No-IMG

د حدیبې سوله -یولسمه برخه

(( په دې برخه کې به ولولئ چې د خیبر یهودانو د غطفان قبیله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې جګړې ته هڅوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم په خیبر برید وکړ، تور بیرغ يې پورته کړ، دا بیرغ د عائشې رضی الله عنها له پړونې جوړ شوی و، چې دا په خپله د بیرغ عظمت په ګوته کوي، خیبر ډېرې زیاتې کلاګانې لرلې، د خبیر جګړه ډېره سخته وه، راځئ ووینو چې په دې غزا کې څه وشول؟))

په خيبر کې يهودانو د محمد _صلی الله عليه وسلم_ پر وړاندې خپل زړونه په کينه او کرکه روزل، وخت يې لټاوه چې د اسلام په سينه ناڅاپه خنجر ومنډي. کله چې مسلمانان له عمري پرته د حديبې په سوله رضا شول او مدينې ته راوګرځېدل يهودانو ګومان وکړ چې نبي _صلی الله عليه وسلم_ د سولې شرطونه ځکه ومنل چې خپله کمزوري يې ومنله، نو غوښتل يې چې دا د ځان لپاره يو ښه چانس ولټوي، نو غطفان پسې يې خلک وليږل چې د رسول الله صلي الله _صلی الله عليه وسلم_ په وړاندې يې جګړې ته راوبلي.

رسول الله _صلی الله عليه وسلم_  ته خبر راورسېده چې خيبر يې جګړې ته مټې رانغښتې دي، دېته  يې انتظار ونه کړ چې بريد پرې وکړي، د حديبې ملګري يې راټول کړل، د حديبې له غزا نه پاتې شوې هم ورته راورسېدل چې د غنيمت لپاره ورسره ووځي نو رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

 - تاسې به يواځې د جهاد په نېت لما سره وځئ او د غنيمت لپاره به نه وځئ.

بيا يې يوتن ته امر وکړ چې په خلکو غږ وکړي. نبي _صلی الله عليه وسلم_ د حديبې نه د يوې او يا څو مياشتو وروسته د هجرت په اوم کال د محرم په مياشت کې روان شو او په مدينه يې سباع بن عرفطه الغفاري وټاکه، د خپلو مېرمنو څخه يې ام سلمه له ځان سره واخيسته، او نبي _صلی الله عليه وسلم_ د سلمه بن لاکوع ورور عامر بن الاکوع ته په لاره وويل:

 - کوز شه او زموږ کاروان روان کړه.

هغه بخښنه وغوښته:

 ـ ای د الله رسوله زما خبرې خلاصې شوی.

عامر شعر نه وايه، عمر ورته وويل:

 - واوره او ويې منه.

هغه راکوز شو او شروع يې وکړه:

په الله که الله نه وای

هدايت به نصيب نه و

نه به کړی مو باور و

نه به کړي مو لمونځونه

موږه داسې سرشار خلک

چې زياتی راسره وشي

او فتنې ته مو راکاږي

موږ يې مخې ته دريږو

او د تورو په شرنګا کې

مو پښې ټينګه کړه په ځمکه

خپل سکون په موږ نازل کړه

لويه خدايه

رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ وويل :

 ـ ستا رب دې په تا ورحميږي.

رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ چې به څوک په دعا او رحمت ځانګړی کړ هغه به شهيد کېده، عمر وويل:

 - ای د الله رسوله په خدای لکه چې ورته واجب شو، که عامر راته پاتې وای.

کله چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ له مدينه څخه ووت، نو د عصر په غره تېر شو، هلته يې پکې جومات ودان کړ، بيا يې د صهباء لاره ونېوله، بيا يې خپل لښکر د رجيع په ناو روان کړ، د خيبر او غطفان ترمنځ يې واړول، څو د دواړو ترمنځ غځېدلې لاره وتړي، غطفان له پلانه خبر شول، سره راټول شول چې د يهودانو سره مرسته وکړي، کله چې يې لږ مزل وکړ، په خپلو کورنيو يې د بريد احساس وکړ، بېرته راوګرځيدل په خپلو کورنو کې پاتې شول  خيبر او رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ يې سره پرېښودل.

مسلمانان شپاړس سوه جنګيالي وو، په وسلو ښه سبمال وو چې دوه سوه يې اسپوران و، هر جنګيالي چابکه سپرلۍ لرله، له لښکر سره د جنګياليو مېرمنې هم ووتلې چې دټپيانو په درملنه کې برخه واخلي، د جګړو په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې د درملنې په موخه مېرمنې جګړې ته ځې، تر دې پخوا به ښځې جګړو ته د جنګيالو د هڅونې په موخه تللې.

لښکر تور لوي بېرغ پورته کړ چې تور باز نومېده او د عائشې له پړونې څخه جوړ شوی و، کله چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ خيبر ته ورسېده نو خپلو ملګرو ته يې وويل:

 - ودريږئ.

بيا يې وويل:

 - اي د اسمانونو پالونکی الله چې سيوري يې کړي،او د ځمکو پالونکی چې بار کړي يې دي، د شيطانانانو پالونکی او هغه چې بېلارې کړي يې دي، د بادونو پالونکی چې رالوځولي يې دي،موږ له تانه د دې کلي ښيګڼه غواړو،د دې کلي د اوسيدونکو او هغه څه چې په دې کلي کې دي، دهغې ښېګڼه درنه هم غواړو او د دې له شرڅخه درنه پناه غواړم د دې اوسيدونکو او څه چې پکې دي د هغې له شر څخه درنه پناه غواړو، د الله په نامه ورمخکې شئ.

خلک ناو ته وختل او د تکبير غږ په ناو کې راوګرځېده.

 - الله اکبر، لا اله الا الله .

نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

 - په خپلو ځانونو مهربانه شئ، تاسې د خپلو غږونو په لوړولو کې مبالغه مه کوئ. تاسې کوم کوڼ او يا هم کوم ورک سړي ته غږونه نه کوئ، تاسې نېږدې اوريدونکی راغواړئ او هغه له تاسې سره دی.

کله چې يې د هغوی په سېمه کې واړول، دغه شپه هم دلته پاتې شول، او چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ به د چا په وړاندې جګړه کوله، نو تر هغې به يې نه پيل کوله څو چې به سهار شوی نه و، که به يې اذان واوريده، بريد به يې نه کاوه خو چې اذان به يې وانه ورېده، بريد به يې وکړ، خيبر کې د شپې پاتې شول، کله چې سهار شو، اذان يې وانه ورېده، سپرلۍ ته وخوت او ملګري يې هم سپاره شول، انس بن مالک په ابی طلحه پسې شاته کيناست او پښې يې د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ نه لګيدلې، د يهودانو زړونه رپېدل خپلې کلاوې يې خلاصې کړې خپلو کارونو پسې وتل، کولنګ او بيلچې يې راواخيستې، کله چې يې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ وليد نو ويې ويل:

 - محمد او منظم جنګي لښکر.

په منډه خپلو کلاو ته ورغلل او رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ويل:

 - الله اکبر،خراب شو خيبر،کله چې موږ د يو قوم په سېمه راشو نو بيا د وېرونکو سهار خراب شي.

رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ وعظ وکړ، واړه بېرغونه يې پرې وويشل، غږونه پورته شول:

 ـ يا منصور امت، يا منصور امت.

يهودان په خپلو کلاګانو کې له ويرې اوار رپيدل، دوی لس زره جنګيالي وو، د منافقانو مشر عبدالله بن ابي ابن سلول پسې خبر وليږه چې محمد در روان دی تاسې بېدار اوسئ، خپل مالونه خپلو کلاګانو ته ننباسئ او جګړې ته يې راووځئ او هيڅ ډول وېره ترې ونه کړئ،تاسې ډېر ياست او محمد وړه ډلګۍ ده،دومره وسله هم نه لري.

دوی به ډلې ډلې راووتل او په ليکو کې به ودريدل بيا به يې په ملنډو کې ويل:

 - محمد اوس په موږ بريد کوئ؟ کاش کاش

دوی په دې باوري و چې له محمد _صلی الله عليه وسلم_ سره به په مدينه کې جګړه کوي، خو  اوس محمد _صلی الله عليه وسلم_ او ملګري يې د کلاګانو په لور روان دي.

خيبر ډېرې کلاوې لرلې چې له هغې نه نطاه،د ابن معاذ سخته کلا، نرمه کلا،د زبېر کلا د نطاه کلاوې وې، نورې هم وې د ابي کلا، د نزار کلا، د ډلګۍ کلا، او نورې يې قموص، وطيح او سلالم وې.

نبي _صلی الله عليه وسلم_ د نطاه له کلاو سره واړول، حباب بن المنذر ورته راغی او ويې ويل:

 - ای د الله رسوله تا په دغه ځای کې واړول، که دا درته امر شوی وي چې خبرې پرې ونه کړو،او که ستا شخصي نظر وي چې بيا موږ هم خپل نظر څرګند کړو .

 - نه يواځې نظر دی.

 - ای د الله رسوله د نطاه د خلکو په اړه زه معلومات لرم، دوی ډېر لرې غشي ويشتونکي دي، موږ دهغوی په څېر نه يو،هغوی په موږ باندې په لوړه دي او غشې يې موږ ته ژر رسيږي، او لرې نه ده چې د کجورو په ټلونو کې ورننوځي ای د الله رسوله دا ځای پريږده.

 - ښه نظر دی، انشاء الله چې ماښام شي ترې وبه کوچيږو.

رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ محمد بن مسلمه راوغوښت او ويې ويل:

 - لرې کور راته پيدا کړه.

محمد بن مسلمه وګرځېد او بيا يې وويل:

 - اي د الله رسوله کور مې درته پيدا کړ.

 - د الله په برکت.

ماښام ته نژدې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ صخرې ته ورغی او نورو ته يې هم امر وکړ چې ورشئ، دغه ځای يې خپل عسکر کوټ وټاکه، همدلته رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ يو جومات جوړ کړ او تر پايه يې پکې لمونځ کاوه.

يهودانو به مسلمانان په غشو ويشتل، نبي _صلی الله عليه وسلم_ د دغه کلاګانو اړوند کجورې واړولې، تر دې چې څلور سوه کجورې يې واړولې بيا يې له قطع کولو نه منع کړل، مسلمانانو د ناعم په کلا بريد وکړ، دوی پرې غشي ورول، يهودانو د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ سره جګړه کوله او هغه په يو اس چې ظرب نومېده سپور و، دوه زغرې يې اغوستې وې اوسپنيز خول يې چې لاندې ترې سيمي جال لګېدلی و، په لاس کې يې توره او ډال نېولې و، نبي _صلی الله عليه وسلم_ بېرغ عمربن الخطاب ته ورکړ، د هغه سره خلک پاڅېدل او دخيبريانو سره مخ شول، عمر د خپلو ملګرو سره ماتې وخوړه او رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته راستون شو، رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ نيم سيري درلود، خلکو ته بېرون نه شو، نو ابوبکر د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ بېرغ راواخيست، بيا پورته شو ښه شېبه جګړه يې وکړه، بېرته واپس شو، بيا عمربن الخطاب بېرغ بېرته واخيست د لومړۍ جګړې نه يې سخته جګړه وکړه، بېرته راستون شو، انصارو په کلا بريد وکړ، سخته ګرمي وه، محمودبن مسلمه ډېر په مېړانه جنګېده، تر دې چې ستړی شو وسله ورباندې درنه شوه، نو د ناعم کلا سېورې ته کيناست، مرحب او کنانه بن الربيع د ميچنې پل پورته کړه او پرې راويې غورځاوه په سر يې خول مات شو د تندي پوستکی يې په مخ راخور شو او سترګه يې ووتله، مسلمانانو ځانونه ورورسول نبي _صلی الله عليه وسلم_ ته يې راوړه. هغه يې پوستکی بېرته په تندي ورخور کړ. سر يې ورته په ټوټه وتړه خو د ټپ له ژورتيا ومړ.

ورور يې محمد بن مسلمه رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته راغی او په غوسه يې وويل:

 - يهودانو زما ورور محمود بن مسلمه وواژه.

محمد بن مسلمه غوښتل چې د خپل ورور غچ واخلي او د يهودانو کلا ته ورمخکې شي، نو نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

 - د دښمن سره د مخ کېدو ارزو مه کوئ او د الله نه بخښنه وغواړئ، تاسې نه پوهيږۍ چې څه به درسيږي، خو چې ورسره مخ شوئ نو بيا ووايې: اي الله ته زموږ او د دوی رب يې د دوی او زموږ د چارو واګي ستا په لاس کې دي او بېشکه چې ته ورسره جګړه کوې، بيا په ځمکه کېنې خو چې درپسې راغلل پاڅيږئ تکبېر چېغه وکړئ.

د يهودانو جنګي ډلې د ياسر په مشرۍ جګړې ته رامخکې شوې،انصار يې په شا کړل تر دې چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته ورسيدل، دا په رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ سخته شوه او خواشينی شو.

دوام لري

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک