د شرر ساپی لیکنی
نو ایا موږ د رحم وړ یو؟!
انسان او په تېره مسلمان باید نېکپاله وي، خو افغانان دې څلویښت کلنې جګړې دومره ځپلي چې په پړي هم د مار ګومان کوي، هیواد یو حساس پړاو ته ورننوتی دی، یو خوا جګړې، بله خوا فساد، بله خوا کورنا، په دې تیارو کې هيڅ رڼا نه ښکاري، که ښکاره شي هغه به هم د کوم لیوه سترګې وي.
خو انسان ته هغه وخت د الله تعالی د رحمت دروازه پرانستل کیږي، چې کله ټولې دروازې د انسان پرمخ وتړل شي.
ایا موږ د رحمت وړ یو؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: تاسې د زمکې په مخلوق رحم وکړئ چې الله تعالی پر تاسې رحم وکړي، بل حدیث وایی( څوک چې په چا رحم نه کوي په هغه الله تعالی رحم نه کوي)
یو انسان سپی ته اوبه ورکوي، الله تع...
نور ولوله
د فاطمې رض مينه له خپل پلار محمد ص سره
فاطمه رض لګیا ده، خپله کوټه سینګاروي، ډېره موده وروسته یې د کړکیو لپاره پردې موندلي، ډېره خوشاله ده، پردې یې راوځړولې، خبره شوې چې خوږ پلار یې له غزا سوبمن راستون شوی، د سپینو زرو لاکټ یې په غاړه کړ، د سپینو وښي یې په لاسو کړل، د خپل خواږ پلار د راتګ لاره څاري.
رحمة اللعالمين چې به له هر سفره راوګرځیده، لومړی به د خپلې لور فاطمې کور ته ورغی، بیا به د مېرمنو کورنو ته ولاړ، ماشومانو د مدینې په کوڅو کې منډې کړې، او چېغې یې کړې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګري یې ټول راغلل.
دا غږ د فاطمې رض غوږونو ته ورسېده، د حویلۍ په دروازه کې ودریده، رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډېر تمکین راروان دی، فاطمې ښه استقبال وکړ، کوټې ...
نور ولوله
لومړي درې ترهګر
عثمان رضی الله عنه یې شهید کړ، خلک علي کرم الله وجهه ته راټول شول، بیعت یې ورسره وکړ، خلیفه یې وټاکه، خو علي کرم الله وجهه دا بیعت ونه مانه، ویې ویل، تر هغې چې د مدینې استوګنو راسره بیعت نه وي کړی، ماته ستاسې بیعت قبول نه دی.
مدینه میشتو صحابو کرامو ورسره بیعت وکړ، علی رض خلیفه شو، معاویه رضی الله عنه له شام نه لشکر کشي وکړه چې د عثمان قاتلان قصاص کړي، دواړه لښکرې یو بل ته مخامخ شول، یوې سلا ته سره ورسیدل، خو د شپې له دواړو عسکر کوټونو منافقانو او فرصت طلبو یو بل باندې دې په پټه برید وکړ جګړه توده شوه، معاویه په شا شو.
د دواړو خواو نه یوه ډله راووتله، دوی وویل، باید علي، معاویه او عمروبن العاص ووژل شي څو دا فتنه ارامه شي.
د...
نور ولوله
د حدیبې سوله – پنځلسمه برخه
(( په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله مدینې ته راستنیږي. میرمنې یې ګرم استقبال کوي، عائشه رضی الله عنها له دوه مسلو خبريږي. له ام حبیبه سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم نکاح او له صفې رضی سره د رسول الله واده، ننګ کوي، ورځي چې صفیه وویني.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور په دوه ډلو ویشل شوی، یوې خوا حفصه او عائشه رضی الله عنهما وي او بلې خوا پاتې میرمنې چې مشري يې فاطمه الزهراء کوله... تاسې يې په خپله ولولئ))
نبي _صلی الله عليه وسلم_ د خیبر له فتحې بېرته مدينې ته راستون شو، د شپې په وروستۍ برخه کې په لاره و چې ويې ويل:
- څوک به مو سهار ته راويښ کړي کېدای شي وېده...
نور ولوله
د یوسف علیه السلام کیسه ولې الله تعالی په احسن القصص یاده کړې؟
خو له ډېرې مطالعې او د محققینو له لیکنو وروسته راته جوته شوه چې دا کیسه ولې احسن القصص ده، که غواړئ په همدې راز پوه شئ دا لیکنه ولولئ.
د یوسف علیه السلام نه مننه
۱—یوسفه، له تا مننه، ستا له کیسې مې زده کړل چې ځینې خلک له موږ سره کینه زموږ د عیبونو له امله نه بلکې زموږ د ښېګڼو له امله کوي، تاسره یې ځکه کینه وکړه چې ته ښکلی او خوږ وې، د دوی په څېر نه وې،او څوک نه غواړي چې عیبونه دې یاد شي
2- دا مې ترې زده کړل چې کله ناکله انسان له هغه ځایه ویشتل کیږې چې هیڅ توقع یې نه لرې، ته که له شرمخ نه وساتل شوې نو له وروڼو ونه ساتل شوې!
3- دا مې ترې زده کړل چې زه باید ټولو ته ...
نور ولوله
د حدیبې سوله - څوارلسمه برخه
(( قدرمنو لوستوالو! د خیبر د غزا کیسه ډېره اوږده او ډېر جزئیات يې لرل، له نورو جزئیاتو يې تیر شوم، وخت کم دی، خیبر فتحه شوه، په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چا په غوښه کې زهر ورکړل، کوم صحابي د مکې شتمن دوکه کړل چې محمد او ملګري یې وژل شويٍ او له خلکو يې به دې چل پيسې واخیستې، دا به هم ولولئ چې څنګه یې د صفيې سره واده وکړه، پاتې لیکنه خپله ولولئ))
د تورو شرنګا، د نیزو خرپا ، د غیشو شغار او د ټپیانو زبیرګي ارام شول،یوازې د پاتې خلکو ژړاګانې اورېدل کیدلې چې په مړو يې ژړل، بلال د احیی بن اخطب لور صفیه او د هغه ترله په مړو جسدونو را تېر کړل،صفیې چېغې کړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې کړېکې واورېدلې، په بلال يې غږ کړ، ستا له زړه څخه څه ...
نور ولوله
د حدیبې سوله - دیارلسمه برخه
مسلمانانو د نطاه له کلاګانو وروستۍ د قله کلا، کلا بنده کړه، يهودانو به پر غشو ويشتل او ډبرې به يې پرې راغورځولې جګړې ته نه راووتل،د کلابندۍ لومړۍ ورځ پای ته ورسيده خو مسلمانانو ته هيڅ په لاس ورنغلل.
محاصره اوږده شوه،يهودان د کلا مخې ته د مسلمانانو په بل شويو اورونو کې ټول جريان ګوري خو چې کله د سهار لمونځ وشو او لمر څېره ووهله د مسلمانانو غږونه په شعارپورته شول:
- يا منصور امت امت.
ليندې کش شوې او غشي له لېندو ووتل د کلا له برجونو جسدونو لکه اسماني ګټونه راپريوتل. خو په دويمه ورځ هم مسلمانانو کومه لاسته راوړنه نه لرله کلا د غره په سر وه او ټولې ورغلې لارې يې په ولکه کې وې....
نور ولوله
د حدیبې سوله - دولسمه برخه
(( په دې برخه کې به ولولئ چې د یهودانو مشر مرحب د علي په لاس څنګه وژل کیږي، یو خوا د مسلمانانو اتل، او بلې خوا د مشرکانو اتل مبارزې ته راوتلي، که غواړئ چې دغه صحنه په خپله وګورئ نو ويې لولئ)).
جګړه سخته ده او د نطاه کلاګانو جنګيالي جګړې ته راوځي او بېرته خپلو کلاګانو ته ننوځي، مسلمانان په ډبرو او غشو ولي، او رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ هره ورځ محمد بن مسلمه جګړې ته بوځي او په عسکر کوټ باندې عثمان بن عفان ټاکي، کله چې ماښام شي او خپلو ځايونو ته راستانه شي نو د ټپيانو درملنه کوي.
د شپې څوکۍ يې د خپلو ملګرو په منځ کې په نوبت کړه، کله چې شپږمه شپه شوه عمربن الخطاب ته يې څوکۍ وسپارله، عمر د خپلو ملګرو سره له عسکر کوټ نه وګرځېده ا...
نور ولوله
د حدیبې سوله -یولسمه برخه
(( په دې برخه کې به ولولئ چې د خیبر یهودانو د غطفان قبیله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې جګړې ته هڅوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم په خیبر برید وکړ، تور بیرغ يې پورته کړ، دا بیرغ د عائشې رضی الله عنها له پړونې جوړ شوی و، چې دا په خپله د بیرغ عظمت په ګوته کوي، خیبر ډېرې زیاتې کلاګانې لرلې، د خبیر جګړه ډېره سخته وه، راځئ ووینو چې په دې غزا کې څه وشول؟))
په خيبر کې يهودانو د محمد _صلی الله عليه وسلم_ پر وړاندې خپل زړونه په کينه او کرکه روزل، وخت يې لټاوه چې د اسلام په سينه ناڅاپه خنجر ومنډي. کله چې مسلمانان له عمري پرته د حديبې په سوله رضا شول او مدينې ته راوګرځېدل يهودانو ګومان وکړ چې نبي _صلی الله عليه وسلم_ د سولې شرطونه ځکه ومنل چې خپله کمزوري يې ومنله،...
نور ولوله
د حدیبې سوله - لسمه برخه
(( په دې برخه کې به ولولئ چې حاطب مقوقس ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیک وروړي، هغه ورته ډالۍ، دوه وینځې، ګبين او دلدل ورکوي، خو په خپله ملکۍ ویریږي او نه مسلمانیږي، راځي د حاطب او مقوقس ترمنځ په زړه پورې مکالمه واوروی))
رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په مدينه کې د خپلو ملګرو سره په مسجد کې ناست دی له قريشو سره يې د سولې تړون کړی،دغه سوله داسې نه وه چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ دې په خپل کور کې په ارامه لاس ترزنې کېنې،الله ورته امر کړی چې د هغه پيغام ورسوي رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ خپل استازي د نړۍ پاچاهانو ته ولېږل، هغه قيصر اسلام ته راوباله، کسرا ته يې ليک واستوه خو دغه مغرور پاچا ليک وشلوه نو الله يې هم پاچاهۍ تالا او ترغۍ کړه، ويې غوښتل چې مصر ته ...
نور ولوله
د حدیبې سوله - نهمه برخه
(( په دې برخه کې به تاسې د فارس د امپراتور د تخت او تاج د ماهیت په اړه، د هغه د اوږده پرتوګ چې اوس هم رواج دی، په زړه پورې معلومات ولولئ، له دې سر بيره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د استازی عبدالله بن السهمی ورتګ، د امپراتور له خوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لیک څيرول، په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د بادام خان عسکر لیږل چې د امپراتور په امر يې یا ووژني او يا يې ژوندی ونیسي.... پاتې کیسه په خپله وولئ))
هرقل کسرا ته ماتې ورکړه او صليب يې بېرته بيت المقدس ته راوړه، خو د دوهم کسرا لقبونه لا پرځای پاتې دي،د خدايانو او لوي خدای په منځ کې دی، د خلکو په منځ کې لا د ښه نوم څښتن دی چې د لمر سره رابيداريږي او سترګې يې د نيل سره روانې دي....
نور ولوله
د حدیبې سوله - اتمه برخه
(( په دې برخه کې به د ابوبصیر میړانه وګورئ، ابوبصیر مدینې ته مسلمان راځي، مشرکان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر رالیږي چې په خپله ژمنه او تړون وفا وکړه، ابو بصیر راوسپاره، دوه کسان پسې راځي، کله چې ورسره روانیږي، په لاره کې په دواړو برید کوي، یو وژني او دوهم په منډه مدینې ته ځان رارسوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم پناه ورکوي، پاتې کیسه خپله ولولئ))
قريشو ابو بصير بن اسيد بن جاريه الثقفي له هجرت کولو څخه منع کړ، خو ابوبصير ترې وتښتېد او نېغ مدينې ته راغی، څو له خپلو مسلمانانو وروڼو سره يو ځای شي. کله چې قريش خبر شول، نو د عبدالله بن عوف او اخنيس بن شريق ماما،ازهر بن عوف رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته ليک ولېږه چې ابو بصير بېرته ورکړي، او د بني عامر بن ...
نور ولوله
