د شرر ساپی لیکنی
له داسې هېواد نه دفاع احمقانه کار دی چې نه په کې کور او نه په کې ورځني خواړه لرم
دا ستر حماقت دی چې ځان د دې لپاره قرباني کړم څو مې سبا ماشومان په کوڅو کې خیرات وغواړي او مېرمن مې د شتمنو په کورنو کې جامي ووینځي
کور هغه دی چې د ژوند اړتیاوي په کې وي، نه د مرګ لاملونه.
هېواد پورې ځان تړل، هغه دروغ دي چې سیاستوالو او واکمنو رامنځ ته کړي، څو د دوی لپاره ځانونه ووژنو.
.
د هېواد لپاره په قربانۍ باور نه لرم
هېواد هیڅکله نه زیانمن کیږي، موږ زیانمن کیږو
کله چې هېواد په جګړه اخته کیږي، یوازې په غریبانو غږ کیږي چې له هیواده دفاع وکړي.
خو چې کله جګړه ودریږي، پر مسئولو اشخاصو غږ کیږي چې غنیمتونه او منصبونه وویشي.
ګله چ...
نور ولوله
تر هغې ښځه نه کوم چې تر څو مې له سلو نارینو سره مشوره نه وي کړي
سوګند یې وکړ تر هغې ښځه نه کوم چې تر څو مې له سلو نارینو سره مشوره نه وي کړي، نه نوي نارینو نه یې مشوره واخیسته، یو پاتې شو، هوډ یې وکړ چې سبا هر څوک ورسره لومړی مخ شو، له هغه به مشوره اخلي.
سهار چې له کوره ووت، له لیوني سره مخ شو، په لکړه سپور و،خواشینی شو، خو بیا هم د خپلې ژمنې سره سم ورمخکې شوو.
لیوني ورته وویل: زما له اس نه ځان ساته چې ودې نه وهي.
سړي وویل: "دا اس دې وتړه چې يوه پوښتنه لرم"
سړي وویل: " ما له الله سره ژمنه کړې وه چې له سلو نارینو سره به د ښځې په اړه مشوره کوم، ته سلم یې، ژمنه مې وکړه چې هر څوک مخې ته راغی، مشوره به ترې اخلم، نو ته مخې ته راغلې، غواړم ښځه...
نور ولوله
د مصري پوليس د ډم پر تيلفون تبعيد او بېرته مقرريدل او د هغې استعفی
په 1998 کال کې مشهوره نڅاګره فيفي عبده د قاهرې په مشهور هوټل کې درې ورځې ګډېدله، په همدې هوټل کې د توریزیم د پولیسو یو افسر دنده درلوده،...
دا افسر د خپلو اخلاقو له امله د هر چا خوښېده، ټول هغه هنرمندان چې په هوټل کې پاتې کېدل، له افسر سره به یې ښه بنډار هم کاوه، د دې هنرمندانو په منځ کې فیفي عبده نڅاګره هم وه.
****
یوه ورځ فیفي په هوټل کې شراب خونې ته ولاړه، شراب یې وڅښل او نيشه شوه، تر دې چې په ځمکه وغورځېده، مسئول افسر ورته وویل: " ته یوه مشهوره هنرمنده یې، دغه حالت تاسره مناسب نه دی"
****
هنرمندې سوګند وکړ چې افسر به له هوټل نه بل ځای ته تبعیدوي، څ...
نور ولوله
د نړۍ کنجوس سړی
میرچن ترانسیسکو" .. د نړۍ تر ټولو د شوم سړي لقب ګټلی و... لباس او خوړو ته یې هيڅ ارزښت نه ورکاوه، پتلون ته به یې پیوندونه پراته وو، د کرسمس په اختر کې یې ملګرو یو جوړ نوی لباس ورکړ، څو یې په دې طریقه پوه کړي چې دی ډېر کنجوس سړی دی، کله چې له رخصتۍ نه راستون شو، هم هغه زوړ لباس یې پر تن و، ملګری یې خبر شول چې ورکړې جامې یې د انترنت له لارې پلورلې وې...
د هغه له مړینې وروسته خلک پوه شول چې میرچن د هغو سازمانونو لپاره تر ټولو زیاته بسپنه ورکونکی و چې د بې کوره ماشومانو ساتنه کوي، او د هغه بسپنه 19 مليونه ډالرو ته رسیده ..**
دې سړي په کومه فلسفه کې ژوند کاوه؟!!!خپله ټوله خوښي یې د بې کوره ماشوم له یوې خولې موسکا ځار کړه..!** ...
نور ولوله
دا ښځه د خپل نامزاد او خاورې پروا لري
دا عکس په اویایمه لسیزه کې په ایرلینډ کې اخیستل شوی دی.
دا انځور په شمالي ایرلنډ کې د یو عادي وګړي لخوا اخیستل شوی و، چیرې چې نجلۍ د خپلې ټپې شوي نامزاد له ټوپک څخه پر دښمن ډزې کولې.
په داسې حال کې چې په برتانوي پوځ یې پرلپسې ډزې کولې، ملګر ویې نامزاد په مو ټر کې یو خوندي ځای ته بوتلو او نجلۍ وروسته ووژل شوه..
کله چې د برتانوي سرتیرو د کنډک قوماندان پوه شو چې دوی د یوې ښځې سره جګړه کوله، نو خپلو سرتیرو ته یې امر وکړ چې د هغې جسد ته لاس ور نه وړي. آیرلینډیانو ته یې د هغې د ښخولو اجازه ورکړه، او برتانوي قوماندان وویل:
موږ له هغه ملکې نه دفاع کوو چې زموږ پروا نه کوي، او دا ښځه د خپل نام...
نور ولوله
که څوک بې عیبه ملګری غواړی بې ملګري به شي
شکڼو ته هیڅ شی نه شي ورنیږدې کېدلی، تر دې چې دوی یو بل ته هم نه شي نېږدې کېدای...
کوم غشي چې پرې ولاړ دي، د دوی لپاره غښتلی سنګر دی، نه دوست ورنیږدې کېدای شي او نه هم دښمن...
کله چې د ژمي ساړه بادونه او سخته یخني پیل شي، نو بیا دوی اړ شي چې یو بل ته نیږدې شي تر څو ګرم شي، سره له دې چې یو بل په غیشو ټپی کوي، کله چې ګرم شي بېرته سره جلا شي...
چې بیا یې ساړه وشي، بېرته سره یو ځای شي....
د یو بل په غشو د ټپي کېدو توان پیدا کړي. ټوله شپه یو بل ته نیږدې کیږي او یو له بل نه لرې کیږي....
تلپاتې نېږدې والی یې ټپیان کوي او تلپاتې جدایی یې وژني... ...
نور ولوله
د يو باهمته مېړه نادره کيسه
پنځه کاله کیږي چې خپله مېرمن شپه او ورځ په خپلو اوږو ګرځوي، مېرمن یې د خپل پلار په مرګ پسې په پښو او لاسونو شله شوه.
سليم رخروخ، 50 کلن دی، د یوې مدرسې محافظ دی، په 1996 کال کې یې واده وکړ، یو زوی لري، خوشاله ژوند یې لره، په 2007 کال یې مېرمن په خپل پلار پسې شله شوه، نه خبرې کولی شي او نه کوم حرکت کوې.
له دې وروسته میړه د خپلې مېرمنې خدمت ته ملا وتړله، سهار وختي راپورته کیږي چې مېرمنې ته سهارنۍ تیاره کړي، بیا دندې ته ځي، هر یو ساعت وروسته مېرمنې ته راګرځي، څو کور پاک کړي، خواړه راوړي، په خپل لاس مېرمنې ته خواړه ورکړي، ځکه چې هغه کاشوغه لاس کې نه شي نیولی، بیا دوا ورکوي.
په شپه کې له څلور ځل نه زیات راپورته کیږي، څو خپله ...
نور ولوله
د دعوتګر عبدالرحمن السميط جالبه او نادره کيسه
د یو کلي په اړه یې واوریدل چې اسلام نه دی ور رسېدلی، د ورتګ هوډ یې وکړ، ملګرو یې وویل:
- نه شو کولی! زموږ او د کلي ترمنځ سیند دی چې له مګرمچانو( تمساح ګانو) ډک دی.
ده وویل:
- ما ورولی زه مسئولیت پر غاړه اخلم.
موږ په سیند ورتېر شو، هرې خوا مګرمچان تاوېدل، کلي ته ننوتلو، خلک حیران شول، ویې ویل:
دلته څنګه راورسېدئ؟!
ومو ویل:
-الله وساتلو ځکه چې د هغه دین خپروو! اسلام مو ورته شرحه کړ
مشر یې راته وویل:
- موږ یو شرط لرو، که دې ...
نور ولوله
فرانسوي سمندري ساینس پوه ژاک کوستو رحمه الله
▪د هغه نوم یې واخیست، د صفونو له منځه راولاړ شو، د دریځ لور ته ارام روان شو، له هرې خوا نه ورته د مینې او تعجب لیمې ځیرې دي، دا یو ستر سمندري ساینسپوه دی، په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري، څيړنې یې کړي او د نویو اکتشافاتو ویاړ لري. .
▪د خطابې د دریځ تر شاه ودرېده، داسې کلمات یې زمزمه کړل چې یوازې پرې مسلمانان پوهېدل، ټول ناست پوهان حیران شول، هغه مهال یې چېغې کړې چې کله یې خبرې په فرانسوي ترجمه شوې...په علمي اکاډمیک چاپیریال کې یې وشرنګېدې، په ټول واک او ځواک یې وویل:
أشهد أن لا إله إلا الله وأن محمداً رسول الله
بلې ... د شلمې پېړۍ په سمندر پوهنه کې تر ټولو مشهور او اوڅار عالم ژاك كوستو- مسلمان شو
ولې مسلمان ش...
نور ولوله
ښوونکی
یو ځل مې له خپل جاپاني ملګري نه پوښتنه وکړه:
_ ستاسې په هیواد کې د ښونکي کومه ورځ ده او څنګه یې لمانځئ؟
زما پوښتنې ته یې په تعجب ځواب راکړ:
– موږ د ښونکي په نوم کومه ورځ نه لرو.
د ځواب په اوریدو یې زه حیران شوم!
دا به رشتیا وایي؟!
ماته فکر راولوید:
" د اقتصاد، پوهې او تکنالوژۍ له پلوه په یو پرمختللي هیواد کې د معلم په اړه دومره بې تفاوتي"؟!
له زدکړو وروسته یوه ورځ، جاپاني ملګري د مېلمستیا بلنه راکړه.
دا چې کور یې...
نور ولوله
که غواړو چې ژوند وکړو باید په ځینو حقیقتونو سترګې پټې کړو
په عالم، مدافع وکیل او فیزکپوه د اعدام حکم صادر شو، عالم یې په تخته څملاوه، ورته یې وویل چې وروستی وصیت وکړه، عالم وویل، ای ربه زه بې ګناه یم، په خپل رحمت مې خلاص کړه.
وسپنه یې پرې راخلاصه کړه، کله چې یې سر ته ورسیده ودریده، خلکو چکچکې کړې، عالم یې له تختې پورته کړ.
مدافع وکیل یې پرتخته څملاوه، هغه وویل، د عالم په څیر خدای نه پیژنم، یو شی پېژنم، هغه عدالت دی، عدالت به مې ژغوري، پړی یې پرې را ایله کړ، وسپنه یې په سر ودریده، خلکو چېغه کړې چې وکیل عدالت خلاص کړ.
کله چې فیزکپوه پر تخته څملاسته ویې ویل، نه د عالم په څیر خدای پیژنم او نه د وکیل په څېر عدالت پېژنم، په یو شي پوهیږم چې دا ټول حرامیتوب په دې پړي کې دی، کومه غوټه لري...
نور ولوله
غزل
ستا په منګولو کې نرګس ښه دی ګلاب ښه دی
له دې نه هم ښه د دې دواړو انتخاب ښه دی
ته ماته دومره بې حسابه مینه مه راکوه
زه دومره ښه نه یم!له ماسره حساب ښه دی
دغه د ټول عمر ارام د ارام خوند کموي
بني ادم ته کله کله اضطراب ښه دی
په میخانه کې مصلا څه کوي؟ دا څه کوي؟.
یارانو څه ووایم! چوپ شم، که ځواب ښه دی؟
ته په ګلمخو پسې مرې زه یې خبرو پسې
ترنګ د رباب ښه دی که نه خپله رباب ښه دی؟!
د ګل ګوزار مې کله هم درباندې نه شي پیروزو
ته يې اباده ښه، شرر خانه خراب ښه دی
...
نور ولوله
