د حکمتيار صاحب نوولسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
شنبه د حمل ۲۶مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د بریا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د بخاري درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۱۹مه درسي او علمي محاضره وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخكني درس په دوام وويل:
په تېر باب کي مو بحث تر دې عنوان رارسېدلی وو چي:
(د مزدلفې په شپه کمزوري کسان تر نورو وړاندي لېږل.) لکه چي فرمايي:
835 - عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْها قَالَتْ: نَزَلْنَا الْمُزْدَلِفَةَ، فَاسْتَأْذَنَتِ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَوْدَةُ أَنْ تَدْفَعَ قَبْلَ حَطْمَةِ النَّاسِ، وَكَانَتِ امْرَأَةً بَطِيئَةً، فَأَذِنَ لَهَا، فَدَفَعَتْ قَبْلَ حَطْمَةِ النَّاسِ، وَأَقَمْنَا حَتَّى أَصْبَحْنَا نَحْنُ، ثُمَّ دَفَعْنَا بِدَفْعِهِ، فَلأَنْ أَكُونَ اسْتَأْذَنْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَمَا اسْتَأْذَنَتْ سَوْدَةُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ مَفْرُوحٍ بِهِ. (بخاري: 1681)
– له عائشې رَضِيَ اللَّهُ عَنْها روايت دئ چي وايي: په مزدلفه کي مو واړول، هلته سوده رضي الله عنها چي په تگ كي سوكه مېرمن وه؛ له رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې اجازه وغوښتله چي د خلکو تر ازدحام وړاندي منٰى ته و لاړه شي؛ نو اجازه ئې وركړه؛ او هغه د خلکو له ازدحام مخكي ولاړه؛ او موږ تر سهار هملته پاته شوو؛ بيا له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره يو ځاى روان شوو؛ که ما هم له رسول الله صلى الله عليه و سلم د سوده رضي الله عنها په څېر د مخكي تگ اجازه غوښتې وى؛ دا د هغه كار په څېر راته غوره برېښي چي انسان پرې خوشحاله كېږي.
په ٥٤م باب کي ښاغلي حکمتيار بيا (په مزدلفه کي د سهار لمونځ) تر عنوان لاندي په لانديني روايت تفصيلي بحث وکړ؛ لکه چي وايي:
836 - عَنْ عَبْدِاللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّهُ قَدِمَ جَمْعًا فَصَلَّى الصَّلاتَيْنِ، كُلَّ صَلاةٍ وَحْدَهَا بِأَذَانٍ وَإِقَامَةٍ، وَالْعَشَاءُ بَيْنَهُمَا، ثُمَّ صَلَّى الْفَجْرَ حِينَ طَلَعَ الْفَجْرُ، قَائِلٌ يَقُولُ: طَلَعَ الْفَجْرُ، وَقَائِلٌ يَقُولُ: لَمْ يَطْلُعِ الْفَجْرُ، ثُمَّ قَالَ: إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِنَّ هَاتَيْنِ الصَّلاتَيْنِ حُوِّلَتَا عَنْ وَقْتِهِمَا فِي هَذَا الْمَكَانِ، الْمَغْرِبَ وَالْعِشَاءَ، فَلا يَقْدَمُ النَّاسُ جَمْعًا حَتَّى يُعْتِمُوا، وَصَلاةَ الْفَجْرِ هَذِهِ السَّاعَةَ»، ثُمَّ وَقَفَ حَتَّى أَسْفَرَ، ثُمَّ قَالَ: لَوْ أَنَّ أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ أَفَاضَ الآنَ أَصَابَ السُّنَّةَ. فَمَا أَدْرِي أَقَوْلُهُ كَانَ أَسْرَعَ أَمْ دَفْعُ عُثْمَانَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، فَلَمْ يَزَلْ يُلَبِّي حَتَّى رَمَى جَمْرَةَ الْعَقَبَةِ يَوْمَ النَّحْرِ. (بخاري: 1683)
–له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت دئ چي هغه مزدلفې ته ورسېد؛ او دوه لمونځونه (ماښام او ماخستن) ئې وكړل؛ هر لمونځ بېل او په ځانگړي اذان او اقامت سره؛ ماښامني خواړه ئې تر منځ؛ بيا ئې هغه مهال د گهيځ لمونځ وكړ چي سباوون څرگند شوى وو؛ يوه ويونكي وويل چي سباوون څرگند شوى وو؛ او بل وويل: لا سباوون نه وو راختلى؛ بيا ئې وويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: دا دواړه لمونځونه؛ ماښام او ماخستن؛ په دې مكان كي له خپل ټاكلي وخت بدلون مومي؛ (ماښام د ماخستن تر وخت ځنډول كېږي)؛ خلک تر هغه مزدلفې ته نه رارسي چي (ماخستن) تياره شوى نه وي؛ او بيا د سهار لمونځ په خپل دغه وخت كي وي؛ بيا (عبدالله بن مسعود رضي الله عنه) تر هغه تم شو چي ښه رڼا شوه؛ بيا ئې وويل: که امير المؤمنين (عثمان رضي الله عنه) همدا اوس ووځي نو د سنتو متابعت به ئې کړى وي، راوي (عبدالرحمن بن يزيد) وايي: نه پوهېږم چي د عبدالله رضي الله عنه وينا لومړۍ وه كه (له مزدلفې) د عثمان رضي الله عنه خوځېدل؛ عبدالله بن مسعود رضي الله عنه تر هغه تلبيه ويله چي د قربانۍ په ورځ ئې شاتنۍ جمره په تيږو وويشتله.
ورپسي ئې په ٥٥م باب کي د لانديني روايت په استناد (له مزدلفې د حرکت وخت) پر عنوان بحث وکړ او وئې ويل:
837 - عَنْ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّهُ صَلَّى بِجَمْعٍ الصُّبْحَ، ثُمَّ وَقَفَ فَقَالَ: إِنَّ الْمُشْرِكِينَ كَانُوا لا يُفِيضُونَ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ، وَيَقُولُونَ: أَشْرِقْ ثَبِيرُ، وَأَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَالَفَهُمْ، ثُمَّ أَفَاضَ قَبْلَ أَنْ تَطْلُعَ الشَّمْسُ. (بخاري: 1684)
– له عمر رضي الله عنه روايت دئ چي ده د سهار لمونځ په مزدلفه کي وکړ؛ بيا ودرېد او وئې ويل: مشرکين به تر هغه (له مزدلفې) نه وتل چي لمر به نه وو راختلى؛ او ويل به ئې: ثبيره! لمر دي ښه درباندي راوخېژي؛ (ثبير په مزدلفه كي لوى غر دئ؛ مشركين به تر هغه نه خوځېدل چي لمر به په (ثبير) باندي نه وو څرگند شوى)؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د دوى خلاف له لمر ختلو وړاندي د منٰى په لور روان شو.
(د قربانۍ پر اوښ سپرېدل) بله هغه موضوع وه چي ښاغلي حکمتيار په ۵۶م باب کي پرې بحث وکړ؛ لکه چي وايي:
838 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَأَى رَجُلاً يَسُوقُ بَدَنَةً، فَقَالَ: «ارْكَبْهَا». فَقَالَ: إِنَّهَا بَدَنَةٌ، فَقَالَ: «ارْكَبْهَا». قَالَ: إِنَّهَا بَدَنَةٌ، قَالَ: «ارْكَبْهَا وَيْلَكَ». فِي الثَّالِثَةِ أَوْ فِي الثَّانِيَةِ. (بخاري: 1689)
– له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ: رسول الله صلى الله عليه و سلم يو سړى وليد چي د قربانۍ اوښ ئې ورسره روان کړى؛ وئې فرمايل: (پرې سپور شه)؛ هغه وويل: دا د قربانۍ اوښ دئ! وئې فرمايل: (ورباندي سپور شه)؛ هغه وويل: دا د قربانۍ اوښ دئ! وئې فرمايل: (افسوس پر تا؛ پرې سپور شه)؛ او دغه خبره ئې په دوهم يا درېيم ځل وکړه.
همداراز او ورته مهال ښاغلي حکمتيار په پرلهپسي توگه د بخاري د حج کتاب په ۵۷، ۵۸، ۵۹، ۶۰، ۶۱، ۶۲، ۶۳، ۶۴، ۶۵، ۶۶، ۶۷، ۶۸، ۶۹، ۷۰، ۷۱، ۷۲، ۷۳، ۷۴ او ۷۵م بابونو هم په تفصيلي توگه رڼا واچوله او د اړونده رواياتو په استناد ئې هر باب په جلا جلا ډول تشريح کړ؛ هلته چي فرمايي:
٥٧ باب: (څوک چي د حج لپاره هدي له ځان سره بوځي)
839 - عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: تَمَتَّعَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي حَجَّةِ الْوَدَاعِ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ، وَأَهْدَى، فَسَاقَ مَعَهُ الْهَدْيَ مِنْ ذِي الْحُلَيْفَةِ، وَبَدَأَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأَهَلَّ بِالْعُمْرَةِ، ثُمَّ أَهَلَّ بِالْحَجِّ، فَتَمَتَّعَ النَّاسُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ، فَكَانَ مِنَ النَّاسِ مَنْ أَهْدَى فَسَاقَ الْهَدْيَ، وَمِنْهُمْ مَنْ لَمْ يُهْدِ، فَلَمَّا قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَكَّةَ، قَالَ لِلنَّاسِ: «مَنْ كَانَ مِنْكُمْ أَهْدَى فَإِنَّهُ لا يَحِلُّ لِشَيْءٍ حَرُمَ مِنْهُ حَتَّى يَقْضِيَ حَجَّهُ، وَمَنْ لَمْ يَكُنْ مِنْكُمْ أَهْدَى، فَلْيَطُفْ بِالْبَيْتِ وَبِالصَّفَا وَالْمَرْوَةِ، وَلْيُقَصِّرْ وَلْيَحْلِلْ، ثُمَّ لِيُهِلَّ بِالْحَجِّ، فَمَنْ لَمْ يَجِدْ هَدْيًا فَلْيَصُمْ ثَلاثَةَ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةً إِذَا رَجَعَ إِلَى أَهْلِهِ». (بخاري: 1691)
– له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: په حجة الوداع کي رسول الله صلى الله عليه و سلم تر حج وړاندي له عمرې برخه من شو؛ (عمره او حج ئې يو ځاى او يوه احرام سره اداء کړل)؛ له ذي الحليفه ئې هدي (د قربانۍ څاروى) له ځان سره روان کړ، رسول الله صلى الله عليه و سلم لومړى د عمرې بيا د حج نيت وکړ، خلك هم له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره تر حج وړاندي له عمرې متمتع شول؛ له خلکو ځيني داسي وو چي د قربانۍ نيت ئې كړى وو او څاروي ئې له ځان سره روان کړي وو او ځينو د قربانۍ نيت نه وو كړى؛ نو كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم مکې ته ورسېد؛ خلکو ته ئې وفرمايل: (له تاسو چي څوک هدي له ځان سره لري؛ نو دوى دي تر هغه چي خپل حج پاى ته ورسوي؛ هيڅ داسي څه ځان ته حلال نه گڼي چي ترې منع شوي؛ خو هغه چي هدي نه لري؛ هغوى دي د بيت الله طواف او د صفا او مروه تر منځ سعي وکړي، د سر وېښتان دي لنډ كړي او له احرام دي ووځي؛ بيا دي د حج نيت وكړي؛ او كه څوك هدي نه مومي (وس ئې نه لري)؛ نو درې ورځي (د ذي الحجې ٧، ٨، ٩) روژه دي د حج په دوران كي ونيسي او اوه ورځي كله چي خپلي كورنۍ ته ستون شي)
٥٨ باب: (په ذي الحليفه کي د قربانۍ د اوښ په نښه کول او ورپسې احرام تړل).
840 - عَنِ الْمِسْوَرِ بْنِ مَخْرَمَةَ وَمَرْوَانَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالا: خَرَجَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ زَمَنَ الْحُدَيْبِيَةِ مِنَ الْمَدِينَةِ فِي بِضْعَ عَشْرَةَ مِائَةً مِنْ أَصْحَابِهِ، حَتَّى إِذَا كَانُوا بِذِي الْحُلَيْفَةِ، قَلَّدَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْهَدْيَ وَأَشْعَرَهُ، وَأَحْرَمَ بِالْعُمْرَةِ. (بخاري: 1694، 1695 )
840– له مِسْوَر بن مَخْرَمَه او مروان رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د حديبيې صلحې په موده کي؛ له څو سوه خپلو يارانو سره له مدينې ووت؛ تر هغه چي ذي الحليفه ته ورسېدل، هلته رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هدي ته غاړکۍ واچوله او په نښه ئې کړ او د عمرې لپاره ئې احرام وتړلو.
٥٩ باب: (د قربانۍ اوښانو ته په خپل لاس د غاړکيو اچول).
841 - عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْها: أَنَّهَا بَلَغَهَا: أَنَّ عَبْدَاللَّهِ بْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: مَنْ أَهْدَى هَدْيًا، حَرُمَ عَلَيْهِ مَا يَحْرُمُ عَلَى الْحَاجِّ، حَتَّى يُنْحَرَ هَدْيُهُ، فَقَالَتْ عَائِشَةُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْها: لَيْسَ كَمَا قَالَ، أَنَا فَتَلْتُ قَلائِدَ هَدْيِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِيَدَيَّ، ثُمَّ قَلَّدَهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِيَدَيْهِ، ثُمَّ بَعَثَ بِهَا مَعَ أَبِي، فَلَمْ يَحْرُمْ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ شَيْءٌ أَحَلَّهُ اللَّهُ لَهُ حَتَّى نُحِرَ الْهَدْيُ . (بخاري: 1700)
– له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي دې ته دا خبره ورسېده چي عبدالله بْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما ويلي: چا چي هدي لېږلې وي؛ پر هغه د هدي تر ذبح کېدو پوري ټول هغه شيان حرام دي چي د حاجي لپاره حرام شوي دي ؛ نو عائشې رضي الله عنها وويل: داسي نه ده لکه چي هغه ويلي؛ ما په خپل لاس د رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د قربانۍ څارويو ته غاړکۍ واوبدلې، بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم همغه غاړکۍ په خپل لاس د اوښانو په غاړو کي واچولې؛ بيا ئې زما له پلار سره واستول او د حج د قربانۍ د څاروي تر حلالېدو پورې پر رسول الله صلى الله عليه و سلم د الله تعالى له خوا له حلال شويو شيانو هيڅ شى هم حرام نه شو.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو 1700 - 2317 او لاندينيو توپيرونو سره راغلی:
يو توپير ئې په راويانو كي دئ؛ د يوه وروستى راوي عَبْدُ اللَّهِ بْن يُوسُفَ دئ او د بل إِسْمَاعِيل بْن عَبْدِ اللَّهِ، بل توپير ئې دا دئ چي په يوه كي ويل شوي: زِيَادَ بْنَ أَبِي سُفْيَانَ كَتَبَ إِلَى عَائِشَةَ او په بل كي دا مطلب نه دئ راغلى.
د ابْنِ عَبَّاس رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما په دې روايت كي ابهام دئ؛ له الفاظو ئې داسي نه معلومېږي چي دا هدي د داسي چا له لوري لېږل كېږي چي فقط هدي لېږي؛ پرته له دې چي د حج يا عمرې نيت او اراده ئې كړې وي؛ په روايت كي به دا مطالب مقدر نيسو (په داسي حال كي چي د حج نيت ئې نه وي كړى)؛ د ده د روايت بشپړه بڼه دا ده:
(إِن من بعث بهديه إِلَى مَكَّة وَأقَام هُوَ، فَإِنَّهُ يلْزمه أَن يجْتَنب مَا يجتنبه الْمحرم حَتَّى ينْحَر هَدْيه)
څوك چي مكې ته په داسي حال كي هدي ولېږي چي په خپله (د حج يا عمرې) په سفر نه وځي؛ نو پرې لازمه ده له هر هغه څه اجتناب وكړي چي محرم ترې اجتناب كوي؛ تر هغه چي هدي ئې ذبح شي.
د نوموړي په وينا چي نورو د دې رأى خلاف د عائشې رضي الله عنها وينا تأييد كړې او ويلي ئې دي:
لَا يجب على من بعث بِهَدي أَن يتجرد عَن ثِيَابه وَلَا يتْرك شَيْء مِمَّا يتْركهُ الْمحرم إلاَّ بِدُخُولِهِ فِي الْإِحْرَام، إِمَّا بِحَجّ وَإِمَّا بِعُمْرَة:
پر هغه چا چي هدي ئې (له بل چا سره) لېږلې وي؛ نه د جامو ايستل (بدلول) پرې لازمېږي او نه دا چي هغه څه به ترك كوي چي محرم ئې ترك كوي؛ مگر دا چي د حج يا عمرې لپاره احرام وتړي.
ښايي عبد الله بْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما د بقرې سورې د 196 آيت له دې فقرې (... فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ وَلا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ ....) داسي انگېرلې وي چي هر هدي لېږونكى؛ كه د حج او عمرې اراده ئې كړې خو له خنډ او مانع سره مخامخ شوى؛ او هدي پرې لازمه شوې او تر هغه به له احرام نه وځي چي هدي ئې خپل محل ته نه وي رسېدلې؛ او كه له حج او عمرې پرته له بل سره هدي لېږي؛ دا به هم تر هغه له محظوراتو ډډه كوي چي هدي ئې خپل محل ته ورسېږي؛ خو عائشې رضي الله عنها د هغه دا انگېرنه او قياس تصحيح كړى او ويلي ئې دي: رسول الله صلى الله عليه و سلم زما د پلار په لاس په داسي حال كي هدي ولېږله چي په مدينه كي پاته وو او د حج لپاره نه وو تللى؛ خو هغه د محظوراتو په مراعات ځان مكلف نه دئ گڼلى؛ د څاروي تر حلالېدو پورې؛ پر رسول الله صلى الله عليه و سلم د الله تعالى له خوا له حلال شويو شيانو هيڅ شى هم نه وو حرام شوى!!
٦٠م باب (پسونو ته غاړکۍ اچول)
842 - عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْها قَالَتْ: أَهْدَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرَّةً غَنَمًا. وَفي رِوَايَةٍ: أَنَّهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَلِّدَ الْغَنَمَ وَيُقِيمُ فِي أَهْلِهِ حَلالاً عِنْدِي. (بخاري: 1701ـ 1702)
– له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي وئې ويل: يو ځل رسول الله صلى الله عليه و سلم يو پسه د حج د قربانۍ لپاره ولېږو؛ او په بل روايت کي راغلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د قربانۍ پسه ته غاړکۍ واچوله او پخپله له احرام آزاد له خپلې کورنۍ سره پاته شو.
قدرمن مشر زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو 1701- 1702 او توپيرو سره راغلی:
په يوه كي قَلِّدَ الْغَنَمَ په بل كي كُنْتُ أَفْتِلُ القَلاَئِدَ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَيُقَلِّدُ الغَنَمَ په يوه كي فِي أَهْلِهِ حَلالاً عِنْدِي په بل كي وَيُقِيمُ فِي أَهْلِهِ حَلاَلًا راغلي.
د ښاغلي حکمتيار په وينا له رواياتو په واضح توگه معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم تر احرام وړاندي او هغه مهال چي لا ئې احرام نه دئ تړلى او په مدينه كي له خپلي كورنۍ سره پاته وو؛ له ابوبكر رضي الله عنه سره ئې هدي لېږلې؛ په كار وه چي په مخكيني (1700) روايت كي دا وضاحت شوى وى؛ له دې پرته هغه روايت د بخاري هر لوستونكى په شك كي اچوي.
٦١ باب: (غاړکۍ د وړيو وي)
843 - وَفِيْ رِوَايَةٍ عَنْهَا قَالَتْ: فَتَلْتُ قَلائِدَهَا مِنْ عِهْنٍ كَانَ عِنْدِي . (بخاري: 1705)
– او له دې (عائشه رضي الله عنها) په بل روايت کي راغلي چي وئې ويل: د هغوى غاړکۍ مي له هغو وړيو واوبدلې چي راسره وې.
د نوموړي په وينا له باب داسي معلومېږي چي غاړه كۍ بايد له وړيو جوړي شي خو له روايت داسي نه معلومېږي؛ عائشې رضي الله عنها فقط دا ويلي چي له هغو وړيو مي جوړي كړې چي راسره وې.
٦٢ باب: (د اوښانو ځل په خيرات کي ورکول)
844 - عَنْ عَلِيٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: أَمَرَنِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ أَتَصَدَّقَ بِجِلالِ الْبُدْنِ الَّتِي نَحَرْتُ وَبِجُلُودِهَا. (بخاري: 1707)
- له علي رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم امر راته وکړ چي د قربانۍ د حلال شويو اوښانو ځلونه او پوستکي صدقه کړم.
ښاغلی حکمتيار وايي چي دا روايت هم په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو 1707- 2299 او دغو توپيرو سره راغلی:
په يوه كي أَنْ أَتَصَدَّقَ بِجِلالِ الْبُدْنِ الَّتِي نَحَرْتُ وَبِجُلُودِهَا په بل كي أَنْ أَتَصَدَّقَ بِجِلاَلِ البُدْنِ الَّتِي نُحِرَتْ، وَبِجُلُودِهَا؛ يعني په يوه كي ويل شوي چي ما ذبح كړ او په بل كي ذبح كوونكى معلوم نه دئ.
٦٣ باب: (د خپلو مېرمنو لپاره د هغوى له اجازې پرته غوايان قرباني کول)
845 - عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْها تَقُولُ: خَرَجْنَا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِخَمْسٍ بَقِينَ مِنْ ذِي الْقَعْدَةِ، تَقَدَّمَ وَفِيْ هذِهِ الرِّوَايَةِ زِيَادَةُ: فَدُخِلَ عَلَيْنَا يَوْمَ النَّحْرِ بِلَحْمِ بَقَرٍ، فَقُلْتُ: مَا هَذَا ؟ قَالَ: نَحَرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ أَزْوَاجِهِ. (بخاري: 1707)
– له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي وئې ويل: له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره په داسي حال کي روان شوو چي د ذي القعدې پنځه ورځي پاته وې؛ دا حديث مخكي تېر شوى؛ په اوسني كي دا زياتونه ده: د لوى عيد په ورځ د غوايي غوښه راته راوړل شوه؛ ما وويل: دا څه دي؟ راوړونكي وويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم د خپلو مېرمنو لپاره قرباني کړې ده.
قدرمن مشر د موضوع په دوام وايي چي دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو 1709 - 1720 - 2952 او لاندينيو توپيرونو سره راغلی:
په يوه كي فَلَمَّا دَنَوْنَا مِنْ مَكَّةَ په بل كي حَتَّى إِذَا دَنَوْنَا مِنْ مَكَّةَ؛ په يوه كي مَنْ لَمْ يَكُنْ مَعَهُ هَدْيٌ إِذَا طَافَ وَسَعَى بَيْنَ الصَّفَا وَالمَرْوَةِ أَنْ يَحِلَّ په بل كي مَنْ لَمْ يَكُنْ مَعَهُ هَدْيٌ، إِذَا طَافَ بِالْبَيْتِ، ثُمَّ يَحِلُّ؛ د صفا او مروې تر منځ د سعي له راوړلو پرته؛ نه پوهېږو چي بخاري دا ناقص روايت ولي راوړى؛ كه څوك له بشپړ روايت خبر نه وي او په لومړي عمل كولو ټينگار وكړي؛ نتيجه به ئې اختلاف رامنځته كېدا وي؛ داسي ناقص روايت راوړل د گټي پر ځاى تاوان كوي؛ كه احياناً راوړل لابدي وي نو محدث بايد دا وضاحت وكړي چي كوم يو ئې ناقص دئ او د نقص مورد په گوته كړي؛ دلته په روايت له طواف وروسته او متصل له احرام وتل راغلي؛ پرته له دې چي د صفا او مروه تر منځ د سعي يادونه وشي؛ او دا صحيح نه دئ؛ حاجي به له سعي وروسته له احرام وځي نه تر دې وړاندي.
د ښاغلي حکمتيار په وينا كه څه هم د دغو دريو رواياتو په پاى كي دا فقره (قَالَ يَحْيَى: فَذَكَرْتُ هَذَا الحَدِيثَ لِلْقَاسِمِ، فَقَالَ: أَتَتْكَ بِالحَدِيثِ عَلَى وَجْهِهِ: يحيى وويل: دا حديث مي قاسم ته ياد كړ؛ هغه وويل: په سمه توگه ئې حديث درته راوړى)؛ خو 1720 روايت ځكه ناقص دئ چي د صفا او مروه تر منځ د سعي يادونه په كي نه ده شوې.
٦٤ باب: (د رسول صلى الله عليه و سلم د قربانۍ په ځای کي قرباني).
846 - عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّهُ كَانَ يَنْحَرُ فِي الْمَنْحَرِ. قَالَ عُبَيْدُاللَّهِ يعني: مَنْحَرِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ . (بخاري: 1710)
– له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي هغه به د قربانۍ په ځاى کي قرباني کوله، (د روايت راوي) عبيدالله وايي: يعني د رسول الله صلى الله عليه و سلم منحر (د قربانۍځاى) كي.
٦٥ باب: (د تړل شوي اوښ حلالول)
847 - وَعَنْهُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّهُ رَأَى رَجُلاً قَدْ أَنَاخَ بَدَنَتَهُ يَنْحَرُهَا، قَالَ: ابْعَثْهَا قِيَامًا مُقَيَّدَةً سُنَّةَ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ . (بخاري: 1713)
– او له همده (ابن عمر) رضي الله عنه روايت دئ چي يو سړى ئې وليد چي د قربانۍ خپل اوښ په داسي حال کي حلالوي چي چو کړى ئې دئ، ابن عمر رضي الله عنهما وويل: تړل شوى ولاړ ئې ودروه؛ (بيا ئې حلال كړه)؛ همدا د رسول الله صلى الله عليه و سلم سنت دئ.
نوموړی زياتوي چي د اوښ ذبح کولو سنت دا دئ چي يوه مخكينۍ كيڼه پښه ئې له ورون سره په پړي وتړل شي؛ په دريو پښو ولاړ پرېښودى شي، بيا ئې د غاړي بېخ (حلقوم) كي په زور سره تېزه چاړه ووهل شي، چي په دې سره د ويني بهېدا پيل كېږي، د زياتي ويني په وتلو سره هغه په اړخ څملي، له هغه وروسته چي سا ئې وخېژي او خوځېدا ئې بنده شي، ټوټې ټوټې كېدى شي.
٦٦ باب: (قصاب ته دي له قربانۍ څه نه ورکول کېږي)
848 - عَنْ عَلِيٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: أَمَرَنِي النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ أَقُومَ عَلَى الْبُدْنِ، وَلا أُعْطِيَ عَلَيْهَا شَيْئًا فِي جِزَارَتِهَا. (بخاري: 1716)
– له علي رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم امر راته وکړ چي د قربانۍ اوښانو ذبح کولو نظارت وکړم؛ او هيڅ څه ئې په اجورې كي ورنه كړم.
په دې روايت كي د هغو سلو اوښانو قرباني كولو ته اشاره شوې چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په حجه الوداع کي قرباني کړي وو؛ ٦٣ ئې په خپل لاس ذبح كړي او د پاته نورو په ذبح كولو ئې علي رضي الله عنه گمارلى او هغه ته ئې ويلي: د دغو اوښانو هيڅ څه؛ د ځل او پوستكي په شمول قصاب ته د اجورې په توگه ورنه كړي؛ بلكي ټول صدقه كړي.
٦٧ باب: (د قربانۍ له غوښي څومره وخوړل شي او څومره صدقه شي؟)
849 - عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِاللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: كُنَّا لا نَأْكُلُ مِنْ لُحُومِ بُدْنِنَا فَوْقَ ثَلاثِ منٰى فَرَخَّصَ لَنَا النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «كُلُوا وَتَزَوَّدُوا» فَأَكَلْنَا وَتَزَوَّدْنَا. (بخاري: 1719)
– له جابر بن عبدالله رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: په پيل کي به مو د حج د قربانۍ له غوښي د منٰى له دريو ورځو (د ذي الحجى ١٠، ١١، ١٢)؛ وروسته څه نه خوړل؛ بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم اجازه راکړه او وئې فرمايل: (وخورئ او توښه ئې کړئ؛ يعنى درسره وئې ساتئ). نو موږ هم وخوړه او هم مو له ځان سره وساتله.
٦٨ باب: (له احرام د آزادېدو په مهال د سر وېښتانو خرېيل يا لنډول)
850 - عن ابْن عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قال: حَلَقَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي حَجَّتِهِ. (بخاري: 1726)
850 – له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپل حج کي سر وخرېيو.
851 - وعنه رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «اللَّهُمَّ ارْحَمِ الْمُحَلِّقِينَ» قَالُوا: وَالْمُقَصِّرِينَ يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «اللَّهُمَّ ارْحَمِ الْمُحَلِّقِينَ» قَالُوا: وَالْمُقَصِّرِينَ يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «وَالْمُقَصِّرِينَ». (بخاري: 1727)
– او له همده (ابن عمر رضي الله عنه) روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (خدايه! پر سر خرېيونكو رحم وکړه)؛ يارانو ئې وويل: يا رسول الله صلى الله! او پر هغو هم چي وېښتان ئې لنډ كړي؛ وئې فرمايل: (خدايه! پر سر خرېيونكو رحم وکړه)؛ يارانو ئې بيا وويل: يا رسول الله صلى الله! او پر هغو هم چي وېښتان ئې لنډ كړي؛ وئې فرمايل: (او په لنډوونكو هم).
852 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِلْمُحَلِّقِينَ» قَالُوا: وَلِلْمُقَصِّرِينَ، قَالَ: «اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِلْمُحَلِّقِينَ»، قَالُوا: وَلِلْمُقَصِّرِينَ، قَالَهَا ثَلاَثًا، قَالَ: «وَلِلْمُقَصِّرِينَ» (بخاري: 1728)
– له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: الهي! محلقينو ته بخښنه وكړه؛ يارانو ئې وويل: او مقصرينو ته هم؛ وئې فرمايل: الهي! محلقينو ته بخښنه وكړه؛ يارانو ئې وويل: او مقصرينو ته هم؛ درې ځلي ئې همدا وويل؛ بيا ئې وفرمايل: او مقصرينو ته هم.
853 - عَنْ مُعَاوِيَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَصَّرْتُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِمِشْقَصٍ. (بخاري: 1730)
– له معاويه رضي الله عنه روايت دئ چي وئې ويل: د رسول الله صلى الله عليه و سلم د سر وېښتان مي په پلن سر لرونكي غشي لنډ کړل.
قدرمن مشر د پورتنۍ موضوع د لا وضاحت په دوام وويل:
دا د مكې له فتحي او د معاويه له مسلمانېدو وروسته او د هغه مهال پېښه ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم عمره وكړه او دا د جعرانه عمره په نامه ياده شوه؛ د همدې عمرې په پاى كي معاويه د رسول الله صلى الله عليه و سلم وېښتان لنډ كړي؛ بخاري دا روايت د دې لپاره راوړى چي وښيي په حج او عمره كي قصر جائز او د سنت مطابق دئ.
٦٩ باب: (د جمرو ويشتل)
854 - عَنْ ابنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أنه سأله رجل: مَتَى أَرْمِي الْجِمَارَ قَالَ: إِذَا رَمَى إِمَامُكَ فَارْمِهْ، فَأَعَدْتُ عَلَيْهِ الْمَسْأَلَةَ قَالَ: كُنَّا نَتَحَيَّنُ فَإِذَا زَالَتِ الشَّمْسُ رَمَيْنَا. (بخاري: 1746)
– له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي يوه سړي ترې وپوښتل: جمرې څه وخت وولم؟ وئې ويل: کله چي ستا امام وويشتلې ته ئې هم ووله؛ (راوي) وايي ما خپله پوښتنه بيا ورته تكرار كړه؛ نو وئې ويل: موږ به انتظار كولو؛ كله چي به لمر زوال وکړ (لوېديځ ته به مايل شو)؛ جمرې به مو وويشتلې.
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي دا روايت وايي چي موږ به جمرات له زوال وروسته رمي كول؛ خو تاسو تر دې وړاندي د بخاري: 1679 روايت كي واورېدل چي اسماء بنت ابوبكر رضي الله عنها سحر وختي جمرة العقبه ويشتلې او بيا ئې گهيځ لمونځ كړى؛ او ويلي ئې دي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ښځو ته د دې اجازه ورکړې ده. بخاري دا وضاحت نه دئ كړى چي د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما په روايت كي له دې عامي وينا: موږ به له زوال وروسته جمرات ويشتل؛ ښځي هم شاملي دي كه نه؛ د روايت له الفاظو د هغوى استثناء نه معلومېږي؛ نو يا به وايو چي د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما په روايت كي له دې كبله نقص دئ چي مېرمني ئې نه دي مستثنى كړې او يا به وايو چي د رواياتو تر منځ تعارض دئ او ناچار يو به ترې غوره كوو؛ د بخاري لوستونكى نه پوهېږي چي په كوم روايت به عمل كوي او ارجح ئې كوم دئ.
٧٠ باب: (د درې له منځه د جمرو ويشتل)
855 - عَنْ عَبْدِاللَّهِ بن مسعود رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أنه رَمَى مِنْ بَطْنِ الْوَادِي فقيل له: إِنَّ نَاسًا يَرْمُونَهَا مِنْ فَوْقِهَا، فَقَالَ: وَالَّذِي لا إِلَهَ غَيْرُهُ هَذَا مَقَامُ الَّذِي أُنْزِلَتْ عَلَيْهِ سُورَةُ الْبَقَرَةِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ . (بخاري: 1747)
– له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت دئ چي ده د درې له منځه جمرې وويشتلې؛ ده ته وويل شو: ځيني خلک خو ئې د درې له پورتنۍ برخي ولي؟ وئې ويل: قسم په هغه ذات چي له ده پرته بل إله او معبود نشته؛ دا د هغه چا مکان او مقام دئ چي د بقرې سوره پرې نازله شوې.
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير دا هم وويل چي؛ دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو 1747 - 1749 او دغو توپيرو سره راغلی:
په يوه كي رَمَى عَبْدُ اللَّهِ مِنْ بَطْنِ الوَادِي په بل كي فَرَآهُ يَرْمِي الجَمْرَةَ الكُبْرَى بِسَبْعِ حَصَيَاتٍ، فَجَعَلَ البَيْتَ عَنْ يَسَارِهِ وَمنٰى عَنْ يَمِينِهِ، په يوه كي إِنَّ نَاسًا يَرْمُونَهَا مِنْ فَوْقِهَا؟ ... وَالَّذِي لاَ إِلَهَ غَيْرُهُ، راغلي په بل كي دا الفاظ او مطلب نشته.
په 1747 روايت كي دوه ابهامات ليدل كېږي: 1- د وادي بطن او منځ ويل شوى چي مطلب ئې واضح نه دئ.
2- د دې فقرې (هَذَا مَقَامُ الَّذِي أُنْزِلَتْ عَلَيْهِ سُورَةُ البَقَرَةِ)؛ الفاظ او تركيب ئې داسي دئ چي گواكي د بقرې سوره همدلته نازله شوې وي؛ په داسي حال كي چي د بقرې سوره لومړنۍ مدنې سوره ده چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر حج نژدې نه (9) كاله وړاندي نازله شوې؛ كه څه هم په دې سوره كي د حج اړوند اكثر لارښووني راغلې؛ خو په هيڅ آيت كي ئې صراحتاً او تلويحاً داسي څه نه دي راغلي چي وښيي جمرې به له كوم مكان ويشتل كېږي.
د نوموړي په وينا چي په 1749روايت كي راوي ويلى: له عبد الله بن مسعود سره مي حج وكړ؛ هغه ئې ليدلى چي شاتنۍ جمره ئې په اوو تيږو ويشتلې؛ په داسي توگه چي بيت الله ئې كيڼ لاس او منٰى ئې ښي لاس ته كړې وه؛ يعني چي همدا د وادي د بطن تعبير دئ!
٧١ باب: (جمرې په اوو وړو تيږو ويشتل کېږي)
856 - وعنه رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ انْتَهَى إِلَى الْجَمْرَةِ الْكُبْرَى جَعَلَ الْبَيْتَ عَنْ يَسَارِهِ وَمنٰى عَنْ يَمِينِهِ وَرَمَى بِسَبْعٍ وَقَالَ هَكَذَا رَمَى الَّذِي أُنْزِلَتْ عَلَيْهِ سُورَةُ الْبَقَرَةِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ .
– او له ده (ابن مسعود رضي الله عنه) روايت دئ چي تر لويي جمرې (جمرة العقبه: شاتنۍ جمرې) پوري ولاړ؛ داسي ودرېد چي بيت الله ئې كيڼ لوري ته او منٰى ئې ښۍ لوري ته كړه او په اوو (تيږو) ئې وويشتله او وئې ويل: همداسي هغه چا وويشتله چي د بقرې سوره پرې نازله شوې (صلى الله عليه و سلم).
په دې روايت كي هغه ابهام رفع شوى چي په 1747 روايت كي تر سترگو كېږي.
٧٢ باب: (د شاتنۍ جمرې له ويشتلو وروسته نه درېدل)
857 - عَنِ ابنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّهُ كَانَ يَرْمِي الجَمْرَةَ الدُّنْيَا بِسَبْعِ حَصَيَاتٍ، يُكَبِّرُ عَلَى إِثْرِ كُلِّ حَصَاةٍ، ثُمَّ يَتَقَدَّمُ حَتَّى يُسْهِلَ، فَيَقُومَ مُسْتَقْبِلَ القِبْلَةِ، فَيَقُومُ طَوِيلًا، وَيَدْعُو وَيَرْفَعُ يَدَيْهِ، ثُمَّ يَرْمِي الوُسْطَى، ثُمَّ يَأْخُذُ ذَاتَ الشِّمَالِ فَيَسْتَهِلُ، وَيَقُومُ مُسْتَقْبِلَ القِبْلَةِ، فَيَقُومُ طَوِيلًا، وَيَدْعُو وَيَرْفَعُ يَدَيْهِ، وَيَقُومُ طَوِيلًا، ثُمَّ يَرْمِي جَمْرَةَ ذَاتِ العَقَبَةِ مِنْ بَطْنِ الوَادِي، وَلاَ يَقِفُ عِنْدَهَا، ثُمَّ يَنْصَرِفُ، فَيَقُولُ «هَكَذَا رَأَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَفْعَلُهُ» (بخاري: 1751)
– روايت دئ چي ابن عمر رضي الله عنهما به نژدې يا لومړنۍ جمره په اوو وړو تيږو ويشتله او په هري تيږي پسي به ئې متصل تکبير (الله اكبر) وايو؛ بيا به مخكي ولاړ تر هغه چي اواري ته به برابر شو، هلته به قبلې ته مخامخ ودرېدو؛ اوږده شېبه به ولاړ وو؛ دعاء به ئې كوله او لاسونه به ئې لوړول؛ ورپسې به ئې منځنۍ جمره ويشتله، بيا به كيڼ لوري ته ولاړ او هواري ته به برابر شو، قبلې ته به مخامخ ودرېدو، ډېر ځنډ به ولاړ وو؛ دعاء به ئې كوله او لاسونه به ئې لوړول؛ له ډېر ودرېدو وروسته به ئې د درې له لاندينۍ برخي جمره عقبه ويشتله او هلته به نه درېدو، ستون به شو او ويل به ئې: رسول الله صلى الله عليه و سلم مي ليدلى چي همداسي ئې کول.
تكرار: دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو 1751 - 1752 سره راغلی او په متن كي ئې عادي توپيرونه شته؛ د اسنادو له پلوه داسي دي چي د يوه راويان دا دي: عُثْمَانُ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ، طَلْحَةُ بْنُ يَحْيَى، يُونُسُ، الزُّهْرِيِّ، سَالِمٍ، ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهم او د بل دا: إِسْمَاعِيلُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، ورور ئې سُلَيْمَانَ، يُونُسَ بْنِ يَزِيدَ، ابْنِ شِهَابٍ، سَالِمِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ؛ او عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ رضي الله عنهم. په دواړو كي د جمراتو د ويشتلو ترتيب او څرنگوالى توضيح شوى.
ښاغلي حکمتيار د پورتنۍ موضوع د وضاحت په دوام وويل:
د د دغو دريو څلو ويشتل داسي دي: كله چي حاجي د لوى اختر په لومړۍ ورځ؛ لسم د ذي الحجې؛ د څلو ځاى ته رسي؛ هلته به درې د ډبرو څلي ومومي؛ دا د ويشتلو وړ څلي دي، د ويشتلو لپاره جوړ شوي؛ د شيطانانو څلي نه دي؛ شيطان يو دئ او نه ليدل كېږي؛ دا د هغو څلي دي چي ليدل كېږي؛ له شيطان سره زموږ جگړه فكري او اعتقادي وي؛ هغه موږ وسوسه كوي او موږ ئې په خپل ايمان سره وسوسې شنډوو؛ خو له دغو څلو سره زموږ مقابله بايد داسي وي چي وئې ولو؛ هره ورځ به ئې ولو، تر هغه چي د ايمان په سنگر او وادي كي وو دوى به ولو؛ له ليدو او نژدې كېدو سره سم به پر هغوى بريد كوو؛ دا د هري جاهلي او غير ديني ټولني درې واكمني څېرې تمثيلوي؛ فرعون، هامان او قارون تمثيلوي؛ هغه چي موسى عليه السلام او هر پيغمبر ئې مقابلې ته لېږل شوي او تللي، ستا مخي ته به په لومړۍ او په پيل كي ووړ څلى راڅرگند شي؛ بيا منځنى څلى؛ له دواړو به تېرېږي وروستي او لوى څلي ته به ځان رسوي؛ حاجي به په يولسمه او دولسمه د ذي الحجي همدلته د څلو د ويشتلو لپاره راځي؛ درې واړه څلي به يو په بل پسي ولي؛ كه ئې تلوار نه وو او وخت ئې درلود نو ديارلسمه ورځ به هم دا كار كوي؛ د لوى څلي ويشتلو وخت د لوى اختر لومړۍ ورځي د لمر له راختلو تر زوال د لمر ده؛ ضعيفان، مريضان، بوډاگان كولى شي له مزدلفې منٰى ته ولاړ شي؛ د يوم النحر شپې د سپوږمۍ له لوېدو سره سم او كله چي وتوانېږي لوى څلي ته ورسېږي؛ همغه مهال ئې ويشتل ورته جائز دي او زياتوي چي په ايام تشريق (د ذي الحجې 11-12-13) كي د څلو ويشتلو وخت د لمر له زوال (چي د ماسپښين لمونځ روا كېږي) تر لمر ولېدو پوري دئ؛ البته د هغو لپاره چي څه عذر نه لري؛ او د معذورو لپاره د شپې له لوري ئې هم ويشتل جائز دئ.
نوموړي همداراز وويل؛ چي دا هم يو سنت دئ چي د هري تيږي له ويشتلو سره (الله اكبر: الله تر ټولو ستر دئ) وويل شي؛ او دا هم سنت دئ چي ايام التشريق (11-12-13 د ذي الحجې) كي د واړه څلي له رمي (تيږو ويشتلو) وروسته؛ د دعاء لپاره قبلې ته مخ كړي، په داسي فارغ ځاى كي ودرېږي چي خپل كيڼ لاس ته ئې كړي، لاسونه اوچت او دعاء وكړي؛ همدا راز د منځني څلي له ويشتلو وروسته؛ په داسي فارغ ځاى كي ودرېږي چي دا څلى ئې ښي لاس ته كړى وي؛ او اوږده دعاء وكړي؛ خو د شاتني څلي له ويشتلو وروسته دعاء كول نشته؛ يعني چي لوى دښمن دي ويشتلى؛ كار دي بشپړ شوى او ستا د مبارزې يو پړاو بشپړ شوى او د دې پړاو مأموريت دي پاى ته رسېدلى.
د لومړي او وروستي څلي تر منځ نژدې نيم كيلومتر (447) متر واټن دئ؛ 200 متر د لومړي او منځني تر منځ او 247 متره د منځني او شاتني تر منځ.
د ښاغلي حکمتيار په خبره چي هغه حاجي ته چي تلوار لري؛ جائزه ده چي د اختر په درېيمه ورځ؛ د جمراتو له ويشتلو وروسته له منٰى ووځي او مكې ته مخه كړي؛ خو تر لمر لوېدو وړاندي به وځي؛ كه ونه توانېدو او وځنډېدو نو په منٰى كي به پاته كېږي او په سبا به ئې هم درې واړه څلي ولي.
٧٣ باب: (د وداع طواف)
858 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُماا قَالَ: أُمِرَ النَّاسُ أَنْ يَكُونَ آخِرُ عَهْدِهِمْ بِالْبَيْتِ إِلَّا أَنَّهُ خُفِّفَ عَنِ الْحَائِضِ. (بخاري: 1755)
٨٥8 – له ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما روايت دئ چي وايي: خلکو ته امر شوى چي په حج کي ئې وروستى عمل له بيت الله سره وي (طواف وکړي)، خو حائضه ښځه له دې كار معافه ده.
859 - عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَّى الظُّهْرَ وَالْعَصْرَ وَالْمَغْرِبَ وَالْعِشَاءَ ثُمَّ رَقَدَ رَقْدَةً بِالْمُحَصَّبِ ثُمَّ رَكِبَ إِلَى الْبَيْتِ فَطَافَ بِهِ. (بخاري: 1756)
– له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د ماسپښين، مازديگر، ماښام او ماخستن لمونځونه وکړل؛ بيا لږ ساعت په محصب کي (د مكې او منٰى تر منځ پراخ ډاگ) كي ويده شو، ورپسې سپور شو او بيت الله ته ولاړ طواف ئې وکړ.
٧٤ باب: (که ښځه له طواف افاضه وروسته حائضه شي)
860 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: رُخِّصَ لِلْحَائِضِ أَنْ تَنْفِرَ إِذَا أَفَاضَتْ. قَالَ: وَسَمِعْتُ ابْنَ عُمَرَ يَقُولُ: إِنَّهَا لا تَنْفِرُ ثُمَّ سَمِعْتُهُ يَقُولُ: بَعْدُ إِنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَخَّصَ لَهُنَّ. (بخاري: 1760ـ 1761)
860 – له ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما روايت دئ چي وايي: کومه ښځه چي له طواف افاضه وروسته حائضه شي؛ هغې ته دا اجازه شته چي له طواف وداع پرته خپل وطن ته ستنه شي.
يو راوي وايي: له ابن عمر رضي الله عنهما مي اورېدلي چي ويل ئې: دا ښځه دي نه ځي (تر هغه چي له حيض پاکه شي او د وداع طواف)؛ خو وروسته مي دا ترې واورېدل چي ويل ئې: رسول الله صلى الله عليه و سلم ښځو ته (د تلو) اجازه ورکړې. يعنى کومه ښځه چي د افاضه طواف (د زيارت طواف) وکړي، بيا حائضه شي؛ هغې ته اجازه ده چي د وداع له طواف پرته خپل ملک ته ستنه شي.
تكرار: دا روايت په بخاري كي 4 ځلي په دغو شمېرو 329 - 330 - 1760 - 1761 او دغو
توپيرو سره راغلی:
329 او 1760 روايتونه د متن له پلوه كاملاً سره ورته دي؛ د إسنادو له پلوه يوازي په پنځمه طبقه كي توپير لري؛ د يوه پنځم راوي معلى بن اسد دئ او د بل مسلم.
خو د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ 1761روايت بيا داسي دئ چي له مخكينيو دواړو سره تعارض لري؛ په سر كي راوي وايي: له ابن عمر مي واورېدل چي ويل ئې: حائضې مېرمني دي د وداع له طواف پرته نه درومي؛ بيا مي ترې واورېدل: وروسته رسول الله صلى الله عليه و سلم هغوى ته (د تلو) اجازه وركړه.
٧٥ باب: (په محصب کي اړول)
861 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: لَيْسَ التَّحْصِيبُ بِشَيْءٍ إِنَّمَا هُوَ مَنْزِلٌ نَزَلَهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ . (بخاري: 1766)
٨٦1 – له ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما روايت دئ چي وايي: په محصب کي اړول يا تم کېدل کوم (لازمي ديني كار) نه دئ؛ بلکي دا هغه ځاى دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په کي اړولي وو.
ناويلي دې پاته نه وي چي نننۍ درسي حلقه د قدرمن حکمتيار صاحب په دعاء پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه
