د شرر ساپی لیکنی
د حدیبې سوله - اومه برخه
(( په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، خپل سفیر دحیه الکلبي قیصر ته لیږي، په فلسطین کې ورسره مخ کیږي، قیصر امر کوي چې د عربانو کوم څوک راغلي وي له بازاره يې راولئ، چې د دې پيغمبر په اړه ترې پوښتنه وکړم، ابوسفیان او حکیم بن حزام راولي، راځئ چې تر منځ یې کومې خبرې اترې کیږي))
رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ خپلو ملګرو ته راووت او ويې ويل:
- زه الله پاک تاسې ټولو ته رحمت راليږلی يم، نو پر تاسې دې الله ورحميږي زما خبره منئ، او پر ما اختلاف مه کوئ، لکه څنګه چې حواريينو(مرستندويان) په عيسی بن مريم اختلاف وکړ.
ملګرو يې وويل:
...
نور ولوله
د حدیبې سوله - شپږمه برخه
(( په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د الفتح سورت سورت نازلیږي، صحابه حیرانیږي چې دا خو فتحه نه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم قانع کونکی ځواب ورکوي، دا به هم ولولئ چې ځینې میرمنې له مکې نه مدینې ته راځي، مسلمانیږي، د تړون له مخې باید مسلمان شوي بېرته مشرکانو ته وسپارل شي، راځئ چې وګورو رسول الله صلی الله علیه وسلم دا میرمنې سپاري او که نه))
په لويديځه خوا کې لمر پريوت او شپې خپله لمن پر حدېبې راکښله، مخکې له دې چې بلال د ماښام اذان وکړي، باران راښکته شو،ډېر کم و، يوازې د پښو تلي يې لمدول نو عبدالله بن ابي بن سلول وويل:
- دا د خزان د ستوري باران دی چې را وورېده...
نور ولوله
د حدیبې سوله - پنځمه برخه
( په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم سولې ته څومره لیواله و، دا به هم درته جوته شي چې سوله له جګړې سخته وه، په سوله کې به له ډېر څه تيريږي، یوازېیني هدف به دې سوله وي، خو صحابه دومره په غوسه دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر د یو څو شیبو لپاره معطل شو، دا به هم ولولئ چې مېرمنو د ژوند په هر ډګر کې د نارینو سره اوږه په اوږه خپل مسئولیت ادا کړئ، د ام سلمه مشوره وه چې مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر ومانه))
رسول الله صلی الله علیه وسلم علي ته امر وکړ چې:
- وليکه: په دې محمد بن عبدالله او سهيل بن عمرو پرېکړه وکړه چې لس کاله به اوربند وي، خلک به په امن کې ژوند کوي، يو پر ...
نور ولوله
د حدیبې سوله - څلورمه برخه
قريش له دې بيعت نه خبرشول ووېريدل او په خپلو کې يې سلا مشورې شروع کړې، او هيله يې څرګنده کړه چې کاش ابوسفيان بن حرب په مکه کې وای، له سولې نه يې غوره لاره ونه موندله.
سهيل بن عمرو ته يې وويل:
- محمد ته ورشه، سوله ورسره وکړه، خو په سوله کې به دا ماده هرومرو وي چې سږ دې لاړ شي او بل کال دې راشي.
سهيل بن عمرو راغی، چې کله نبي _ﷺ_ وليده ويې ويل:
- ستاسې چاره اسانه شوه،خلکو خو د خپلوی لاره نيولی اوسوله غواړي، د قربانۍ مالونه وروباسئ او تلبيه ووايې کېدای شئ چې دا يې زړونه نرم کړي.
په عسکر کوټ کې د تلبيه اواز...
نور ولوله
د حدیبې سوله - دریمه برخه
سهيل بن عمرو او د قريشو مشران د کعبې سېورې ته ناست وو چې عثمان بن عفان د ابان بن سعيد بن العاص په بدرګه ورغی،کله چې يې ولېده سترګې يې پکې خښې کړي او په مخونو باندې يې له ژبو مخکې پوښتنې انځور شوي:
- ما پناه ورکړي څو د محمد پيغام ورسوي.
دعکرمه بن ابي جهل شونډې وريږدېدې، هغه سوله نه غواړي، هغه د رسول الله _ﷺ_ ،مهاجرينو او انصارو پروړاندې په جګړه ټينګار کوي، خالد د هغه لمانځه په اړه په فکر کې دی چې مسلمانانو په مازيګر کې وکړ، د ماسپخښين په لمانځه کې ده وويل: (( دوی ناخبره وو، که مو پرې بريد کړی وای زيانمن کړي به مو و،خو ولې يو بل داسې مونځ راځي چې هغه دوی ته د خپلو نفسونو او بچو نه هم ډېر خوږ دی)).هغه وخت راغی، خو ابوا...
نور ولوله
د حدیبې سوله - دوهمه برخه
خالد بن الوليد خپل اسپوران په کراع الغميم کې تيارسۍ کړي و،او ګومان يې کاوه چې مسلمانان تر هغې نه شي کولی چې مکې ته ورسيږي څو يې د ده په اسپورانو کې لاره نه وي کړي او دا کار ناشونی و،ځکه چې مسلمانان تړلي احرامونه راغلي و،تورې يې په تېکو کې منډلې وې،که خبره خرابه شي, نو دغه تورې به هېڅ ګټه ونه کړي، خو کله چې مسلمانانو لاره چپه کړه او د لارې په ښې اړخ ثنيه المرار ته ووتل او يواځې د مکې نهه مېله فاصله کې و چې کمين نيونکو د لښکر دوړې ولېدې ، اوس د خالد سرتېرو ته په دې سېمه کې پاتې کېدل بې ګټې و، ځکه چې لښکر ترې تېر شوی وې، نو په منډه يې قريشو ته ځانونه راورسول او خبر يې ورکړ چې محمد د خپلو ملګرو سره حديبې ته راورسيد او حرم ته راروان دي.
ابوسفيان بن حرب، حکيم بن حزام او د قريشو ډېر ...
نور ولوله
د حدیبې سوله – لومړی برخه
د مدينې ساه د الله ستاينه وګرځېده، ساه اخيستنه يې اسماني وحې او ساه ايستنه يې د مخلوقاتو دپالونکي الله ستاينه او شکر وګرځېده.
اوريدا يې قران، او سترګې يې د اسمانونو او ځمکو د بديع او پيداکونکې ذات يخوالی، او زړه يې سپيڅلې رڼاګانې، د رڼاګانو رڼاګې شوې، سپيڅلی روح يې د ځمکې د خيرو نه پاک شو. وزرې يې وکړې او په دې وتوانيده چې د روحونو روح ته ورسيږي.
شپه په تور ټيکري کې د پوخ زاهد په څېر چوپه خوله ناسته وه، ټول وجود ويده و خو يواځې د مومنانو سترګې اسمان ته پاتې وې، ژبې يې پر دعا خوځېدلې،او زوړنه يې د الله په ياد ډاډه و، په دې پوه شئ چې زړونه د الله په ياد ډاډه کيږي.
محمد _ﷺ_ په خپل کور کې ټوله شپه خپل رب ته په ولاړې او سج...
نور ولوله
د محمد ص د ميرمن خديجه رض او لور زينب رض دردونکی کيسه
هاله په چابکو قدمونو د خپلې خور خدیجې کور ته روانه ده، خپل وړوکی زوی ابوالعاص یې غیږ کې راخیستی دی، شیبه وروسته ورته دروازه خلاصه شوه، په دهلیز کې کې ښې اړخ ته روانه شوه، څو قدمه وروسته په پوړیو دوهم منزل ته وختله، مخامخ کوټې ته ننوته. په خور باندې يې د سترګو لګیدو سره سم مبارکي ورکړه، زینب یې غیږ کې راپورته کړه، لږه شیبه یې وروسته یې د ابوالعاص غیږ کې واچوله، ورته یې وویل:
ابوالعاصه، خوښه دې شوه؟ ماشوم سر وخوځوه، دواړه خویندې په خندا شوې.
زمانه واوښته، زینب پېغله شوه. هاله بیا د خدیجې کور ته ننوته، زینب یې غیږ کې کلکه ونیوله، بیا یې خپلې خور ته وویل، زه خو د ابوالعاص په جرګه راغلی یم.
بی بي خدیجې ورته وویل، ته صبر چې محمد ...
نور ولوله
