د حکمتيار صاحب اتلسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
پنجشنبه د حمل ۲۵مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي نن پنجشنبه د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله ۱۸مه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د ننني درس تر پيل وړاندي؛ د پروني درس په ارتباط په لاندي توگه څو مختصر عرائض وړاندي کړل او زياته ئې کړه:
پرون مو په نعلينو كي د لمانځه په اړه عائشې رضي الله عنها ته منسوب روايت درلود چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم مي ليدلى چي لوڅي پښې او په كپيو (پڼو) كي ئې لمونځ كولو، په ولاړه او ناسته ئې څښلي، له ښي او كېڼ لوري له لمانځه وتلى؛ د دې پروا ئې نه كوله چي له دغو كوم يو ئې وي. د نعلينو په اړه په قرآن كي يو آيت هم لرو چي فرمايي:
فَلَمَّآ أَتَىٰهَا نُودِيَ يَٰمُوسَىٰٓ ١١ إِنِّي أَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى 12 طه: 12
نو كله چي ورغى؛ پرې غږ شو: اې موسى! يقيناً چي زه ستا رب يم؛ نو پڼې دي وباسه، يقيناً چي ته د طوىٰ په سپېڅلي ناو كي يې.
دلته موسى عليه السلام ته ويل شوي چي پڼې دي وباسه، ځكه چي ته په سپېځلي ځاى كي يې.
ښاغلی حکمتيار د موضوع په دوام وايي؛ بايد وگورو چي آيا په هر سپېڅلي ځاى كي د پښو لوڅول او پڼې ايستل ضروري او د پيغمبرانو عليهم السلام د تگلاري مطابق دي او د الله تعالى خوښېږي؟ آيا موږ هم مكلف يو چي په سپېڅلي ځاى كي پښې لوڅي كړو؛ كه نه؟ ځيني په دې باور دي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په پڼو كي لمونځ كولو؛ هغوى د بخاري په دې روايت استناد كوي چي وايي:
عن سَعِيدِ بْنِ يَزِيدَ الأَزْدِىِّ قَالَ سَأَلْتُ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ أَكَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم يُصَلِّي فِي نَعْلَيْهِ قَالَ نَعَمْ. (بخاري:386)
له سعيد بن يزيد الأزدي روايت دئ چي له انس بن مالك مي وپوښتل: آيا رسول الله صلى الله عليه و سلم له پڼو سره لمونځ کاوو؟ وئې ويل: هو.
نوموړی زياتوي چي دا روايت يو ځل بيا هم په بخاري كي تكرار شوى، دواړه روايتونه د الفاظو او محتوى له پلوه سره ورته دي او راوي ئې انس رضى الله عنه دئ. خو دا روايات نه وايي چي پيغمبر عليه السلام ئې په جومات كي كه له جومات بهر، په سفر كي كه په حضر كي، پر فرش كه پر زمكه له پڼو سره په لمانځه ليدلى؛ تل ئې همداسي ليدلى كه يو ځل؟ داسي روايات هم شته چي وايي رسول الله صلى الله عليه و سلم په لوڅو پښو او له پڼو پرته لمونځ كړى. كه دا روايت د انس او هرماس رضى الله عنهما په څېر له داسي كم عمره صحابه وو روايت شوى چي لنډه موده ئې له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره تېره كړې؛ په مقابل كي ئې نور روايات له مشرانو او د عائشې رضى الله عنها په څېر صحابه وو روايت شوي. له دغو دواړو رواياتو به كوم يوه غوره كوو؟ له بلي خوا قرآن وايي چي الله تعالى موسى عليه السلام ته د طور په غره كي د ملاقات پر مهال وويل چي پڼې دي وباسه، ته د طوىٰ سپېڅلې درې كي يې. د روايت تعارض به له دې آيت سره څنگه توجيه كوو؟ دغو خبرو ته په پام سره ويلى شو چي له پڼو سره لمونځ يو استثنائي حالت دئ نه دائمي او ارجح حالت او اړوند حكم. همغسي لكه پر موزو مسح چي استنثائي حالت دئ؛ غوره او ارجح رأيه دا ده چي له ضرورت پرته نه جومات ته له پڼو، څپليو، بوټونو او كپيو سره ننوځو او نه پر مصلى او فرش لمونځ ورسره وكړو، په دې توگه به موږ د قرآن آيت هم مراعات كړى وي او پر حديث به مو هم عمل كړى وي.
كه څوك پر زمكه له فرش او مصلى پرته لمونځ كوي كولى شي له خپلو پڼو سره لمونځ وكړي، كه بشپړه مصلى نه لري كولى شي د سجدې پر ځاى وړه ټوټه وغوړوي او كه نه سجده هم پر زمكه وكړي. ځكه په رواياتو كي راځي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم همداسي كړي دي.
قدرمن مشر دا هم وويل: كه څوك مجبور وي او له دې پرته بله چاره نه لري چي له لوړو بوټونو يا موزې سره جومات ته ننوځي؛ نو ښه دا ده چي له ځان سره داسي پلاستيكي يا د ټوټې خلطه ولري چي بوټونو ته ئې ورواغوندي؛ جوماتونه بايد داسي جوړ شي چي له دروازې سره ئې د بوټونو لپاره جعبې وي، كُلپ او كونجي ولري، لمونځ كوونكي خپل بوټونه په كي كښېږدي؛ كلپ ئې كړي او كلي له ځان سره واخلي.
د هغه په وينا؛ متأسفانه چي اوس داسي ښاغلي هم وينو چي بخاري به ئې پرته له دې چي سم پرې پوه شوى وي؛ له كوم چا لوستلې وي؛ او هغه هم په دې موخه چي ژر د فضيلت دستار پر سر وروتړل شي او د كوم جومات امامت ئې په برخه شي او همدا ئې د روزي مدرك شي؛ دا روايت به ئې تر سترگو شوى وي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له كپيو سره لمونځ كړى؛ نو له بوټونو سره به مست مست او په جگه غاړه جومات ته ننوځي او له خلكو به هم دا انتظار لري چي وئې ستايي او په حديث پوه ئې وگڼي؛ د انقلابي او كټر اهل حديث په سترگه ورته وگوري؛ دا په داسي حال كي چي نه به د بخاري له هغه روايت خبر وي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم كله لوڅي پښې لمونځ كړى او كله له كپيو سره؛ د قرآن له دې آيت به هم خبر نه وي چي الله تعالى موسى عليه السلام ته وفرمايل: اې موسى! زه ستا رب يم؛ كپۍ دي وباسه؛ ته د طوى په سپېڅلي ناو كي يې. دا ښاغلي د دې پروا هم نه كوي چي خلك له دې سره حساسيت لري چي څوك له بوټونو سره د دوى جومات ته ننوځي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د خلكو حساسيت ته په پام سره ونه غوښتل چي كعبه ورانه كړې او په هغي بڼي ئې ورغوي چي ابراهيم عليه السلام جوړه كړې وه. خداى مو د هغي ورځي له ليدو وساته چي دا ښاغلي په داسي وخت كي جومات ته ننوځي چي كوم شتمن عرب؛ له ډالر او ريال ډكو جيبونو سره؛ هلته حاضر وي؛ او دوى غواړي هغه ته وښيي چي كلك اهل حديث دي!!! هغوى ته وايو: حق لرئ د خپل پلار نيكه مذهب بدل او د خپلي خوښي مذهب غوره كړئ؛ خو د الله لپاره او د خپل عقل او ايمان په حكم؛ نه د ډالر او ريال لپاره.
له پورتني مفصل وضاحت وروسته ښاغلي حکمتيار خپل نوی درس د حج کتاب د
٤٨م باب په تشريح پيل کړ چي عنوان ئې وو (د عرفات په ورځ په غرمه کي روانېدل) لکه چي وايي:
830 - عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّهُ أتى يَوْمَ عَرَفَةَ، حِينَ زَالَتِ الشَّمْسُ، فَصَاحَ عِنْدَ سُرَادِقِ الْحَجَّاجِ، فَخَرَجَ وَعَلَيْهِ مِلْحَفَةٌ مُعَصْفَرَةٌ، فَقَالَ: مَا لَكَ يَا أَبَا عَبْدِالرَّحْمَنِ؟ فَقَالَ: الرَّوَاحَ إِنْ كُنْتَ تُرِيدُ السُّنَّةَ، قَالَ: هَذِهِ السَّاعَةَ؟ قَالَ: نَعَمْ، قَالَ: فَأَنْظِرْنِي حَتَّى أُفِيضَ عَلَى رَأْسِي ثُمَّ أَخْرُجُ، فَنَزَلَ حَتَّى خَرَجَ الْحَجَّاجُ، فَقَالَ لَهُ سَالِمُ بْنُ عَبْدِاللهِ - وَكَانَ مَعَ أَبِيْهِ ـ : إِنْ كُنْتَ تُرِيدُ السُّنَّةَ فَاقْصُرِ الْخُطْبَةَ، وَعَجِّلِ الْوُقُوفَ، فَجَعَلَ يَنْظُرُ إِلَى عَبْدِاللَّهِ، فَلَمَّا رَأَى ذَلِكَ عَبْدُاللَّهِ قَالَ: صَدَقَ. وَكَانَ عَبْدُالْمَلِكِ قَدْ كَتَبَ إِلَى الْحَجَّاجِ أنْ لا يُخَالِفَ ابْنَ عُمَرَ فِي الْحَجِّ. (بخاري: 1660)
830 – روايت دئ چي ابن عمر رضي الله عنهما د عرفات په ورځ د لمر له زوال وروسته راغى او د حجاج د خيمې له شاوخوا ولاړي پردې سره ئې غږ کړ؛ حجاج په داسي حال کي چي معصفر (په عصفر رنگ شوى) لوى لونگ ئې اغوستى وو؛ راووت او وئې ويل: څه خبره ده اې ابو عبد الرحمانه؟ ابن عمر رضي الله عنهما ورته وويل: که د سنتو متابعت کوې نو بايد حرکت وکړې؛ حجاج وويل: همدا اوس؟ وئې ويل: هو؛ (حجاج) وويل: نو دومره وخت راکړه چي پر سر مي اوبه واچوم؛ او راووځم؛ ابن عمر رضي الله عنهما (له خپلي سورلۍ) کوز شو؛ تر هغه چي حجاج راووت؛ سالم بن عبدالله چي له خپل پلار سره وو؛ حجاج ته وويل: که په سنتو عمل کوې نو خطبه لنډه کړه او پر عرفات درېدو ته بيړه وکړه؛ حجاج؛ عبدالله رضي الله عنه ته وکتل؛ كله چي عبدالله رضي الله عنه ورته متوجه شو؛ نو وئې ويل: سالم رښتيا وايي. او حجاج ته عبدالملک ليکلي وو چي د حج په امورو کي به د ابن عمر رضي الله عنهما مخالفت نه کوي.
د حزب اسلامي افغانستان أمير د پورتني روايت په اړه زياته کړه چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو 1660- 1663 او دغو توپيرو سره راغلی:
په يوه كي (كَتَبَ عَبْدُ المَلِكِ إِلَى الحَجَّاجِ: أَنْ لَا يُخَالِفَ ابْنَ عُمَرَ فِي الحَجِّ) په بل كي أَنَّ عَبْدَ المَلِكِ بْنَ مَرْوَانَ، كَتَبَ إِلَى الحَجَّاجِ أَنْ يَأْتَمَّ بِعَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ فِي الحَجِّ؛ په يوه كي دا مطلب د روايت په سر كي او په بل كي د روايت په پاى كي راغلى، په يوه كي فَصَاحَ عِنْدَ سُرَادِقِ الحَجَّاجِ، فَخَرَجَ وَعَلَيْهِ مِلْحَفَةٌ مُعَصْفَرَةٌ فَقَالَ: مَا لَكَ يَا أَبَا عَبْدِ الرَّحْمَنِ په بل كي فَصَاحَ عِنْدَ فُسْطَاطِهِ (غږدۍ) أَيْنَ هَذَا؟ په يوه كي الرَّوَاحَ إِنْ كُنْتَ تُرِيدُ السُّنَّةَ په بل كي يوازي الرَّوَاحَ؛ په يوه كي فَأَنْظِرْنِي حَتَّى أُفِيضَ عَلَى رَأْسِي په بل كي أَنْظِرْنِي أُفِيضُ عَلَيَّ مَاءً راغلي.
ورپسي ئې په ٤٩م باب کي بيا (د عرفات موقف (درېدو ځای) ته بيړه) تر سرليك لاندي په لاندينيو رواياتو هم تفصيلي رڼا واچوله او وئې ويل:
830- حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ، أَخْبَرَنَا مَالِكٌ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، عَنْ سَالِمِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ، أَنَّ عَبْدَ المَلِكِ بْنَ مَرْوَانَ، كَتَبَ إِلَى الحَجَّاجِ أَنْ يَأْتَمَّ بِعَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ فِي الحَجِّ، فَلَمَّا كَانَ يَوْمُ عَرَفَةَ، جَاءَ ابْنُ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا وَأَنَا مَعَهُ حِينَ زَاغَتِ الشَّمْسُ أَوْ زَالَتْ، فَصَاحَ عِنْدَ فُسْطَاطِهِ أَيْنَ هَذَا؟ فَخَرَجَ إِلَيْهِ فَقَالَ ابْنُ عُمَرَ: «الرَّوَاحَ» فَقَالَ: الآنَ، قَالَ: «نَعَمْ»، قَالَ: أَنْظِرْنِي أُفِيضُ عَلَيَّ مَاءً، فَنَزَلَ ابْنُ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا حَتَّى خَرَجَ، فَسَارَ بَيْنِي وَبَيْنَ أَبِي فَقُلْتُ: إِنْ كُنْتَ تُرِيدُ أَنْ تُصِيبَ السُّنَّةَ اليَوْمَ فَاقْصُرِ الخُطْبَةَ وَعَجِّلِ الوُقُوفَ فَقَالَ ابْنُ عُمَرَ «صَدَقَ» بخاري: 1663
له سالم بن عبد الله روايت دئ چي عبد الملك بن مروان حجاج ته ليكلي وو چي په حج كي به په عبد الله بن عمر پسي اقتداء كوي؛ نو كله چي د عرفې ورځ وه نو عبد الله بن عمر رضي الله عنهما راغى او زه ورسره وم؛ هغه مهال چي لمر كوږ شوى يا ئې زوال كړى وو؛ نو د هغه لويي غږدۍ خوا ته ئې غږ كړ: دا چېري دئ؟ نو ورته راووتو او ابن عمر وويل: په تلوار سره خوځېدل دي؛ حجاج وويل: همدا اوس؟ وئې ويل: هو؛ هغه وويل: وخت راكړه چي پر ځان اوبه واچوم؛ نو ابن عمر رضي الله عنهما كوز شو تر هغه چي دى راووت؛ نو زما او زما د پلار تر منځ روان شو؛ او ما وويل: كه غواړې په سنت عمل كول دي په برخه شي نو خطبه لنډه كړه او د وقوف لوري ته تلوار وكړه؛ او ابن عمر وويل: رښتيا ئې ويلي.
د ښاغلي حکمتيار په وينا د بخاري له پورتنيو دواړو روايتونو داسي معلومېږي چي امام بخاري ته دا روايات د داسي چا له لوري رسېدلي چي د حجاج پلوي وو او په دې روايت سره ئې هڅه كړې هغه د رسول الله صلى الله عليه و سلم سنت او د عبدالملك اوامرو ته مطيع وښيي؛ دا په داسي حال كي چي د هغه لاسونه د ډېرو مظلومو مسلمانانو او سترو سترو شخصيتونو په وينو سره شوي؛ د تاريخ له سترو قاتلانو يو معروف قاتل تېر شوى؛ د عبد الملك بن مروان له لوري د عبد الله بن زبير رضي الله عنه خلاف د جنگ لپاره مكې ته ولېږل شو؛ مكه ئې محاصره كړه، په منجنيق سره ئې پر مكې ډبري او اورونه ورول، د كعبې ځيني برخي په همدې بريد كي ونړېدې؛ د عبد الله بن زبير په وژلو ئې اكتفاء ونه كړه بلكي مثله او پانسۍ ئې كړ، لاس ئې ترې پرې كړ او خپل ورور محمد بن يوسف ته ئې ولېږو، د عبد الله بن زبير مور؛ اسماء بنت ابوبكر؛ د عائشې خور؛ هغه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم او ابوبكر رضي الله عنه ته ئې د ثور څمڅي ته هره ورځ طعام وررسولو؛ هغې ته ئې اجازه نه وركوله چي د خپل زوى جسد د آخري ځل لپاره د پانسۍ په حال كي وگوري!! د ده ټول پلويان؛ مخلص مؤمنان، د مسلمانانو نخبه صالحين او مجاهدين ول؛ دوى ئې يا شهيدان كړل، يا زنداني يا له مكې خواره واره؛ د مكې پر اوسېدونكو ئې د عبد الله بن زبير د ملگرتيا له كبله له هيڅ ظلم ډډه ونه كړه؛ ډېر صحابه او تابعين؛ ده او لښكريانو ئې وژلي؛ د همدې ظلمونو په بدل كي عبد الملك بن مروان؛ د مكې او ټول حجاز والي وټاكلو او وروسته ئې عراق ته د اموي سلطنت د مخالفينو خلاف جنگ ته ولېږو؛ هلته ئې همغه څه وكړل چي په مكه كي ئې كړي ول؛ پاڅون ئې وځپلو او ستر ستر شخصيتونه ئې ووژل؛ سعيد بن جبير يو له هغو علماءو او فقهاءو وو چي په ډېره ظالمانه توگه ئې ووژلو؛ مسلمان تاريخ ليكونكو د هغه د ظلمونو او قتلونو ډېري او تفصيلي قصې راوړې.
د نوموړي په وينا چي ډېره عجيبه ده چي امام بخاري داسي روايت په خپل كتاب كي راوړى چي دا مجرم او قاتل د رسول الله صلى الله عليه و سلم د سنت تابع معرفي كوي!! او عبد الله بن عمر او زوى ئې سالم رضي الله عنهما؛ د همدې ظالم او قاتل د حج معلمان ښيي!!
هغه همداراز د موضوع په دوام زياتوي چي نن موږ او ټول اسلامي امت د داسي تكفيري ډلو له فتنې سره مخامخ يو چي په جوماتونو كي د جمعې لمانځه په مهال چاودني كوي؛ مجاهد شخصيتونه، دعوتگران، د جوماتونو امامان او خطيبان وژني؛ جومات ته د تگ راتگ په لار كي خپلو مخالفينو ته كمين نيسي او بمونه ورته ښخوي؛ انتحاري عملياتو ته د استشهادي عملياتو نوم وركوي؛ خو له دغو جناياتو سره سره گمان كوي چي لار ئې سمه او جنت ته د رسېدو لنډه او آسانه لار همدا ده؛ د همدوى په اړه ځيني ناپوهان وايي: جگي پايڅې؛ اوږدې څڼې، په رانجو توري سترگي، په جيب كي ئې مسواك، په لاس كي ئې تسبيح... ښيي چي دوى مسلمانان دي!! خو حقيقت بيا دا دئ چي: څوك د يوه مؤمن او بې گناه انسان يو څاڅكى وينه توى كړي؛ يا د هغه د ويني تويېدو كي د بل مرسته وكړي؛ حتى د يوې كلمې په شطر سره؛ د قيامت په ورځ به د الله تعالى په وړاندي داسي ودرېږي چي پر تندي به ئې ليكل شوي وي: د الله له رحمت مأيوس. همغسي چي عمر رضي الله عنه وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي چي فرمايل ئې:
" مَنْ أَعَانَ عَلَى قَتْلِ مُؤْمِنٍ وَلَوْ بِشَطْرِ كَلِمَةٍ جَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَكْتُوبٌ بَيْنَ عَيْنَيْهِ: آيِسٌ مِنْ رَحْمَةِ اللهِ "
عَنِ الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لَزَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ مُؤْمِنٍ بِغَيْرِ حَقٍّ»
له براء بن عازب روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: يقيناً چي الله تعالى ته د ټولي نړۍ ورانېدا په ناحقه د يوه مؤمن تر وژل كېدا ډېره آسانه ده.
نوموړي همداراز لاندينيو عربي بيتونو ته په اشارې سره وويل چي دا ښكلي بيتونه د دغو وگړو حالت ښه انځوروي؛ لکه چي وايي:
«ليس الإيمان بالتمني و لا بالتحلي؛ ولكن هو ما وقر في القلب وصدقه العمل، وأن قوما غرتهم الأماني حتى خرجوا من الدنيا ولا حسنة لهم وقالوا نحن نحسن الظن باللّه وكذبوا، لو احسنوا الظن لأحسنوا العمل»
ايمان نه په تمنٰى او هيلي سره دئ او نه په بڼي جوړولو او عبا او قبا سره؛ إيمان هغه څه دئ چي په زړه كي ځاى نيسي او عمل ئې رښتينولي ثابتوي؛ ځيني داسي دي چي هيلو دوكه كړي؛ دومره چي كله له دنيا درومي نو هيڅ نېك عمل ئې نه وي؛ او وايي به: پر الله (د عفوى او بخښني) نېك گمان لرو؛ خو دروغ وايي؛ كه ئې گمان نېك وي نو خپل عمل به ئې نېك كړى وو!!
محترم حکمتيار همداراز په ٥٠م باب کي بيا (پر عرفات درېدل) هم د لانديني روايت په استناد سره توضیح کړل، روايت دادئ:
838 - عَنْ جُبَيْرِ بْنِ مُطْعِمٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: أَضْلَلْتُ بَعِيرًا لِي فَذَهَبْتُ أَطْلُبُهُ يَوْمَ عَرَفَةَ، فَرَأَيْتُ النَّبِيَّ - صلى الله عليه وسلم - وَاقِفًا بِعَرَفَةَ فَقُلْتُ: هَذَا وَاللَّهِ مِنَ الْحُمْسِ فَمَا شَأْنُهُ هَاهُنَا. (بخاري: 1664)
– له جبير بن مطعم رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: اوښ مي ورک شوى وو؛ د عرفات په ورځ ورپسي گرځېدم؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم مي وليد چي عرفات كي ولاړ دئ، له ځان سره مي وويل: والله چي دا خو قريشي دئ؛ نو دلته څه کوي؟
دا روايت په بخاري كي همدا يو ځل راغلى؛ له بخاري پرته په نورو كتابونو كي نه تر سترگو كېږي؛ روايت داسي دئ چي په همدې موجوده بڼي كي ډېر مبهم دئ؛ دا نه ترې معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې كله په عرفات كي ليدلى؛ تر بعثت وړاندي كه وروسته؛ امام بخاري هم د دې وضاحت نه دئ كړى چي دا پېښه كله رامنځته شوې؛ خو له نورو مداركو معلومېږي چي دا د جاهليت د دور او د هغه مهال واقعه ده چي قريش به د حج د مناسكو په لړ كي عرفات ته نه تلل؛ ځان ئې تر نورو لوړ او په دين كي كلك گڼل؛ ويل ئې له قريشو سره نه ښايي چي د حج په ورځو كي له حرم ووځي؛ جبير بن مطعم دغه مهال رسول الله صلى الله عليه و سلم په عرفات كي ليدلى او تعجب ئې كړى چي يو قريشي څنگه عرفات ته راغلى! له دې بل روايت په واضح توگه معلومېږي چي دا تر بعثت وړاندي قصه ده.
عَن جُبَير بن مطعم، قَالَ: أضللت حمارا لي فِي الْجَاهِلِيَّة فَوَجَدته بِعَرَفَة، فَرَأَيْت رَسُول الله، صلى الله عَلَيْهِ وَسلم، وَاقِفًا بِعَرَفَات مَعَ النَّاس، فَلَمَّا أسلمت عرفت أَن الله وَفقه لذَلِك
له جبير بن مُطْعِم روايت دئ چي وايي: د جاهليت زمانه كي مي خپل خر ورك كړى وو؛ په عرفات كي مي وموندو؛ نو دا مهال مي رسول الله صلى الله عليه و سلم له ځينو خلكو سره په عرفات كي ولاړ وليد؛ كله چي مسلمان شوم پوه شوم چي الله تعالى په همدې موفق كړ.
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي قرآن مؤمنانو ته لارښوونه كړې چي حج به ئې له عرفات پيل كېږي او له نورو حاجيانو سره به يو ځاى ترې راكوزېږي (ثُمَّ أَفِيضُوا مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ...) البقرة 199
ورته مهال نوموړي بيا په ٥١م باب کي (له عرفات د مزدلفې په لور د ستنېدو څرنگوالي) ته هم تفصيلاً اشاره وکړه او د لانديني روايت په استناد ئې وويل:
832 - عَنْ أُسَامَةَ بْنِ زَيْدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّهُ سُئِلَ عن سِيرِ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي حَجَّةِ الْوَدَاعِ حِينَ دَفَعَ، قَالَ: كَانَ يَسِيرُ الْعَنَقَ، فَإِذَا وَجَدَ فَجْوَةً نَصَّ. (بخاري: 1666)
٨٣2 – روايت دئ چي اسامه بن زيد رضي الله عنه په حجة الوداع کي له عرفات د مزدلفې په لور د رسول الله صلى الله عليه و سلم د ستنېدو د څرنگوالي په اړه وپوښتل شو؛ اسامه رضي الله عنه وويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم عادي (د سوكه او تېز تر منځ حالت كي) روان وو؛ خو که لار به ئې په کوم ځاى کي تشه او پراخه وليده؛ نو لږ به گړندى شو.
همداراز نوموړي په ٥٢م باب کي د لانديني روايت په استناد بيا (له عرفات د راستنېدو په وخت کي خلکو ته د آرامۍ په امر) هم تفصيلي رڼا واچوله؛ لکه چي وايي:
833 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما: أَنَّهُ دَفَعَ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمَ عَرَفَةَ، فَسَمِعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَرَاءَهُ زَجْرًا شَدِيدًا، وَضَرْبًا وَصَوْتًا للإِبِلِ، فَأَشَارَ بِسَوْطِهِ إِلَيْهِمْ وَقَالَ: «أَيُّهَا النَّاسُ عَلَيْكُمْ بِالسَّكِينَةِ فَإِنَّ الْبِرَّ لَيْسَ بِالإِيضَاعِ». (بخاري: 1671)
– له ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما روايت دئ چي دى له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره يو ځاى؛ د عرفې په ورځ؛ له عرفات د مزدلفې په لور ستنېدو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم له شا د خلکو شور- ځوږ او د اوښانو د وهلو او ځغلولو غږونه واورېدل؛ نو په خپلي متروکي ئې هغوى ته اشاره وکړه او وئې فرمايل: (اې خلکو! آرام او وقار سره ځئ، نيکي دا نه ده چي خپلي سورلۍ وځغلوئ).
په ٥٣م باب کي ئې بيا (د مزدلفې په شپه کمزوري کسان تر نورو وړاندي لېږل.) موضوع په تفصيلي بڼه وشاربله او په ضمن کي ئې لاندي روايات په يو بل پسي تشريح کړل:
834 - عَنْ أَسْمَاءَ بَنْتِ أَبِيْ بَكْرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّهَا نَزَلَتْ لَيْلَةَ جَمْعٍ عِنْدَ الْمُزْدَلِفَةِ، فَقَامَتْ تُصَلِّي، فَصَلَّتْ سَاعَةً، ثُمَّ قَالَتْ: يَا بُنَيَّ، هَلْ غَابَ الْقَمَرُ؟ قَالَ: لا، فَصَلَّتْ سَاعَةً، ثُمَّ قَالَتْ: يَا بُنَيَّ هَلْ غَابَ الْقَمَرُ؟ قال: نَعَمْ، قَالَتْ: فَارْتَحِلُوا، فَارْتَحَلْنَا وَمَضَيْنَا، حَتَّى رَمَتِ الْجَمْرَةَ، ثُمَّ رَجَعَتْ فَصَلَّتِ الصُّبْحَ فِي مَنْزِلِهَا، فقال لَهَا: يَا هَنْتَاهُ، مَا أُرَانَا إلَّا قَدْ غَلَّسْنَا، قَالَتْ: يَا بُنَيَّ، إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَذِنَ لِلظُّعُنِ. (بخاري: 1679)
– له اسماء بنت ابوبکر رضي الله عنهما روايت دئ چي د غونډېدو (مزدلفې) په شپه ئې په مزدلفه کي واړول، بيا لمانځه ته پاڅېده، لمونځ ئې وکړ بيا ئې وويل: زويه! سپوږمۍ لوېدلې؟ هغه ورته وويل: نه؛ نو بيا ئې د څه وخت لپاره لمونځ وکړ؛ ورپسې ئې وپوښتل: سپوږمۍ لوېدلې؟ وئې ويل: هو؛ اسماء رَضِيَ اللَّهُ عَنْها وويل: خوځېدو ته تيار شئ؛ نو تيار شوو او وخوځېدو؛ تر هغه چي (منٰى ته ولاړو او اسماء رَضِيَ اللَّهُ عَنْها) جمره (عقبه) وويشته؛ بيا راستنه شوه او د سهار لمونځ ئې په خپل هستوگنځي کي اداء کړ، (راوي) وايي: ما ورته وويل: يا فلانۍ فکر کوم موږ په تياره کي راغلي يو! هغې راته وويل: زويه! رسول الله صلى الله عليه و سلم ښځو ته د دې اجازه ورکړې ده.
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي په روايت كي د مزدلفې شپې ته؛ د (لَيْلَةَ جَمْعٍ: د غونډېدو شپه) نوم وركړى شوى؛ دا ځكه چي حاجيان دغه شپه په مزدلفه كي په گډه او صحراء كي تېروي؛ دا هم د يادوني وړ ده چي ولي دا ځاى د مزدلفه: د نژدې كېدو ځاى؛ په نامه ياد شوى؟ يوه ډېره ظريفه او لطيفه توجيه دا ده چي دا هغه ځاى ته نژدې ده چي په سبا ئې حاجيان د دريو څلو ځاى ته درومي؛ په لومړۍ ورځ د واړه او متوسط څلي له خوا تېږېري او تر ټولو ستر وروستني څلي ته ځان رسوي او په اوو (7) داسي وړو تيږو ئې ولي چي د كارتوس د مردكي په اندازه وي؛ دقيقاً دې ته ورته چي د مجاهدينو يو ټولى د شپې په تياره كي د دښمن سنگرونو ته ځان رسوي او سبا سحر تر دې وړاندي چي دښمن خبر شي او د دفاع لپاره تيارى ونيسي بريد پرې كوي. دا درې څلي په حقيقت كي د هغو دريو ځواكونو سمبولونه دي چي قرآن ئې د فرعون، هامان او قارون په بڼي كي انځوروي؛ هغه چي په شرك ځپلې او جهل ځپلې غير اسلامي ټولني كي پر ولسونو حكومت كوي؛ فرعون د اقتدار او واكمنۍ بېلگه، هامان د شيطاني او غولوونكي مذهبي قيادت بېلگه او قارون د ناروا شتمنيو خاوندانو بېلگه؛ قرآن وايي چي موسى عليه السلام او هر پيغمبر د همدغو درې گونو ځواكونو د مقابلې لپاره لېږل شوى: هلته چي فرمايي:
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُبِينٍ 23 إِلَى فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَقَارُونَ فَقَالُوا سَاحِرٌ كَذَّابٌ 24 غافر: 23- 24
او يقيناً چي موږ موسى له خپلو آيتونو او څرگندو دلائلو سره فرعون، هامان او قارون ته ولېږو؛ او هغوى وويل: دروغجن كوډگر دئ.
د نوموړي په وينا په دې مباركو آيتونو كي د حق او باطل تر منځ د مبارزې څرگنده تاريخي بېلگه وړاندي شوې:
الف: يوه لوري ته تش لاسى موسى عليه السلام دئ او بل لوري ته د مصر د دريو ځواكونو مشران (فرعون، هامان او قارون)، د زور، تزوير او زر خاوندان، موسى عليه السلام داسي حق دين وروړى چي په تأييد كي ئې آيتونه او څرگند دلائل وړاندي كړي.
ب: الله تعالى موسى عليه السلام له خپلو آيتونو او څرگندو دلائلو سره فرعون، هامان او قارون ته ولېږو، د دې لپاره ئې مصر ته ولېږو چي لومړى د فرعون، بيا د هامان او په پاى كي د قارون مقابله وكړي؛ يعني ده ته ئې اصلي دښمنان ورښودلي، دا وضاحت ئې ورته كړى چي په مصر كي به ستا مقابله له چا چا سره وي، خو دا ئې هم ورته ويلي چي څنگه به ئې مقابله كوې، لومړى د چا او ورپسې د چا، د ټولو خو په تدريج سره، داسي چي يوه ته به پر بل اولويت وركوې، اصلي او لومړى دښمن فرعون دئ، لومړۍ مقابله بايد له ده سره وي، داسي نه چي په نورو جبهاتو كي تر دې وړاندي مصروف شې او تر ټولو خطرناك او اصلي دښمن درنه پاته شي!! په لومړي سر كي به د فرعون مقابله كوې، بيا د هامان او ورپسې د قارون؛ څوك چي د موسى عليه السلام په لار د تلو اراده لري نو د دغو دريو خطرناكو دښمنانو مقابلې ته به ملا تړي. هم به د ظالم فرعون، هم د ټگمار هامان او هم د شتمن قارون مقابله كوي، د تاريخ په اوږدو كي تل دغو دريو ځواكونو د پيغمبرانو عليهم السلام مقابله كړې.
ج: په جاهلي نظام كي فرعون محور دئ او هامان او قارون ئې ښى او كيڼ لاسونه.
ح: د حج په مناسكو كي د جمراتو ويشتل شامل دي؛ درې څلي: ستر، متوسط او ووړ؛ ستر ئې تر نورو شا ته؛ په لومړۍ ورځ د ستر ويشتل؛ له دوو؛ واړه او متوسط تېرېدل او په دوهمه او درېيمه ورځ ټول يو په بل پسي ويشتل؛ په اوو تيږو؛ د اونۍ د ورځو برابر؛ يعني هره ورځ ئې ويشتل؛ حج تا ته همدا درس دركوي. جمرة الكبرى په لومړۍ ورځ؛ يوازي او د احرام په لباس كي ويشتل كېږي، په نورو ورځو كي درې واړه او له احرام وتلي لباس كي يو په بل پسي ويشتل كېږي.
په حج كي څو ځايونو ته تگ لرو؛ هر ځاى په خاص نامه ياد شوى او يو مهم مطلب افاده كوي: كعبه او طواف ئې؛ كعبه چي د بيت الحرام په نامه ياده شوې؛ په زمكي كي د خداى د محترم او قدرمن كور لپاره تمثال او سمبول؛ خداى له دې مستغني او ډېر لوړ دئ چي مكان ته اړ وي او د زمكي يو وړوكي كور ئې هستوگنځى وي؛ موږ دې ته اړ يو چي كله غواړو د الله تعالى لوري ته لاړ شو، د هغه په درشل كي د ودرېدو هيله او تلوسه مو تر سره او خړوبه شي؛ يو ځاى او لورى ولرو، زموږ دې اړتيا ته د ځواب لپاره اسلام زموږ كور خوا ته جومات ټاكلى، جومات د خداى كور دئ او په گډه د خداى په وړاندي زموږ د غونډېدو او ودرېدو ځاى؛ په دې كور كي هره ورځ پنځه ځلي د خداى په وړاندي لاس تړلي ودرېږو، په وړاندي ئې ركوع او سجده كوو؛ د نړۍ په كچه ئې موږ ته يو ستر او سپېڅلى كور له ستر حريم سره ټاكلى، په عمر كي يو ځل به د توان او امكان په صورت كي د بيت الله حريم كي راغونډېږو او د دغه كور طواف به كوو؛ اوه ځلي؛ د اونۍ د ورځو له شمېر سره برابر؛ يعني چي دا د حج د مناسكو په ضمن كي اوه ځلي دئ خو په حقيقت كي زموږ د ټول عمر د ټولو ورځو لپاره يوه اشاره؛ موږ ته راښيي چي طواف به مو يوازي د الله تعالى د كور طواف وي؛ نه د بل كور؛ او نه د قصرونو او قبرونو طواف؛ د خداى دې كور ته د بيت العتيق نوم وركړى شوى؛ يعني د آزادۍ كور؛ هغه چي انسان د انسان له بندگۍ او غلامۍ ژغوري؛ كله چي د دې كور حريم ته ننوځو؛ نو د تلبيې له شعار او شعور سره به ننوځو: لبيك اللهم لبيك، لبيك لا شريك لك لبيك، ان الحمد و النعمة لك والملك لا شريك لك؛ همدا به مكرر وايو؛ له خاصي جامې سره به ننوځو؛ داسي جامه چي هر ډول تبعيض او توپير له منځه وړي؛ فقط يو څادر او يو لونگ؛ دا جامه به نه معطره وي او نه رنگ شوې او گنډل شوې، د پاچا او گدا، غني او فقير او د ټولو جامه سره ورته؛ كله چي د بيت الله خوا ته رسېږو نو لومړى كار به طواف وي؛ دا اوه ځلي طواف به له حجر الاسود پيلوو؛ په حجر الاسود لاس ايښودل داسي دي لكه الله تعالى ته لاس وركول؛ نو همدا به مو له خپل رب سره د اطاعت او بندگۍ ژمنه، تعهد او بيعت وي، ښكولول ئې داسي دي لكه د الله تعالى لاس ښكولول؛ دا فقط زموږ يوې تلوسې ته ځواب ويل دي؛ الله تعالى همغسي چي كور او مكان ته ضرورت نه لري؛ له دې هم لوړ دئ چي په خپل ذات او صفاتو كي كوم مخلوق ته ورته وي او اعضاء او جوارح ولري؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د بيت الله له طواف وروسته په مقام ابراهيم كي دوه ركعته لمونځ كړى، مقام ابراهيم يعني د ابراهيم عليه السلام د ودرېدو ځاى، په قرآن كي د مقام ابراهيم يادونه شوې خو د دې لپاره چي ثابته كړي كعبه لومړنى كور دئ چي په زمكه كي، د الله تعالى په حكم او د ابراهيم او اسمعيل عليهما السلام په لاس جوړ شوى؛ په مكه كي د بنو اسمعيل (د اسمعيل عليه السلام اولاد) شتون ښيي چي دا كور د بنو اسمعيلو د جد او د يهودانو د ټولو پيغمبرانو جد؛ په لاس جوړ شوى؛ د دې مهمي ادعاء د اثبات لپاره د مخكيني مضبوط دليل تر څنگ؛ قرآن درې نور دلائل هم وړاندي كړي:
1- د ابراهيم عليه السلام له زمانې بيا تر ننه؛ په تېرو نژدې څلوېښتو پېړيو كي؛ خلكو د الله تعالى له لوري د حج د يوې فريضې په توگه د دې كور طواف كړى.
2- ټولو عربو قبائلو د دې كور دومره درناوى كړى چي څوك به د دې كور حريم ته داخل شو؛ نو تر وتلو پوري به له هر راز تېري خوندي وو؛ كه چا به د خپل پلار او ورور قاتل هم دلته وموندو نو د دې كور د درناوي لپاره به ئې هغه ته له څه ويلو ډډه كوله؛ كه چا به د حج او عمرې لپاره د دې كور لوري ته سفر كولو نو د سفر په دوران كي به د حجاز په ټولي پراخي سيمي كي له هر ډول تعرض او شوكو خوندي وو.
3- چا چي د دې كور د ورانولو او سپكاوي هڅه كړې؛ الله تعالى د هغه هڅه شنډه كړې. د بيت الله له طواف وروسته د صفا او مروه تر منځ اوه ځلي سعي كوو، صفا او مروه دوه غونډۍ دي چي هاجر عليها السلام د هغوى تر منځ په مڼده او آرام تگ كړى وو؛ په دې موخه چي كوم مرستندوى ومومي او زوى ئې اسمعيل عليه السلام او دا په خپله له تندي وژغوري؛ په اوم طواف كي د اسمعيل تر پښو لاندي د زمزم هغه چينه راوخوټېده چي دا ده تر 4000 كاله زيات موده تېرېږي چي له هغې اوبه راخوټېږي؛ او دا ځكه چي كله ابراهيم عليه السلام هاجر له خپل تي خور ماشوم سره په هغي وحشتناكي بيديا كي يوازي پرېښوده؛ هغه ته ئې وويل: موږ چا ته پرېږدې؟ هغه ورته وويل: الله تعالى ته؛ او دې په ځواب كي ورته وويل: الله تعالى راته كافي دئ؛ هغه به مو نه ضائع كوي؛ د دې توكل، اعتماد او پرخپل رب باور او هغه ځان ته كافي گڼلو بدله دا وه چي الله تعالى د دې سعي د حج په مناسكو كي شامله كړه؛ داسي چي تر قيامته به حاجيان د خداى د كور له طواف وروسته؛ او متصل ئې؛ د دې مخلص بنده؛ سعي تكراروي؛ د دې په څېر به د دغو دواړو غونډيو تر منځ؛ كټ مټ همغسي سعي كوې چي دې كړې وه؛ اوه ځلي سعي؛ ښايي هاجر عليها السلام به تر دې لږ يا ډېره سعي كړې وي؛ خو ستا سعي به اوه ځلي؛ د اونۍ د ورځو په شمېر وي؛ يعني هره ورځ او تل به د هغې په څېر پر الله تعالى توكل كوې او خپل رب به ځان ته كافي گڼې. حاجيان له عرفات وړاندي په منٰى كي توقف كوي.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ منٰى چي د ځينو محققينو له نظره ئې رېښه إيمان دئ؛ يعني د ايمان ټاټوبى؛ عرفات چي رېښه ئې معرفت دئ؛ د حج لومړى منسك؛ علم او معرفت د ايمان پيل دئ او ايمان ئې پايله؛ دا علم او معرفت دئ چي په ايمان منتج كېږي؛ مزدلفه چي د نژدې كېدو ځاى دئ؛ قرآن د المشعر الحرام په نامه ياد كړى؛ يعني د محترم او د قدر وړ شعور او فكر ځاى او وخت؛ رجمات: هغه چي ويشتل كېږي او بايد وويشتل شي؛ هغه ځاى چي درې څلي رجم كېږي؛ او مزدلفه همدې محل ته نژدې ځاى؛ د شپې له لوري دې ځاى ته رسېدل؛ يعني د شپې له لوري او پرته له دې چي دښمن خبر شي هغه ته د سبا بريد لپاره نژدې ځان رسول او سهار ئې تر بريد لاندي نيول؛ په بريد كي هم دا په پام كي نيول چي تر ټولو ستر دښمن؛ هغه چي د دوه نورو دښمنانو شا ته وي؛ پر هغه تر نورو وړاندي بريد كول؛ په اوو تيږو ئې ويشتل؛ ولي اوه تيږي؛ ولي نه تر دې كم او نه زيات؛ د اونۍ د ورځو د شمېر په اندازه؛ يعني چي هره ورځ به ئې ولې؛ په خپل ټول ژوند كي او تر هغه چي په منٰى (د ايمان سنگر) كي يې؛ هره ورځ به ئې رجم كوې؛ يعني د خپل بريد لاندي به ئې نيسې؛ كه دا په لاس وي او كه په ژبه؛ شيطان د الله تعالى له لوري رجم شوى؛ دا د انسي شيطانانو څلي به ته رجم كوې؛ د قرباني څاروي ذبح كول؛ په هغه ځاى كي چي ابراهيم عليه السلام د يوه خوب له مخي؛ د خپل زلمي زوى قرباني كولو ته چمتو شوى وو؛ او قرباني ته چمتو زلمى زوى ئې دې ته تيار وو او د ذبح كېدو لپاره ئې سر پر زمكه ايښى وو؛ خو الله تعالى د هغه په بدل كي د پسه ذبح كول او په خپله او مسكينانو ئې خوړل؛ كافي وگڼل او په دې سره ئې د جاهليت هغه دود د تل لپاره لغوه كړ چي مشر زوى به د خداى په نامه خو د جهل او شرك له كبله د بتانو پښو ته او د خداى په نامه ذبح كېدل؛ همدلته د ابراهيم عليه السلام هغه خاطره او د الله تعالى هغه پېرزوينه رايادول چي د زامنو د ذبح كولو جاهلانه دود ئې د څاروي په ذبح كولو بدل كړ؛ هغه هم الله تعالى ته هديه او ستا او مسكين بنده د خوراك لپاره.
ناويلي دې پاته نه وي چي نننۍ درسي حلقه د قدرمن مشر په دعائيه وينا لوستلو پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
