د حکمتيار صاحب شپږ ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د ثور ۱۰مه؛ ۱۴۰۲:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي نن يکشنبه د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله شپږ ويشتمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام وويل: علي رضي الله عنه ته منسوب دغه روايت چي وايي: له موږ سره له قرآن پرته بل څه نشته؛ كه وي نو يوازي دا پاڼه ده؛ چي هغه ئې د خپلي توري په لاستي يا تېكي كه ساتلې وه؛ دوه درې مختصري كرښي وې؛ دا روايت لږ تأمل او غور غواړي؛ له دې معلومېږي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په وخت كي احاديث نه ليكل كېدل؛ د علي رضي الله عنه په څېر شخصيت هم له يوه حديث پرته بل ليكلى حديث له ځان سره نه درلود؛ يعني چي صحابه وو په قرآن اكتفاء كوله او احاديث ئې د قرآن شرح او تفصيل گڼلو؛ متأسفانه ځيني ناپوهان چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته منسوب هر روايت او د كوم كتاب په حاشيه ليكلى هر تعبير او تفسير به داسي صحيح او سپېڅلى گڼي چي كه د قرآن له صريح او څرگند آيت سره جدي او ژور تعارض او مغايرت ولري؛ قرآن ته به شا كوي او پر مشكوك تعبير او مرجوح روايت په ټينگار كوي؛ اوس چي څوك دا خبره كوي چي قرآن كافي دئ، صحابه وو په قرآن اكتفاء كوله؛ يوازي هغه وينا به ئې منله چي له قرآن سره به ئې مطابقت درلود؛ دا خبره نه يوازي نه مني بلكي دې ته له حديث د انكار نوم وركوي؛!! كه دې جناب ته ووايو: ته وايې چي امام بخاري له شپږ لكه رواياتو دوه زره دوه سوه غير مكرر روايات غوره كړي او هغه ئې صحيح گڼلي؛ موږ ته ووايه: له 598000 پاته رواياتو سره ئې څه كړي؟! آيا هغوى ئې غير صحيح نه دي گڼلي؟ آيا د هغوى نه منل له حديث انكار دئ؟ چا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د پيغمبر په توگه منلى او قرآن د الله له لوري پر پيغمبر نازل شوى كتاب مني او پرې ايمان لري؛ هغه به څنگه داسي روايت نه مني چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په سمه او حقيقي معنى منسوب شوى وي او په صحت كي ئې هيڅ شك نه وي؟!! هر محدث په لسگونو زره روايات چڼلي او له منځه ئې كم شمېر صحيح موندلي او نور ئې لري پرېښي او په خپل كتاب كي ئې له راوړلو ډډه كړې؛ دوى د غلطو رواياتو منكرين ول نه د صحيح حديث منكرين!! راشئ وگورو چي دا اختلافي مسئله د قرآن په رڼا كي وڅېړو او وگورو چي په دې اړه ئې لارښوونه څه ده؟!
ښاغلي حکمتيار زياتوي چي قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي موږ د الله تعالى په اطاعت مكلف كړي يو؛ او په واضحو الفاظو ئې په مكرره توگه موږ ته ويلي: (أَطِيعُوا اللَّهَ): د الله اطاعت وكړئ) دغه فقره په قرآن كي 11 ځلي تكرار شوې؛ دغه مطلب په نورو الفاظو هم تكراراً راغلى؛ د الله تعالى اطاعت يعني د هغه قرآن اطاعت چي الله تعالى رالېږلى؛ بايد وگورو چي آيا د الله تعالى اطاعت د قرآن په اطاعت كي منحصر شوى؟ كه داسي وي نو په دې اړه به مو ځواب څه وي چي قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي موږ د پيغمبر په اطاعت او متابعت هم مكلف كړي يو؟ آيا د پيغمبر اطاعت د قرآن په اطاعت كي شامل دئ او پيغمبر عليه السلام يوازي همدا قرآني لارښووني او احكام موږ ته تشريح او تفسير كړي او په عمل كي ئې موږ ته ښودلې؟؛ او كه نه الله تعالى خپل رسول ته پر قرآن علاوه نوري لارښووني هم كړې او له (اطيعوا الرسول) مراد دغه پر قرآن سربېره لارښووني دي؟ راشئ د دې پوښتنو ځواب په قرآن كي ولټوو؛ قرآن په صريحو الفاظو د پيغمبر اطاعت موږ ته داسي معرفي كړى:
مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا 80 النساء: 80
(څوك چي د پيغمبر اطاعت وكړي؛ په حقيقت كي ئې د الله اطاعت كړى او څوك چي مخ واړوي نو ته مو پردوى څارونكى نه يې لېږلى.)
د نوموړي په وينا د پيغمبر اطاعت په حقيقت كي د الله اطاعت دئ او د ده مخالفت له الله سره مخالفت؛ او د الله تعالى اطاعت يعني د قرآن اطاعت؛ نو د پيغمبر اطاعت په حقيقت كي د قرآن اطاعت دئاو مخالفت ئې د قرآن مخالفت؛ ځكه له دغو آيتونو فقط همدا مطلب اخيستى شو؛ نه بل څه؛ همدا راز پيغمبر د الله تعالى استازى او رسول دئ؛ رسول هغه ته ويل كېږي چي د بل پيغام تر چا پوري رسوي؛ رسول په دې پيغام كي نه له خپل ځان څه زياتولى شي او نه ئې كمولى شي؛ دنده ئې فقط دا وي چي د مُرْسِلْ پيغام بل ته په بشپړه توگه او په امانت سره ورسوي؛ پيغمبر د الله رسول دئ، نه د خلكو څارندوى؛ له ده دا پوښتنه نه كېږي چي ولي ئې خلك له مخالفت منع نه كړى شو، دى په دې نه دئ مكلف شوى، مكلفيت ئې دا دئ چي خلكو ته د الله دين ورسوي؛ او كه د رسالت په ابلاغ كي كمى وكړي نو قرآن ورته فرمايلي:
يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ 67) المائدة: 67
(اې پيغمبره! هغه څه ورسوه چي د خپل رب له لوري درته نازل شوي او كه دي ونه كړ؛ نو د ده پيغام دي نه دئ رسولى؛ او الله دي له خلكو ساتي؛ يقيناً چي الله دا كافر قوم نه هدايت كوي.)
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي دا مطلب په همدې سورې كي د پيغمبر عليه السلام په اړه درې ځلي، 67، 92 او 99 آيتونو كي او د مؤمنانو په اړه يو ځل په 105 آيت كي راغلى؛ په دې آيت سره پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چي خپل رسالت له خوف، وېري، تردد او تزلزل پرته په بشپړه توگه پاى ته ورسوه، د هغه څه په تبليغ او ولس ته په رسولو كي هيڅ كمى او قصور مه كوه چي د خپل رب له لوري دركړى شوي؛ كه داسي ونه كړې نو تا به خپل الهي رسالت نه وي تر سره كړى؛ د دښمنانو د مخالفتونو هيڅ پروا مه كوه؛ الله تعالى ستا ساتونكى دئ؛ كه خلك ستا دعوت ته مثبت ځواب ونه وايي؛ مه مأيوسه كېږه او په خپل دعوت كي كمى مه راوله؛ داسي نه چي د خپل دعوت له نتائجو مأيوس شې او په نيمايي كي ئې پرېږدې. د خلكو د هدايت پرېكړه الله تعالى كوي، د دوى د عدم ايمان وجه دا ده چي الله تعالى دا كافر قوم د هدايت وړ نه گڼي.
نوموړی وايي چي له دې آيت په صريح توگه معلومېږي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم رسالت او مسئوليت د قرآن په ابلاغ كي منحصر او محدود شوى؛ قرآن د الهي وحي مجموعه ده او د پيغمبر رسالت د دغه قرآن رسول او پلي كول دي؛ پيغمبر د همدې قرآن حامل، شارح، مفسر او بيانوونكى دئ؛ د ده په سينه كي ئې د ساتني او حفظ ضمانت هم الله تعالى كړى او په سمه او دقيقه توگه ئې د بيانولو ضمانت هم د الله تعالى په ذمه دئ؛ نو د دين په اړه د رسول الله صلى الله عليه و سلم د ټولو ويناوو منشأ هم قرآن دئ او د ده په سنت او سلوك كي هم د قرآن لارښووني عملاً انځور شوې. له دې پرته بل تعبير او تأويل او دا ادعاء چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته پر قرآن سربېره نوره وحي هم نازله شوې؛ د قرآن له دغو صراحتونو سره اړخ نه لگوي او په قرآن كي هيڅ شاهد ورته نه مومو.
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير د موضوع په دوام وايي چي كه داسي نه وى نو له علي رضي الله عنه سره خو به د رسول الله صلى الله عليه و سلم د احاديثو ضخيم ليكلى كتاب وو او لږ تر لږه څو هغه موارد خو به ئې حتماً ليكلي وو چي مستقلي او بېلي وحي او د ځينو په اصطلاح د خفي وحي نوم وركړى شوى؛ علي رضي الله عنه په ليك لوست پوهېدو او دا هم په غالب گمان د رسول الله صلى الله عليه و سلم د اهتمام له كبله؛ ځكه هغه له ماشومتوب د رسول الله صلى الله عليه و سلم په لاس روزل شوى او پلار ئې ده ته سپارلى وو؛ هغه مالي مشكلات درلودل؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم له خديجې رضي الله عنها سره له نكاح وروسته د شتمني خاوند شو؛ دې وفاداري او مخلصي مېرمني ئې خپل هر څه د ده په پښو كي وغورځول؛ علي رضي الله عنه د ده تر روزني او تربيت لاندي ستر شوى؛ او ليك لوست ئې زده كړى وو؛ خو ده يوازي يو ليكلى حديث له ځان سره درلود؛ نه د خفي وحي كومه بېلگه د ده له لوري ليكل شوې او نه كوم روايت!! د الله تعالى له لوري چي هره وحي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته شوې؛ نو په ډېر اهتمام سره ئې اورېدلې او ډېر ژر ئې د وحي كاتبان راغوښتي؛ هغه ئې ليكلې او ټول امت ته ئې په بشپړ امانت سره رسولې؛ او د اوسني قرآن په بڼه كي تر موږ پوري رارسېدلې.
له پورتني تفصيلي وضاحت وروسته نوموړي د لاندينيو روايتونو په استناد د مدينې فضيلت ته هم په تفصيلي توگه اشاره وکړه او وئې ويل:
905 ـ عَنْ أَبَي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «أُمِرْتُ بِقَرْيَةٍ تَأْكُلُ القُرَى، يَقُولُونَ يَثْرِبُ، وَهِيَ المَدِينَةُ، تَنْفِي النَّاسَ (و في رواية: تَنْفِي خَبَثَها) كَمَا يَنْفِي الكِيرُ خَبَثَ الحَدِيدِ (و في رواية: الخَبَثَ) ». (بخاري: 1871)
(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (د داسي کلي په اړه راته امر شوى چي (نور) كلي خوري؛ يثرب ئې بولي؛ په داسي حال كي چي دا مدينه (ښار) دئ؛ خلك (د بل روايت له مخي: ناپاكان) ئې داسي شړي لكه چي بټۍ اوسپنه (له زنگ او خيرو) صفا كوي.)
ښاغلی د موضوع د لا وضاحت په دوام وايي چي؛ دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ او په صحابه وو كي يوازي له ابوهريره روايت شوى؛ په نورو كتابونو كي هم راغلى خو له ځينو توپيرونو سره؛ د بخاري په روايت كي (يَقُولُونَ يَثْرِبُ)، (المَدِينَةُ، تَنْفِي النَّاسَ) او (يَنْفِي الكِيرُ خَبَثَ الحَدِيدِ) راغلي خو په مشكل الآثار كي (يُقالُ لها يَثرِبُ)، (المَدينةُ تَنفي خَبَثَها) او (يَنفي الكِيرُ الخَبَثَ) راغلي. د بخاري روايت كي دا ابهام دئ چي معلومه نه ده چا ويلي يثرب او مدينه كوم خلك شړي؛ خو د مشكل الآثار روايت كي دا ابهامات رفع شوى. روايت دا دئ:
عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أُمِرتُ بقَريةٍ تأكُلُ القُرى، يُقالُ لها: يَثرِبُ، وهي المَدينةُ تَنفي خَبَثَها، كما يَنفي الكِيرُ الخَبَثَ.. تخريج مشكل الآثار.
نوموړي دا هم وويل چي د دې روايت په اړه څو پوښتني راولاړېږي:
الف: كله رسول الله صلى الله عليه و سلم دا وينا كړې؟
ب: مكه كي كه مدينه كي؟
ج: د مدني دور په پيل؛ كه منځ او پاى كي؟
ح: دا يوه وړاندوينه وه كه واقع شوى حالت؟
نوموړی پورتنيو پوښتنو ته په پام سره زياتوي چي؛ په روايت كي له دقت او غور وروسته كولى شو دې پوښتنو ته صحيح ځواب ووايو؛ له دلائلو معلومېږي چي دا وينا نه د مكي دور وينا ده او نه د مدني دور د پيل او وسط؛ دلائل ئې دا دي:
1- راوي ئې ابوهريره دئ؛ له ده پرته بل راوي نه لري؛ ابوهريره په اووم هجري كال او د خيبر له جگړي يا وروسته او يا د جگړي په دوران كي مدينې ته راغلى او ايمان ئې راوړى. له دې معلومېږي چي كه رسول الله صلى الله عليه و سلم دا خبره كړې وي نو په مدينه كي به ئې كړې وي؛ او له هغه وروسته چي ابوهريره ايمان راوړى.
2- د يثرب نوم رسول الله صلى الله عليه و سلم په مدينه بدل كړى؛ تر دې وړاندي هيچا د مدينې په نامه نه دئ ياد كړى؛ د يثرب نامه كي د عيب اړخ ليدل كېږي؛ ملامتيا افاده كوي؛ نو ځكه رسول الله صلى الله عليه و سلم دا نوم بدل كړ.
3- تر هغه چي په مدينه كي يهودان وو؛ بازار او ماركيټ د دوى په لاس كي وو، د اوس او خزرج قبيلو ډېرى د دوى پوروړي وو؛ منافقين فعال ول او مدينه د دوى له شرارتونو تصفيه شوې نه وه؛ دې روايت مصداق نه درلود او هيچا له رسول الله صلى الله عليه و سلم دا وينا نه ده اورېدلې؛ د خيبر له فتحي وروسته مدينه له ټولو كورنيو دښمنانو تصفيه شوه. د ابو هريره رضي الله عنه د رواياتو لړۍ له دې نېټې وروسته پيل شوې. كه له چا سره دا اندېښنه وي چي د أُمِرتُ بقَريةٍ معنى ښايي دا وي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په مكه كي ويلي چي الله تعالى ما ته امر كړى چي مدينې ته هجرت وكړم؛ نو ځكه كېدى شي دا د مكي دور وينا وي؛ هغوى ته وايو: نه د دې فقرې قطعي معنى دغه ده او نه د تأكُلُ القُرى معنى دا ده چي يثرب نور كلي خوري؛ مدينې نه تر اسلام وړاندي كلي خوړلي دي او نه وروسته؛ له اسلام وروسته خو ئې كلي آزاد كړي او له ظلم، جهل او شرك ئې ژغورلي؛ د دې فقرې سمه ژباړه فقط دا ده چي (خواړه ئې له نورو سيمو او كليو دي)؛ او دا حالت هغه مهال رامنځته شو چي مدينه د امن ټاټوبى او د حجاز په ستر، ځواكمن مركزي ښار او د تجارت په مهم مركز او بيا د ستري امپراطورۍ په پلازمېني بدل شو.
نوموړي دا هم وويل چي؛ د بخاري روايت مبهم دئ؛ نه يوازي هيڅوك واضح مطلب نه شي ترې اخيستلى؛ بلكي داسي پوښتني ورته راولاړوي چي ځواب ئې نه مومي؛ نه ئې په خپله بخاري كي وضاحت مومو او نه ئې په كومي شرحي كي؛ د دې فقرې مطلب واضح نه دئ چي يثرب څنگه نور كلي خوري؟ آيا كلي خوړل كېدى شي؟ امام بخاري بايد دا پوښتني په خپله ځواب كړې وى؛ نه ئې شارحينو ته پرېښې وى او نه د صحيح بخاري لوستونكو ته.
ښاغلی حکمتيار وايي چي امام بخاري دا هم نه دي ويلي چي دا روايت له ابوهريره پرته بل راوي نه لري؛ خو په مُسند البزاز كي له روايت سره متصل ليكل شوي چي له ابوهريره پرته له بل چا نه دئ روايت شوى؛ په كار دا ده چي محدث په خپله د هر روايت په پاى كي وليكي چي د روايت د صحت درجه او اعتبار څومره دئ؛ غريب، عزيز، مشهور كه متواتر دئ؛ د بخاري هر شارح بايد او حتماً دا تشه ډكه كړي؛ ځكه موږ د غريب روايت په منلو نه يوازي مكلف نه يو بلكي منل ئې د قرآن د لارښوونو او د احتياط منافي عمل دئ؛ د قرآن لارښوونه دا ده چي د مدعي خبره له شاهدانو وروسته ومنو؛ په حكمة البارئ كي تر ډېره حده دا اهتمام شوى چي د هر روايت د إسنادو درجه وړاندي او له نورو سره ئې مطابقت او مغايرت په گوته شي.
همداراز د مدينې د فضيلت په اړه له کافي توضيحاتو وروسته ښاغلي حکمتيار په ٣ باب کي بيا د لاندينيو روايتونو په استناد پر دې عنوان چي (مدينه غوره ځاى دئ) هم تفصيلي رڼا واچوله؛ هلته چي فرمايي:
906 ـ عَنْ أَبِي حُمَيْدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَقْبَلْنَا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ تَبُوكَ حَتَّى أَشْرَفْنَا عَلَى الْمَدِينَةِ، فَقَالَ: «هَذِهِ طَابَةٌ». (بخاري: 1872)
(له ابو حميد رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره يو ځاى له تبوك راستانه شوو؛ كله چي مدينې ته لنډ شوو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: دا طابه يعني ډېر ښکلى، پاک او غوره ځاى دئ).
نوموړی وايي چي دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو 1872، 1481، 4422 او لاندينيو توپيرو سره راغلی:
توپيرونه: د ټولو لومړى راوي أَبِو حُمَيْد دئ؛ په دوو بعدي طبقو كي ئې هم روايان سره ورته؛ عَمْرُو بْنُ يَحْيَى او عَبَّاسِ بْنِ سَهْلِ دي. په نورو رواياتو كي د مدينې تر څنگ د احد غر او دا چي موږ له هغه سره او هغه له موږ سره متقابل محبت لري او د انصارو د غوره كليو او قبيلو يادونه هم شوې.
همداراز په ٤ باب کي ښاغلي حکمتيار بيا پر دې عنوان (څوک چي له مدينې کرکه وکړي) بحث وکړ؛ لکه چي وايي:
907 - عَن أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؛ يَقُولُ: «يَتْرُكُونَ المَدِينَةَ عَلَى خَيْرِ مَا كَانَتْ، لاَ يَغْشَاهَا إِلَّا العَوَافِ»؛ يُرِيدُ عَوَافِيَ السِّبَاعِ وَالطَّيْرِ - «وَآخِرُ مَنْ يُحْشَرُ رَاعِيَانِ مِنْ مُزَيْنَةَ، يُرِيدَانِ المَدِينَةَ، يَنْعِقَانِ بِغَنَمِهِمَا فَيَجِدَانِهَا وَحْشًا، حَتَّى إِذَا بَلَغَا ثَنِيَّةَ الوَدَاعِ، خَرَّا عَلَى وُجُوهِهِمَا». (بخاري: 1874)
(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي چي فرمايل ئې: "مدينه به تر وړاندي غوره حالت کي پرېږدي او له عواف (روزي لټوونکو) پرته به بل څوک په كي نه اوسي"؛ راوي وايي: له عوافي ئې مراد د ځناورو او مرغانو روزي لټوونكي وو؛ "او وروستي چي ورته راځي هغه به د مُزَينَه قبيلې دوه شپانه وي چي خپلي مېږي به د مدينې په لور بيايي؛ نارې به پرې وهي؛ خو مدينه به تشه ومومي؛ کله چي ثنية الوداع (د رخصتولو كنارې) ته ورسېږي؛ دواړه به پړمخي پرېوځي (وبه مري).
هغه زياتوي چي دا روايت په بخاري كي همدا يو ځل راغلى؛ د سند له پلوه تر ټولو زيات غريب دئ؛ په پنځو طبقو كي يوازي يو يو راوي لري چي دا دي: أَبُو اليَمَانِ، شُعَيْبٌ، الزُّهْرِيِّ، سَعِيدُ بْنُ المُسَيِّبِ؛ او أَبُو هُرَيْرَةَ رضي الله عنهم. هيڅ راوي ئې په خپلي طبقې كي له ځان سره شاهد نه لري. په نورو كتابونو كي هم له همدې متن او راويانو سره راغلى. د متن په اړه ئې بايد څو مطالب په پام كي ولرو:
الف: معلومه نه ده چي د روايت ارتباط له باب سره په څه كي دئ؛ باب دا دئ: څوک چي له مدينې کرکه وکړي؛ خو په روايت كي په دې اړه هيڅ څه نه ليدل كېږي!! مگر دا چي (يتركون المدينه) داسي تعبير شي چي د مدينې اوسېدونكي به له مدينې د كركي له كبله هغه پرېږدي؛ او هغه هم په داسي حال كي چي مدينه به دا مهال تر بل هر مخكيني وخت ښه حالت كي وي!! كه دا ومنو نو دا نه د قيامت د ورځي حالت گڼلى شو او نه پر مدينې د دښمن له لوري د بريد حالت!! ځكه باب وايي چي خلك به مدينه په خپله خوښه خو له هغې د كركي له كبله پرېږدي!!
ب: د حديث ځيني شارحين وايي دا به تر قيامت وړاندي پېښه وي، د قيامت د نښو او علائمو په ضمن كي؛ او گواكي د (يتركون المدينه) معنى دا ده چي خلك به ئې ومري او مدينه به تشه ترې پاته شي، خو ځيني بيا وايي چي دا حالت به پر مدينې د يوه ستر بريد په نتيجه كي رامنځته شي؛ او گواكي همداسي حالت يو وخت پر مدينې راغلى؛ هستوگن ئې ترې وتلي او مدينه شاړه پاته شوې. دا تعبير له باب سره اړخ نه لگوي؛ ځكه پر مدينې د بريد له كبله د خلكو وتل د مجبوريت وتل وي نه له مدينې د كركي له كبله؛ په روايت كي دا هم ويل شوي چي دوه شپانه به له خپلو رمو سره مدينې ته راشي؛ او هغه به تشه ومومي؛ له دې معلومېږي چي دا د قيامت پېښه نه شي كېدى؛ كه د قيامت پېښه وى نو شپانه به له نورو سره يو ځاى مړه شوي وو؛ او بريد ئې ځكه نه شو گڼلى چي كه داسي وى نو شپنو به بريدگر په مدينه كي ليدلي وو. ځيني وايي چي دا د رسول الله صلى الله عليه و سلم په معجزو كي راځي؛ هغوى ته وايو:
1- دا ځكه معجزه نه شو گڼلى چي معجزه د مخالف لوري د عاجزولو لپاره وي؛ كوم مخالف په دې سره متقاعد كړى شوى او متقاعد كولى شو؟!
2- قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي او په مكرره توگه فرمايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته هغه معجزې نه دي وركړى شوې چي مخكينيو پيغمبرانو ته وركړى شوې وې؛ د ده معجزه دغه قرآن دئ چي تر قيامت پوري به معجزه وي.
د نوموړي په وينا د روايت د صحت او منلو په شروطو كي د شاهدانو تر څنگ له قرآن سره عدم تعارض تر ټولو مهم او اساسي شرط دئ؛ په دې روايت كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په غيب پوهېدا منسوب شوې؛ په داسي حال كي چي د قرآن گڼ شمېر صريح آيتونه په تأكيد او تكرار سره وايي چي له الله تعالى پرته نه په زمكي كي څوك په غيب پوهېږي او نه په آسمانونو كي؛ هيڅ مخلوق په دې نه پوهېږي چي قيامت به كله راځي، دى به كله مري او بل به كله مري، سبا به له ده سره څه كېږي او له بل سره څه؟
فقهاء، ائمه او محدثين په دې متفق دي چي احاد روايات (هغه چي راويان ئې په يوې يا څو طبقو كي يو يا دوه - درې وي)؛ په ځانگړې توگه هغه چي غريب وي او يو يو راوي ولري؛ په مهمو اعتقادي مسائلو او د احكامو په اړه يوازي په هغه صورت كي معتبر گڼل كېدى شي چي په قرآن كي شاهد ولري او لږ تر لږه له قرآن سره تعارض ونه لري.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ چي انسان په غيب د پوهېدو لپاره يوازي يوه يقيني وسيله لري چي د الله تعالى له لوري وحي ده؛ او يوه ظني وسيله چي رؤيا ده؛ په دې روايت كي نه دا ويل شوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په دې اړه وحي شوې او نه دا چي په رؤيا كي ئې ليدلي؛ كه وحي او رؤيا وى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به حتماً ويلي وو؛ ډېرو صحابه وو به اورېدلي وو؛ د وحي په اړه د رسول الله صلى الله عليه و سلم اهتمام دومره زيات وو چي فوراً به ئې د وحي كاتبان راغوښتل چي وئې ليكي او نورو ته ئې له ځنډ پرته ورسوي.
ناويلي دې پاته نه وي چي د درس په پای کي اجتماعي دعاء وشوه او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه
