د فاطمې رض مينه له خپل پلار محمد ص سره
فاطمه رض لګیا ده، خپله کوټه سینګاروي، ډېره موده وروسته یې د کړکیو لپاره پردې موندلي، ډېره خوشاله ده، پردې یې راوځړولې، خبره شوې چې خوږ پلار یې له غزا سوبمن راستون شوی، د سپینو زرو لاکټ یې په غاړه کړ، د سپینو وښي یې په لاسو کړل، د خپل خواږ پلار د راتګ لاره څاري.
رحمة اللعالمين چې به له هر سفره راوګرځیده، لومړی به د خپلې لور فاطمې کور ته ورغی، بیا به د مېرمنو کورنو ته ولاړ، ماشومانو د مدینې په کوڅو کې منډې کړې، او چېغې یې کړې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګري یې ټول راغلل.
دا غږ د فاطمې رض غوږونو ته ورسېده، د حویلۍ په دروازه کې ودریده، رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډېر تمکین راروان دی، فاطمې ښه استقبال وکړ، کوټې ته ننوت، په پردو یې سترګې ولګېدې، بیا یې فاطمې ته وکتل، د هغې په غاړه یې لاکټ او په لسو یې وښي ولیدل.
سر یې ټیټ کړ، له کوټې مسجد ته ووت، فاطمې رض درک کړه چې دې کار رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خوند ور نه کړ، پردې یې راکوزې کړې، له غاړې هار ایله کړ، له مړوندونو یې وښي وویستل، په پرده کې یې راونغښتل، نېغه مسجد ته ننوته، رسول الله صلی الله علیه وسلم په منبر ناست و، فاطمې پرده ورکړه، ورته یې وویل، پلار جانه دا د الله او د هغه د رسول، رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې واخیسته، یوه شیبه د فاطمې مخ ته ځیر شو، ببا یې درې ځلې وویل:
درنه خوشاله شوم، درنه خوشاله شوم، درنه خوشاله شوم، لورکۍ د اهل بیتو سره دا نه ښایي.
په خوږ پیغمبر او دهغه په کورنۍ دردو ووایی:
اللهم صلی علی محمد و علی ال محمد کما صلیت علی ابراهیم و علی ال ابرهیم انک حمید مجید.
