فَأَثْبَتُّهُ فَاسْتَعَنْتُهُمْ فَأَبَوْا أَنْ يُعِينُونِي فَأَكَلْنَا مِنْهُ ثُمَّ لَحِقْتُ بِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَخَشِينَا أَنْ نُقْتَطَعَ، أَرْفَعُ فَرَسِي شَأْوًا، وَأَسِيرُ عَلَيْهِ شَأْوًا فَلَقِيتُ رَجُلاً مِنْ بَنِي غِفَارٍ فِي جَوْفِ اللَّيْلِ، فَقُلْتُ: أَيْنَ تَرَكْتَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ؟ فَقَالَ: تَرَكْتُهُ بِتَعْهَنَ وَهُوَ قَائِلٌ السُّقْيَا، فَلَحِقْتُ بِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَتَّى أَتَيْتُهُ فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ أَصْحَابَكَ أَرْسَلُوا يَقْرَءُونَ عَلَيْكَ السَّلامَ وَرَحْمَةَ اللَّهِ وَبَرَكَاتِهِ، وَإِنَّهُمْ قَدْ خَشُوا أَنْ يَقْتَطِعَهُمُ الْعَدُوُّ دُونَكَ فَانْظُرْهُمْ، فَفَعَلَ، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّا اصَّدْنَا حِمَارَ وَحْشٍ وَإِنَّ عِنْدَنَا فَاضِلَةً فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لأَصْحَابِهِ: «كُلُوا» وَهُمْ مُحْرِمُونَ. (بخاري: 1821)
٨٨٤ - له ابو قتاده رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: د حديبې په کال له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره روان شوو، نورو يارانو ئې احرام وتړلو؛ خو ما ونه تړلو؛ او د غَيْقَه په سيمه کي د دښمن په اړه خبر راکړل شو، نو د هغوى په لوري مو مخه كړه؛ زما ملگرو يو وحشي خر وليد او يوه بل ته په خندا شول، ما هغه لوري ته وكتلو او ومي ليدو؛ خپل آس مي وروځغلاوو او په نېزه مي وواهو او له پښو مي وغورځاوو، له ملگرو مي مرسته وغوښتله خو هغوى له دې ډډه وكړه چي مرسته راسره وکړي، له هغه مو څه برخه وخوړله؛ بيا په رسول الله صلى الله عليه و سلم پسي ورغلو او وډار شوو چي (دښمن) مو سره بېل نه کړي (زموږ تر منځ حائل نه شي)؛ نو کله به مي آس ځغلاوو او کله به مي سوكه او عادي روان کړى وو، په نيمه شپه کي مي د بني غفار يو سړى وليدو او پوښتنه مي ترې وکړه: رسول الله صلى الله عليه و سلم دي چېري تر شا پرېښود؟ هغه وويل: په (تَعْهَن) کي؛ غواړي غرمه په (سُقْيَا) كي تېره كړي، ورپسې وخوځېدم تر هغه چي ورورسېدم؛ نو ومي ويل: يا رسول الله! يارانو دي تا ته سلام او د الله تعالى رحمت او برکتونه لېږلي او وېرېدل چي له تا لري پاته نه شي، نو انتظار ورته وکړه، ومي ويل: يا رسول الله! يو وحشي خر مي ښکار کړ او څه (غوښه) ئې راسره پاته ده؛ نو خلكو ته ئې وفرمايل: (وئې خورئ) حال دا چي هغوی په احرام کي وو.
ښاغلي حکمتيار د موضوع په دوام زياته کړه چي دا روايت هم په بخاري كي 2 ځلي نور په دغو شمېرو 1821 - 1822 او لاندينيو توپيرو سره راغلی:
د يوه راويان دا دي: مُعَاذ بْن فَضَالَةَ، هِشَام، يَحْيَى، عَبْد اللَّه بْنِ أَبِي قَتَادَةَ؛ او پلار ئې ابو قتاده او د بل دا: سَعِيدُ بْنُ الرَّبِيعِ، عَلِيُّ بْنُ المُبَارَكِ، يَحْيَى، عَبْد اللَّه بْنِ أَبِي قَتَادَةَ؛ او ابو قتاده؛ په يوه كي فَنَظَرْتُ فَإِذَا أَنَا بِحِمَارِ وَحْشٍ او په بل فَنَظَرْتُ فَرَأَيْتُهُ په يوه كي قَدْ خَشُوا أَنْ يُقْتَطَعُوا دُونَكَ فَانْتَظِرْهُمْ په بل كي قَدْ خَشُوا أَنْ يَقْتَطِعَهُمُ العَدُوُّ دُونَكَ فَانْظُرْهُمْ، فَفَعَلَ راغلي. يعني چي بخاري يوازي د وروستيو دوو راويانو له كبله دا روايت دوه ځلي راوړى؛ نه په متن كي د خاص توپير له كبله.
قدرمن مشر همداراز د لاندينيو روایتونو په استناد په ۲م باب کي بيا په دې سرليك چي (محرم دي د ښکار په نيولو کي له غير محرم سره مرسته نه کوي) هم تفصيلي وضاحت ورکړ، لکه چي وايي:
885 ـ عَنْ أَبِي قَتَادَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: كُنَّا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِالقَاحَةِ، وَمِنَّا المُحْرِمُ، وَمِنَّا غَيْرُ المُحْرِمِ، فَرَأَيْتُ أَصْحَابِي يَتَرَاءَوْنَ شَيْئًا، فَنَظَرْتُ، فَإِذَا حِمَارُ وَحْشٍ يَعْنِي وَقَعَ سَوْطُهُ، فَقَالُوا: لاَ نُعِينُكَ عَلَيْهِ بِشَيْءٍ، إِنَّا مُحْرِمُونَ، فَتَنَاوَلْتُهُ، فَأَخَذْتُهُ ثُمَّ أَتَيْتُ الحِمَارَ مِنْ وَرَاءِ أَكَمَةٍ، فَعَقَرْتُهُ، فَأَتَيْتُ بِهِ أَصْحَابِي، فَقَالَ بَعْضُهُمْ: كُلُوا، وَقَالَ بَعْضُهُمْ: لاَ تَأْكُلُوا، فَأَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ أَمَامَنَا، فَسَأَلْتُهُ، فَقَالَ: «كُلُوهُ، حَلاَلٌ» (بخاري: 1823)
٨٨٥ – له ابو قتادة رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له نبي صلى الله عليه و سلم سره د قَاحَة په سيمه کي وو؛ ځيني مو محرم ول (احرام ئې تړلی وو) او ځيني غير محرم؛ پام مي شو چي ملگري مي يو بل ته څه ښيي؛ ما چي وکتل يو وحشي خر وو؛ متروكه ئې ولوېده؛ له ملگرو ئې مرسته وغوښتله؛ هغوى وويل: موږ دي په دې اړه مرسته نه شو کولی؛ موږ محرم يو؛ نو چاره مې وكړه او راوامي خستله؛ بيا د يوه كمر له شا وحشي خره ته ورغلم نو زخمي او ذبح مي كړ؛ او خپلو ملگرو ته مي راوړ، ځينو وويل: وئې خورئ او نورو وويل: مه ئې خورئ؛ بيا په داسي حال كي نبي صلى الله عليه و سلم ته راغلم چي تر موږ مخكي وو؛ نو پوښتنه مي ترې وکړه؛ وئې فرمايل: وئې خورئ، حلال دئ.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه؛ لكه چي گورئ دا روايت له مخكيني سره ورته دئ او موضوع ئې يوه ده؛ خو تر مخكيني جامع او واضح دئ؛ په دې كي ويل شوي چي ځيني مو مُحْرِم او ځيني غير مُحْرِم وو؛ په مخكيني كي دا وضاحت نه دئ شوى؛ په دې كي ويل شوي چي متروكه ترې ولوېده او ملگرو ئې د متروكي په اخيستلو كي مرسته ونه كړه؛ په مخكيني كي دا خبره نه ده شوې.
په ٣م باب کي ئې بيا د (محرم بايد غير محرم ته ښکار په گوته هم ورونه ښيي) عنوان وڅېړلو او د لاندينيو روايتونو په استناد ئې په تفصيلي توگه تشريح کړ؛ لکه چي وايي:
886 - وَعَنهُ فِي رِوَايَةٍ: أنهم لَمَّا أَتَوْا رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «أَمِنْكُمْ أَحَدٌ أَمَرَهُ أَنْ يَحْمِلَ عَلَيْهَا أَوْ أَشَارَ إِلَيْهَا» قَالُوا: لا، قَالَ: «فَكُلُوا مَا بَقِيَ مِنْ لَحْمِهَا». (بخاري: 1824)
٨٨٦ – له ابو قتاده رضي الله عنه په بل روايت کي راغلي: هغوى چي كله رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغلل؛ ورته وئې فرمايل: (آيا له تاسو کوم يوه هغه (ابو قتاده) ته امر كړى چي ښکار ئې كړي او يا ئې د ښکار لوري ته اشاره كړې؟ وئې ويل: نه؛ وئې فرمايل: (نو د ښکار پاته غوښه وخورئ).
نوموړی زياتوي چي د دې روايت په اړه څو وضاحتونه ضروري دي:
الف: دا مطلب د مخكينيو رواياتو يوه مهمه برخه ده چي په هغوى كي نه ده راغلې؛ په دې سره د هغوى يوه جدي تشه ډكېږي؛ او نيمگړتيا ئې بشپړه كېږي.
د دې روايت بشپړ متن داسي دئ:
1824 -عن عَبْدِ اللَّهِ بْن أَبِي قَتَادَةَ، أَنَّ أَبَاهُ، أَخْبَرَهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ حَاجًّا، فَخَرَجُوا مَعَهُ، فَصَرَفَ طَائِفَةً مِنْهُمْ فِيهِمْ أَبُو قَتَادَةَ، فَقَالَ: «خُذُوا سَاحِلَ البَحْرِ حَتَّى نَلْتَقِيَ» فَأَخَذُوا سَاحِلَ البَحْرِ، فَلَمَّا انْصَرَفُوا، أَحْرَمُوا كُلُّهُمْ إِلَّا أَبُو قَتَادَةَ لَمْ يُحْرِمْ، فَبَيْنَمَا هُمْ يَسِيرُونَ إِذْ رَأَوْا حُمُرَ وَحْشٍ، فَحَمَلَ أَبُو قَتَادَةَ عَلَى الحُمُرِ فَعَقَرَ مِنْهَا أَتَانًا، فَنَزَلُوا فَأَكَلُوا مِنْ لَحْمِهَا، وَقَالُوا: أَنَأْكُلُ لَحْمَ صَيْدٍ وَنَحْنُ مُحْرِمُونَ؟ فَحَمَلْنَا مَا بَقِيَ مِنْ لَحْمِ الأَتَانِ، فَلَمَّا أَتَوْا رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّا كُنَّا أَحْرَمْنَا، وَقَدْ كَانَ أَبُو قَتَادَةَ لَمْ يُحْرِمْ، فَرَأَيْنَا حُمُرَ وَحْشٍ فَحَمَلَ عَلَيْهَا أَبُو قَتَادَةَ، فَعَقَرَ مِنْهَا أَتَانًا، فَنَزَلْنَا، فَأَكَلْنَا مِنْ لَحْمِهَا، ثُمَّ قُلْنَا: أَنَأْكُلُ لَحْمَ صَيْدٍ وَنَحْنُ مُحْرِمُونَ؟ فَحَمَلْنَا مَا بَقِيَ مِنْ لَحْمِهَا، قَالَ: «أَمِنْكُمْ أَحَدٌ أَمَرَهُ أَنْ يَحْمِلَ عَلَيْهَا؛ او أَشَارَ إِلَيْهَا». قَالُوا: لاَ، قَالَ: «فَكُلُوا مَا بَقِيَ مِنْ لَحْمِهَا»
لكه چي گورئ دا روايت له مخکينيو سره ژور توپيرونه لري؛ كه څه هم لومړني دوه راويان ئې سره ورته (ابو قتاده او زوى ئې عبد الله) دي؛ موضوع ئې هم يوه ده او د يوه سفر پېښه بيانوي؛ خو تفاوتونه ئې دومره دي لكه چي دا او مخكيني د بېلو بېلو سفرونو خبره كوي؛ په دې كي څو خبري له مخكينيو سره توپير لري:
دلته ويل شوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د حج په موخه له ځينو سره ووتو؛ او يوه ډله چي أبو قتاده هم په كي وو له دوى په بل لوري روان شول او أبو قتاده ورته وويل: د بحر ساحل ونيسئ تر هغه چي له نورو سره يو ځاى شو؛ كله چي روان شول له أبو قتاده پرته نورو ټولو احرامونه وتړل؛ كله چي دوى روان وو ناڅاپي ئې يوه ډله وحشي خره وليدل؛ ابو قتاده پر خرو بريد وكړ او يوه خره ئې ژوبله او ذبح كړه؛ نو ټول كوز شول او د هغې غوښه ئې وخوړه؛ او وئې ويل: آيا په داسي حال كي د ښكار غوښه خورو چي په احرام كي يو؟ نو د خرې پاته غوښه مو له ځان سره واخيستله؛ كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغلل وئې ويل: يا رسول الله! موږ احرامونه وتړل او ابو قتاده احرام ونه تړلو؛ وحشي خره مو وليدل؛ ابو قتاده پرې بريد وكړ او يوه خره ئې ژوبله او ذبحه كړه؛ نو كوز شوو او غوښه مو وخوړله؛ بيا مو په خپلو كي وويل: آيا په داسي حال كي د ښكار غوښه خورو چي په احرام كي يو؟ نو د خرې پاته غوښه مو له ځان سره واخيستله؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وفرمايل: (آيا له تاسو کوم يوه هغه (ابو قتاده) ته امر كړى چي ښکار ئې كړي او يا ئې د ښکار لوري ته اشاره كړې؟ وئې ويل: نه؛ وئې فرمايل: (نو د ښکار پاته غوښه وخورئ).
ب: كه مخكيني روايات له دې سره پرتله كړو نو ويلى شو: دا بشپړ دئ او هغه نور ټول نه يوازي نيمگړي دي بلكي ډېري ستونزي لري او مطلب ئې په سمه او بشپړه توگه نه دئ منعكس كړى؛ له دوى ټولو يوازي دا غوره كولى شو؛ نور ئې ډېر ابهامات لري او مهم ضروري مطالب په كي نه دي راغلي. د دې لپاره هيڅ توجيه نه شو موندلى چي ولي د دې روايت په شتون كي داسي روايات هم د لوستونكي مخي ته ايښودل شوي چي نيمگړي دي، ابهامات لري او ستونزي زېږوي؟!!
آيا داسي څوك شته چي د بخاري لوستونكو ته ووايي: د دي رواياتو كومي كومي خبري صحيح دي: دا چي ځيني په احرام كي او ځيني نه؛ او كه له ټولو يوازي ابو قتاده احرام نه وو تړلى؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته لومړى ابو قتاده رسېدلى كه د هغه ملگري؟ دا قصه خپله ابو قتاده رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وكړه او كه ملگرو ئې؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم كله هغوى ته وويل چي غوښه ئې وخورئ؛ تر دې پوښتني وروسته چي (آيا له تاسو کوم يوه هغه (ابو قتاده) ته امر كړى چي ښکار ئې كړي او يا ئې د ښکار لوري ته اشاره كړې؟) او كه تر دې وړاندي؟ په دغو متعارضو رواياتو كي به كوم ته ترجيح وركوو او د كوم دليل له مخي؟ امام بخاري ولي دا متعارض روايت له ترجيح پرته راوړي او پر يوه او تر ټولو صحيح او بشپړ ئې اكتفاء نه ده كړي؟ آيا څوك شته چي د دې پوښتنو ځواب ووايي؟ پرته له دې چي ووايي: په دې رواياتو كي يقيناً چي ژور تعارضات شته؛ يوازي يو ئې صحيح گڼلى شو او د صحيح په شتون كي د ناقصو رواياتو راوړل قطعاً مناسب نه دي.
نوموړي په ٤م باب کي بيا محرم ته د سوغات په ورکړې بحث وکړ او ياده موضوع يې د ۴م تر دې عنوان لاندي (که محرم ته وحشي خر ژوندی په سوغات کي ورکړل شي، نه دې مني.) په تفصيلي توگه تشريح کړه؛ لکه چي وايي:
887 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما عَنِ الصَّعْبِ بْنِ جَثَّامَةَ اللَّيْثِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ أَهْدَى لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حِمَارًا وَحْشِيًّا وَهُوَ بِالأَبْوَاءِ أَوْ بِوَدَّانَ فَرَدَّهُ عَلَيْهِ فَلَمَّا رَأَى مَا فِي وَجْهِهِ قَالَ: «إِنَّا لَمْ نَرُدَّهُ عَلَيْكَ إِلَّا أَنَّا حُرُمٌ». (بخاري: 1825)
٨٨٧ – له عبدالله بْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما روايت دئ چي صَعْب بن جَثَّامةَ الليثي رضي الله عنه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په داسي حال كي يو وحشي خر هديه كړ چي دى په (ابواء: د مدينې او مكې تر منځ يو خوړ دئ چي سېلابونه په كي راغونډېږي) يا (ودان: د الأبواء او الجحفة تر منځ يو ځاى دئ) کي وو؛ خو بېرته ئې هغه ته ورکړ؛ كله چي ئې هغه څه وليدل چي د ده په څېره كي وو؛ (د خفگان نښي ئې وليدې) وئې فرمايل: (دا مو له دې پرته له كومي بلي وجهې بېرته نه دئ درگرځولى مگر دا چي موږ په احرام كي يو).
نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو 1825 - 2573 - 2596 او لانديني توپير سره راغلی:
توپير: يو تفاوت ئې په څلورمي او پنځمې طبقې راويانو كي دئ او په متن كي صرف دا توپير دي چي په يوه كي لَيْسَ بِنَا رَدٌّ عَلَيْكَ وَلَكِنَّا حُرُمٌ: پر موږ ئې د ردولو كومه وجهه خو موږ محرم يو؛ او په نورو كي إِنَّا لَمْ نَرُدَّهُ عَلَيْكَ إِلَّا أَنَّا حُرُمٌ: موږ تا ته نه دئ رد كړى مگر له دې كبله چي موږ محرم يو؛ راغلي.
ناويلي دې پاته نه وي چي قدرمن مشر له درس وروسته خپله نننۍ درسي حلقه په دعاء ويلو پای ته ورسوله.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
