د حکمتيار صاحب اوولسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د حمل ۲۳مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۱۷مه درسي محاضره وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي خپل نوی درس د بخاري د حج کتاب
په ۳۵م باب پيل کړ چي عنوان ئې وو؛ (په حج او عمره کي رمل) هلته چي فرمايي:
813 - عَنْ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رضي الله عنه: أَنَّهُ قَالَ: فَمَا لَنَا وَلِلرَّمَلِ، إِنَّمَا كُنَّا رَاءَيْنَا بِهِ الْمُشْرِكِينَ، وَقَدْ أَهْلَكَهُمُ اللَّهُ ثُمَّ قَالَ: شَيْءٌ صَنَعَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَلا نُحِبُّ أَنْ نَتْرُكَهُ. (بخاري: 1605)
٨١3 – له عمر رضي الله عنه روايت دئ چي وئې ويل: زموږ ئې له رمل سره څه؟ په دې سره خو مو هغه مهال خپل ځان مشرکينو ته ښودو؛ په داسي حال كي چي الله تعالى هغوى هلاك كړل؛ بيا ئې وويل: دا هغه څه دي چي نبي صلى الله عليه و سلم كړي؛ دا مو نه خوښېږي چي هغه پرېږدو.
نوموړي زياته کړه د روايت له لومړۍ برخي داسي معلومېږي لكه چي عمر رضي الله عنه په طواف كي (رمل) سره تگ؛ د خاصو شرائطو اړوند كار او د ده د خلافت په وخت كي ئې ضرورت منتفي گڼلى؛ خو د روايت وروستۍ برخه داسي ښيي چي دا (رمل) د رسول الله صلى الله عليه و سلم سنت دئ چي هيڅكله به ئې نه پرېږدو؛ له دې معلومېږي چي د روايت په انتقال كي له كوم راوي څه خلط شوي يا پاته شوي. همدا مطلب په بل روايت كي په دې بڼه راغلى:
عَنْ زَيْدِ بْنِ أَسْلَمَ، عَنْ أَبِيهِ قَالَ: (رَأَيْتُ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ - رضي الله عنه- جَاءَ إِلَى الْحَجَرِ الْأَسْوَدِ فَقَبَّلَهُ، فَقَالَ: إِنِّي أَعْلَمُ أَنَّكَ حَجَرٌ لَا تَضُرُّ وَلَا تَنْفَعُ، وَلَوْلَا أَنِّي رَأَيْتُ النَّبِيَّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - يُقَبِّلُكَ مَا قَبَّلْتُكَ؛ ثُمَّ قَالَ: فَمَا لَنَا وَلِلرَّمَلِ الْيَوْمَ وَالْكَشْفِ عَنْ الْمَنَاكِبِ؟ إِنَّمَا كُنَّا رَاءَيْنَا بِهِ الْمُشْرِكِينَ، وَقَدْ أَهْلَكَهُمْ اللهُ، ثُمَّ قَالَ: مَعَ ذَلِكَ شَيْءٌ صَنَعَهُ النَّبِيُّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - فلَا نُحِبُّ أَنْ نَتْرُكَهُ). الجامع الصحيح للسنن و المسانيد
زيد بن اسلم له خپل پلار روايت كوي چي وايي: عمر رضي الله عنه مي وليدو چي حجر الاسود ته راغى؛ كښل ئې كړه او وئې ويل: ته يوه ډبره يې؛ نه تاوان رسولى شې او نه گټه؛ كه مي رسول الله صلى الله عليه و سلم نه وى ليدلى چي كښلوي؛ ما به نه وې كښل كړې؛ بيا ئې وويل: زموږ ئې نن له رمل او د اوږو له لوڅولو سره څه؟ په دې سره خو مو هغه مهال خپل ځان مشرکينو ته ښودو؛ په داسي حال كي چي الله تعالى هغوى هلاك كړل؛ بيا ئې وويل: خو سره له دې دا هغه څه دي چي نبي صلى الله عليه و سلم كړي؛ دا مو نه خوښېږي چي هغه پرېږدو.
لكه چي گورئ په دې روايت كي د رمل تر څنگ د اوږو لوڅول هم راغلي او تر (شَيْءٌ صَنَعَهُ النَّبِيُّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ) وړاندي دا هم راغلي (مَعَ ذَلِكَ).
همداراز ښاغلي حکمتيار لاندينی روايت ته هم إشاره وکړه، لکه چي وايي:
814 - عَنِ ابنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: مَا تَرَكْتُ اسْتِلامَ هَذَيْنِ الرُّكْنَيْنِ فِي شِدَّةٍ وَلا رَخَاءٍ مُنْذُ رَأَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَسْتَلِمُهُمَا. (بخاري: 1606)
٨١4 – له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: له هغي ورځي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم مي ليدلى چي په دې دواړو رکنونو (يمانى او حجرالاسود ركنونه) لاس راكاږي؛ ما نه په سخت حالت کي د دې دوو رکنونو استلام پرېښی او نه په آرام او له ازدحام پرته حالت كي.
ورپسي ئې د حج کتاب ٣٦م باب تر دې عنوان لاندي (په لکڼه د حجر اسود لمس کول) هم په تفصيلي توگه تشريح کړ؛ لکه چي وايي:
815 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: طَافَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي حَجَّةِ الْوَدَاعِ عَلَى بَعِيرٍ، يَسْتَلِمُ الرُّكْنَ بِمِحْجَنٍ. (بخاري: 1607)
٨١5 – له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم په حجه الوداع کي په داسي حال كي طواف کاوو چي پر اوښه سپور وو او د حجر الاسود استلام ئې په خپلي لکڼي سره کاوو (د لاس په ځاى ئې خپله لکڼه پرې راکاږله).
همداراز ئې په ٣٧م باب کي د حجر اسود د ښکلولو هم وڅېړله؛ لکه چي فرمايي:
816 - عَنِ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنه: أَنَّهُ سَأَلَه رَجُلٌ عَنِ اسْتِلامِ الْحَجَرِ، فَقَالَ: رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَسْتَلِمُهُ وَيُقَبِّلُهُ. فَقَالَ الرجل: أَرَأَيْتَ إِنْ زُحِمْتُ، أَرَأَيْتَ إِنْ غُلِبْتُ؟ قَالَ: اجْعَلْ أَرَأَيْتَ بِالْيَمَنِ، رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَسْتَلِمُهُ وَيُقَبِّلُهُ. (بخاري: 1611)
816 –له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي يوه سړي د حجر اسود د استلام (لاس راكښلو) په اړه پوښتنه وکړه؛ ورته وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم مي ليدلى چي لاس ئې پرې راكښلى او ښكول كړې ئې ده؛ هغه سړي وويل: که په زحمت كېدم او كه نه توانېدم؛ رأى دي څه ده؟ ابن عمر رضي الله عنهما وويل: دا د (أَرَأَيْتَ) خبره دي په يمن كي پرېږده؛ ما رسول صلى الله عليه و سلم ليدلى چي حجر اسود ئې استلام او ښكولوله.
په ٣٨م باب کي ئې بيا د لانديني روايت په استناد (مکي ته له رسېدو سره سم د طواف) په موضوع بحث وکړ او وئې ويل:
817 - عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها: أَنَّ أَوَّلَ شَيْءٍ بَدَأَ بِهِ حِينَ قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ تَوَضَّأَ، ثُمَّ طَافَ، ثُمَّ لَمْ تَكُنْ عُمْرَةً، ثُمَّ حَجَّ أَبُو بَكْرٍ وَعُمَرُ رضي الله عنه مِثْلَهُ. (بخاري: 1614)
٨١7 – له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي مکې ته له رسېدو وروسته د رسول الله صلى الله عليه و سلم لومړنى کار دا وو چي اودس ئې وکړ، بيا ئې طواف وکړ، بيا عمره نه وه، بيا وروسته ابوبکر او عمر رضي الله عنهما حج همداسي كړى.
نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو 1614 - 1641 او دغو
توپيرو سره راغلی:
په يوه كي عُرْوَةَ وايي: عَائِشَې رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا راته وويل: مکې ته له رسېدو وروسته د رسول الله صلى الله عليه و سلم لومړنى کار دا وو چي اودس ئې وکړ، بيا ئې طواف وکړ، بيا عمره نه وه، أَبُو بَكْرٍ او عُمَرُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا همداسي كړي، بيا عروه وايي: له خپل پلار سره مي حج كړى لومړى كار ئې طواف وو؛ بيا مي مهاجرين او انصار ليدلي چي همداسي ئې كول؛ او مور مي راته ويلي: دې او خور ئې او زبير او فلاني فلاني د عمرې نيت كړى وو؛ كله چي له طواف فارغ شوي نو له احرام وتلي. په بل كي عُرْوَةَ وايي: عَائِشَې رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا راته وويل: مکې ته له رسېدو وروسته د رسول الله صلى الله عليه و سلم لومړنى کار دا وو چي اودس ئې وکړ، بيا ئې طواف وکړ بيا عمره نه وه؛ عمر، عثمان، معاويه، عبد الله بن عمر رضي الله عنهم، همداسي وكړل، عروه وايي: بيا مي له خپل پلار زبير بن عوام سره حج وكړ، همداسي ئې وكړل، مهاجرين او انصار مي ليدلي چي همداسي ئې كول، آخري كس چي مي ليدلى او همداسي ئې كړي عبد الله بن عمر دئ؛ د ټولو لومړى كار طواف وو؛ بيا د حج تر پاى له احرام نه دي وتلي؛ مور او خاله مي وليدلې چي لومړى كار ئې طواف وو، بيا د حج تر پاى له احرام نه دي وتلې.
د ښاغلي حکمتيار په وينا د بخاري له دې رواياتو داسي معلومېږي لكه چي هيچا د حج تر څنگ عمره نه وي كړې؛ نه رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ نه ابوبكر، عمر، عثمان، معاويه، عبد الله بن عمر، عروه، پلار ئې زبير بن عوام او نه مهاجرين او انصار!! خو دا هم د قرآن له څرگند آيت سره اړخ نه لگوي او هم له رواياتو سره؛ قرآن د حج تر څنگ عمره جائز گڼلې او رسول الله صلى الله عليه و سلم خپلو يارانو ته ويلي چي عمره وكړئ، له احرام ووځئ او بيا د حج لپاره احرام وتړئ.
نوموړي دا هم وويل؛ بايد د دې رواياتو ترڅنگ ويل شوي وى چي معنى ئې دا نه ده چي عمره كول جائز نه دي؛ بلكي معنى ئې دا ده چي د حج او عمرې بېل بېل اداء كول افضل دي؛ هغه چي عائشه رضي الله عنها او عروه رضي الله عنه ئې يادونه كړې؛ مراد ئې دا دئ چي دوى افضل كار غوره كړى.
ورپسي ئې د عبدالله ابن عمر په هغه روايت هم تفصيلي بحث وکړ چي وايي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم به له طواف وروسته دوه رکعته لمونځ کاوو او بيا به ئې د صفا او مروه تر منځ سعي کوله. هلته چي فرمايي:
818 - عَن ابنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: حَدِيْثُ طَوَافِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ تَقَدَّمَ قَرِيْباً وَزَادَ فِيْ هذِهِ الرِّوَايَةِ: أَنَّهُ كَانَ سَجَدَ سَجْدَتَيْنِ، ثُمَّ يَطُوفُ بَيْنَ الصَّفَا وَالْمَرْوَةِ. (بخاري: 1616)
٨١8 – له ابن عمر رضي الله عنهما د رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د طواف حديث لږ وړاندي تېر شو؛ په دې روايت کي ئې دا پرې زياته کړې ده چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم به له طواف وروسته دوه رکعته لمونځ کاوو او بيا به ئې د صفا او مروه تر منځ سعي کوله.
هغه زياتوي چي د بخاري دا روايت مختصر كړى شوى؛ اصلي بڼه ئې دا سي ده:
1616 - عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: «أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ إِذَا طَافَ فِي الحَجِّ أَوِ العُمْرَةِ؛ اولَ مَا يَقْدَمُ سَعَى ثَلَاثَةَ أَطْوَافٍ، وَمَشَى أَرْبَعَةً، ثُمَّ سَجَدَ سَجْدَتَيْنِ، ثُمَّ يَطُوفُ بَيْنَ الصَّفَا وَالمَرْوَةِ»
له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي كله به رسول الله صلى الله عليه و سلم په حج او عمره كي طواف كولو؛ نو په سر كي به ئې درې طوافونه له گړندي تگ سره كول او څلور نور په آرام تگ سره؛ بيا به ئې دوه ركعتونه لمونځ وكړ او بيا به ئې د صفا او مروه سعي وكړه.
د ښاغلي حکمتيار په وينا؛ جامع ئې همدا وروستى روايت دئ؛ مخكينى ئې مبهم دئ او لوستونكى په شك كي غورځوي.
نوموړي همداراز د بخاري د حج کتاب په ٣٩، ۴۰، ۴۱، ۴۲، ۴۳، ۴۴، ۴۵ او ۴۶م بابونو هم په پرلهپسي توگه ژور بحث او زياته ئې کړه:
په ۳۹م باب کي (د طواف په مهال د خبرو) موضوع ته اشاره شوې؛ لکه چي وايي:
819 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرَّ وَهُوَ يَطُوفُ بِالْكَعْبَةِ بِإِنْسَانٍ، رَبَطَ يَدَهُ إِلَى إِنْسَانٍ بِسَيْرٍ أَوْ بِخَيْطٍ أَوْ بِشَيْءٍ غَيْرِ ذَلِكَ، فَقَطَعَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِيَدِهِ ثُمَّ قَالَ: «قُدْهُ بِيَدِهِ». (بخاري: 1620)
٨١9 – له ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما روايت دئ چي: په داسي حال كي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د کعبې طواف كولو؛ د يوه داسي انسان خوا ته تېرېدو چي خپل لاس ئې په تسمه، سنۍ، تار يا بل شي د بل سړي له لاس سره تړلى وو، نو رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپل لاس هغه غوڅ کړ او وئې فرمايل: (تر لاس ئې ونيسه او درسره بيايه ئې).
نوموړی وايي چي دا روايت تر دې باب (په طواف كي خبري كول) لاندي راغلى؛ خو په روايت كي اصلي موضوع دا ده چي يوه كس بل كس د طواف په وخت كي داسي له ځان سره بېولو چي د هغه لاس ئې په تار يا سنۍ له خپل لاس سره تړلى وو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه تار غوڅ كړ او هغه سړي ته ئې وويل: لاس نيولى ئې بيايه؛ سره له دې چي په روايت كي خبري كول راغلي خو كه څوك وغواړي په دې پوه شي چي يو معذور كس په طواف كي د پړي او تسمې په مرسته له ځان سره بېول سم كار دئ كه له لاس نيولى؛ په بابونو كي د لټون له لاري دا روايت نه شي موندلى.
ښاغلي حکمتيار همداراز په ٤٠م باب کي بيا پر دې عنوان؛ (لوڅ د طواف او مشرک د حج اجازه نه لري) تفصيلي بحث وکړ؛ لکه چي وايي:
820 - عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه: أَنَّ أَبَا بَكْرٍ الصِّدِّيقَ رضي الله عنه بَعَثَهُ فِي الْحَجَّةِ الَّتِي أَمَّرَهُ عَلَيْهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَبْلَ حَجَّةِ الْوَدَاعِ يَوْمَ النَّحْرِ فِي رَهْطٍ يُؤَذِّنُ فِي النَّاسِ: أَلا لايَحُجُّ بَعْدَ الْعَامِ مُشْرِكٌ، وَلا يَطُوفُ بِالْبَيْتِ عُرْيَانٌ. (بخاري: 1622)
٨20 – له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ: ابوبکر رضي الله عنه په هغه حج کي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم له لوري د حج امير ټاکل شوى وو؛ تر حجة الوداع وړاندي؛ دى (ابو هريره) د يوه ټولي په ضمن كي توظيف کړ چي په خلکو كي دا اعلان وکړي: بايد پوه وئ چي له سږ کال وروسته به نه مشرک حج کوي او نه به بربنډ كس طواف کوي.
هغه زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 6 ځلي په دغو شمېرو 369 - 1622 - 3177 - 4655 - 4656 - 466 سره راغلی. سره له دې چي د ټولو هم متن سره ورته دئ او هم ئې د راويانو لړۍ؛ خو په تكرار سره ئې د راوړولو وجه څرگنده نه ده.
٤١م باب او (تر عرفات وړاندي طواف)
نوموړي په ياد باب او عنوان کي په لانديني روايت بحث وکړ؛ لکه چي وايي:
821 - عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَكَّةَ، فَطَافَ وَسَعَى بَيْنَ الصَّفَا وَالْمَرْوَةِ، وَلَمْ يَقْرَبِ الْكَعْبَةَ بَعْدَ طَوَافِهِ بِهَا حَتَّى رَجَعَ مِنْ عَرَفَةَ. (بخاري: 1625)
٨٢1 – له عبدالله بن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم مکې ته ورسېد، طواف ئې وكړ او د صفا او مروه تر منځ ئې سعي وکړه؛ او له خپل طواف وروسته تر هغه کعبې ته نژدې شوى نه دئ چي له عرفات راستون شو.
هغه زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو 1545 - 1625 سره راغلی او دواړه د متن او راويانو له پلوه سره ورته دي او ښيي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په حجة الوداع كي په طواف او سعي اكتفاء وكړه او د قربانۍ تر ورځ له احرام ونه وتلو.
قدرمن مشر ورته مهال په ٤٢م باب کي (حاجيانو ته اوبه ورکول) تر عنوان لاندي لاندينيو رواياتو ته هم په تفصيلي توگه کتنه وکړه؛ هلته چي فرمايي:
822 - عَنِ ابن عمر رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: اسْتَأْذَنَ الْعَبَّاسُ بْنُ عَبْدِالْمُطَّلِبِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يَبِيتَ بِمَكَّةَ، لَيَالِيَ منٰى، مِنْ أَجْلِ سِقَايَتِهِ، فَأَذِنَ لَهُ. (بخاري: 1634)
822 – له ابن عمر رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما روايت دئ چي وايي: عباس بن عبدالمطلب رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ له رسول الله صلى الله عليه و سلم اجازه وغوښته چي حاجيانو ته د اوبو ورکولو لپاره د منٰى شپې په مکه کي تېرې کړي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم اجازه ورکړه.
823 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ جَاءَ إِلَى السِّقَايَةِ فَاسْتَسْقَى، فَقَالَ الْعَبَّاسُ: يَا فَضْلُ، اذْهَبْ إِلَى أُمِّكَ، فَأْتِ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِشَرَابٍ مِنْ عِنْدِهَا. فَقَالَ: «اسْقِنِي» قَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّهُمْ يَجْعَلُونَ أَيْدِيَهُمْ فِيهِ، قَالَ: «اسْقِنِي». فَشَرِبَ مِنْهُ، ثُمَّ أَتَى زَمْزَمَ، وَهُمْ يَسْقُونَ وَيَعْمَلُونَ فِيهَا، فَقَالَ: «اعْمَلُوا فَإِنَّكُمْ عَلَى عَمَلٍ صَالِحٍ». ثُمَّ قَالَ: «لَوْلا أَنْ تُغْلَبُوا لَنَزَلْتُ حَتَّى أَضَعَ الْحَبْلَ عَلَى هَذِهِ». يَعْنِي عَاتِقَهُ وَأَشَارَ إِلَى عَاتِقِهِ. (بخاري: 1635)
824 – له ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم حاجيانو ته د اوبو ورکولو ځاى ته راغى او اوبه ئې وغوښتلې؛ عباس رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ خپل زوى ته وويل: اې فضله! مور ته دي ورشه او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته اوبه ترې راوړه؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: "(له همدې ځاى) اوبه راکړه" عباس رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ وويل: يا رسول الله! په دې اوبو کي خلک لاسونه وهي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (اوبه راکړه)؛ عباس رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ اوبه ورکړې او رسول الله صلى الله عليه و سلم وڅښلې، بيا زمزم ته ورغى او هلته خلکو نورو ته اوبه ورکولې او کار ئې په کي کاوو (اوبه ئې د زمزم له كوهي راايستلې)؛ نو وئې فرمايل: دې کار ته ادامه ورکړئ؛ تاسو په نېک او د خير په کار بوخت يئ) بيا ئې وويل: (که داسي نه وى چي د اوبو په راايستو كي زه درسره كار وكړم؛ او همدا د دې باعث شي چي دومره خلك راغونډ شي چي تاسو ئې په تمولو كي ناتوان شئ؛ حتماً دركوزېدم چي دا رسۍ پر خپلي دې غاړي واچوم).
د حزب اسلامي افغانستان د محترم أمير په وينا د روايت د وروستۍ برخي په اړه د ځينو تعبير داسي دئ چي گواكي رسول الله صلى الله عليه و سلم هغوى ته ويلي: كه پر امت د مشقت وېره نه وى نو په خپله به د اوبو په راايستلو كي له دوى سره يو ځاى شوى وو؛ داسي نه چي بيا خلك زما دې كار ته د يوه سنت په سترگه وگوري او تر سره کول به ئې دوى په تكليف كړي. خو دا تعبير او توجيه د روايت له فحوى او الفاظو سره اړخ نه لگوي؛ ځكه په تُغْلَبُوا كي خطاب هغو ته متوجه دئ چي هغه مهال ئې له كوهي اوبه راايستلې؛ نه ټول امت ته.
825 - وَعَنْهُ فِيْ رِوَايَةٍ قَالَ: سَقَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ زَمْزَمَ، فَشَرِبَ وَهُوَ قَائِمٌ. وَفِيْ رِوَايَةٍ عَنْهُ: أَنَّهُ مَاكَانَ يَوْمَئِذٍ إِلَّا عَلَى بَعِيرٍ. (بخاري: 1367)
– او له (ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما) په بل روايت كي راغلي چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته مي د زمزم اوبه ورکړې؛ نو وئې څښلې په داسي حال كي چي ولاړ وو. او له ده په بل روايت کي راغلي: په دې ورځ هغه پر اوښ سپور وو.
هغه وايي چي دا روايت د بخاري په مختصر كي راوړل شوى خو په بخاري كي نشته؛ د بخاري د كوم روايت آدرس چي وركړى شوى (1367)؛ دا شمېره هم صحيح نه ده؛ د دې شمېرې روايت داسي دئ:
1367 - حَدَّثَنَا آدَمُ، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، حَدَّثَنَا عَبْدُ العَزِيزِ بْنُ صُهَيْبٍ، قَالَ: سَمِعْتُ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، يَقُولُ: مَرُّوا بِجَنَازَةٍ، فَأَثْنَوْا عَلَيْهَا خَيْرًا، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «وَجَبَتْ» ثُمَّ مَرُّوا بِأُخْرَى فَأَثْنَوْا عَلَيْهَا شَرًّا، فَقَالَ: «وَجَبَتْ» فَقَالَ عُمَرُ بْنُ الخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: مَا وَجَبَتْ؟ قَالَ: «هَذَا أَثْنَيْتُمْ عَلَيْهِ خَيْرًا، فَوَجَبَتْ لَهُ الجَنَّةُ، وَهَذَا أَثْنَيْتُمْ عَلَيْهِ شَرًّا، فَوَجَبَتْ لَهُ النَّارُ، أَنْتُمْ شُهَدَاءُ اللَّهِ فِي الأَرْضِ»
له انس بن مالك رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: د يوې جنازې خوا ته تېر شول؛ د هغه ستاينه او توصيف ئې وكړ؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ورته واجب شو؛ بيا پر بلي جنازې تېر شول نو هغه ئې په شر او بد وستايلو؛ نو عمر رضي الله عنه وويل: څه واجب شول؟ وئې فرمايل: دا يو داسي وو چي تاسو په خير وستايلو نو هغه ته جنت واجب شو؛ او دا بل تاسو په شر وستايلو نو د دوزخ اور ورته واجب شو؛ تاسو په زمكي كي د الله تعالى شاهدان يئ.
قرآن په دې اړه فرمايي:
وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا .... 143 البقرة: 143
او همدا راز مو تاسو غوره امت وگرځولئ، چي تاسو پرخلكو شاهدان وئ او پيغمبر پر تاسو شاهد وي...
د آيت د دې برخي معنى دا ده: له دې وروسته به د هدايت ډيوې د مسلمانانو په لاس كي وي، د دوى د كړنو له مخي به خلك په دې پوهېږي چي حقيقت څه ته ويل كېږي، حقيقي دين كوم دئ، د الله په اړه مو عقيده څنگه وي او څنگه د ده عبادت وكړو او څنگه د يوه واقعي مخلص بنده په څېر ژوند وكړو؟ دوى، د دوى فكر او عقيده او د دوى عملي ژوند به د نورو لپاره د شاهد حيثيت لري او د مسلمانانو لپاره به پيغمبر شاهد وي.
په بخاري كي چي په دې ارتباط كوم روايت راغلى هغه دا دئ:
1637 - حَدَّثَنَا مُحَمَّدٌ هُوَ ابْنُ سَلَامٍ، أَخْبَرَنَا الفَزَارِيُّ، عَنْ عَاصِمٍ، عَنِ الشَّعْبِيِّ، أَنَّ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما حَدَّثَهُ قَالَ: «سَقَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ زَمْزَمَ، فَشَرِبَ وَهُوَ قَائِمٌ» قَالَ عَاصِمٌ: فَحَلَفَ عِكْرِمَةُ مَا كَانَ يَوْمَئِذٍ إِلَّا عَلَى بَعِيرٍ.
د عاصم دا وينا چي عكرمه لوړه وكړه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې ورځ په اوښي سپور وو؛ مقصد ئې دا دئ چي د ابن عباس روايت صحيح نه دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په ولاړه اوبه څښلې دي؛ دا ځكه چي هغه په اوښي سپور وو؛ امام بخاري نه دي ويلي چي د چا وينا صحيح ده؛ خو د ابن عباس له روايت سره متصل د عكرمه وينا او لوړه راوړل ښيي چي دى د ابن عباس له روايت سره موافق نه دئ او د بخاري هر لوستونكى هم له دې روايت همدا مطلب اخلي؛ دا په داسي حال كي چي ابن عباس په دې ارتباط يوازي نه دئ؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم د كورنۍ دوه نور مهم غړي؛ عائشه رَضِيَ اللَّهُ عَنْها او علي رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ هم ورسره دي؛ نوموړي زياتوي چي راشئ د هغوى روايتونه هم وگورو. هلته چي فرمايي:
5584 - عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ: " رَأَيْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُصَلِّي حَافِيًا وَمُنْتَعِلًا وَيَشْرَبُ قَائِمًا وَقَاعِدًا وَيَنْصَرِفُ عَنْ يَمِينِهِ وَعَنْ شِمَالِهِ لَا يُبَالِي أَيَّ ذَلِكَ كَانَ". شُعَبُ الْإِيمَانِ لِلْبَيْهَقِيِّ
له عائشې رَضِيَ اللَّهُ عَنْها روايت دئ چي وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم مي ليدلى چي لوڅي پښې او په كپيو (پڼو) كي ئې لمونځ كولو، په ولاړه او ناسته ئې څښلي، له ښي او كېڼ لوري له لمانځه وتلى؛ د دې پروا ئې نه كوله چي له دغو كوم يو ئې وي.
د عائشې رَضِيَ اللَّهُ عَنْها دغه روايت په دغو كتابونو كي راغلى: السنن الكبرى للبيهقي، شُعَبُ الايمان.
5615 - عَنِ النَّزَّالِ، قَالَ: أَتَى عَلِيٌّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَلَى بَابِ الرَّحَبَةِ «فَشَرِبَ قَائِمًا» فَقَالَ: إِنَّ نَاسًا يَكْرَهُ أَحَدُهُمْ أَنْ يَشْرَبَ وَهُوَ قَائِمٌ، وَإِنِّي «رَأَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَعَلَ كَمَا رَأَيْتُمُونِي فَعَلْتُ» بخاري: 5615
له نزال روايت دئ چي علي رضي الله عنه باب الرحبه (د كوفې د يوه مسجد دروازې) ته راغى او په ولاړه ئې اوبه وڅښلې؛ بيا ئې وويل: ځيني خلك داسي دي چي په ولاړه د اوبو له څښلو كركه كوي؛ او ما رسول الله صلى الله عليه و سلم ليدلى چي همداسي ئې وكړل؛ لكه څنگه چي تاسو زه وليدم چي څه مي وكړل. يعني همداسي ئې په ولاړه اوبه وڅښلې چي تاسو زه پرې وليدم.
عَن ابْن عَبَّاس: أَن النَّبِي صلى الله عَلَيْهِ وَسلم، شرب من زَمْزَم وَهُوَ قَائِم، وَقَالَ: هَذَا حَدِيث حسن صَحِيح، وَرَوَاهُ النَّسَائِيّ أَيْضا، وَفِي لفظ: سقيت النَّبِي صلى الله عَلَيْهِ وَسلم من زَمْزَم فَشرب وَهُوَ قَائِم. عمدة القاري
له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د زمزم اوبه په ولاړه وڅښلې؛ عمدة القاري وايي: دا حسن او صحيح حديث دئ؛ نسائي هم روايت كړى؛ او په دې الفاظو: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته مي د زمزم اوبه وركړې؛ په داسي حال كي ئې وڅښلې چي ولاړ وو.
لاندي روايات هم دغه خبره كوي:
5585 - عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ: " رَأَيْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَنْتَعِلُ قَائِمًا وَقَاعِدًا وَيَشْرَبُ قَائِمًا وَقَاعِدًا وَيَنْفَتِلُ عَنْ يَمِينِهِ وَشِمَالِهِ. شُعَبُ الايمان
3512 - عَنْ عِمْرَانَ بْنِ حُصَيْنٍ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ «أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَمْشِي حَافِيًا وَنَاعِلًا وَيَشْرَبُ قَائِمًا وَقَاعِدًا وَيَنْفَتِلُ عَنْ يَمِينِهِ وَيَسَارِهِ وَيَصُومُ فِي السَّفَرِ وَيُفْطِرُ» مسند البزاز
6783 - عَنْ عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ جَدِّهِ قَالَ: أَنَا رَأَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «يَنْفَتِلُ عَنْ يَمِينِهِ، وَعَنْ شِمَالِهِ فِي الصَّلَاةِ، وَيَشْرَبُ قَائِمًا وَقَاعِدًا، وَيُصَلِّي حَافِيًا وَنَاعِلًا، وَيَصُومُ فِي السَّفَرِ وَيُفْطِرُ» مسند احمد
4255 - عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْها، قَالَتْ: " رَأَيْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُصَلِّي حَافِيًا، وَمُتَنَعِّلًا، وَيَشْرَبُ قَائِمًا، وَقَاعِدًا، وَيَنْصَرِفُ عَنْ يَمِينِهِ، وَعَنْ شِمَالِهِ، وَلَا يُبَالِي أَيُّ ذَلِكَ كَانَ " السنن الكبرى للبيهقي
ښاغلی حکمتيار د موضوع په دوام زياتوي چي؛ پوښتنه دا ده چي د بخاري له دغو متعارضو رواياتو به كوم يو غوره كوو او د كوم دليل له مخي؟ علي رضي الله عنه ته منسوب روايت چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم زما په څېر په ولاړه اوبه وڅښلې او كه عكرمه ته منسوب روايت چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم په اوښه سپور وو او گواكي د ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما دا وينا سمه نه ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د زمزم اوبه په ولاړه څښلې دي؟ د رسول الله صلى الله عليه و سلم د كورنۍ دريو مهمو غړو: عائشه، علي او ابن عباس رضي الله عنهم شهادت وركوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په ولاړه اوبه څښلې؛ د دوى شهادت به منو كه د عكرمه ادعاء چي هيڅ شاهد نه لري؟ امام بخاري ولي دا وضاحت نه دئ كړى چي كوم يو ئې صحيح او د اعتبار وړ دئ؟! او كه نن كوم اهل حديث يو مسلمان له دې كبله تكفيروي چي په ولاړه ئې اوبه څښلې؛ او هغه هم د بخاري په يوه روايت د استناد له مخي؛ او دا بل ئې د بخاري پر بل روايت د إستناد له مخي تكفيروي؛ گناه او مسئوليت به ئې د چا پر غاړه وي؟
٤٣ باب: (د صفا او مروه تر منځ د سعي وجوب)
825 - عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْها: أَنَّهَا سَأَلَهَا ابْنُ أُخْتِهَا عُرَوَةُ بْنُ الزُّبَيْرِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ قَوْلِ اللَّهِ تَعَالَى: إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوِ اعْتَمَرَ فَلا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَنْ يَطَّوَّفَ بِهِمَا. قَالَ: فَوَاللَّهِ مَا عَلَى أَحَدٍ جُنَاحٌ أَنْ لا يَطُوفَ بِالصَّفَا وَالْمَرْوَةِ، قَالَتْ: بِئْسَ مَا قُلْتَ يَا ابْنَ أُخْتِي، إِنَّ هَذِهِ لَوْ كَانَتْ كَمَا أَوَّلْتَهَا عَلَيْهِ، كَانَتْ لا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَنْ لا يَتَطَوَّفَ بِهِمَا، وَلَكِنَّهَا أُنْزِلَتْ فِي الأَنْصَارِ، كَانُوا قَبْلَ أَنْ يُسْلِمُوا يُهِلُّونَ لِمَنَاةَ الطَّاغِيَةِ، الَّتِي كَانُوا يَعْبُدُونَهَا عِنْدَ الْمُشَلَّلِ، فَكَانَ مَنْ أَهَلَّ يَتَحَرَّجُ أَنْ يَطُوفَ بِالصَّفَا وَالْمَرْوَةِ، فَلَمَّا أَسْلَمُوا سَأَلُوا رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ ذَلِكَ، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّا كُنَّا نَتَحَرَّجُ أَنْ نَطُوفَ بَيْنَ الصَّفَا وَالْمَرْوَةِ، فَأَنْزَلَ اللَّهُ تَعَالَى: إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ الآيَةَ. قَالَتْ عَائِشَةُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْها: وَقَدْ سَنَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الطَّوَافَ بَيْنَهُمَا، فَلَيْسَ لأَحَدٍ أَنْ يَتْرُكَ الطَّوَافَ بَيْنَهُمَا. (بخاري: 1643)
–له عائشې رَضِيَ اللَّهُ عَنْها روايت دئ چي خوريې ئې؛ عروه بن زبير رضي الله عنه؛ د الله تعالى د دې قول په اړه پوښتنه وکړه إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوِ اعْتَمَرَ فَلا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَنْ يَطَّوَّفَ بِهِمَا او وئې ويل: په الله قسم چي څوك د صفا او مروه تر منځ سعي ونه کړي پر هغه کومه گناه نشته! عائشې رَضِيَ اللَّهُ عَنْها وويل: خوريې! ډېره بده خبره دي وکړه، که د دې آيت معنى داسي وى لکه چي ته ئې وايې؛ نو بايد الفاظ ئې داسي وى: (لَا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَنْ لا يَتَطَوَّفَ بِهِمَا): که طواف ئې ونه کړ؛ نو گناه پرې نشته؛ مگر دا آيت د انصارو په اړه نازل شوى، هغوى مخكي تر دې چي مسلمان شي؛ د طاغي او باطل منات عبادت كولو او د هغه په نامه به ئې له مُشَلَّلِ (الجحفة ته نژدې يو) ځاى؛ د حج نيت كولو؛ او چا چي به د حج نيت كولو زړه به ئې نه غوښتل چي د صفا او مروه سعي وكړي؛ (دا ځکه چي پر صفا او مروه د نائله او اساف په نامه دوه بتان وو چي د انصارو نه خوښېدل)؛ کله چي هغوى اسلام قبول كړ؛ له رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې په دې اړه وپوښتل او وئې ويل: يا رسول الله! موږ له دې كركه درلوده چي د صفا او مروه تر منځ سعي وكړو! نو الله تعالى دا حکم نازل کړ: (إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوِ اعْتَمَرَ فَلا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَنْ يَطَّوَّفَ بِهِمَا). عائشې رَضِيَ اللَّهُ عَنْها وويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم د صفا او مروه تر منځ سعي سنت گرځولې ده؛ هيڅوک دا حق نه لري چي د دوى تر منځ سعي پرېږدي.
٤٤م باب: (د صفا او مروه تر منځ د سعي په اړه)
826 - عَنِ ابن عمر رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا طَافَ الطَّوَافَ الأَوَّلَ خَبَّ ثَلاثًا وَمَشَى أَرْبَعًا. وَكَانَ يَسْعَى بَطْنَ الْمَسِيلِ إِذَا طَافَ بَيْنَ الصَّفَا وَالْمَرْوَةِ. (بخاري: 1644)
– له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم به چي لومړى طواف کاوو؛ نو په دريو لومړنيو دورو کي به ئې رمل (گړندى تگ) کولو او په څلورو نورو کي به عادي روان وو؛ او چي كله به ئې د صفا او مروه تر منځ طواف كولو نو په مسيل (خوړ) كي به ئې سعي كوله.
قدرمن مشر همداراز په ٤٥ باب کي د لاندينيو روایاتو په استناد بيا وويل چي (حائضه ښځه له طواف پرته د حج ټول مناسک اداء کولى شي). روايات دادي:
827 - عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِاللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: أَهَلَّ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هُوَ وَأَصْحَابُهُ بِالْحَجِّ، وَلَيْسَ مَعَ أَحَدٍ مِنْهُمْ هَدْيٌ غَيْرَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَطَلْحَةَ، وَقَدِمَ عَلِيٌّ مِنَ الْيَمَنِ وَمَعَهُ هَدْيٌ، فَقَالَ: أَهْلَلْتُ بِمَا أَهَلَّ بِهِ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم، فَأَمَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَصْحَابَهُ أَنْ يَجْعَلُوهَا عُمْرَةً، وَيَطُوفُوا، ثُمَّ يُقَصِّرُوا وَيَحِلُّوا إلَّا مَنْ كَانَ مَعَهُ الْهَدْيُ، فَقَالُوا: ..... فَبَلَغَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «لَوِ اسْتَقْبَلْتُ مِنْ أَمْرِي مَا اسْتَدْبَرْتُ مَا أَهْدَيْتُ، وَلَوْلا أَنَّ مَعِي الْهَدْيَ لأَحْلَلْتُ». (بخاري: 1651)
827- له جابر بن عبدالله رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم او اصحابو ئې د حج نيت وكړ؛ له رسول الله صلى الله عليه و سلم او طلحه پرته له هيچا سره هدي نه وه؛ او علي رضي الله عنه له يمن راغى او له هغه سره هم هدي وه؛ او وئې ويل: د هغه څه نيت مي كړى دئ چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم نيت دئ؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم خپلو يارانو ته امر وكړ چي د عمرې (نيت او سفر) ئې كړي؛ طواف دي وكړي، وېښتان دي لنډ كړي او له احرام دي ووځي؛ مگر هغه چي هدي ورسره وي؛ نو هغوى وويل: ..... دا خبره تر رسول الله صلى الله عليه و سلم ورسېده نو وئې فرمايل: كه په هغه څه چي وروسته پوه شوى يم وړاندي پوه شوى وى نو له ځان سره به مي هدي نه وه روانه كړې؛ او كه له ما سره هدي نه وى نو حتماً به له احرام وتلم.
دا روايت په بخاري كي 4 ځلي په دغو شمېرو 1651 - 1785 - 7229 - 7230 او په ارتباط دا څو خبري ضروري برېښي:
الف: لومړي راويان ئې عائشه او جابر بن عبد الله رضي الله عنهما دي؛ جابر رضي الله عنه ته منسوب روايت كي يوه فقره داسي ده چي قطعاً د راوړلو او يادولو وړ نه ده؛ محال ده چي صحابه وو دي داسي څه ويلي وي؛ ما دا فقره او ترجمه ئې نه ده راوړې؛ دا روايت د اسنادو له پلوه غريب دئ او په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري؛ د دواړو له منځه غوره ئې هغه دئ چي عائشې رَضِيَ اللَّهُ عَنْها ته منسوب دئ.
ب: د رواياتو اصلي موضوع دا ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په حجة الوداع كي هغو صحابه وو ته چي هدي ورسره نه وه؛ فرمايلي: له طواف او سعي وروسته وېښتان لنډ كړئ او له احرام ووځئ؛ په ځينو دا خبره گرانه تمامه شوې او د مخكيني دود خلاف ئې گڼلې؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم هغوى ته ويلي: كه له ما سره هدي نه وى نو همدا كار مي كولو. نو صحابه وو د رسول الله صلى الله عليه و سلم امر پر ځاى كړ.
ج: عائشې رَضِيَ اللَّهُ عَنْها د خپل ښځينه مشكل له كبله طواف او لمونځ نه شو كولى؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم هغې ته لارښوونه وكړه چي د حج ټول مناسك دي له طواف او لمانځه پرته اداء كړه؛ په پاى كي ئې هغه له خپل ورور عبدالرحمن سره ولېږله چي له تنعيم د عمرې لپاره احرام وتړي.
نوموړي همداراز په ٤٦م باب کي د لانديني روايت په استناد پر دې عنوان چي (د ترويې په ورځ د ماسپښين لمونځ چېري اداء کېږي) هم تفصيلي رڼا واچوله؛ لکه چي وايي:
828 - عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أنَّهُ سَأَلَهُ رَجُلٌ فَقَالَ لَهُ: أَخْبِرْنِي بِشَيْءٍ عَقَلْتَهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَيْنَ صَلَّى الظُّهْرَ وَالْعَصْرَ يَوْمَ التَّرْوِيَةِ؟ قَالَ: بِمنٰى، قَالَ: فَأَيْنَ صَلَّى الْعَصْرَ يَوْمَ النَّفْرِ؟ قَالَ: بِالأَبْطَحِ، ثُمَّ قَالَ: افْعَلْ كَمَا يَفْعَلُ أُمَرَاؤُكَ. (بخاري: 1653)
٨٢8 –له انس بن مالك رضي الله عنه روايت دئ چي يوه سړي ترې پوښتنه وکړه او ورته وئې ويل: څه چي دي له رسول الله صلى الله عليه و سلم زده کړي هغه راوښيه؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د ترويې په ورځ د ماسپښين او مازديگر لمونځونه چېري اداء کړل؟ وئې ويل: په منٰى کي؛ (پوښتونکي) وويل: له منٰى د ستنېدو په ورځ ئې د مازديگر لمونځ چېري وکړ؟ انس رضي الله عنه وويل: په ابطح کي؛ ورپسې ئې وويل: اميران دي چي څه کوي؛ همغه کوه.
همداراز په ۴۷م باب کي ئې د لانديني روايت په استناد بيا (د عرفات د ورځې په روژه) مفصل بحث وکړ. روايت دادئ:
829 - عَنْ أُمِّ الْفَضْلِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْها قَالَت: شَكَّ النَّاسُ يَوْمَ عَرَفَةَ فِي صَوْمِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَبَعَثْتُ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِشَرَابٍ فَشَرِبَهُ. (بخاري: 1658)
٨٢9 – له ام الفضل رَضِيَ اللَّهُ عَنْها روايت دئ چي وايي: خلک د عرفات په ورځ د رسول الله صلى الله عليه و سلم د روژې په اړه شکمن شول (چي روژه دئ که نه)؛ نو ما د څښلو لپاره رسول الله صلى الله عليه و سلم ته څه ورولېږل او وئې څښل. (له دې معلومه شوه چي روژه نه وو).
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ د روايت په شرحي كي بايد ويل شوي وى چي دا د حج په دوران كي وو نو ځكه رسول الله صلى الله عليه و سلم روژه نه وه نيولې؛ او خلكو ځكه شك كړى چي د مخكي په څېر به ئې ښايي نن هم روژه نيولې وي. دې ته بايد متوجه وو چي نهم د ذي الحجه د يوم العرفه په نامه يادېږي؛ په دې ورځ روژه نيول ډېر ثواب لري؛ خو دا د هغه چا لپاره چي حج ته نه وي تللى.
د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
