د حدیبې سوله - دیارلسمه برخه
مسلمانانو د نطاه له کلاګانو وروستۍ د قله کلا، کلا بنده کړه، يهودانو به پر غشو ويشتل او ډبرې به يې پرې راغورځولې جګړې ته نه راووتل،د کلابندۍ لومړۍ ورځ پای ته ورسيده خو مسلمانانو ته هيڅ په لاس ورنغلل.
محاصره اوږده شوه،يهودان د کلا مخې ته د مسلمانانو په بل شويو اورونو کې ټول جريان ګوري خو چې کله د سهار لمونځ وشو او لمر څېره ووهله د مسلمانانو غږونه په شعارپورته شول:
- يا منصور امت امت.
ليندې کش شوې او غشي له لېندو ووتل د کلا له برجونو جسدونو لکه اسماني ګټونه راپريوتل. خو په دويمه ورځ هم مسلمانانو کومه لاسته راوړنه نه لرله کلا د غره په سر وه او ټولې ورغلې لارې يې په ولکه کې وې.
درېمه ورځ راورسېده مسلمانانو هڅه وکړه چې کلا ته ځانونه ورسوي خو يهودانو پرې د باران په څېر غشي راوورول او بېرته په شا شول، پرېکړه يې وکړه چې بايد د دغه کلا محاصره اوږده شي څو د ولږې، او تندې له کبله د مسلمانانو په پرېکړه راکوز شي.
شپه راغله يو يهودي د تيارې نه په ګټه د مسلمانانو عسکر کوټ ته ځان ورساوه په دغه شپه محمد بن مسلمه د عسکر کوټ ساتنه کوله، يهودي له رسول الله علیه السلام سره دليدو غوښتنه وکړه د مسلمه زوی هغه رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته ورووست نو ويې ويل:
- اي ابوالقاسم که د سر امان راکوې داسې يو څه درښايم چې بېغمه دې کړم؟ که يوه مياشت يې هم محاصره کړې دغه کلا نه شې فتحه کولی په دغه کلا کې د ځمکې لاندې اوبه تېرې شوي دي د شپې له خوا ورته راوځي او ځانونه مړوي، که دغه اوبه ورباندې وتړې نو مري. نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورغلې وياله وتړله يهودانو بې له دې چې د خپل ژوند څخه د دفاع لپاره وجنګيږي بله لاره يې ونه موندله، د لومړي کتاب خاوندانو او د هغو خلکو ترمنځ سخته جګړه ونخښته چې غواړي حق بريالي شي او د الله خبره لوړه شي. د ځينې يهودانو روحونه له تنو وختل او ځېنې مسلمانان شهيدان شول مسلمانانو په يهودانو يو زوروره حمله وروړه غږونو يې د تېرو تورو په څېر کار کاوه،دځمکې اواسمان ترمنځ دمسلمانانو شعار انګازې کولې (( يامنصور امت امت)). نژدې وه چې د دښمنانو روحونه مخکې له دې چې غشي يې له زړونو ووځي او ياهم سرونه يې تورې وخوري له وېرې يې ووځي.
ښځو د برجونو څخه د خپلو سړيو ماتې ولېده کړېکې يې کړي او هڅه يې کوله چې په خپلو غږونو خپل جنګيالي وهڅوي خو اوازونه يې بادونو له ځان سره يوړل، او د ټپي جنګياليو په زبيرګو کې ورک شول،يهودي جنګيالي له هرڅه بېزاره وو يواځې يې د خپلو څرمنو د ساتلو او ژغورنې هڅه کوله.
يهودان کلا ته ننوتل او مسلمانان سم ورپسې دي، د کلا دننه جګړه ونخښته په چېغو کې د تورو شرنګا او د نيزو خرپا ورکه شوه،ښځو په کلا کې له وېرې يوې خوا او بلې خوا منډې وهلې.
د تورو شرنګا ورکه شوه او د چيغو اوزاونه پورته شول مسلمانانو سړي ښځې او ماشومان عسکر کوټ ته بنديان روان کړل.
په لرې مسافه کې يو ډله راښکاره شوه، ټول ورته ځېر شول، کله چې عسکر کوټ ته رالنډ شول، خلکو وپيژندل، اويا دوسي کورنۍ وې چې د طفيل بن عمرو الدوسي په مشرۍ راغلې او ابوهريره هم ورسره و. مخکې له دې چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ مدينې ته هجرت وکړي، طفيل په اسلام مشرف شوی ،و بيا خپل قوم ته راستون شو، ابوهريره ورته مثبت ځواب ووايه، خو قوم يې سستي وکړه، بېرته رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته راغی او ورته يې وويل:
- خېرا ورته وکړه.
نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:
- اي الله دوس ته هدايت وکړه او رايې وله.
بيا يې ورته وويل:
- قوم ته دې ورشه، دعوت ورته ورکړه او پرې مهربانه شه.
خپل قوم ته ستون شو، د دوس په خاوره يې خلک اسلام ته رابلل، رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته یې داسې مهال هجرت وکړ چې د بدر، احد او خندق غزاګانې تېرې شوې وې، خپله مسلمان شو قوميانو سره مدينې ته راغی، ابوهريره د سهار لمونځ په سباع بن عرفطه پسې وکړ،په لومړي رکعت کې يې سوره مريم ولوست او په دوهم کې يې ويل للمطففين( کنډه وهونکي دې تباه شي) ولوست.
ابوهريره په خپله زړه کې وويل:
- زما پلار دې تبا شي!
ابوهريره ته د ازدیان ورياد شول، د ازد په خاوره داسې څوک نه و چې دوه پيمانې به يې نه درلودلې : يوه باندې به يې ځانته تلل او په بله به يې خلکو ته تلل.
طفيل او ورسره ملګرو يې د مسلمانانو په عسکر کوټ کې واړول، د ورځې انتظار يې ويسته چې له رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ سره وګوري، د ابي هريره غلام ورک شو هغه يو بيت زمزمه کړ:
ستړې شپې څومر اوږده يې
خو ښه دا ده چې شوې خلاصه
د کافرو له دېرې نه
بلال د سهار اذان وکړ، په عسکر کوټ کې ټول خلک په رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ پسې په لمانځه ودريدل، کله چې لمونځ وشو، د ازد مشران رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته ورغلل طفيل بن عمرو وويل:
- ای د الله رسوله د لښکر ښې اړخ موږ ته پرېږده او شعار مو ثوابي کړه.
د ابوهريره غلام راښکاره شو چې تېره شپه ورک شوی و نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:
- ابو هرېره دا ستا مريه دی؟
ابوهرېره له ډېرې خوښۍ وويل:
- هغه د الله لپاره ازاد دی.
