د حدیبې سوله - لسمه برخه
(( په دې برخه کې به ولولئ چې حاطب مقوقس ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیک وروړي، هغه ورته ډالۍ، دوه وینځې، ګبين او دلدل ورکوي، خو په خپله ملکۍ ویریږي او نه مسلمانیږي، راځي د حاطب او مقوقس ترمنځ په زړه پورې مکالمه واوروی))
رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په مدينه کې د خپلو ملګرو سره په مسجد کې ناست دی له قريشو سره يې د سولې تړون کړی،دغه سوله داسې نه وه چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ دې په خپل کور کې په ارامه لاس ترزنې کېنې،الله ورته امر کړی چې د هغه پيغام ورسوي رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ خپل استازي د نړۍ پاچاهانو ته ولېږل، هغه قيصر اسلام ته راوباله، کسرا ته يې ليک واستوه خو دغه مغرور پاچا ليک وشلوه نو الله يې هم پاچاهۍ تالا او ترغۍ کړه، ويې غوښتل چې مصر ته ليک واستوي نو ويې ويل:
- اي خلکو څوک به زما دا ليک مصر ته ورسوي او اجر به يې الله ورکړي.
حاطب بن ابي بلتعه راټوپ کړې او ويې ويل:
ـ ای د الله رسوله دا به زه وکړم.
ـ حاطب! الله دې برکتې کړه.
حاطب ليک واخيست او له رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ نه يې خدای په اماني واخيسته خپل کور ته لاړ، خپل اس يې زين کړ او له کورنۍ نه رخصت شو، مصر ته روان دی هغه ته لاره معلومه وه ډېر ځله په سوداګري سفر تللی و، خو دا ځل په ټوله لاره داسې احساس کوي چې اوس په داسې سوداګري سفر روان دی چې هيڅ تاوان نه لري، داسې سوداګري چې له دوزخه يې ژغوري.
په مصر باندې جريج بن ميناء حاکم و چې په مقوقس ياديده، مقوقس په لغت کې د ودانۍ دانګونکی ته وايي،دا مصري سړی و د هرقل له خوا به يې مالي ټيکسونه راټولول او بيا به يې قسطنطنيې ته لېږل، او د روماني اباطرو پلوي و، اسکندريه يې د خپلې ناستې ځای ټاکلی و څو د روماني امپراطورۍ پلازمېنې ته نېږدې وي.
حاطب منف ته لاړ د هغې لوړو ودانيو او لويو دروازو نه تېريده چې ده پخوا هم لېدلې وې نو ځکه يې دومره د پام وړ ونه ګرځېدې، د حاکم ماڼۍ ته ورغی خو هلته يې ونه موند اسکندريه ته لاړ هلته ورته وويل شول چې د سمندر پرغاړه مجلس لري، حاطب کېښتۍ ته وخوت مجلس ته ورننوت ليک يې ورته وښود، کله چې يې د هغه په لاس کې ليک وليد د راغوښتلو امر يې وکړ، کله چې راغی ليک ته يې وکتل خلاص يې کړ او ويې لوست:
- (( بسم الله الرحمن الرحيم، د عبدالله زوی محمد نه د قبطيانو مشر مقوقس ته. مسلمان شه چې الله دې اجر دوه برابره کړي، که دې مخ وګرځاوه نو د قبطيانو ګناه به پرغاړه واخلې. او اي د کتاب څښتنانو داسې يوه ټکي ته راشئ چې زموږ او ستاسې ترمنځ مشترک وي له يوه الله پرته به د بل چا عبادت نه کو،نه به ورسره څوک شريکوو، يوبل به له الله پرته په خدای ولۍ نه نيسو، که دوی له حق دین څخه مخ واړو ورته ووایې، ګواه ووسئ چې موږ د اسلام د دين پیروي کوو)).
حاطب ته يې مخ کړې او ويې ويل:
- که په رښتيا هم نبي وي، نو بيا د خپل قوم مخالفانو ته له خېرا نه چا منع کړ چې د خپلې سېمې نه يې بلې سېمې ته راوشاړه؟
حاطب د نزاکت له مخې چوپ شو خو چې کله مقوقس د ناستو له خوا د خپلې پوښتنې تايد ولېد نو بيا يې وپوښته:
- که په رښتيا هم نبي وي نو بيا د خپل قوم مخالفانو ته له خېرا نه چا منع کړ چې د خپلې سېمې نه يې بلې سېمې ته راوشاړه؟
حاطب وويل :
- ايا ته په خپله په دې ګواهي نه ورکوې چې عيسی د الله رسول دی؟ نو بيا چې يې قوم د وژلو اراده وکړه ولې يې له الله تعالی نه د خپل قوم د هلاکت غوښتنه ونه کړه تر دې چې الله پورته کړ؟
مقوقس ورته په حېرانتيا وروکتل، هغه د محمد _صلی الله عليه وسلم_ له بعثت نه مخکې له ډېرو عربانو سره مخ شوی دی، ډېر فصيح خلک و خو په دې نه پوهېدل چې کتاب څه شی دی او ايمان څه ته وايې؟دوی خو يواځې د بتانو عبادت کاوه نو ويې ويل:
- ډېرښه،ته پوهاند له پوهانده راغلی يې.
- له تانه مخکې په دې خاوره يو سړی و دعوه يې لرله چې لوي رب دی، الله د دنيا او اخرت لپاره عبرت وګرځاوه، او الله ترې غچ واخيست، له نورو عبرت واخله نه دا چې نور له تا عبرت واخلي.
مقوقس او شا او خوا خلک حاطب ته وارخطا ورګوري، دوی پوه شول چې د موسی فرعون يادوي، خو دې عربي دا دومره پوه او معلومات له کومه کړل؟ حاطب خپلو خبرو ته ادامه ورکړه:
- دې نبي خلک د الله وحدانيت ته راوبلل، خو تر ټولو نه زيات کړاونه قريشو ورواړول، يهودانو يې پر واړندې خپله دښمني په ډاګه کړه، نصرانيان ورته يو څه نژدې شول، سوګند خورم چې د عيسې _صلی الله عليه وسلم_ په اړه د موسی خبرتيا داسې ده لکه د محمد _صلی الله عليه وسلم_ په اړه د عيسې _صلی الله عليه وسلم_ خبرتيا او زموږ له خوا قران ته ستاسې بلنه داسې ده لکه د توارات د څښتنانو ته د انجيل بلنه، هرنبي چې کوم قوم ته راغلی په کار ده اطاعت يې وکړي، او ته هم له هغو څخه يې چې د دې نبي نه خبر شوې نو موږ دې د مسيح _صلی الله عليه وسلم_ له دين څخه نه منع کوو خو ولې په دې درته امر کوو.
مقوقس وويل:
- ما د دې نبي چارې ولېدې په اضافې شيانو امر نه کوي او له اړتياو خلک نه منع کوي، کوم بېلارې ساحر نه دی او نه هم کوم درواغجن کاهن دی، ما ورسره د نبوت نښه ومونده چې پټې خبرې راوباسي،او وبه ګورم.
هرقل د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ د استازي درناوی وکړ مقوقس دا له ځان لپاره کومه ننګونه ونه ګڼله چې د حاطب درناوی دې ونه کړي نو سل ديناره او پنځه جوړې يې ورکړې، او خپله مېلمستيا ته يې راوباله، کله چې د تګ وخت راغی مقوقس خپل ليکوال راوغوښت په عربي يې نبي _صلی الله عليه وسلم_ ته وليکل: (( بسم الله الرحمن الرحيم. د عبدالله زوی محمد ته د قبطيانو د مشر مقوقس له خوا. پرتا دې سلام وي. اما بعد: ما ستا ليک ولوست او څه چې دې پکې ياد کړي و او څه ته چې بلنه کوي پرې پوه شوم، زه پوهېدلم چې يو نبي پاتې دی او ګومان مې لره چې په شام کې به راڅرګند شي. ستا د استازي درناوی مې وکړ، تاسې ته مې دوه داسې وينځې دروليږلې چې په قبطيانو کې يې ځانګړی ځای لره. جامې مې هم دروليږلې او يوه قچره مې هم درډالۍ کړه چې ته به پرې سپريږې او پرتا دې سلام وي)).
حاطب له مقوقس سره پنځه ورځې پاتې شو او په شپږمه ورځ د مقوقس له ماڼۍ نه د مدينې په لاره روان شول يواځې تللی و خو له هغې خوا ورسره قبطې ماريه، د هغې خور سيرين، يو تن طبيب، سپينه قچره او د مقوقس ډالۍ راروانې دي.
دا چې څنګه له ماڼۍ ووتل او په پټيو کې روان شول سترګې يې په روماني ګمرکي مامورينو ولګيدې چې په بزګرانو يې ظلم زياتی کاوه او ډول ډول شکنجې يې ورکولې، په مخونو خواشيني راڅرګنده شوه، سرونه اسمان ته پورته شول ګوندې د نړۍ له پاچا نه نجات غواړي، خو په دې نه پوهيدل چې نجات نېږدې شوی دی او د قبط مشر ته د محمد بن عبدالله _صلی الله عليه وسلم_ لومړی استازی د دې ښکارندوي کوي.
حاطب د مقوقس د خبرو په اړه د خپل فکر نيلی پرېښود مقوقس ورته د مخه ښې پرمهال وويل: (( قبطيان دا نه مني چې زه دې د محمد متابعت وکړم او زه په خپله ملکۍ ويريږم چې له لاسه يې ورنه کړم))
ايا انسان هغه حقيقت چې پرې باوري شوي وي، د پوپنا کېدونکې پاچاهۍ نه يې ځار کړي؟ ايا د روښانه لارې له موندلو وروسته دې هم يو څوک په تيارو کې په خړپوڅو روان وي؟ ايا د دنيا په خاطر دې اخرت قرباني کړي؟ حاطب او ورسره کسان د مصري عسکرو په بدرګه د مدينې لاره لنډوي، په يوه قافله واوښتل چې له شام نه مدينې ته روانه وه، عسکر ترې راستانه شول او هغوی له قافلې سره روان شول، تر دې چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته ورغلل او د مقوقس خبره يې ورته ورسوله: (( قبطيان په دې اړه زما نه مني چې زه دې د هغه متابعت وکړم او نه غواړم چې زما په مناقشه ته پوهه شي، زه په خپله ملکۍ ويريږم،خپل ملګري ته ستون شه او زما نه لاړ شه او پام کوه چې قبطيان درنه يوه کلېمه هم وانه وري)) . نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:
- خبيث په خپله ملکۍ شومتيا وکړه او ملکي يې نه پاتې کېږي.
نبي _صلی الله عليه وسلم_ طبيب ته وويل:
- خپلې کورنۍ ته دې ستون شه! موږ داسې قوم يو چې وږي شوي نه ياستو نو ډوډۍ نه خورو او چې کله يې خورو نو ځانونه نه مړو.
نبي _صلی الله عليه وسلم_ ته يې د مقوقس ډالۍ: ماريه، شل جوړه جامې، ګبين او سپينه قچر چې دلدل نوم يې پرې کېښود ورکړل، هغه مهال عربانو قچرې نه پيژندې او له دې پرته بله قچر هم نه وه، سيرين خو يې خپل شاعر حسان بن ثابت ته ورکړه. خو ماريې د عربانو د مور مصرۍ هاجرې يادونه راتازه کړل نو نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:
- تاسې به مصر هرومرو فتحه کوئ له اوسيدونکو سره يې غوره او ښه چلند وکړئ هغوی له تاسې سره خپلوي لري.
