د حکمتيار صاحب اته ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د ثور ۱۷مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۲۸مه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام وويل:
دوهم آيت چي ځيني ئې په ناسمه توگه داسي تعبيروي چي گواكي په دې كي دجال ته اشاره شوې؛ دا دئ:
وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِلسَّاعَةِ فَلا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ61 الزخرف 61
او هغه (عيسى عليه السلام) خو د قيامت لپاره يوه علامه او نښه ده؛ نو د دغي نښي په اړه شك مه كوئ او زما متابعت وكړئ؛ همدا مستقيمه لار ده.
ښاغلی حکمتيار د خپل وضاحت په دوام وايي چي د دې آيت په اړه څو خبري توجه ايجابوي او ترې وړاندي دا آيتونه راغلي. هلته چي فرمايي:
وَلَمَّا ضُرِبَ ٱبۡنُ مَرۡيَمَ مَثَلًا إِذَا قَوۡمُكَ مِنۡهُ يَصِدُّونَ٥٧ وَقَالُوٓاْ ءَأَٰلِهَتُنَا خَيۡرٌ أَمۡ هُوَۚ مَا ضَرَبُوهُ لَكَ إِلَّا جَدَلَۢاۚ بَلۡ هُمۡ قَوۡمٌ خَصِمُونَ٥٨ الزخرف: 57- 58
او كله چي د مريمي زوى د يوه مثال په توگه وړاندي شي؛ ناڅاپه ستا قوم ئې له كبله شور ځوږ جوړوي او وايي: آيا زموږ معبودان غوره دي كه دى؟ تا ته ئې يوازي د يوه جدل په توگه بيانوي؛ بلكي دوى شخړن وگړي دي.
د آيت له سياق او سباق او له الفاظو ئې په څرگنده توگه معلومېږي چي قريشو د عيسى عليه السلام په اړه د قرآن په دغو ويناوو استدلال كړى چي وايي: عيسى عليه السلام په غيب پوهېدو، مړي ئې ژوندي كولى شول، له خټي جوړ شوي انځور ته ئې سا وركولى شوه او بيماران ئې روغولى شول؛ قريشو به ويل: كه د عيسى عليه السلام په اړه دا خبري منلى شئ نو زموږ د معبودانو په اړه ئې ولي نه منئ؟ موږ هم دې ته ورته عقيده لرو چي زموږ دا معبودان همدغه كارونه كولى شي چي عيسى عليه السلام كول. د آيت الفاظ داسي دي چي وايي: كله چي به د عيسى عليه السلام يادونه وشوه نو دوى به شور او ځوږ جوړولو؛ يعني دا كار په وار وار تكرار شوى. له وروستيو آيتونو هم په وضاحت سره معلومېږي چي خبره همداسي وه؛ ځكه وروسته ويل شوي: هغه خو يوازي يو داسي بنده وو چي پېرزوينه مو پرې وكړه او د بني اسرائيلو لپاره مو بېلگه وگرځاوو؛ او كه مو غوښتلى نو له تاسو به مو په زمكي كي داسي فرشتې جوړي كړې وې چي ځاى ناستې كېږي؛ نسل بالنسل به دوام كوي؛ او هغه خو د قيامت لپاره يوه علمي نښه ده؛ يعني تاسو هسي د عيسى عليه السلام په هغو معجزو استدلال كوئ او خپل شركي عقائد پرې توجيه كوئ؛ هغه د الله تعالى بنده، د بني اسرائيلو لپاره يو مثال او د قيامت لپاره يوه نښه وو. د عيسى عليه السلام مثال يو استثنائي مثال دئ؛ بله بېلگه ئې نشته؛ داسي معجزې يوازي ده ته وركړى شوې وې؛ او دا نه له دې كبله چي الله تعالى دا كار نه شي كولى؛ الله تعالى دا هم كولى شي چي له تاسو داسي فرشتې جوړي كړي چي نسل به ئې په زمكي كي دوام كوي، خو نه هر څوك د عيسى عليه السلام په څېر كوي او نه تاسو د فرشتو په څېر. دې ته مو بايد پام وي چي نن هم ډېر مشركين د پيغمبرانو عليهم السلام په دغسي معجزو استناد كوي او خپلو مړو او ژونديو پيرانو، مشائخو، اولياءو او معبودانو ته؛ په جعلي او دروغجنه توگه؛ همداسي خارق العاده چاري، علم غيب، د عالم په چارو كي د تصرف واك او اختيار ثابتولو هڅه كوي؛ او دا په داسي حال كي چي قرآن په مكرره او صريح توگه فرمايي الله تعالى په دې كي هيڅ شريك نه لري؛ نه په زمكي كي او نه په آسمانونو كي، نه په ژونديو كي او نه په مړو كي، نه په انسانانو كي او نه په فرشتو كي.
د 61 آيت په پاى كي ويل شوي: نو د قيامت په اړه شك مه كوئ او زما متابعت وكړئ، همدا مستقيمه لار ده؛ له دې معلومېږي چي عيسى عليه السلام او د ده معجزې خلكو ته ښودله چي قيامت حق دئ، الله تعالى به مړي راژوندي كوي، الله تعالى عالم الغيب دئ او په دې پوهېږي چي خلك څه كوي، د عيسى عليه السلام په معجزو كي دغه مفاهيم انځور شوي او خلكو ته ښودل شوي چي كه الله تعالى د يوه بنده په لاس دا كارونه كولى شي نو په خپله به ئې ولي نه شي كولى!!
آيا تاسو په دې آيتونو كي داسي څه وليدل چي دجال ته په كي اشاره شوې وي؟ آيا ډېره ډېره عجيبه نه ده چي څوك له دې آيتونو د دجال موضوع راوباسي؟! يوه چا ويلي: دجال د عيسى عليه السلام ضد دئ؛ يو له بل سره لازم او ملزوم؛ نو د عيسى عليه السلام له يادوني د دجال يادونه په ضمني توگه شوې!! او دا نو يقيناً د ملا بهادر او ملا نصر الدين استدلال ته ورته دئ!! ملا نصر الدين پېژنئ او له استدلالونو ئې خبر يئ؛ او ملا بهادر به شيخ الحديث شهيد مولوى حسن جان په خپلو درسونو كي هغه مهال يادولو چي د چا ډېره كمزورې وينا به ئې وړاندي كوله او د ده له وينا سره به ئې تشبيه كوله؛ مولوي حسن جان لېون وزمو تكفيريانو شهيد كړ. له تكفيريانو مو هدف هغه دي چي كمال ئې د نورو كافرانول دي نه مسلمانول؛ هم په خپلو فتوى گانو سره مسلمان تكفيروي او هم په خپلو كړنو سره خلك له اسلام متنفر كوي.
هغه زياتوي چي موږ وايو او مكرر ئې وايو چي په قرآن كي د دجال هيڅ يادونه نه ده شوې؛ نه صراحتاً او نه اشارتاً؛ خو په رواياتو كي د دجال خروج د يوې ستري فتنې په توگه ياد شوى؛ اما په اړوند رواياتو كي ئې ډېر تعارضات تر سترگو كېږي؛ يو څرگند مثال ئې د بخاري او مسلم په رواياتو كي تعارض دئ؛ بخاري وايي ښۍ سترگه به ئې چيته وي؛ خو مسلم هغه روايت راوړى چي وايي كيڼه سترگه به ئې چيته وي؛ دا ولي استاد يو روايت راوړي او شاگرد ئې د هغه ضد روايت؟!! روايات دا دي:
3439 – عن عَبْدِ اللَّهِ بن عمر رضي الله عنهما: ذَكَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَوْمًا بَيْنَ ظَهْرَيِ النَّاسِ المَسِيحَ الدَّجَّالَ، فَقَالَ: " إِنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِأَعْوَرَ، أَلاَ إِنَّ المَسِيحَ الدَّجَّالَ أَعْوَرُ العَيْنِ اليُمْنَى، كَأَنَّ عَيْنَهُ عِنَبَةٌ طَافِيَةٌ. رواه البخارى
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم يوه ورځ چي د خلكو منځ كي څرگند ناست وو د مسيح دجال يادونه ئې وكړه او وئې فرمايل: الله ړوند نه دئ؛ پام كوئ چي دجال په ښۍ سترگي ړوند دئ؛ سترگه ئې داسي ده لكه د انگور په يوه وږي كي غټه او جوته دانه.
دا روايت په بخاري كي 6 ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 3439 - 3440 - 5902 - 6999 - 7026 - 7407 -
او د مسلم روايت بيا د دې عكس خبره كوي او وايي:
7474- عَنْ حُذَيْفَةَ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : الدَّجَّالُ أَعْوَرُ الْعَيْنِ الْيُسْرَى، جُفَالُ الشَّعَرِ، مَعَهُ جَنَّةٌ وَنَارٌ، فَنَارُهُ جَنَّةٌ وَجَنَّتُهُ نَارٌ. صحيح مسلم
له حذيفه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: دجال داسي دئ چي كيڼه سترگه ئې چيته او ړنده ده؛ په ډېرو وېښتانو پوښلى؛ يو جنت او يو اور (دوزخ) به ورسره وي؛ داسي چي اور به ئې جنت وي او جنت ئې اور.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير په وينا؛ له دې دواړو متعارضو رواياتو به كوم يو صحيح گڼو او په كوم دليل؟ د دې پوښتني ځواب په بخاري كي نه مومو؛ بخاري اصلاً د امام مسلم روايت نه دئ راوړى؛ بخاري د اكثرو هغو رواياتو په اړه همدا كار كړى چي احناف پرې استناد كوي او تر نورو ئې اصح او ارجح گڼي. د علمي تحقيق غوښتنه او د محدث مسئوليت دا دئ چي دواړه متعارض روايات په امانت سره راوړل شي او بيا يو او تر ټولو غوره ئې د دلائلو له مخي په گوته شي. امام مسلم همدا كار كړى؛ د دجال په اړه ئې دواړه روايات راوړي.
نوموړي همداراز وويل؛ دا هم ضروري برېښي چي واضح كړو رسول الله صلى الله عليه و سلم دجال په خوب كي ليدلى؛ نو د ده په اړه د روايت منشأ رؤيا ده؛ نه قرآن او نه وحي. د هغو ښاغلو رأى او هڅه ناسمه ده چي د دجال لپاره په قرآن كي منشأ لټوي او يا بېله وحي؛ د دې رؤيا اړوند روايت داسي دئ:
7026 - عن عَبْدِ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " بَيْنَا أَنَا نَائِمٌ رَأَيْتُنِي أَطُوفُ بِالكَعْبَةِ، فَإِذَا رَجُلٌ آدَمُ، سَبْطُ الشَّعَرِ، بَيْنَ رَجُلَيْنِ، يَنْطُفُ رَأْسُهُ مَاءً، فَقُلْتُ: مَنْ هَذَا؟ قَالُوا: ابْنُ مَرْيَمَ، فَذَهَبْتُ أَلْتَفِتُ فَإِذَا رَجُلٌ أَحْمَرُ جَسِيمٌ، جَعْدُ الرَّأْسِ، أَعْوَرُ العَيْنِ اليُمْنَى، كَأَنَّ عَيْنَهُ عِنَبَةٌ طَافِيَةٌ، قُلْتُ: مَنْ هَذَا؟ قَالُوا: هَذَا الدَّجَّالُ، أَقْرَبُ النَّاسِ بِهِ شَبَهًا ابْنُ قَطَنٍ " وَابْنُ قَطَنٍ رَجُلٌ مِنْ بَنِي المُصْطَلِقِ مِنْ خُزَاعَةَ. رواه البخارى
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (په داسي حال كي چي ويده وم؛ ځان داسي گورم چي د كعبې طواف كوم؛ ناڅاپه يو غنم رنگى سړى وگورم چي وېښتان ئې گڼ دي؛ د دوو تنو تر منځ، له سر ئې د اوبو څاڅكي څڅېږي؛ ومي ويل: دا څوك دئ؟ وئې ويل: دا د مريمي زوى دئ؛ بيا ولاړم؛ شاوخوا مي كتل؛ ناڅاپه يو سړى گورم چي سور رنگى او پرېړ دئ، وېښتان ئې تاو شوي، په ښۍ سترگي ړوند دئ؛ سترگه ئې داسي ده لكه د انگور په يوه وږي كي غټه او جوته دانه. ومي ويل: دا څوك دئ؟ وئې ويل: دا دجال دئ؛ په خلكو كي ده ته نژدې ورته كس؛ ابْنُ قَطَن دئ). ابْنُ قَطَن د بَنِي المُصْطَلِقِ له قبيلې وو.
ښاغلی حکمتيار وايي؛ له دې روايت څو خبري په ډېر صراحت سره معلومېږي:
الف: رسول الله صلى الله عليه و سلم دجال په خوب كي ليدلى.
ب: يو انسان او د بني المصطلق قبيلې يوه تن ته ئې جسم، رنگ او وېشتان ورته وو.
ج: په ښۍ سترگي ړوند وو.
ح: او دا چي صحيح مسلم او صحيح بخاري په خپلو منځونو كي داسي ژور تعارضات هم لري؛ ځيني داسي گمان كوي چي دواړه؛ استاد او شاگرد به په بشپړه توگه او په ټولو رواياتو كي سره متفق وي؛ خو حقيقت دا دئ چي د دې دواړو رواياتو په څېر په ډېرو نورو كي هم ژور توپيرونه سره لري.
له پورتني وضاحت وروسته قدرمن مشر په ٩باب کي بيا پر دې عنوان چي (مدينه خراب خلک له ځانه لري کوي) هم تفصيلي بحث وکړ؛ لکه چي وايي:
916 ـ عَنْ جَابِرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ جَاءَ أَعْرَابِيٌّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَبَايَعَهُ عَلَى الإِسْلامِ فَجَاءَ مِنَ الْغَدِ مَحْمُومًا فَقَالَ: أَقِلْنِي فَأَبَى ثَلاثَ مِرَارٍ فَقَالَ: «الْمَدِينَةُ كَالْكِيرِ تَنْفِي خَبَثَهَا وَيَنْصَعُ طَيِّبُهَا». (بخاري: 1883)
٩١٦ – له جابر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: يو كوچى راغى او له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره ئې په اسلام (د عمل كولو) بيعت وکړ؛ سبا بيا په داسي حال کي راغى چي لالهانده او مضطرب وو؛ وئې ويل: تړون مي مات او فسخ كړه؛ (رسول الله صلى الله عليه و سلم) درې ځلي انکار وکړ؛ بيا ئې وفرمايل: (مدينه د اوسپني بټۍ په څېر ده؛ خپل ناپاك رټي او خپل پاک سوچه كوي.
نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 5 ځلي په دغو شمېرو 1883 - 7209 - 7211 - 7216 - 7322 او لاندينيو توپيرو سره راغلی:
په يوه كي فَجَاءَ مِنَ الغَدِ مَحْمُومًا په بل كي فَأَصَابَ الأَعْرَابِيَّ وَعْكٌ بِالْمَدِينَةِ په بل كي فَأَصَابَهُ وَعْكٌ، په بل كي ثُمَّ جَاءَ الغَدَ مَحْمُومًا په يوه كي فَأَبَى ثَلاَثَ مِرَارٍ په بل كي ثُمَّ جَاءَهُ فَقَالَ: أَقِلْنِي بَيْعَتِي، فَأَبَى، ثُمَّ جَاءَهُ فَقَالَ: أَقِلْنِي بَيْعَتِي فَأَبَى، ثُمَّ جَاءَهُ فَقَالَ: أَقِلْنِي بَيْعَتِي، فَأَبَى.
ښاغلي حکمتيار همداراز په ١٠ باب کي دا عتوان هم په تفصيلي توگه توضيح کړ چي؛ (رسول الله صلى الله عليه و سلم د مدينې تشېدا نه خوښوله). هلته چي فرمايي:
917 ـ عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «اللَّهُمَّ اجْعَلْ بِالْمَدِينَةِ ضِعْفَيْ مَا جَعَلْتَ بِمَكَّةَ مِنَ الْبَرَكَةِ». (بخاري: 1885)
٩١٧ – له انس رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (خدايه! په مدينې كي د هغه برکت دوه برابره واچوه چي مکې ته دي ورکړى).
نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ، په دريو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: يُونُسَ، ابْن شِهَابٍ او أَنَس رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، له دې وروسته ئې راويان بېل بېل دي؛ پر بخاري علاوه صحيح مسلم او مُسند البزاز كي هم په دې صيغه راوړل شوى:
6310- حَدَّثنا محمد بن علي بن الوضاح، حَدَّثنا وهب بن جرير، حَدَّثنا أَبِي، قَالَ: سَمِعْتُ يُونُس، يَعْنِي ابْنَ يَزِيدَ يُحَدِّثُ، عَن الزُّهْرِيّ، عَن أَنَس؛ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: اللَّهُمَّ اجْعَلْ فِيهَا ضِعْفَيْ مَا جَعَلْتَ بِمَكَّةَ مِنَ الْبَرَكَةِ، يَعْنِي الْمَدِينَةَ.
د هغه په وينا چي البزاز تر دې روايت لاندي ليكي: وَهَذَا الْحَدِيثُ لا نَعْلَمُ رَوَاهُ عَن الزُّهْرِيّ، عَن أَنَس إلاَّ يُونُس، وَرَوَاهُ عَنْ يُونُس ابْنُ وَهْبٍ وَغَيْرُهُ.
يعني له يونس پرته بل هيچا له زهري او أنس نه دئ روايت كړى.
ښاغلي حکمتيار دا هم وويل چي په دې باب كي چي بخاري كوم روايات راوړي له ځينو داسي معلومېږي چي دا به د مكې له فتحي وروسته وي؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم دا نه خوښېده چي خلك مدينه پرېږدي او خپل مخكيني وطن؛ مكې ته ستانه شي؛ له ځينو بيا داسي معلومېږي چي د بَنُو سَلِمَةَ قبيلې غوښتل مسجد نبوي ته نژدې واړوي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته فرمايلي: له لري جومات ته ستاسو راتگ لا زيات ثواب لري؛ گواكي رسول الله صلى الله عليه و سلم نه غوښتل هغوى خپله سيمه تشه پرېږدي او مسجد نبوي ته نژدې واړوي.
918 ـ عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ: لَمَّا قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ وُعِكَ أَبُو بَكْرٍ وَبِلالٌ فَكَانَ أَبُو بَكْرٍ إِذَا أَخَذَتْهُ الْحُمَّى يَقُولُ:
كُلُّ امْرِئٍ مُصَبَّحٌ فِي أَهْلِهِ وَالْمَوْتُ أَدْنَى مِنْ شِرَاكِ نَعْلِهِ
وَكَانَ بِلالٌ إِذَا أُقْلِعَ عَنْهُ الْحُمَّى يَرْفَعُ عَقِيرَتَهُ يَقُولُ:
أَلا لَيْتَ شِعْرِي هَـلْ أَبِيتَنَّ لَيْلَةً بِوَادٍ وَحَوْلِي إِذْخِـرٌ وَجَلِيلُ
وَهَـلْ أَرِدَنْ يَوْمًا مِيَاهَ مَجَـنَّةٍ وَهَلْ يَبْدُوَنْ لِي شَامَةٌ وَطَفِيلُ
قَالَ: «اللَّهُمَّ الْعَنْ شَيْبَةَ بْنَ رَبِيعَةَ وَعُتْبَةَ بْنَ رَبِيعَةَ وَأُمَيَّةَ بْنَ خَلَفٍ كَمَا أَخْرَجُونَا مِنْ أَرْضِنَا إِلَى أَرْضِ الْوَبَاءِ»، ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «حَبِّبْ إِلَيْنَا الْمَدِينَةَ كَحُبِّنَا مَكَّةَ أَوْ أَشَدَّ، اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي صَاعِنَا وَفِي مُدِّنَا، وَصَحِّحْهَا لَنَا، وَانْقُلْ حُمَّاهَا إِلَى الْجُحْفَةِ» قَالَتْ: وَقَدِمْنَا الْمَدِينَةَ وَهِيَ أَوْبَأُ أَرْضِ اللَّهِ قَالَتْ فَكَانَ بُطْحَانُ يَجْرِي نَجْلاً. تعني ماءً آجنًا. (بخاري: 1889)
٩١٨ – عائشه رضي الله عنها وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم چي مدينې ته هجرت وکړ؛ ابوبکر رضي الله عنه او بلال رضي الله عنه مريضان شول؛ پر ابوبکر رضي الله عنه به چي تبه راغله نو ويل به ئې: هر څوک په خپل کور كي شپه سهار کوي خو له دې بې خبره وي چي مرگ ئې د څپلۍ تر بند هم ورلنډ دئ. او له بلال رضي الله عنه به چي تبه پورته شوه نو په لوړ غږ به ئې ويل: کاش په دې پوهېدى چي بيا به په داسي ميدان کي شپه تېروم چي شاوخوا به مي إذخر او جليل نومي بوټي وي؛ آيا بيا به داسي ورځ راشي چي د مَجَنَّه چينې ته ورشم؟ او آيا بيا به مي د شامه او طَفِيل پر غرونو سترگي ولگېږي؟ او بيا به ئې ويل: خدايه! پر شيبه بن ربيعه، عتبه بن ربيعه او اميه بن خلف لعنت نازل کړه چي موږ ئې له خپلي سيمي د وبا سيمي ته وشړلو. رسول الله صلى الله عليه و سلم د دې خبرو له اورېدو وروسته وفرمايل: (خدايه! له مدينې سره زموږ په زړونو کي د مکې په څېر او تر هغې هم زياته مينه واچوه؛ خدايه! زموږ د صاع او مُد پيمانو کي برکت واچوه؛ او زموږ لپاره ئې سالمه او روغه ساته؛ تبه ئې جُحفې ته انتقال کړه؛ (په جُحْفَه کي هغه مهال يهودان اوسېدل). عائشه رضي الله عنها وايي: کله چي په پيل کي موږ مدينې ته راغلو نو دا تر ټولو سيمو زياته وبا لرونکې سيمه وه؛ د بُطْحَان په دره کي به بوى ناكي اوبه رواني وې.
همداراز قدرمن مشر دا هم وويل چي؛ دا روايت په بخاري كي 4 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1889 - 3926 - 5654 - 5677 -
توپير: د ټولو متن سره ورته دئ؛ په دريو طبقو كي ئې راويان هم سره ورته او دا دي: هِشَامٍ، پلار ئې عروه او عَائِشَة رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا؛ له دې وروسته ئې راويان بېل بېل دي.
د مدينې د فضيلت په اړه له کافي او تفصيلي توضيحاتو وروسته ښاغلي حکمتيار د صحيح البخاري ٣١ کتاب کي بيا د روژې اړوند رواياتو له څېړلو مخکي د روژې د اهميت او فضيلت په اړه يو لنډ مقدماتي بحث وکړ او وئې ويل:
تر دې وړاندي چي د روژې اړوند روايات وڅېړو؛ ښه به وي چي د روژې اهميت، فضيلت، ضرورت، د انسان په معنوي او اخلاقي تربيت، جوړوني او روزني او د ټولني په اصلاح كي د هغې ژور او پراخ اغېز وڅېړو؛ په دې ارتباط څو عرائض لرم:
1- هر عبادت ځانته خاص حكمت او مصلحت لري؛ كه دا روژه ده او كه لمونځ، حج، زكات؛ او د الله تعالى په لار كي جهاد او بل هر عبادت؛ الله تعالى زموږ عبادت ته ضرورت نه لري؛ په داسي څه ئې گمارلي يو چي موږ ورته ضرورت لرو او گټه رارسوي.
2- الله تعالى خپل بنده په هغه څه گماري چي د دنيا او آخرت خير او ښېگڼه ئې په كي مضمر وي، له هغه څه ئې منع كوي چي مضر وي او انسان ته له جسمي او معنوي پلوه زيان رسوي؛ گټه ور شيان ئې ورته حلال او تاواني شيان ئې حرام كړي، هغه چي گټه ئې تر تاوان زياته وي هغه ئې حلال كړي او چي تاوان ئې تر گټي زيات وي هغه ئې حرام كړي؛ او هغه چي گټه او تاوان ئې سره برابر وي هغه ئې مباح گرځولي؛ دا يوازي د خوراك په اړه نه ده بلكي د انسان د هر څه په اړه ده؛ هر مضر كار او څه ئې ورته حرام كړي او هر مفيد څه او عمل ئې ورته حلال كړى؛ د حِل او حُرمت منشأ او د حلال او حرام د تشخيص لپاره معيار او ملاك همدا دئ. هر هغه شى او كار چي يا مضر وي او يا خوشى او بېهوده نو بايد متيقن وې چي ممنوع او حرام دئ.
3- قرآن په دې اړه كافي صراحتونه لري؛ متأسفانه هغه چي د دين له روح او حقيقت بې خبر دي؛ گمان كوي چي ديني عبادات هسي تعبدي مأموريتونه دي؛ له كوم دنيوي او انساني مصلحت او حكمت پرته؛ فقط يو ديني مأموريت او محض تعبدى وظيفه، بدله او اجر ئې هم محدود او منحصر په آخرت پوري!! په داسي حال كي چي د انسان د هر عمل خير او شر لومړى په دنيا كي وررسي او بيا په آخرت كي؛ ښه دنيا ئې د ښه آخرت نښه او پيلامه ده؛ قرآن د روژې په اړه فرمايي: كه روژه ونيسئ نو دا ستاسو په خير ده كه وپوهېږئ. هلته چي فرمايي:
... وَأَن تَصُومُواْ خَيۡرٞ لَّكُمۡ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ.
د قمار او شراب په اړه فرمايي:
يَسَۡٔلُونَكَ عَنِ ٱلۡخَمۡرِ وَٱلۡمَيۡسِرِ ۖ قُلۡ فِيهِمَآ إِثۡمٞ كَبِيرٞ وَمَنَٰفِعُ لِلنَّاسِ وَإِثۡمُهُمَآ أَكۡبَرُ مِن نَّفۡعِهِمَا ۗ
د شراب او قمار په اړە تا پوښتي؛ ورته ووايه: په دوى كي ستره گناه ده او د خلكو لپاره څه گټي؛ خو گناه ئې تر گټي ډېره ستره ده.
دلته (إِثۡمٞ كَبِيرٞ): لويه گناه؛ د (مَنَٰفِعُ): گټي؛ په مقابل كي او (إِثۡمُهُمَآ) د (نَّفۡعِهِمَا) په مقابل كي راغلي؛ او دا ښيي چي اثم (گناه) د ضرر او تاوان مترادف ده؛ او الله تعالى د شراب او قمار مادي او معنوي اضرار او تاوانونو ته په پام سره دواړه حرام كړي.
الله تعالى د روژې په اړه فرمايي:
شَهۡرُ رَمَضَانَ ٱلَّذِيٓ أُنزِلَ فِيهِ ٱلۡقُرۡءَانُ هُدٗى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَٰتٖ مِّنَ ٱلۡهُدَىٰ وَٱلۡفُرۡقَانِۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ ٱلشَّهۡرَ فَلۡيَصُمۡهُۖ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوۡ عَلَىٰ سَفَرٖ فَعِدَّةٞ مِّنۡ أَيَّامٍ أُخَرَۗ يُرِيدُ ٱللَّهُ بِكُمُ ٱلۡيُسۡرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ ٱلۡعُسۡرَ وَلِتُكۡمِلُواْ ٱلۡعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ ٱللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَىٰكُمۡ وَلَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ ١٨٥ البقره: 185
د روژې مياشت هغه ده چي په هغې كي قرآن نازل شوى؛ د خلكو لپاره لارښود، د هدايت څرگندي نښي او فرقان (د حق او باطل تفكيك او بېلولو لپاره معيار او ملاك)؛ نو چي څوك دا مياشت ومومي هغه دي روژە ونيسي او څوك چي بيمار وي او يا په سفر كي؛ نو پر ده له نورو ورځو شمېر پوره كول لازم دي، الله تاسو ته د آسانتيا اراده لري او د سختي اراده درته نه لري، دا د دې لپاره چي شمېر (عدت) پوره كړئ او د دې لپاره چي الله د هغه څه لپاره په لويي ياد كړئ چي تاسو ئې هدايت كړئ او چي شكر وكړئ.
ښاغلی حکمتيار د خپل وضاحت په دوام وايي چي په دې مبارك آيت كي څو اساسي لارښووني مومو:
الف: د دې مياشتي روژە د دې لپاره فرض كړى شوې چي په دې كي قرآن نازل شوى، دا د خلكو لپاره لارښود كتاب؛ دا د څرگندو لارښوونو او د حق او باطل تر منځ د فرق كولو لپاره روڼ څراغ؛ ستاسو په برخه شوى؛ د دې ستر نعمت د شكر اداء كولو لپاره بايد روژە ونيسئ.
ب: په دې روژې سره به تاسو د الله په لويي او عظمت اعتراف كړى وي او د همدې روژې او د قرآن د درناوي په وجه به مو هدايت په برخه شي.
ج: داسي گمان مه كوئ چي الله تعالى له خپلو بندگانو سره د سختي كولو اراده لري؛ نه؛ هغه په خپلو بندگانو ډېر ډېر مهربان دئ؛ قرآن رالېږل او روژە فرض كول د ده د پېرزويني او رحمت نښي او اسباب دي، له سختيو د ژغورني لپاره ئې دا قرآن رالېږلى او د قرآن د راتلو د مياشتي روژە ئې فرض كړې.
ح: له دې آيت دا هم په څرگنده توگه معلومېږي چي د روژې مياشتي په داخلېدو سره د نړۍ پر ټولو مسلمانانو روژە نيول فرض كېږي؛ او د روژې مياشت هغه وخت پيل كېږي چي د دې مياشت سپوږمۍ له محاق ووځي او د نړۍ په كوم ځاى كي وليدل شي؛ له محاق وتل او چېري د هغې څرگندېدا معنى دا ده چي نوې مياشت پيل شوې او په ټولو روژە نيول لازم شوي؛ د دې آيت له مخي د مطالعو اختلاف اعتبار نه لري.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ داسي نه ده چي مياشتي په هر هېواد كي بېل بېل پيل او پاى لري؛ بلكي په ټولي نړۍ كي يو پيل او يو پاى لري؛ پيل او پاى ئې په يوه معينه ورځ، ساعت، دقيقه او ثانيه وي.
ناويلي دې پاته نه وي چي قدرمن مشر د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وکړه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
