د حدیبې سوله - څوارلسمه برخه
(( قدرمنو لوستوالو! د خیبر د غزا کیسه ډېره اوږده او ډېر جزئیات يې لرل، له نورو جزئیاتو يې تیر شوم، وخت کم دی، خیبر فتحه شوه، په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چا په غوښه کې زهر ورکړل، کوم صحابي د مکې شتمن دوکه کړل چې محمد او ملګري یې وژل شويٍ او له خلکو يې به دې چل پيسې واخیستې، دا به هم ولولئ چې څنګه یې د صفيې سره واده وکړه، پاتې لیکنه خپله ولولئ))
د تورو شرنګا، د نیزو خرپا ، د غیشو شغار او د ټپیانو زبیرګي ارام شول،یوازې د پاتې خلکو ژړاګانې اورېدل کیدلې چې په مړو يې ژړل، بلال د احیی بن اخطب لور صفیه او د هغه ترله په مړو جسدونو را تېر کړل،صفیې چېغې کړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې کړېکې واورېدلې، په بلال يې غږ کړ، ستا له زړه څخه څه وخت رحمت وتلی دی، چې دا میرمنې دې په د خپلوانو په جسدونو را تیرې کړې.
حجاج بن علاط السلمی راغی،حجاج ډېره شتمني لرله نو ويې ويل:
- ای د الله رسوله زما ټوله شتمني زما له مېرمنې سره په مکه کې ده او د مکې په سوداګرۍ کې خوره ده، ماته اجازه راکړه چې زه مکې ته لاړ شم مخکې له دې خپله شتمني راواخلم چې زما په اسلام خبر شي، که خبر شول بيا ترې هېڅ نه شم اخيستلی .
رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ اجازه ورکړه نو ويې ويل:
- ای د الله رسوله بايد نو يو څه خو ووايم.
حجاج له رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ نه غوښتل چې د واقعت خلاف او له ځانه کومې خبرې وکړي، څو خپل مال تر لاسه کړي، نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:
- ويې وايه.
نبي _صلی الله عليه وسلم_ صفيه ام سليم د ام انس د مور خادمې ته ولېږله چې جوړه يې کړي، کله چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ډاډه شو، د سلام بن مشکم مېرمنې زينب بنت الحارث ورته د ورېتې شوې ګډې غوښه ډالۍ کړه او پوښتنه يې وکړه :
- رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په ګډه کې کوم غړي خوښوي؟
ورته وويل شول.
ـ لاس.
په هغې کې يې زهر ورډېر کړل، بيا يې ټوله ګډه په زهرو ولړله او رايې وړه، کله چې د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په مخکې کېښودل شوه ورستي ته يې لاس کړې يوه مړۍ يې ترې خولې ته کړه خو تېره يې نه کړه، له هغه سره بشر بن البراء بن معرور هم ناست و، هغه هم د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په څېر يوه مړۍ خولې ته کړه، خو بشر تېره کړه او رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ وغورځوله بيا يې وويل:
- دا هډوکی ماته وايې چې زهرجن شوی دی.
بيا يې ښځه راوغوښتله ورته يې وويل:
- ولې دې داسې وکړل؟
- ماته هم خپلو قوميانو ستا په اړه ويلي وو،دا مې ځکه وکړل ومې ويل که پاچا وي خو ترې خلاص به شو او که نبي وي نو پرې پوه به شو.
نو رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ورته هيڅ ونه ويل، او بشر له دغه يوې مړۍ نه ومړ.
خلک خپلو سپرليو ته وختل او ټولو د الله د هغه مرستې مننه کوله چې ور په برخه کړې يې وه،کله چې نبي _صلی الله عليه وسلم_ شپږ مېله مزل وکړغوښتل يې چې صفيه واده کړي خو هغې انکار وکړ،نبي _صلی الله عليه وسلم_ په زړه کې خواشينی شو، کله چې صهباء ته ورسېدل دومه ته ستانه شول او هلته له صفيې سره يوځای شو له محمد _صلی الله عليه وسلم_ نه ورته بل څوک کرکجن نه و،د هغې پلار،مېړه او قوم يې وژلی وو، نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:
- ما چې ستا له قوم سره څه وکړل زه د هغې بخښنه غواړم، هغوی داسې او داسې کړې وو.
تر هغې يې ورته عذر کاوه څو يې هغه کرکه له زړه نه ووينځل شوه، نبي _صلی الله عليه وسلم_ واک ورکړ، که يې خوښه وي چې ازاده يې کړي او خپلو خپلوانو ته لاړه شي او که مسلمانيږي چې نکاح ورسره وکړي هغې وويل:
- الله او د هغه رسول غواړم.
رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ يې د سترګې د پاسه شين والی وليد ويې پوښتله:
- دا ولې شين دی؟
- زما سر د ابن ابي الحقيق په غيږه کې و زه ناوي ووم او وېده وم، ما خوب ولېده چې په غېږه کې مې سپوږمۍ راوغورځېده هغه ته مې وويل نو هغه زه په څپېړه ووهلم او ويې ويل:
- په خدای، ته د عربانو د پاچا هيلې يې.
وروسته له دې چې پاکه شوه، نبي _صلی الله عليه وسلم_ پرې نکاح وتړله، کله چې پاڅېده په دنيا کې ورته د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ نه خوږ بل څوک نه و، په دغه شپه ابو ايوب الانصاري وکښلې توره د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په کېږدې ولاړ و کله چې سهار شو ابو ايوب يې ولېده نو ويې ويل:
- ابو ايوب څه خبره ده؟
- ای د الله رسوله زه په تا له دې ښځې ووېريدم چې پلار، مېړه او قوميان دې وروژلي هغه نوې مسلمانه شوې ده، ما دې ساتنه کوله.
- اي الله ابو ايوب داسې وساته لکه څنګه چې يې زما ساتنه وکړه.
نبي _صلی الله عليه وسلم_ په شاه شو،نو ويې ويل:
- هر چا سره چې څه وي رادې وړې.
څرمنه يې وغوړوله، يو سړي کجورې راوړې، بل غوړي راوړل، بل پنير راوړه، بل ستوان راوړل، غوړي ، کجورې، پنير او ستوان يې يوځای کړل، لېټۍ يې پخه کړه، نبي _صلی الله عليه وسلم_ انس بن مالک ته وويل:
- شا او خوا خلک راوغواړه.
نبي _صلی الله عليه وسلم_ په صفيه وليمه وکړه، کله چې خلک له وليمې نه فارغ شول، نو ويې ويل:
- که يې حجاب ور وانه اغوست بيا ام ولد ده او که يې حجاب ور واغوست، بيا يې مېرمن ده.
نبي _صلی الله عليه وسلم_ دلته درې ورځې پاتې شو،د روانېدو وخت راورسېد، نبي _صلی الله عليه وسلم_ خپل زنګون فرش کړ چې صفيه پرې سپرلۍ ته وخيژي، هغې د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په ورون باندې د ودرېدو نه انکار وکړ، نو خپل زنګون يې د هغه په ورون کېښود او د اوښې په شا سپره شوه،شپه راغله خوب پرې راغی ټالۍ يې وهلې او سر يې د سپرلۍ په شا لګېده، رسول الله صلی الله علیه وسلم به تکیا کړه، د مینې او عاطفې لاس به يې پرې کش کړ او بیا به یې وویل:
- اخ! لږ صبر.
هغې د رسول الله علیه السلام عاطفه، ځېرکتيا او مينه حس کړه، نو ويې ويل:
- ما د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په څېر بل د ښه خوې څښتن نه دی لېدلی.
رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ محجبه کړه نو د حيي بن اخطب لور صفيه د مومنانو مور شوه.
