No-IMG

مهم ترين های امروز يکشنبه

: محترم انجينير حکمتيار أمير عاليقدر ح.ا.ا: ‏جوبايدن گفت: من آدمى بالغ ام و با طفل شش ساله رقابت مى‌كنم! در پاسخ وى: جناب! آدم بالغ با طفل خرد رقابت نمى‌كند اما تو در هفت ماه گذشته با اطفال معصوم غزه مصروف رقابت خونين هستى؛ بيش از 15000 را كُشتى، سرباز، كشتى جنگى، آخرين مادل سلاح كشنده و مخرب به بدترين تروريست تاريخ فرستادى ‏آخرين بسته سلاح مخرب ات به اين تروريست وحشى و جانى به ارزش 14 مليارد بود؛ از تناقضات در گفتار و كردارت، از سيما و حركاتت نمايان است كه تو نه بر زبانت كنترول دارى، نه بر دست و پايت و نه بر حواس و احساساتت؛ در سينه ات دلى از سنگ است و در كله ات مغزى از زهر.

: ‏د افغانستان د فوټسال ملي ټیم په تایلند کې د «پلیاف» په پایلوبې کې قرغزستان ټیم ته د ۵-۳ په نتیجې ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړیوال جام سیالیو ته لار وموندله.

: ‏د هوا پیژندنې ادارې سبا په بدخشان، تخار، سمنگان، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، بامیان، کابل، وردگ، لوگر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د واورې، باران، تالندې، توپانونو او سیلابونو اټکل کړی دی.

: ‏د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې د درې ځايي نیول شویو خبریالانو د خلاصون خبر ورکوي. دغه مرکز په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په خوست کې درې ځايي خبریالان چې شپږ ورځې مخکې د «موسیقۍ د خپرولو او له ښځينه اورېدونکو سره د اړیکو د نیولو» په تور د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست لخوا نیول شوي وو، ازاد شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو ټولنې د دغو خبریالانو له ازاېدو هرکلی کړی او څرګنده کړې یې ده چې «له لومړي سره د هغوی نیول ناقانونه وو او د هغوی ازادي باید اخیستل شوی نه‌وای

: ‏د هېواد د کرېکټ الف لوبډلې د ۵۰ اوریزو یا یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د ۸ منډو په توپير د سریلانکا الف لوبډلې ته بایلوله. د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې سریلانکا توپوهنه وکړه او د ۵۰ اورونو له لوبولو او د ۸ لوبغاړو له سوځېدو سره یې افغان لوبډلې ته ۳۰۴ منډې هدف وټاکه.

افغان لوبډله وتوانېده چې په ۴۸ اورونو کې د ۷ لوبغاړو له سوځېدو سره ۲۷۷ منډې جوړې کړي؛ خو د باران د ورښت له امله د (DLS) میتود د پرېکړې پر بنسټ د سریلانکا لوبډله د ۸ منډو په توپير بریالۍ اعلان کړل شوه.

: ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د فېسبوک پاڼې له لارې، نړۍوال جام سیالیو ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لار موندنې مبارکي ویلې ده.

: ‏پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق ویلي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۸ تنو ژوند بایللی دی.

: ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د غویي میاشتې په ۷مه څه د پاسه زر تنه افغان کډوال له ایرانه په جبري او داوطلبانه توګه راستانه شوي او د اسلام کلا له لارې هېواد ته راغلي دي. دغه وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې له پاکستانه هم د څه باندې ۸۰۰ کډوالو د را ایستلو خبر ورکړی دی.

: ‏در پی فروریختن سقف یک خانه در ولسوالی الفتح ولایت سرپل یک زن جان باخته است.

حبیب‌الله مسرور سخن‌گوی والی سرپل به طلوع‌نیوز می‌گوید که سقف این خانه در پی باران‌های شدید در منطقه "ده میانه" فروریخته و ۷ فرد دیگر نیز در این رویداد زخم برداشته‌اند.

: ‏د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي انس حقاني پر خپله اېکس پاڼه د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د بریا او نړیوال جام ته یې د لار موندنې مبارکي ورکړې ده. د هېواد فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو کې نن قرغزستان ته ۵ پر ۳ ماتې ورکړې ده.

: ‏کشورهای عربی در نشست ریاض خواستار آتش‌بس در غزه شدند. مقامات شش کشور عربی در نشستی که در ریاض به میزبانی فیصل بن فرحان، وزیر امور خارجه عربستان سعودی برگزار شد، بر لزوم برقراری آتش بس فوری و کامل در غزه تاکید کردند.

: ‏طی حملات شب گذشته اردو اشغالگر اسرائیل به غزه 66 نفر جان باختند.

وزارت صحت فلسطین در غزه اعلام کرد که در حملات شب گذشته عساکر اشغالگر اسرائیل به مناطق مختلف غزه 66 فلسطینی دیگر جان باخته و 138 تن دیگر زخمی شدند.

: ‏اعتراض حامیان فلسطین به ضیافت انجمن خبرنگاران کاخ_سفید.

حامیان فلسطین در مقابل ساختمان محل برگزاری ضیافت انجمن خبرنگاران کاخ سفید که همه ساله با حضور رئیس جمهور آمریکا، اصحاب رسانه‌، چهره‌های مشهور هنری و سیاستمداران برگزار می‌شود، تجمع اعتراضی برگزار کردند.

: روسیه: کنترل نووباحموتوفکا در منطقه دونتسک را به دست گرفتیم.

وزارت دفاع روسیه طی اطلاعیه‌ای اعلام کرد که ارتش این کشور کنترل شهرک نووباحموتوفکا در منطقه دونتسک را به دست گرفته است.

: ‏د چین دولتي رسنیو راپورونو له مخې؛ د دغه هېواد په ګوانګژو ښار کې د توپانونو له کبله پنځه تنه مړه شوي او ۳۳ نور ژوبل دي.

راپورونه زیاتوي، یادو توپانونو کابو ۱۴۱ کارخونې زیانمنې کړې دي.

: ‏راپورونه کاږي چې یوه کس د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې په ۱۵۰ پاکستانۍ کلدارو رېکشه کرایه کړې وه چې هدف ته په رسېدو سره یې د رېکشې چلوونکي ته ۱۰۰ کلدارې ورکړې او پر پاتې ۵۰ کلدارو د دواړو ترمنځ شخړه رامنځته شوه.

د شخړې په لړ کې سورلۍ پر رېکشه چلوونکي ډزې کړې او هغه یې وژلی دی. راپورونو کې راغلي چې پولیسو یاد کس سمدلاسه نیولی دی.

: ‏راپورونه کاږي، روسي پوځیانو د اوکراین په ختیځ کې توغندیز بریدونه کړي چې د یاد هېواد برېښنايي تاسیساتو یې زیان اړولی دی.

راپورونه زیاتوي، ولسمشر ولادمیر زیلېنسکي له لویدیځ غوښتي څو د هوا دفاعي سیستمونه ورکړي.

: ‏د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، د دې هېواد یوې محکمې د احلام البشیر په نوم يوه سوریايي ښځه د ۱۸۰۰ کاله بند په محکم کېدو سربېره۲۲ زره ترکي لیره هم جریمه کړې ده.

په راپورونو کې راغلي، چې احلام البشیر د  "استانبول په استقلال واټ " کې د یوې حملي کولو او شپږو کسانو د وژلو په تور نیول شوې وه.

: ‏اتحادیه اروپا ۱۵ میلیون یورو به صندوق پشتیبانی از کودکان سازمان ملل متحد یا یونیسف برای مبارزه با سوءتغذیه و بهبود خدمات آب کمک کرده است. در خبرنامه‌ای این نهاد آمده که با این کمک به ۱.۷ میلیون مادر و کودک خدمات تغذیه، به ۸۰ هزار نفر خدمات آب‌ آشامیدنی سالم، به ۲۰۶ هزار نفر خدمات بهداشتی و به شش هزار دختر نوجوان آموزش مهارت و حرفه ارایه خواهد شد.

: ‏جنگ اونال سفیر ترکیه در کابل با هیات مالیزیایی به رهبری شاه زلینا نماینده نخست‌وزیر این کشور دیدار کرده است.

سفارت ترکیه در کابل نوشته که در این دیدار آخرین تحولات افغانستان مورد بحث و بررسی قرار گرفته است.

: ‏رسانه‌های کانادایی گزارش دادند که اتاوا در سال جاری تصمیم از سرگیری کمک‌های انکشافی خود را به افغانستان دارد. بر بنیاد گزارش، سازمان‌های بشردوستانه از تاخیر کانادا در از سرگیری کمک‌هایش به افغانستان انتقاد کرده و گفته‌اند که این تاخیر پایان ناپذیری برای کسانی است که به کمک نیاز دارند.

: ‏د ټاپي پروژې اجرايوي رییس محمد مراد امانوف ویلي چې ترکمنستان د سیمې له هېوادونو سره، د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی.

د یوې پاکستانۍ رسنۍ د راپور پر بنسټ، نوموړي چې په پاریس کې د «انرژۍ په برخه کې د ترکمنستان پانګونې» په غونډه کې وینا کوله زیاته کړې چې دغه هېواد د ټاپي پروژې په برخه کې ځينې پرمختګونه کړي دي.

امانوف څرګنده کړې چې په ترکمنستان کې د ګازو د نل‌لیکې چارې بشپړې شوي او اوس له نړۍوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر د دغې پروژې د مخته بیولو لپاره خبرې اترې روانې دي.

: ‏حوثیانو په یمن کې د امریکا یوه بله بې پیلوټه الوتکه هم له منځه وړې ده.

د حوثیانو ویاند یحیی سریع ویلي چې یمني ځواکونو یوه بریتانیوی کښتۍ په نښه کړې او د امریکا (MQ-9) بې پیلوټه الوتکه یې ویشتلې او له منځه وړې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک