No-IMG

نو ایا موږ د رحم وړ یو؟!

 

انسان او په تېره مسلمان باید نېکپاله وي، خو افغانان دې څلویښت کلنې جګړې دومره ځپلي چې په پړي هم د مار ګومان کوي، هیواد یو حساس پړاو ته ورننوتی دی، یو خوا جګړې، بله خوا فساد، بله خوا کورنا، په دې تیارو کې هيڅ رڼا نه ښکاري، که ښکاره شي هغه به هم د کوم لیوه سترګې وي.

 خو انسان  ته هغه وخت د الله تعالی د رحمت دروازه پرانستل کیږي، چې کله ټولې دروازې د انسان پرمخ وتړل شي.

ایا موږ د رحمت وړ یو؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: تاسې د زمکې په مخلوق رحم وکړئ چې الله تعالی پر تاسې رحم وکړي، بل حدیث وایی( څوک چې په چا رحم نه کوي په هغه الله تعالی رحم نه کوي)

یو انسان سپی ته اوبه ورکوي، الله تعالی یې په بدل کې جنت ورکړ، سره له دې چې په کوم کور کې بې ضرورته سپی وي، هلته ملایکې نه راځې.

زموږ ماشومان که په کوڅه کې کومه پیشو وویني، تر هغې یې په ډبرو ولي چې یا مړه شي او یا وتښتي.

موږ ډېر سخت زړی ملت یو.

له لومړي فرد نه تر وروستي غله او مفسدان یو. که تاسې په ښار کې ریړې ته ولاړ غریب ترکاري پلورنکي نه ترکاري رانیسئ، کوشش به کوي چې خوسا او خراب شی درکړي.

په ټیټه کچه مو دغه حال دی، په لوړه کچه حال د ویلو نه دی.

نو ایا موږ د رحم وړ یو؟!

تاسې وینئ چې په پرلپسې توګه د بریښنا ستنې د شخصي ګټو په خاطر ویجاړیږي، ملیونونه انسانانو باندې بریښنا قطع کیږي. ماشومان اختطاف کیږي........

خو زما رب ډېر مهربان دی، ډېر رحیم ذات دی، فرعون د خدایی دعوه کوي، خو زموږ مهربان خدای موسی علیه السلام ته وایی،( ته او ورور دې ورشئ ډېرې نرمې خبرې ورسره وکړئ، ګوندې بېرته راوګرځي). سره له دې چې ډېر بې نیازه دی، خو د خپل رحمت پر بنیاد موسی علیه السلام ورلیږي.

ای مهربان خدایه د رحم غوښتو جرات نه لرو خو تا راښودلي چې زما له رحمت نه مه نهیلي کیږئ، زه ستاسې ټول ګناهونه بخښم، نو ای مهربان خدایه ته په دې ملت رحم وکړه، او دا مصیبتونه مو له سره لرې کړه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک