No-IMG

د حکمتيار صاحب اوه ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د ثور ۱۳مه؛ ۱۴۰۲:

د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله اوه ويشتمه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.

 

نوموړي د ننني درس تر پيل وړاندي وويل: اجازه راكړئ د مخكيني درس د هغي ضمني موضوع او د هغو په اړه څه عرائض او وضاحتونه ولرم چي په جوماتونو كي د چاودني عاملين دي؛ مسئوليت ئې علناً مني او دې ته د استشهادي عملياتو نوم وركوي؛ تاسو او ټول ئې پېژني؛ د إيمان جومات كي د چاودني ناكامه منصوبه هم د دغي ډلي له لوري وه؛ دا تصميم ئې په داسي حال كي نيولى وو چي موږ د دې ډلي په شمول له هيڅ افغان ډلي سره په جنگ كي ښكېل نه وو؛ گمان مو نه كولو چي په افغاني ډلو كي به داسي كومه ډله هم وموندل شي چي د نوم وروستاړى ئې اسلامي وي او د حزب اسلامي خلاف دي داسي ستر جنايت ته ملا وتړي؛ موږ هر افغان ته د طالبانو په شمول؛ هم له منبر دا مشوره وركوله او هم په خاصو ناستو كي چي يوازي له هغو سره وجنگېږئ چي ستاسو خلاف جنگېږي؛ له هغو داعشيانو سره هم مه جنگېږئ چي له جنگ ئې لاس اخيستى او يا اوس لاس اخلي؛ خو د إيمان جومات پېښي كي د همدغو لاس وو؛ همدغه چي ځان د امام بخاري پلويان گڼي؛ خو يقيناً چي امام بخاري رحمه الله به له تكفيري پلويانو خپل رب ته شكايت كوي او د قيامت په ورځ به خپل برائت ترې اعلانوي؛ له دوى ځيني ځان اهل حديث ته منسوبوي؛ خو اهل حديث ترې برئ دي؛ امام بخاري او اهل حديث نه د دوى له تكفيري افكارو او تگلارو سره موافق دي او نه په جوماتونو كي د هغوى له چاودنو سره. موږ د مسلمانانو يووالى غواړو؛ عام او سلفيان او اهل حديث خپل وروڼه گڼو، هغه چي له موږ سره ئې قبله شريكه ده؛ له تكفيرولو ئې ډډه كوو، مسلمان ته بد رد ويل د فاسقانو كار گڼو او وژل ئې له كفر سره مترادف؛ او دا ځكه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم همداسي فرمايلي. هغه چي خداى، قرآن او پيغمبر مني؛ له هغوى سره هر اختلاف د قرآن او سنت په رڼا كي حلول غواړو؛ او همدا د إيمان مقتضى او غوښتنه گڼو.  

 

له پورتني وضاحت وروسته ښاغلي حکمتيار د خپل مخکيني درس په دوام زياته کړه:

تاسو وليدل چي ابو هريره رضي الله عنه ته منسوب هغه روايت كي زيات ابهامات او اضطرابات دي؛ ځيني فقرې ئې داسي دي چي له نورو سره اړخ نه لگوي؛ او شارحين هم نه دي توانېدلي ابهام رفع او توجيه ئې كړي؛ لكه دا: (يَتْرُكُونَ المَدِينَةَ عَلَى خَيْرِ مَا كَانَتْ)؛ چي معنى ئې دا ده: مدينه به په داسي حال كي پرېږدي چي د عمران، آبادي او د نعمتونو د كثرت او وفرت له پلوه به تر بل هر وخت ښه حالت كي وي؛ پوښتنه دا ده چي په داسي ښه حالت كي به ئې ولي پرېږدي او ولي به كركه ترې كوي؟ او دا چي (وَآخِرُ مَنْ يُحْشَرُ رَاعِيَانِ مِنْ مُزَيْنَةَ) چي ژباړه ئې دا ده: او وروستني چي مدينې ته به راوستل شي د مُزَيْنَه قبيلې دوه شپانه به وي چي له خپلو رمو سره به مدينې ته راغونډ كړى شي؛ پوښتنه دا ده چي دا شپانه به څوك مديني ته په راتلو اړ كړي؟ د روايت دا فقره هم وضاحت ايجابوي: (حَتَّى إِذَا بَلَغَا ثَنِيَّةَ الوَدَاعِ) تر هغه چي ثَنِيَّةَ الوَدَاعِ ته ورسېږي؛ او دا د مدينې هغه كناره ده چي د شام لوري ته پرته ده او كله چي به د مدينې خلكو خپل مېلمانه، مسافر او كاروانونه رخصتول نو تر دې ځاى به ئې بدرگه كول او دلته به ئې وداع او خداى پاماني ورسره كوله؛ پوښتنه دا ده چي دا شپانه ولي دلته پړمخي پرېوتي او مړه شوي؟!

 

نوموړي د پورتنۍ موضوع د وضاحت په دوام وويل:

اوس پوښتنه دا ده چي د دې روايت په اړه به څه كوو؟ غريب دئ، مبهم دئ، په قرآن كي ورته شاهد نه مومو، نه ئې د قيامت له علائمو گڼلى شو او نه د بريد له كبله د مدينې تشه پاته كېدا، داسي وړاندوينه هم نه ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم يا د وحي له مخي كړې وي او يا د رؤيا له مخي...؟! غوره دا وه چي امام بخاري د لسگونو زرو هغو رواياتو په ضمن كي نيولى وى چي په بخاري كي ئې له راوړلو ډډه كړې؛ او كه ئې راوړل ضروري گڼلى وى نو ټول ابهامات ئې رفع كړي وى او هغو پوښتنو ته ئې واضح او د قناعت وړ ځواب ويلى وى چي له هر لوستونكي سره راپيدا كېږي؛ د بخاري شارحينو بايد لازم وضاحتونه كړي وى؛ ما داسي وضاحتونه ونه موندل.

 

نوموړي همداراز زياته کړه چي په دې پسي متصل بل روايت داسي دئ چي له مدينې د ځينو خلكو د وتلو وجه زموږ مخي ته ږدي.

908 ـ عَنْ سُفْيَانَ بْنِ أَبِي زُهَيْرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «تُفْتَحُ الْيَمَنُ فَيَأْتِي قَوْمٌ يُبِسُّونَ، فَيَتَحَمَّلُونَ بِأَهْلِهِمْ وَمَنْ أَطَاعَهُمْ وَالْمَدِينَةُ خَيْرٌ لَهُمْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ. وَتُفْتَحُ الشَّأْمُ فَيَأْتِي قَوْمٌ يُبِسُّونَ، فَيَتَحَمَّلُونَ بِأَهْلِيهِمْ وَمَنْ أَطَاعَهُمْ، وَالْمَدِينَةُ خَيْرٌ لَهُمْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ. وَتُفْتَحُ الْعِرَاقُ فَيَأْتِي قَوْمٌ يُبِسُّونَ، فَيَتَحَمَّلُونَ بِأَهْلِيهِمْ وَمَنْ أَطَاعَهُمْ وَالْمَدِينَةُ خَيْرٌ لَهُمْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ». (بخاري: 1875)

٩٠٨له سفيان بن ابي زهير رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي چي فرمايل ئې: (يمن به فتح شي؛ ځيني به داسي وي چي خپل اوښان به په تلوار سره راولي، اهل و عيال او هغه څوک به پرې سپروي چي خبره ئې مني او په بيړه به وځي؛ کاش پوهېدئ چي مدينه ورته غوره ده؛ شام به هم فتح شي؛ ځيني به داسي وي چي خپل اوښان به په تلوار سره راولي، اهل و عيال او هغه څوک به پرې سپروي چي خبره ئې مني او په بيړه به وځي؛ کاش پوهېدئ چي مدينه ورته غوره ده؛ او عراق به هم فتح شي؛ ځيني به داسي وي چي خپل اوښان به په تلوار سره راولي، اهل و عيال او هغه څوک به پرې سپروي چي خبره ئې مني او په بيړه به وځي؛ کاش پوهېدئ چي مدينه ورته غوره ده).

 

هغه دا هم وویل چي دا روايت هم په بخاري كي يو ځل راغلى؛ راويان ئې دا دي: عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُفَ، مَالِك، هِشَامِ بْنِ عُرْوَةَ، پلار ئې عُرْوَةَ، عَبْدِ اللَّهِ بْنِ الزُّبَيْرِ، سُفْيَانَ بْنِ أَبِي زُهَيْرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ په ځينو نورو كتابونو كي هم له همدې متن او إسنادو سره راغلى، يعني په شپږو طبقو كي يو يو راوي لري؛ توپير ئې له مخكيني سره دا دئ چي په واضح توگه ښيي د مدينې پرېښودل د فتوحاتو له كبله وو؛ د يمن، شام او عراق له فتح كېدو وروسته به ځيني خلك هڅه كوي له خپلو كورنيو، خپلوانو او قبيلو سره دغو مفتوحه سيمو ته ولاړ شي؛ يا له دې كبله چي مالي ستونزي به لري او يا دا طمع چي هلته به ئې تر مدينې سوكاله او مرفه ژوند په برخه شي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم سپارښتنه كړې چي كه پوه شي نو په مدينې كي پاته كېدا ورته غوره ده.

 

نوموړی همداراز د موضوع په دوام وايي چي دا د درايت له مخي د رسول الله صلى الله عليه و سلم يوه دقيقه وړاندوينه گڼلى شو؛ چي يقيناً همداسي شوي.

په صحيح مسلم كي دا روايت تر دې باب لاندي راغلى: باب الترغيب في المدينة عند فتح الأمصار: د ښارونو د فتحي وخت كي؛ په مدينه كي پاته كېدو ته هڅونه؛ او دا له شك پرته د بخاري تر عنوان غوره او له روايت سره زيات مناسب دئ؛ د بخاري عنوان داسي دئ: څوک چي له مدينې کرکه وکړي؛ او تاسو وليدل چي تر دې باب لاندي راغلي روايات؛ يو ئې هم له باب سره همغږي او مناسبت نه لري.

 

ښاغلي حکمتيار ورته مهال په پنځم باب کي پر دې عنوان هم تفصيلي بحث وکړ چي (ايمان به مدينې ته راغونډېږي.) لکه چي وايي:

909 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ : أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِنَّ الإِيمَانَ لَيَأْرِزُ إِلَى الْمَدِينَةِ كَمَا تَأْرِزُ الْحَيَّةُ إِلَى جُحْرِهَا». (بخاري: 1876)

٩٠٩له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ايمان به مدينې ته داسي راغونډ شي لکه مار چي خپل غار ته ستنېږي.

دا روايت هم په بخاري كي يو ځل راغلى او ډېر زيات غريب دئ؛ مطلب ئې دا دئ: پر مسلمانانو به داسي حالت راشي چي ټوله نړۍ به پرې تنگه شي او مدينې ته به راغونډ شي؛ راويان ئې دا دي: إِبْرَاهِيم بْنُ المُنْذِرِ، أَنَسُ بْنُ عِيَاض، عُبَيْدُ اللَّهِ، خُبَيْبِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، حَفْصِ بْنِ عَاصِمٍ او أَبُو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ په ځينو نورو كتابونو كي هم له همدې متن او إسنادو سره راغلى؛ يعني په شپږو طبقو كي يو يو راوي لري؛ په ځينو كتابونو كي ابن عمر رضي الله عنهما ته هم دا روايت منسوب شوى؛ خو د صحت په اړه ئې ملاحظات شته؛ راويان ئې دا دي: الْحَسَنُ بْنُ يُونُس، يَحْيَى بْنُ سُلَيْم الطَّائِفِي، عُبَيْدِ اللهِ، نَافِع او عبد الله بْنِ عُمَرَ رضي الله عنه. مسند البزاز كي د يحيى بن سُلَيم په اړه راغلي چي له ده پرته هيچا له عبيد الله دا روايت نه دئ نقل كړى؛ يحيى بن سليم په كي خطأ شوى؛ د عبيد الله په ارتباط چي يحيى بن سليم كوم حديث روايت كړى؛ نااشنا او منكر دئ. وقال البزار: إن يحيى بن سليم أخطأ فيه، وهو كما قال، وهو ضعيف في عبيد الله بن عمر". او نسائي د هغه په اړه وايي: هو منكر الحديث عن عبيد الله ....

 

نوموړی زياتوي چي دغو دلائلو ته په پام سره ويلى شو چي د بخاري (1876) روايت ډېر غريب دئ؛ په صحابه وو كي هم يو راوي لري او په ورپسې پنځو نورو طبقو كي هم يو يو راوي؛ د داسي رواياتو په اړه چي د إسنادو له پلوه غريب وي؛ د متن له پلوه په قرآن كي شاهد ونه لري؛ نه ئې منل ضروري وي، نه ئې بل ته ويل مفيد او له دې احتمال سره توأم چي ښايي په دې سره به رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي څه منسوب كړي چي هغه نه دي ويلي؛ په محدثينو كي يوه يا ځينو په خپلو كتابونو كي راوړي او ډېرو ئې له راوړلو ډډه كړې وي؛ او دا ځكه چي يا ئې إسناد او متن معتبر نه دي موندلي او يا ئې راوړل ورته ضروري او مفيد نه دي برېښېدلي؛ د داسي رواياتو په ارتباط؛ د إيمان او درايت غوښتنه دا ده چي په منلو كي ئې هم احتياط وشي او بل ته ئې په ويلو كي هم؛ د مدينې په اړه د بخاري وروستنۍ څو روايات له همدې جملې دي.

 

په ٦ باب کي ئې بيا (د مدينې له اوسيدونکو سره د فريب گناه) پر عنوان بحث وکړ او وئې ويل:

910 ـ عَنْ سَعْدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، يَقُولُ: «لاَ يَكِيدُ أَهْلَ المَدِينَةِ أَحَدٌ، إِلَّا انْمَاعَ كَمَا يَنْمَاعُ المِلْحُ فِي المَاءِ». (بخاري: 1877)

٩١٠سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي چي فرمايل ئې: "د مدينې له اهل (اوسيدونکو) سره هيڅوك دوكه او درغلي نه کوي؛ مگر دا چي ويلي به شي؛ داسي لکه مالگه چي په اوبو کي ويلي کېږي".

 

نوموړی وايي چي دا روايت له بخاري پرته؛ د حديث په بل هيڅ مهم او معروف كتاب كي؛ د صحاح سته په شمول؛ نه دئ راغلى؛ كه په بل غير معرف كتاب كي راغلى نو هغه هم له بخاري نقل كړى؛ او دا ښيي چي نورو محدثينو يا د دې روايت متن معتبر نه دئ گڼلى او يا ئې راويان؛ راويان ئې دا دي: حُسَيْنُ بْنُ حُرَيْث، فَضْل، جُعَيْد، عَائِشَة د سعد لور او سَعْد رضي الله عنه. په روايت كي د مدينې خلک له اوبو او له دوى سره دوکه کوونکي له مالگي سره تشبيه شوي؛ يعني لكه مالگه چي د اوبو مخه نه شي ډب کولی او په خپله ويلي کېږي؛ دوى به همداسي شي.

 

همداراز نوموړي په ٧ باب کي بيا (د مدينې برجونه) عنوان د لاندينيو روایاتو په استناد سره توضیح کړ؛ هلته چي فرمايي:

911 ـ عن أُسَامَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: أَشْرَفَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى أُطُمٍ، مِنْ آطَامِ المَدِينَةِ، فَقَالَ: «هَلْ تَرَوْنَ مَا أَرَى، إِنِّي لَأَرَى مَوَاقِعَ الفِتَنِ خِلاَلَ بُيُوتِكُمْ كَمَوَاقِعِ القَطْرِ». (بخاري: 1878)

٩١١له اسامه رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د مدينې د برجونو پر يوه برج؛ لوړ ودرېدو او وئې فرمايل: (آيا تاسو هغه څه وينئ چي زه ئې وينم؟ بې له شکه چي زه ستاسو د کورونو منځ کي د فتنو راکوزېدو ځايونه داسي گورم لكه د باران ورېدا چي سيمي او ځايونه ونيسي.

 

نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 4 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1878 - 2467 - 3597 - 7060 – په دريو طبقو كي ئې راويان دا دي: ابْن شِهَاب، عُرْوَة او أُسَامَة رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له دې وروسته ئې راويان بېل بېل دي. او په خپل منځ کي سره لاندي توپيرونه لري:

په يوه كي هَلْ تَرَوْنَ مَا أَرَى او په بل كي هَلْ تَرَوْنَ مَا أَرَى» قَالُوا: لاَ؛ په يوه كي إِنِّي لَأَرَى مَوَاقِعَ الفِتَنِ خِلاَلَ بُيُوتِكُمْ په بل كي إِنِّي أَرَى الفِتَنَ تَقَعُ خِلاَلَ بُيُوتِكُمْ په بل كي فَإِنِّي لَأَرَى الفِتَنَ تَقَعُ خِلاَلَ بُيُوتِكُمْ؛ په يوه كي كَمَوَاقِعِ القَطْرِ په بل كي مَوَاقِعَ القَطْرِ او په بل كي كَوَقْعِ القَطْرِ.

مسند البزاز وايي: وَهَذَا الْحَدِيثُ لَا نَعْلَمُهُ يُرْوَى بِهَذَا اللَّفْظِ إِلَّا عَنْ أُسَامَةَ بْنِ زَيْدٍ بِهَذَا الْإِسْنَادِ: او دا حديث داسي دئ چي په دې الفاظو او سند سره ئې له اسامه پرته له بل چا نه مومو.

په مسند احمد كي دا روايت په دې صيغه راغلى:

21810 - عَنْ أُسَامَةَ، قَالَ: أَشْرَفَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى أُطُمٍ مِنْ آطَامِ الْمَدِينَةِ فَقَالَ: «هَلْ تَرَوْنَ مَا أَرَى؟» قَالُوا: لَا. قَالَ: «إِنِّي لَأَرَى الْفِتَنَ تَقَعُ خِلَالَ بُيُوتِكُمْ كَوَقْعِ الْمَطَرِ» مسند احمد

لكه چي گورئ د مسند احمد د روايت الفاظ او تركيب ئې؛ د بخاري تر روايت ډېر واضح دي.

 

د ښاغلي حکمتيار په وينا دې ته بايد متوجه وو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينه په داسي حال كي پرېښې او رحلت ئې كړى چي له معنوي، اخلاقي او ديني پلوه لوړي څوكي او اوج ته رسېدلې وه، فتنې ځپل شوې وې، د كفر او نفاق ټغر ټول شوى وو؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم د وينا معنى دا نه ده چي هغه مهال فتنې د كوم مجسم توكي او باران په څېر پر مدينې ورېدلې؛ كه دا روايت صحيح وي نو معنى ئې له دې پرته بل څه نه شو گڼلى چي رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ د رسولانه درايت او فراست له مخي خپل ياران د هغو احتمالي فتنو راتلو ته متوجه كړي چي د هر پيغمبر امت ورسره مخامخ شوى؛ لكه هغه فتنې چي د عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم په شهادت منتج شوې.

 

همداراز ښاغلي حکمتيار په ٨ باب کي بيا (دجال مدينې ته نه شي ننوتلى) عنوان هم په تفصيلي توگه تشريح کړ؛ لکه چي وايي:

912 ـ عَنْ أَبِي بَكْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لا يَدْخُلُ الْمَدِينَةَ رُعْبُ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ لَهَا يَوْمَئِذٍ سَبْعَةُ أَبْوَابٍ عَلَى كُلِّ بَابٍ مَلَكَانِ». (بخاري: 1879)

٩١٢أبو بکرة رضي الله عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (د دجال رعب او ترهه مدينې ته نه شي ننوتلى، هغه وخت به مدينه اوه دروازې لري چي په هري دروازې كي به دوې ملائکي ولاړي وي).

 

نوموړي دا هم وويل چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 1879 – 7125 راويان ئې دا دي: عَبْدُ العَزِيزِ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، إِبْرَاهِيمُ بْنُ سَعْدٍ، سعد، د سعد پلار او أَبو بَكْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ يعني په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري. په ځينو نورو كتابونو كي هم راغلى؛ متن ئې همدا دئ خو له څلورمي طبقې وروسته ئې راويان سره بېل دي. او زياته ئې کړه چي د بخاري دا روايت له نورو رواياتو سره تعارض لري؛ 

913 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «عَلَى أَنْقَابِ الْمَدِينَةِ مَلائِكَةٌ لا يَدْخُلُهَا الطَّاعُونُ وَلا الدَّجَّالُ». (بخاري: 1880)

٩١٣له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (مدينې ته د ننوتلو لارو سره ملائکي ولاړي دي؛ نه طاعون ورداخلېدى شي او نه دجال).

د نوموړي په وينا چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1880 - 7133

توپير: متن او په دريو طبقو كي ئې راويان سره ورته او دا دي: مَالِك، نُعَيْمِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ المُجْمِرِ او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، له هغه وروسته بېل بېل دي. په مخكيني روايت كي ويل شوي وو چي د دجال رعب مدينې ته نه شي داخلېدى خو په دي كي ويل شوي چي دجال په خپله نه شي ننوتلى.

بلال رضي الله عنه مدينه د وبا وطن په نامه ياده كړې؛ د أنس بن مالك او جابر بن عبد الله رضي الله عنهما په روايت كي راغلي:

أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (... لا يدخل المدينة الدَّجالُ ولا الطَّاعونُ إنْ شاءَ الله)،

دا روايت په بخاري، مسند احمد او مسند أبي عوانه كي راغلى؛ په شرح كي ئې ويل شوي: بالجزم في الدجال، وبالتعليق بالمشيئة في الطاعون من غير جزم.

له انس رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (... مدينې ته نه دجال ننوتلى شي او نه طاعون إن شاء الله)؛ يعني د دجال عدم دخول يقيني دئ خو د طاعون ظني او د الله تعالى مشيت پوري تړلى.

 

نوموړي زياته کړه چي له محققينو يو تن وايي: كرونا مدينې ته هم ننوتله؛ ممكنه نه ده چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث دي د واقعيتونو خلاف وي؛ ... د ده له نظره د حديث معنى دا ده چي د طاعون عدم دخول د الله تعالى مشيت پوري مربوط گڼل شوى.

بخاري دواړه روايات راوړي؛ هغه هم چي إن شاء الله نه ده په كي راوړل شوې؛ دا وضاحت ئې هم نه دئ كړى چي كوم يو ئې تر بل غوره دئ!!

ځينو شارحينو ويلي چي طاعون او وباء توپير لري؛ طاعون مرگونى مرض دئ او نښه ئې دا ده چي آثار ئې په پوستكي كي راڅرگندېږي؛ او وباء د كولرا په څېر هغه بېماري ده چي كېدى شي مرگونې وي يا نه وي.

په بخاري كي دا روايت هم راغلى:

عَنْ أَبِي الأَسْوَدِ، قَالَ: أَتَيْتُ المَدِينَةَ وَقَدْ وَقَعَ بِهَا مَرَضٌ وَهُمْ يَمُوتُونَ مَوْتًا ذَرِيعًا،..... بخاري: 2643

له أبو الأَسود روايت دئ چي مدينې ته راغلم په داسي حال كي چي مرض په كي خور شوى وو او خلك په سريع توگه مړه كېدل؛ ...

914 ـ عَنِ أَنَس بْن مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ: «لَيْسَ مِنْ بَلَدٍ إِلَّا سَيَطَؤُهُ الدَّجَّالُ، إِلَّا مَكَّةَ، وَالمَدِينَةَ، لَيْسَ لَهُ مِنْ نِقَابِهَا نَقْبٌ، إِلَّا عَلَيْهِ المَلاَئِكَةُ صَافِّينَ يَحْرُسُونَهَا، ثُمَّ تَرْجُفُ المَدِينَةُ بِأَهْلِهَا ثَلاَثَ رَجَفَاتٍ، فَيُخْرِجُ اللَّهُ كُلَّ كَافِرٍ وَمُنَافِقٍ». (بخاري: 1881)

٩١٤له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (له مکې او مدينې پرته به بل داسي ښار نه وي چي دجال ئې تر پښو لاندي نه كړي؛ د دې دواړو ښارونو پر هره لار به ملائکي په ليکه ولاړي وي او ساتنه به ئې کوي؛ بيا به مدينه خپل اوسيدونکي درې ځله ولړزوي او په دې سره به الله هر کافر او منافق ترې وباسي).

 

نوموړی د پورتني روايت په اړه وايي چي دا روايت په بخاري كي همدا يو ځل راغلى؛ راويان ئې دا دي: إِبْرَاهِيمُ بْنُ المُنْذِرِ، وَلِيد، أَبُو عَمْرو، إِسْحَاق او أَنَس رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ د حديث په نورو معروفو كتابونو كي يوازي صحيح ابن حبان كي راغلى؛ له بخاري سره ئې په دوو طبقو؛ صحابه او تابعينو كي راويان سره ورته دي خو په نورو طبقو كي بېل دي؛ د متن له پلوه هم دوه توپيرونه لري: د صحيح ابن حبان په روايت كي راغلي: (فَيَنْزِلُ السَّبَخَةَ، فَتَرْجُفُ الْمَدِينَةُ) او (يَخْرُجُ إِلَيْهِ كُلُّ كَافِرٍ وَمُنَافِقٍ) خو په بخاري كي فَيَنْزِلُ السَّبَخَةَ نه دي راغلي او د يخرج اليه په ځاى (فَيُخْرِجُ اللَّهُ كُلَّ كَافِرٍ وَمُنَافِقٍ) راغلي؛ د صحيح ابن حبان روايت داسي دئ:

6803 - عن إِسْحَاق بْنِ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ: حَدَّثَنِي أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «لَيْسَ مِنْ بَلَدٍ إِلَّا سَيَطَؤُهُ الدَّجَّالُ إِلَّا مَكَّةَ وَالْمَدِينَةَ، لَيْسَ نَقْبٌ مِنْ أَنْقَابِهَا إِلَّا عَلَيْهِ الْمَلَائِكَةُ صَافِّينَ يَحْرُسُونَهَا، فَيَنْزِلُ السَّبَخَةَ، فَتَرْجُفُ الْمَدِينَةُ بِأَهْلِهَا ثَلَاثَ رَجَفَاتٍ يَخْرُجُ إِلَيْهِ كُلُّ كَافِرٍ وَمُنَافِقٍ» صحيح ابن حبان

له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (له مکې او مدينې پرته به بل داسي ښار نه وي چي دجال ئې تر پښو لاندي نه كړي؛ د دې دواړو ښارونو پر هره لار به ملائکي په ليکه ولاړي وي او ساتنه به ئې کوي؛ دجال به په شگلني او شوره زمكي كي واړوي؛ مدينه به خپل اوسيدونکي درې ځله ولړزوي؛ او په دې سره به هر کافر او منافق د دجال لوري ته ووځي).

915 ـ عَنِ أبي سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: حَدَّثَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَدِيثًا طَوِيلاً عَنِ الدَّجَّالِ فَكَانَ فِيمَا حَدَّثَنَا بِهِ أَنْ قَالَ: «يَأْتِي الدَّجَّالُ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْهِ أَنْ يَدْخُلَ نِقَابَ الْمَدِينَةِ. يَنْزِلُ بَعْضَ السِّبَاخِ الَّتِي بِالْمَدِينَةِ فَيَخْرُجُ إِلَيْهِ يَوْمَئِذٍ رَجُلٌ هُوَ خَيْرُ النَّاسِ أَوْ مِنْ خَيْرِ النَّاسِ فَيَقُولُ: أَشْهَدُ أَنَّكَ الدَّجَّالُ الَّذِي حَدَّثَنَا عَنْكَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَدِيثَهُ، فَيَقُولُ الدَّجَّالُ: أَرَأَيْتَ إِنْ قَتَلْتُ هَذَا ثُمَّ أَحْيَيْتُهُ هَلْ تَشُكُّونَ فِي الأَمْرِ؟ فَيَقُولُونَ: لا فَيَقْتُلُهُ ثُمَّ يُحْيِيهِ فَيَقُولُ حِينَ يُحْيِيهِ: وَاللَّهِ مَا كُنْتُ قَطُّ أَشَدَّ بَصِيرَةً مِنِّي الْيَوْمَ، فَيَقُولُ الدَّجَّالُ: أَقْتُلُهُ. فَلا يُسَلَّطُ عَلَيْهِ». (بخاري: 1882)

٩١٥له ابو سعيد خدري رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د دجال په اړه اوږدې خبري راته وکړې او د دې خبرو په ترڅ کي ئې دا هم وفرمايل: (دجال به راشي او څرنگه چي ده ته د مدينې لارو او دروازو ته داخلېدل حرام دي؛ نو د مدينې د باندي په کومه شگلنه او شوره زمكي کي به واړوي؛ او د خلكو له منځ به يو غوره شخص يا يو له غورو اشخاصو ورووځي او ورته وبه وايي: گواهي وركوم چي ته هغه دجال يې چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپلي وينا كي موږ ته ويلي؛ نو دجال به ووايي: څنگه به وي که دا شخص ووژنم بيا ئې بېرته را ژوندى کړم، نو آيا بيا به هم زما په اړه شک کوئ؟ نو خلک به ووايي: نه؛ دجال به ئې ووژني، بيا به ئې بېرته را ژوندی کړي؛ خو هغه به د بېرته را ژوندي کېدو په حال کي ووايي: قسم په خداى چي نن مي دومره كلك بصيرت په برخه شوى چي تر نن وړاندي مي هيڅ كله نه درلود؛ نو دجال به ووايي: وژنم ئې؛ خو پرې برلاسى به نه شي).

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي دا روايت هم په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1882 - 7132 چي په خپل منځ کي سره لاندي توپيرونه لري:

په يوه كي يَأْتِي الدَّجَّالُ، وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْهِ أَنْ يَدْخُلَ نِقَابَ المَدِينَةِ، يَنْزِلُ بَعْضَ السِّبَاخِ الَّتِي بِالْمَدِينَةِ، په بل كي يَأْتِي الدَّجَّالُ، وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْهِ أَنْ يَدْخُلَ نِقَابَ المَدِينَةِ، فَيَنْزِلُ بَعْضَ السِّبَاخِ الَّتِي تَلِي المَدِينَةَ په يوه كي فَيَقُولُ الدَّجَّالُ: أَرَأَيْتَ إِنْ قَتَلْتُ هَذَا، ثُمَّ أَحْيَيْتُهُ په بل كي أَرَأَيْتُمْ إِنْ قَتَلْتُ هَذَا، ثُمَّ أَحْيَيْتُهُ، په يوه كي فَلاَ أُسَلَّطُ عَلَيْهِ او په بل كي فَلاَ يُسَلَّطُ عَلَيْهِ راغلي؛ او له دې معلومېږي چي په (1882) روايت كي دوه څرگند اشكالات او ستونزي دي: د بَعْضَ السِّبَاخِ الَّتِي بِالْمَدِينَةِ او د أَرَأَيْتَ ستونزي؛ چي په (7132) كي دا ستونزي رفع شوې او ويل شوي دي: فَيَنْزِلُ بَعْضَ السِّبَاخِ الَّتِي تَلِي المَدِينَةَ او أَرَأَيْتُمْ؛ دا ځكه چي په نورو رواياتو كي راغلي چي دجال مدينې ته نه شي داخلېدى؛ خو په (1882) كي راغلي چي دجال به د مدينې په شگلن او مالگين ډاك كي واړوي؛ او له أرأيت ئې داسي معلومېږي چي گواكي دجال هغه غوره شخص ته دا خبره كړې؛ حال دا چي د وضعيت تقاضا دا ده چي خطاب به ئې د صحنې حاضرينو ته وو؛ همغسي چي دا بل روايت وايي او د أرأيتم صيغه ئې كارولې. د (7132) روايت ستونزه دا ده چي د فَلاَ يُسَلَّطُ عَلَيْهِ په ځاى فَلاَ أُسَلَّطُ عَلَيْهِ صيغه په كي راغلې؛ او گډه ستونزه ئې دا ده چي دجال ته د چا د ژوندي كولو واك او توان منسوب شوى؛ په داسي حال كي چي له الله تعالى پرته هيڅوك نه ژوندى شى پيدا كولى شي او نه مړى ژوندى كولى شي. عيسى عليه السلام ته د مړي ژوندي كولو معجزه وركړى شوې خو ويل به ئې: مړي د الله په إذن ژوندي كوم؛ يعني چي دا زما ذاتي كار نه دئ. كه څوك پوښتنه وكړي چي دجال څنگه دا غوره شخصيت يو ځل وژلى او ژوندى كولى شو؛ بيا ئې ولي نه شو وژلى؛ سره له دې چي د وژلو اراده ئې هم وكړه؟ ځواب به څه وي؟ قرآن فرمايي:

اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ هَلْ مِنْ شُرَكَائِكُمْ مَنْ يَفْعَلُ مِنْ ذَلِكُمْ مِنْ شَيْءٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ 40 الروم: 40

الله هغه ذات دئ چي تاسي ئې پيدا كړئ، بيا ئې تاسو ته روزي دركړه، بيا تاسي مړه كوي، بيا مو بېرته راژوندي كوي، آيا ستاسي له شريكانو داسي څوك شته چي له دې كارونو كوم يو وكړى شي؟! پاكي ده الله لره او هغه لوړ دئ له هغه څه چي دوى ئې ورسره شريك گرځوي.

 

نوموړي همداراز د موضوع په دوام زياته کړه چي په دې مبارك آيت كي هغه څلور امور په گوته شوي چي الله تعالى ته مختص دي او په هغوى كي هيڅوك له ده سره شريك نه دئ:

1- د انسان پيدايښت.

2- د هغه د رزق او روزي انتظام.

3- د هغه د مرگ پرېكړه.

4- د هغه بياراژوندى كول.

او زياتوي چي د آيت په پاى كي ويل شوي چي الله تعالى له دې عيب پاك او لدې نقص ډېر لوړ دئ چي په دغو چارو كي څوك د ځان شريك كړي، يعني څوك چي په دغو امورو كي كوم يو له الله تعالى پرته بل چا ته منسوب كړي هغه په حقيقت كي الله تعالى ته يو عيب او نقص منسوب كړى؛ حال دا چي الله تعالى له داسي عيب او نقص منزه او لوړ دئ.

 

ښاغلي حکمتيار دا هم وويل: بايد په پام كي ولرو چي دا دواړه روايات غريب دي او په 3 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: ابْنِ شِهَاب، عُبَيْدُ اللَّهِ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ او أَبُو سَعِيدٍ الخُدْرِيَّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ. له مهمو او معروفو كتابونو يوازي بخاري او مسند احمد كي راغلى.

 

د نوموړي په وينا چي په قرآن كي د دجال هيڅ يادونه نه ده شوې؛ نه صراحتاً او نه اشارتاً؛ كه څه هم ځينو په ډېر تكلف سره هڅه كړې چي د قرآن له دوو داسي آيتونو چي نه دجال ته په كي اشاره شوې او نه ئې په مخكي او وروسته آيتونو كي د ده په اړه څه ويل شوي؛ د خپلي شخصي ادعاء لپاره كوم احتمالي او ناوارد دليل او اشاره راوباسي؛ يو ئې دا آيت دئ:

وَإِنْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلا لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا 129 النساء؛ 159

او د اهل كتاب به هيڅوك نه وي مگر داسي چي له خپل مرگ مخكي به هرومرو پر ده (عيسى عليه السلام) ايمان راوړي او د قيامت په ورځ به پرې شاهد وي.

 

هغه همداراز د يادې موضوع په دوام دا هم وويل چي په دې آيت كي د دجال په اړه هيڅ اشاره هم نه مومو؛ تعجب كوو چي څنگه او د كوم دليل له مخي ئې د دجال په اړه گڼي؟!! دا آيت د عيسى عليه السلام په اړه دئ او دقيق تفسير ئې دا دئ چي له اهل كتاب به هيڅوك داسي پاته نه شي چي له خپل مرگ مخكي د عيسى عليه السلام حقيقت ورته معلوم نه شي او په دې پوه نه شي چي هغه نه خداى وو او نه د خداى زوى؛ بلكي د خداى بنده او د هغه پيغمبر وو. هيله ده دا برخه د پلوشې تفسير كس وگورئ. او زياتوي چي يو كمزورى تعبير او تفسير هم مومو چي وايي: د عيسى عليه السلام له راكوزېدو وروسته به ټول موجود اهل كتاب د ده له مرگ مخكي پر ده ايمان راوړي. لومړۍ ترجمه په څو دلائلو تر بلي صحيح او غوره ده:

په لومړۍ ترجمې كي د آيت له خپلو الفاظو پرته هيڅ لفظ او مطلب نه دئ علاوه شوى، په داسي حال كي چي د آيت الفاظ كاملاً واضح دي او ښيي چي هر اهل كتاب به تر خپل مرگ وړاندي پر عيسى عليه السلام په سمه توگه ايمان راوړي، يعني د ده په اړه به خپل مخكيني غلط باورونه تصحيح كړي او پوه به شي چي عيسى عليه السلام نه خداى وو او نه د خداى زوى او ځاى ناستى؛ د آيت په دې فقرې (قبل موته) كي؛ ضمير (من اهل الكتب) ته راجع دئ نه عيسى عليه السلام ته؛ هر اهل كتاب ترې مراد دئ؛ نه د عيسى عليه السلام د راكوزېدو په وخت كي موجود اهل كتاب؛ او نور ترې مستثنى؛ د دې استثناء لپاره هيڅ دليل نه مومو؛ لومړۍ ترجمه د دې كبله هم غوره او دقيقه ده چي په آيت كي ټولو اهل كتاب ته اشاره شوې، حصر او استثناء په كي نشته، خو په دوهمي ترجمې كي يوازي د عيسى عليه السلام د راكوزېدو په وخت كي موجود اهل كتاب اخيستل شوي او نور مستثنى شوي او دا بې دليله توجيه او استثناء ده.

 

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ د قرآن له دې آيت او نورو لارښوونو معلومېږي چي د ژوند په پاى او هغه مهال چي انسان د مرگ پړاو ته نژدې شي؛ په خپلو غلطو باورونو به پوه او ډېر حقائق ورته څرگند شي او خپل اشتباهات به درك كړي؛ لكه د دې سورې په 97 آيت كي د هغو كسانو په اړه ويل شوي چي په دارالكفر كي پاته شوي وو، په خپله او د ملائكو له وينا به پوه شي چي پر خپل ځان ئې ظلم كړى وو، هسي ئې د الله پراخه زمكه تنگه گڼلې وه او له هجرت ئې ډډه كړې وه، په كار وه چي د خپل دين او ايمان د حفاظت لپاره ئې هجرت كړى وى او د كفر له سلطې ئې ځان آزاد كړى وى؟!

هغه اهل كتاب چي عيسى عليه السلام د خداى زوى گڼي او گمان كوي چي د ده په وجه به له عذاب او الهي مؤاخذې خوندي وي؛ د خپل مرگ په وخت كي به پوه شي چي دا هسي بې بنياده هيلي وې، نه هغه خداى وو او نه د خداى زوى او نه له عذاب زموږ د ژغورني ذمه وار.

د قيامت په ورځ به هم وگوري چي عيسى عليه السلام د دوى خلاف شهادت وركوي.

 

د درس په پای کي قدرمن مشر په اجتماعي توگه دعاء وکړه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک