No-IMG

د حکمتيار صاحب پنځه ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

پنج‌شنبه د ثور ۷مه؛ ۱۴۰۲:

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۲۵مه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

 

نوموړي د خپل مخکيني درس او د حج کتاب د وروستۍ او پاتې برخې په دوام وويل:

په هغه چا چي د إفراد حج نيت ئې كړى؛ هدي نشته مگر په هغه صورت كي چي كوم واجب ترك كړي يا كوم ممنوعه كار وكړي

د هدي بل ډول هغه مستحب هدي ده چي تطوعاً؛ په خپله خوښه او محض د الله تعالى رضاء تر لاسه كولو لپاره وي؛ حاجي، عمره كوونكى او هر مسلمان ئې وړاندي كوي؛ حرم ته ئې لېږي چي هلته ذبح شي

اما د لوى اختر قرباني چي پر هر غني لازمه ده؛ ځيني ئې مؤكد سنت گڼي او ځيني ئې واجب؛ په يوه كس يو پسه او هغه ته ورته څاروى، يا په اوو تنو يو اوښ يا غويى؛ حاجي ئې په حج كي يا ئې په خپل كور كي د ده په كفالت بل څوك ذبح كوي. دا د ابراهيم عليه السلام هغه قرباني رايادول دي چي غوښتل ئې د خپل خوب له مخي يوازينى مشر زوى ذبح كړي؛ دواړه تيار شول؛ الله تعالى دا قرباني ترې قبوله كړه او په بدل كي ئې د پسه قرباني ترې منظوره شوه او په دې سره د جاهليت د دور هغه دود د تل لپاره مردود او نفي شو چي خلكو به د خداى او بتانو په نامه خپل مشران زامن ذبح كول؛ موږ د دې الهي پېرزويني د شكر اداء كولو او د الله تعالى د رضاء حاصلولو لپاره دا قرباني وړاندي كوو.

 

ښاغلی حکمتيار د موضوع په دوام وايي چي؛ د ذبح لپاره د احنافو او ځينو نورو په رأى درې ورځي دي؛ د لوى اختر لومړۍ ورځ او ورپسې دوه ورځي؛ او د ځينو له نظره څلور ورځي.

واجب هدي هغه ده چي د تمتع او قران حج له كبله لازمېږي او يا د كوم واجب عمل ترك كولو او د كوم ممنوع كار په كولو سره واجبېږي

كه له كوم حاجي د حج له واجباتو كوم واجب پاته شي؛ لكه له ميقات احرام تړل؛ په مينا او مزدلفه كي شپه تېرول؛ د وداع طواف پاته شي؛ نو پر هغه دم (د څاروي قرباني كول) لازمېږي؛ د عدم توان په صورت كي لس ورځي روژه؛ درې د حج موسم كي او اوه ئې كور ته له ستنېدو وروسته.

 

نوموړی زياتوي چي؛ كه له چا په عرفات كي حضور پاته شو؛ د يوم النحر سحر پرې راغى؛ نو حج ئې ونه شو؛ پر هغه د حج قضاء او د يوه څاروي ذبح كول او مسكينانو ته ئې غوښه وركول لازم ده. او كه محرم حاجي؛ د حج د مناسكو له پيل وروسته؛ د كوم خنډ او مانع له كبله؛ ونه توانېدو خپل حج بشپړ كړي؛ لكه د مرض له كبله يا د امنيتي موانع او خنډونو له كبله؛ پر هغه هم هدي لازمه ده؛ هلته به له احرام وځي چي ذبيحه ئې په خپل محل كي ذبح شي. قرآن په دې اړه فرمايي:

"... فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ وَلاَ تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ...".

... كه مو مخنيوى وشو نو بيا (ئې فديه) د قربانۍ هغه څاروى دئ چي ميسر وي او خپل سرونه تر هغه مه خرېيئ چي دا څـاروى د حـلالېدو خپـل ځاى ته ورسېږي ...

په احرام كي د هغو كارونو چي ممانعت ترې شوى؛ لكه وېښتان كمول او خرېيل، گنډلې جامه اغوستل، عطر وهل، نوكان قطع كول؛ كفاره ئې دا ده چي يو له دغو كارونو به كوي: فديه؛ درې ورځي روژه او شپږو مسكينانو ته خواړه؛ هر مسكين ته نيمه پيمانه (تقريباً يوه نيمه كيلو) خرما، غنم، وربشي يا بل خوراكي توكى.

 

نوموړي دا هم وويل چي؛ له خپلو مېرمنو سره د احرام په حالت كي د جنسي نژدېكت له كبله؛ حج فاسدېږي او قضاء ايجابوي؛ او علاوه پر دې د يوه اوښ يا غوايي قرباني كول ئې كفاره ده.

په احرام كي د ښكار او په حرم كي ئې د وژلو كفاره؛ ښكار شوي حيوان ته ورته حيوان قرباني كول دي

په حج كي د تېريو او ممنوعه چارو د ارتكاب څرنگوالي او د هغوى د كفارې په اړه د فقهاءو له لوري تفصيلي بحثونه شوي؛ د مزيد معلومات لپاره د فقه كتابونو ته رجوع وكړئ.

له دې وروسته حاجي له احرام وځي او د احرام د حالت ممنوعه شيان ورته روا كېږي؛ له خپلو مېرمنو سره له نژدېكت پرته.

 

نوموړی همداراز د موضوع په دوام وايي چي؛ بيا به حاجي په همدغه ورځ، يا په ورپسې دوو ورځو (12،11 او 13) د ذي الحجې د طواف لپاره مكې ته ځي؛ اوه طوافه به كوي؛ دې ته د زيارت طواف ويل شوي او د حج له فرائضو دئ، د ركن طواف، افاضې طواف او د يوم النحر طواف په نامه هم يادېږي؛ د دې طواف اصلي ورځ همدا د يوم النحر ورځ ده چي د قرباني څاروي په كي ذبح كېږي. د احنافو له نظره د حج فرائض درې دي: احرام اغوستل، په عرفات كي توقف او د زيارت طواف، كه له دغو هر يو ترك شي نو حج فاسد كېږي؛ كه حاجي د قدوم له طواف وروسته د صفا او مروه تر منځ سعي كړې وي؛ د زيارت په طواف كي دي رمل (په لنډو گړندي گامونو تگ او اوږې خوځول) نه كوي، كه نه نو رمل به هم كوي، له دې وروسته په بشپړه توگه له احرام وتلى گڼل كېږي؛ له مېرمنو سره د نژدېكت په شمول؛ د احرام د دوران ټول ممنوعه شيان ورته روا شوي. د زيارت له طواف وروسته بېرته منٰى ته درومي؛ شپه هلته تېروي؛ سبا د لمر له زوال وروسته به د جمراتو درې څلي؛ هر يو په اوو (7) تيږو ولي؛ له بسم الله الله اكبر سره؛ ويشتل به له لومړي څلي پيلوي؛ دوهم او درېيم ورپسې، د لومړي او دوهم له ويشتلو وروسته د هغوى يوه لوري ته لنډ تمېږي او دعاء به كوي؛ خو د وروستني څلي له ويشتلو وروسته له توقف پرته روانېږي؛ او په منٰى كي خپل تمځاى ته ستنېږي؛ سبا به د پرون په څېر دا څلي ولي؛ له دې وروسته حاجي كولى شي له منٰى ووځي او مكې ته ولاړ شي؛ همغسي چي قرآن فرمايي: (فمن تعجل فى يومين فلااثم عليه: نو كه څوك په دوو ورځو اكتفاء وكړي او عجله وكړي؛ نو هيڅ گناه پرې نشته)؛ خو كه پاته شو نو بيا به هم څلي ولي. همدلته د منٰى توقف بشپړ شوى او حاجيان د مكې په لوري درومي؛ هلته به حاجي آخري ځل اوه طوافونه كوي چي د صدر يا رجوع طواف په نامه يادېږي او پر هغو حاجيانو واجب دئ چي له بهر مكې ته راغلي؛ د مكې پر اوسېدونكو حاجيانو واجب نه دئ؛ په دې طواف كي رمل هم نشته؛ په همدې طواف سره د حاجي حج بشپړ شي.

 

 نوموړي همداراز په حج کي د دعاگانو په اړه هم تفصيلي بحث درلود او وئې ويل:

د حج يوه مهمه برخه هغه دعاءگاني دي چي د طواف، صفا او مروه پر غونډيو، عرفات او مزدلفې كي د توقف په وخت او نورو مناسبتونو كي بايد وشي؛ كه څوك په عربي پوهېږي او مأثوره دعاءگاني ئې زده او حفظ وي او يا ئې ليكلې له ځان سره لري؛ همدا دعاءگاني دي وكړي؛ د قرآن هغه دعاءگاني دي وكړي چي پيغمبرانو عليهم السلام كړې او الله تعالى قبلولي كړې؛ كه نه نو په خپله ژبه د خپل زړه د خوښي جائز دعاءگاني دي وكړي.

 

نوموړی زياتوي چي هيله مي دا ده چي دا دعاءگاني په كي شاملي كړئ؛ چي زه ئې هم په ثواب كي درسره شريك شم

زما مولا! ستا لوري ته د نژدې كېدو له عزم او ارادې سره راغلى يم؛ ستا هغه كور ته راغلى يم چي د ابراهيم خليل الله (د خداى ډېر نژدې دوست) او اسمعيل ذبيح الله (د الله لپاره ذبح شوى)؛ په لاس او ستا په امر جوړ شوى او تا د بيت الله نوم وركړى؛ دا ستا كور دئ؛ او زه ستا د دغه كور دړي ته ودرېږم، په ټيټ سر، كږه غاړه، اوښلنو سترگو سره راغلى يم؛ د گناهونو له درانه پېټي سره؛ د بخښني او مغفرت له هيلي سره؛ ستا دا وينا مي اورېدلې او كلك ايمان پرې لرم: (قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ: ووايه: اې زما هغو بندگانو چي پر خپل ځان ئې تېرى كړى؛ په ډېر گناهونو سره ئې پر ځان ظلم كړى؛ د الله له رحمت مه ناهيلي كېږئ؛ يقيناً چي هغه ټول گناهونه بخښي؛ بې له شكه چي هغه ډېر مهربان بخښونكى دئ)؛ نه يوازي گناهونه بخښي؛ بلكي پر خپل توبه كوونكي گنهگار بنده د خپل رحمت او پېرزويني سيورى غوړوي؛ مهربان بخښونكى دئ.

خدايه! د خپلي دغي وعدې له مخي؛ ټول گناهونه مي راته وبخښه؛ واړه او ستر ئې، پټ او څرگند ئې؛ هغه چي پرې پوهېږم گناه مي كړې او هغه چي نه پرې پوهېږم؛ كه تر نن وړاندي د بل كور دړي ته ودرېدلى يم، له بل چا مي وېره او طمع كړي؛ د بل لمن مي نيولې؛ د هغو په څېر شوى يم چي د قصرونو او قبرونو طواف ئې كړى؛ توبه مي ده؛ بيا به داسي غلطي نه كوم، تا ځان ته كافي گڼم، نن ستا د كور خوا ته همدا ژمنه كوم، په حجر الاسود لاس ږدم؛ او دا له تا سره د اطاعت او بيعت كلك او دائمي تعهد؛ غواړم د ابراهيم، اسمعيل او هاجر عليهم السلام په څېر شم؛ هغه چي يوه ئې په زړښت او هغه مهال چي ځوان زوى ته سخت اړ وو او همدا ئې يوه لويه تمنا؛ دې ته چمتو شو چي همدا زوى ستا لپاره قرباني كړي؛ بل ئې هغه چي په تنكۍ ځواني كي ذبح كېدو ته تيار شو؛ او بل ئې هغه چي د مكې په وچي، له ژوو او بوټو تشي وحشتناكي وادي كي له تي خور ماشوم سره يوازي پرېښودى شوه؛ خاوند ئې ستا په حكم يوازي پرېښوده؛ او كله چي هغه ورته وويل: الله ته مو سپارم؛ نو هغې وويل: الله راته كافي دئ؛ او يقيناً چي ته ورته كافي شوې؛ د زمزم چينه د هغې د ماشوم زوى پښو ته راوخوټېده؛ دا دئ په زرگونو كلونه تېر شول خو هغه چينه لا همغسي خوټېږي؛ كله چي ابراهيم عليه السلام دوى په دې وحشتناكي وادي كي پرېښودل؛ تا ته ئې وسپارل، دعاء ئې وكړه چي خدايه! د دوى لوري ته د خلكو زړونه رامات كړه، د روزي انتظام ئې وكړه؛ تا ئې دعاء قبوله كړه؛ همغه وحشتناكه وادي د نړۍ په ستر سياسي، اقتصادي او مذهبي مركز بدله شوه؛ دا نن چي هر كال په مليونونو حاجيان ستا كور ته راځي؛ په حقيقت كي د ابراهيم عليه السلام دعوت ته لبيك وايي؛ د دوى راتگ د ده د دعاء مصداق او مظهر دئ؛ خدايه! زما دعاءگاني همغسي قبولي كړې چي د ابراهيم او هاجر عليهما السلام دعاء گاني دي قبولي كړې؛ د صفا او مروه په سر دعاءگاني مي د هغې دعاءگانو ته ورته كړې؛ زموږ مهربان مولا! ما وبخښې، زما پر ملگرو، خپلوانو او زما پر مظلوم ملت رحم وكړې؛ د محمد عليه السلام پر ځورېدلي امت خپل پراخ رحمت پېرزو كړې، تېر مجد او عظمت ئې احياء كړې او پر موږ هغه ورځ وگورې چي د اسلام پرتمين بيرغ د نړۍ په گوټ گوټ كي رپانده وي او د شر او فساد ځواكونه په ټولي نړۍ كي داسي ځپل شوي وي چي په هيڅ گوټ كي ئې هيڅ مسلمان ته په كږو سترگو د كتلو جسارت ونه كړي؛ د هغي ورځي د رارسېدو په هيله؛ آمين!

 

له پورتني وضاحت وروسته نوموړي د بخاري په ۲۰م نمبر کتاب کي د مدينې منورې فضيلتونو ته تفصيلاً اشاره وکړه او وئې ويل:

تر دې وړاندي چي د مدينې فضائلو په اړه د كتاب اړوند بحث پيل كړو بايد ووايو چي مكه د مدينه والو په لاس فتح شوه؛ د مكې قريشو رسول الله صلى الله عليه و سلم او ياران ئې له مكې وايستل، د ده ياران ئې ځورول، وهل، وژل، د گرمي بېديا په شگو كي ئې څملول او پرسينو ئې درنې ډبري ايښودلې، په درو ئې وهل، په نېزو ئې وژل؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم د وژلو پرېكړه ئې وكړه؛ د مدينې خلكو پناه وركړه؛ كله چي د مدينې يوه دروند پلاوي د حج موسم او په منٰى كي هغه ته بلنه وركړه چي مدينې ته راشي او دوى به ئې د دښمنانو په وړاندي دفاع كوي؛ يو زلمى د پلاوي له منځه پاڅېد او خپلو مدينه والو ته ئې په خطاب كي وويل: آيا پوهېږئ د دې بلني او پناه وركولو پايله به څه وي؟ ټول عرب به ستاسو خلاف متحد كېږي، له تېكو وتلې توري به ئې ستاسو پر سر او غاړو راپرېوځي؛ ستاسو زامن به وژل كېږي، لوڼي او مېرمني به مو په اسارت نيول كېږي؛ آيا دې ته چمتو يئ؟ كه چمتو يئ نو بلنه وركړئ او پر عهد كلك ودرېږئ؛ اجر به ئې الله تعالى دركوي؛ او كه نه شئ كولى نو خپل عذر وړاندي كړئ الله تعالى به ئې قبول كړي؛ يقيناً چي دا همدومره خطرناك تصميم وو؛ دوى په بشپړ اخلاص او صداقت سره دا تعهد وكړ؛ مدينه د دعوت په مركز بدله شوه، د اسلام او ايمان رڼا له همدې مركز د نړۍ گوټ گوټ ته ورسېده؛ د مدينې د انصارو په قربانيو سره ورسېده؛ داسي چي د مدينې د مسلمانانو اكثر له مدينې بهر په شهادت رسېدلي او لږ ئې په مدينه كي وفات شوي؛ په ډېرو اسلامي هېوادو كي به د هغوى قبرونه ومومئ؛ يقيناً چي ټول اسلامي امت؛ په خپل اسلام او ايمان كي د مدينې د انصارو پوروړي دي؛ دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د مكې له فتحي وروسته نه په خپله هلته پاته شو او نه ئې نورو ته اجازه وركړه چي هلته پاته شي؛ ټول بېرته مدينې ته ستانه شول؛ همدا شرف او فضيلت د مدينې لپاره كافي دئ.  

 

ښاغلي حکمتيار همداراز د ياد کتاب په لومړي باب کي (د مدينې حرم) تر عنوان لاندي روايتونه يو په بل پسي تشريح کړل؛ هلته چي فرمايي:

902 ـ عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ: «المَدِينَةُ حَرَمٌ مِنْ كَذَا إِلَى كَذَا، لاَ يُقْطَعُ شَجَرُهَا، وَلاَ يُحْدَثُ فِيهَا حَدَثٌ، مَنْ أَحْدَثَ حَدَثًا فَعَلَيْهِ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالمَلاَئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ». (بخاري: 1867)

(له انس رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (مدينه له دې ځاى تر دې ځاى حرم دئ (د عير له غره د احد تر غره پوري)؛ نه به ئې وني قطع کېږي او نه به نادودي او د اسلام خلاف کارونه په کي کېږي؛ او څوك چي دا ناوړه كارونه په كي وکړي؛ پر هغه دي د الله تعالى، ملائکو او ټولو خلکو لعنت وي).

 

د ښاغلي حکمتيار په وينا چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې ارشاد كي مؤمنانو ته دا لارښوونه ځلېږي چي په هر هغه مهم ښار كي چي د دوى لپاره د پلازمينې په څېر مركزي حيثيت لري؛ هلته بايد داسي تدابير ونيول شي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په مدينه كي ونيول؛ د مدينې يوه برخه ئې د داسي حرم او حريم په توگه وټاكله چي وني او بوټي به ئې نه وهل كېږي، له نادودو او فساد به په كلكه ډډه كېږي؛ دلته بايد بشپړ امنيت تأمين وي، له اخلاقي او معنوي پلوه هم تصفيه او تزيكيه شوې وي، بدو خلكو ته په كي ځاى نه وي، شرير افراد ترې وايستل شي. همدا كار ابراهيم عليه السلام په مكه كي وكړ؛ د مكي لپاره پراخ حرم د ابراهيم عليه السلام له زمانې ټاكل شوى؛ نن د نړۍ په ټولو پلازمينو كي يوه ساحه د شنې او محفوظ سيمي (green zone) په نامه يادول كېږي.

 

نوموړي همداراز د لا وضاحت په خاطر په لاندينيو روایتونو هم تفصيلي رڼا واچوله؛ لکه چي وايي:

903 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ: «حُرِّمَ مَا بَيْنَ لاَبَتَيِ المَدِينَةِ عَلَى لِسَانِي»، قَالَ: وَأَتَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَنِي حَارِثَةَ، فَقَالَ: أَرَاكُمْ يَا بَنِي حَارِثَةَ قَدْ خَرَجْتُمْ مِنَ الحَرَمِ، ثُمَّ التَفَتَ، فَقَالَ: «بَلْ أَنْتُمْ فِيهِ». (بخاري: 1869)

( له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (د مدينې د دوه لابته وو تر منځ سيمه؛ زما په ژبه د حرمت او درناوي وړ گڼل شوې)؛ (لابته هغه بېديا ته ويل كېږي چي تورو ډبرو پوښلې؛ احتمالاً د ډېري تودوخي له كبله توري شوې؛ د مدينې منورې شرقي او غربي لوريو ته همداسي ډاگونه وو)؛ راوي وويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم د بني حارثه قبيلې ته ورغى او وئې فرمايل: (اې بني حارثه! داسي انگېرم چي تاسو له حرم وتلي يئ)؛ بيا ئې يوې بلي خوا ته وكتل او وئې فرمايل: (نه؛ تاسو په حرم کي يئ).

 

904 ـ عَنْ عَلِيٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: مَا عِنْدَنَا شَيْءٌ إِلَّا كِتَابُ اللَّهِ، وَهَذِهِ الصَّحِيفَةُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " المَدِينَةُ حَرَمٌ، مَا بَيْنَ عَائِرٍ إِلَى كَذَا، مَنْ أَحْدَثَ فِيهَا حَدَثًا؛ او آوَى مُحْدِثًا، فَعَلَيْهِ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالمَلاَئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ، لاَ يُقْبَلُ مِنْهُ صَرْفٌ وَلاَ عَدْلٌ، وَقَالَ: ذِمَّةُ المُسْلِمِينَ وَاحِدَةٌ، فَمَنْ أَخْفَرَ مُسْلِمًا فَعَلَيْهِ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالمَلاَئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ، لاَ يُقْبَلُ مِنْهُ صَرْفٌ، وَلاَ عَدْلٌ، وَمَنْ تَوَلَّى قَوْمًا بِغَيْرِ إِذْنِ مَوَالِيهِ، فَعَلَيْهِ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالمَلاَئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ، لاَ يُقْبَلُ مِنْهُ صَرْفٌ، وَلاَ عَدْلٌ " (بخاري: 1870)

(له علي رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له موږ سره د الله تعالى له کتاب او د رسول الله صلى الله عليه و سلم له دې پاڼي پرته بل شى نشته؛ هغه (ليکلې لارښوونه) دا ده: "مدينه له عائر غره تر فلانۍ منطقې (ثور غره) پوري حرم دئ؛ چا چي په دې کي (د قرآن او سنت خلاف) کوم بدعت وكړ؛ يا ئې کوم باغي او جاني ته پناه ورکړه؛ نو پر هغه دي د الله تعالى، ملائکو او ټولو خلکو لعنت وي؛ د هغه نه کوم فرض او نفل د قبلېدو ده او نه فديه. او وئې فرمايل: د مسلمانانو عهد او امان يو دئ، که چا د مسلمان عهد مات کړ پر هغه به د الله تعالى، ملائکو او ټولو خلکو لعنت وي؛ د هغه نه کوم فرض او نفل د قبلېدو ده او نه فديه. او چا چي د خپلو اولياءو (حليفانو او تړون والو) له اجازې پرته له (مخالف) قوم سره د دوستۍ (تړون) وکړ؛ پر هغه به د الله تعالى، ملائکو او ټولو خلکو لعنت وي د هغه نه کوم فرض او نفل د قبلېدو ده او نه فديه).

 

هغه زياتوي چي د دې روايت په اړه څو خبري بايد په پام كي ولرو:

الف: علي رضي الله عنه دا خبره هغه مهال كړې چي يو چا وپوښتلو: آيا له دې قرآن پرته له تاسو سره بل څه شته؟ هغه وويل: نه؛ مگر دا پاڼه چي زما د توري په لاستي كي ده؛ يوه پاڼه ئې راوئې ايستله چي په هغې كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته منسوب دغه وينا ليكل شوې وه.

 

ب: د دې پاڼي د محتوى په اړه هم روايات تر ډېره حده متعارض دي؛ په ځينو كي يو څه او په ځينو كي بل څه راغلي؛ په ځينو كي دا هم راغلي چي مسلمان د كافر په مقابل (د وژلو په بدل) كي نه وژل كېږي؛ په داسي حال كي چي كه كافر معاهد او اهل ذمه وي؛ قاتل ئې قصاص او وژل كېږي

 

ج: له دې روايت معلومېږي چي له صحابه وو او حتى د علي رضي الله عنه په څېر شخصيتونو سره؛ له همدې قرآن پرته چي تر موږ پوري رارسېدلى؛ نه بل قرآن وو او نه د رسول الله صلى الله عليه و سلم له لارښوونو او احاديثو كوم بل ليكلى حديث

 

ح: د مكې او مدينې حرمونه مؤمنانو ته دا درس وركوي چي د عبادت ځايونو او جوماتونو درناوى به كوئ؛ دلته بايد د انسان هر څه؛ سر، مال او عزت خوندي وي؛ حتى كه هغه ستا دښمن او ستا د پلار قاتل وي؛ حتى كه دا د قريشو او د هغوى د حليفانو په څېر وي چي مسلمانان ئې له مكې شړلي، د بيت الله په حرم كي ئې وژلي او تعذيب كړي وي؛ او د مسلمانانو خلاف ئې په ټولو جگړو كي د قريشو ملگرتيا كړې وي؛ كه د حج او عمرې په نيت او د بيت الله په لوري تلل او ستاسو له سيمي تېرېدل؛ نه يوازي مزاحمت به ئې نه كوئ او صدمه به نه وررسوئ بلكي مرسته به ئې كوئ؛ قرآن په دې اړه فرمايي

 

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلا الْهَدْيَ وَلا الْقَلائِدَ وَلا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلا مِنْ رَبِّهِمْ وَرِضْوَانًا وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُوا وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَنْ صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَنْ تَعْتَدُوا وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ2 المائدة: 2

اې مؤمنانو! مه د الهي نښو بې حرمتي كوئ او مه د محترمي مياشتي او مه كعبې ته د هديه شوي څاروي او مه د هغو څارويو چي په غاړو كي ئې غړوندي وي او مه بيت الحرام ته د خپل رب د فضل او رضاء په لټه كي د تلونكو؛ او ښكار هغه وخت وكړئ چي له احرام ووځئ او د كوم قوم دا دښمني دي تاسو تېري كولو ته ونه هڅوي چي له مسجد الحرام ئې منع كړئ، په ښېگڼي او تقوى كي يو د بل مرسته وكړئ، په گناه او تېري كي يو د بل مرسته مه كوئ او له الله ووېرېږئ. بې شكه چي الله سخت عذاب وركوونكى دئ.

دا الهي لارښوونه هم د قريشو په اړه ده او هم د دوى د حليفانو په اړه او هم تر قيامت پوري د هر دښمن په اړه. خو متأسفانه اوس د اسلام تر پوښښ لاندي داسي ډلي راټوكېدلې چي هر څه ئې د دې الهي لارښوونو خلاف دي؛ كار ئې په جوماتونو او مدرسو كي چاودني او د علماءو، امامانو، خطيبانو، خدايپالو او مجاهدو شخصيتونو ترور دئ؛ له دين او دنيا بې خبره ځوانكي به دوكه كوي او په جوماتونو كي د انتحاري عملياتو لپاره به ئې چمتو كوي!! د مور او پلار له غېږي او روزني محروم ماشوم به په لاس ورشي؛ په كوم خلوت كي او له ټولني لري به ئې تر روزني لاندي ونيسي، د هغه ذهن به په زهرجنو افكارو او باورونو ولړي؛ د مسلمانانو په خلاف به ئې ذهن او زړه له كركي او عداوت ډك كړي، په جومات او د لمانځه په وخت؛ انتحاري عملياتو ته به ئې چمتو كړي، په لسگونو او سلگونو لمونځ كوونكي به د الله تعالى په كور (جومات) كي په وينو كي ورغړوي؛ همدا مظلوم شهيدان به واجب القتل او مباح الدم گڼي او د دوزخ مستحق او همدا جاهل او وحشي قاتل به شهيد گڼي او د جنت مستحق!! دا په داسي حال كي چي الله تعالى مؤمنانو ته وايي: چا چي پر تاسو سلام واچولو؛ نو هغه ته به نه وايي (لست مؤمناً: مؤمن نه يې)؛ يعني يوازي سلام هم كافي دئ چي هغه كافر ونه گڼې او له وژلو ئې ډډه وكړې؛ قرآن فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِنْدَ اللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنْتُمْ مِنْ قَبْلُ فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوا إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا 94 النساء: 94

اې مؤمنانو! كله چي د الله په لار كي د جهاد لپاره وځئ نو ښه څېړنه كوئ او هغه چا ته چي پر تاسو سلام اچوي؛ دا مه وايئ چي ته مؤمن نه يې؛ په داسي حال كي چي دنيوى مال متاع لټوئ؛ نو له الله سره ډېر غنائم دي، تر دې مخكي تاسو هم دغسي وئ، خو الله درباندي احسان وكړ؛ نو ښه تحقيق كوئ، بې شكه چي الله په هغه څه ښه خبر دئ چي تاسو ئې كوئ؟

 

د نوموړي په وينا په دې مبارك آيت كي هم مؤمنانو ته لارښوونه شوې چي د جهاد په دوران كي به لاندي خبرو ته په كلكه پام كوئ:

 

1- له خلكو سره په خپلي معاملې كي ډېر احتياط وكړئ، په دې اړه بايد ډېر محتاط وئ چي بې گناه انسان؛ مخصوصاً كوم مسلمان ستاسو په لاس ونه وژل شي.

 

2- څوك چي پر تاسو سلام اچوي او د سلام له اچولو ئې معلومېږي چي هغه مسلمان او د مسلمانانو خواخوږى دئ؛ د هغه په اړه دا مه واياست چي مسلمان نه دئ؛ يا ئې له وېري سلام اچولى او يا خدعه كوي؛ په همدې الفاظو ئې اكتفاء وكړئ، مسلمان ئې وگڼئ او له ځورولو او وژلو ئې ډډه وكړئ.

 

3- مبادا د غنيمت په موخه د هغه په وينو خپل لاسونه سره كړئ؛ له الله سره ډېر غنائم دي، د هغو حلالو او له شك شبهې وتلو غنائمو تر لاسه كول وغواړئ.

 

4- تر دې د مخه تاسو هم د دوى په څېر وئ، الله تعالى پر تاسو فضل وكړ او د مسلمانېدو توفيق ئې دركړ؛ په كار ده تاسو هم له دغو خلكو سره همغسي احسان وكړئ چي له تاسو سره شوى.

 

5- په دې پوه شئ چي خبير خداى ستاسو له هر عمل او د هغه تر شا ستاسو له موخي او غرض ښه خبر دئ.

 

او قرآن د هغه چا په اړه چي يو مسلمان په ناحقه او قصداً ووژني؛ فرمايي

وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا 93 النساء: 93

او څوك چي كوم مؤمن په قصد سره ووژني نو سزا ئې دوزخ دئ، تلپاته په هغه كي او الله پرې غضب كړى، لعنت ئې پرې ويلى او ستر عذاب ئې ورته تيار كړى.

په ناروا سره او عمداً او په داسي حال كي د يوه مؤمن وژل چي ښه ئې پېژني، له ايمان ئې خبر دئ او پر دې هم پوهېږي چي د ده د وژلو حق نه لري؛ نو د داسي كس اخروي سزا دا ده:

الف: جهنم او په هغه كي د تل لپاره پاته كېدا.

 

ب: د الله غضب.

 

ج: د الله لعنت.

 

د: ستر عذاب.

او زياتوي چي دنيوي سزا ئې هغه ده چي د البقرة سورې په 178 آيت كي بيان شوې

خو د تكفيري ډلو بد مغز مفتيان به همدا وحشي او جاني قاتل؛ شهيد گڼي او استناد به ئې هم په كوم موضوعي او جعلي روايت وي؛ د حربي كافر او د لكونو مسلمانانو قاتلانو؛ كمونستانو، سيكولرانو له څنگ به تېرېدل او د هغوى په خلاف د استشهادي عملياتو له كولو به ئې ډډه كوله خو په جوماتونو او مدرسو كي به ئې د تفسير او حديث درسونو په وخت كي چاودني كولې.

د إيمان جومات كي د انتحاري عملياتو لپاره چي څوك په تاجكستان كي روزل شوي او افغانستان ته رالېږل شوي وو؛ يو ئې ژوندى نيول شوى او په خپلو اعترافاتو كي ئې ويلي: لومړى زه او يو بل كس چي وروسته په همدې عملياتو كي تر چاودني وړاندي ووژل شو؛ د عملياتو لپاره غوره شوي وو؛ يوه اونۍ وړاندي دې جومات ته راغلو؛ د خطيب وينا مي واورېدله؛ پرېكړه مي وكړه چي دا كار نه كوم؛ زما په ځاى بل څوك غوره شو او بله جمعه هغوى ولېږل شول او دواړه ووژل شول!! دوى له هغه تاجكستان راغلي وو چي تاجكستاني پرچميان تر ننه پرې حكومت كوي؛ هغه چي د شوروي استخباراتو (كي جي بي) غړي وو؛ د تاجكستان جوماتونه ئې يا وران كړي وو او يا په كاباروو او سينما هالونو بدل كړي وو؛ د هغوى په خلاف عمليات نه كوي خو افغانستان ته راځي او د ايمان جومات كي د جمعې د لمانځه په وخت انتحاري عملياتو ته تيار شوي وو!!

 

د ښاغلي حکمتيار په ټکو؛ بايد متوجه وو چي تقريباً د نړۍ ټولو لويو ښارونو؛ په ځانگړې توگه د هېوادونو پلازمېنو كي؛ مهمي سيمي؛ چېري چي د سلاطينو قصرونه، د جمهوري رياست ماڼۍ؛ وزارتونه، سفارتونه او دې ته ورته مهم تأسيسات وي؛ هم له امنيتي پلوه او هم له نورو اړخونو؛ د عامو سيمو په پرتله له خاصو امتيازاتو او توپيرونو برخمن وي؛ مضبوط امنيتي ملابند ترې راتاو وي؛ او د ننوتلو لپاره له خاصو امنيتي تدابيرو تېرېدل ايجابوي. اسلام د مكې او مدينې د حرمونو د حرمت او درناوي دائره پراخه او له امتياز او توپير پرته د ټولو لپاره برابر ټاكلې؛ امتياز ئې واكمنو او شتمنو ته نه بلكي ولسي كړى؛ د كعبې حرم ئې ډېر پراخ نيولى او د ابراهيم عليه السلام له زمانې تر ننه مراعات شوى؛ همداسي د مدينې منورې حرم هم پراخ دئ؛ په حرم كي نه يوازي فساد؛ ناوړه كارونه، جاني او مفسد ته پنا وركول منع دي؛ وني، گلان او بوټي ئې وهل هم منع دي؛ دلته به نه څوك د قرآن او سنت خلاف کوم عمل كوي او نه به ظالم، مفسد او له قرآن او سنت باغي انسان ته پناه ورکوي.

 

ناويلې دې پاتې نه وي چي د درس په پای کي قدرمن مشر په اجتماعي توگه دعاء وکړه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک