ورور حکمتيار د ټيليفون له لارې د جماعت اسلامي أمير ښاغلي سراج الحق ته تسليت ووايه
شنبه د ثور ۳۰مه؛ ۱۴۰۲:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن د يوې ټيليفوني اړيکې له لارې د جماعت اسلامي أمير ښاغلي سراج الحق صاحب ته تسليت ووايه او پر هغه يې وروستی ځانمرګی بريد پر کلکو ټکو وغانده او په پېښه کې ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه.
په دغو ټيليفوني خبرو کې دواړو لوريو د اسلامپالو په يووالي او اتحاد ټينګار وکړ او دا وړ عمليات او غلچكي بريدونه يې يوازې د هغو بېننګو مفسدينو او شريرو عناصرو كار کار وباله چې دشمني يې يوازې له اغېزمنو اسلام ته ژمنو شخصيتونو او ګوندونو سره ده؛ په جوماتونو كې چاودنې، د امامانو، خطيبانو، مدرسينو، مؤمنو دعوتګرانو او مجاهدو شخصيتونو ترور يې ماموريت دی.
ناويلې دې پاته نهوي چې ياد ځانمرګی بريد تېره ورځ د پاکستان؛ بلوچستان ايالت ژوب سيمه کې د جماعت اسلامي په أمير ترسره شوی وو چې نوموړي ته پهکې ځاني زيان نهوو رسېدلی، خو متأسفانه شپږ تنه عام وګړي پهکې ټپيان شوي وو.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
